Sensitive content

This media may contain sensitive content.

Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د جمهوریت د دورې د واقعیتونو د پېژندلو لپاره باید د هغو کړنو، پرېکړو او کارنامو ته وکتل شي؛ نه یوازې شعارونو ته. تاریخ به قضاوت وکړي او د افغانستان خلک حق لري چې حقیقت وپېژني. #کندهار #عينومينه #کرزي

40,488 görüntüleme • 22 gün önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

د ولسمشر غني وروستې دریځ ته د طالبانو رسمي غبرګون واورئ او بیا قضاوت وکړئ چې ایا له طالب سره ګډ کار کیدای شي؟ ایا هغوی د چا کار، رایې او نظر ته درنښت او اړتیا لري؟ او… زه خپله په دې باور وم او یم چې طالبان له ځانه پوره دي، د هیچا مشورې او کار ته اړتیا نه لري، بلکې یواځې ځان اهل کار ورته ښکارېږي. د ولسمشر وروستی دریځ د اتمام حجت لپاره، مناسب ګام و، خو له دي وروسته هم چې څوک طالب ته مشورې ورکوي او یا په دي تمه ناست یې چې طالبان به ملت او ولس ته مراجعه وکړي، په ځان ، ولس او ملت ملنډې وهي. هغوی چې د افغانستان په سیاست کې مطرحي څېرې وي او یا ځان ګڼي، دوه لارې لري، یا به د عفوي کارت اخلي، له مسولیته به ځان خلاصوي، د کرزي صیب، ډاکتر صیب عبدالله او امثالهم په څېر به ارام ژوند کوي اولادونو ته به یې په بهرنیو مکاتبو او پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره وي، د زکام د درملنې لپاره به هم بهرنیو هېوادونو ته د سفر امکانات لري او یا به مسؤلیت مني او روان بحران ته به د حل لار پیدا کوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

41,436 görüntüleme • 8 ay önce

د دریځونو بدلون؛ له «باغیانو» تر «د نجات پرښتو» د افغانستان په وروستیو سیاسي لسیزو کې یو له تر ټولو دردناکو واقعیتونو څخه د ځینو چارواکو او ویاندویانو د دریځونو ناڅاپي او بې‌حسابه بدلون دی. هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال د دولت د رسمي دریځ استازیتوب کاوه، نن داسې خبرې کوي چې د هغوی د پرونیو څرګندونو بشپړ نفی ښکاري. د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت هغه مهالنی ویاند، دولت وزیري چې پر سټېج به یې په احساساتي انداز طالبانو ته د «باغیانو» خطاب کاوه، ټینګار به یې کاوه چې هر هغه څوک چې د جمهوریت پر وړاندې وسله وال دریځ لري، باغي دی او باید وځپل شي. دا خبرې یوازې شخصي نظر نه و، بلکې د دولت رسمي دریځ و چې د جګړې د مشروعیت لپاره وړاندې کېده. خو نن هماغه څېره د طالبانو حکومت د «نجات پرښته» بولي او ادعا کوي چې دی له پیله د جګړې مخالف و. دا پوښتنه دلته راپورته کېږي: که جګړه ناسم عمل و، نو ولې هغه مهال د جګړې د توجیه لپاره دومره تودې او احساساتي ویناوې کېدې؟ او که جمهوریت حق پر لاره و، نو نن ولې هماغه دریځ په بشپړه توګه رد کېږي؟ د مسئلې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دا ډول تضادونه یوازې شخصي بې‌ثباتي نه ښيي، بلکې د ټولنیز باور بنسټونه هم زیانمنوي. ولس له چارواکو تمه لري چې لږ تر لږه پر خپلو خبرو ودرېږي، یا که دریځ بدلوي، د بدلون اخلاقي، سیاسي او منطقي دلیلونه وړاندې کړي. دا سمه ده چې سیاست بدلون منونکی دی، شرایط بدلېږي او انسانان هم خپل فکرونه اصلاح کولای شي؛ خو د فکر اصلاح له توجیه پرته د پرون د انکار په مانا نه ده. هغه څوک چې پرون یې جګړه «مقدسه دنده» بلله او نن یې «غلطه لاره» بولي، باید د دې تضاد ځواب ولس ته ورکړي. تاریخ به د شعارونو پر بنسټ قضاوت نه کوي، بلکې د دریځونو پر ثبات، رښتینولۍ او صداقت به حساب کوي. که د جګړې پر مهال چوپ پاتې کېدل جرم و، نو د جګړې د تودولو رول هم باید هېر نه شي. ولس د حافظې له لاسه ورکولو عادت نه لري، که څه هم ځینې سیاستوال پر دې هیله وي.

BILAL SARWARY

10,869 görüntüleme • 7 ay önce

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې امریکا افغانستان ته په واقعیت کې طالبانو ته میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر لېږي، چې دا د منلو وړ نه ده. تېره ورځ د سې آی ای پخوانۍ مامورې سارا ادم هم ویلي و چې طالبانو د امریکا د دفاع وزارت او ان هوښیار ذهنونه غولولي دي او له طالبانو سره باید هر ډول ملاتړ او د معلوماتو شریکول بند شي. لومړی دا خبره د منلو نه ده چې امریکا دي غولیدلي وي، ځکه د امریکایانو او طالبانو تر منځ د دوحي قرارداد په پټو سترګو نه دی شوي او نه د قطر دفتر په تېروتنه طالبانو ته ورکول شوی و او نه دا میلیاردونه ډالر په تېروتنه طالبانو ته لېږل کېږي. په حقیقت کې دغسې نیابتي ډلې - چې نړیوال مشروعیت ونه لري، نړیوال کنوینسیونونه یې نه یې لاسلیک کړي، نړیوالو اصولو ته درناوی او پابندي ونه لري - د زبر ځواکونه اړتیا ده. د کلي ساده ملکان هم پټ او ښکاره یو دوه بدمعاشان ساتي، هغوی چې ځان د نړۍ زبر ځواک بولي، ایا د بدمعاشانو دغسې ډلو ټپلو ته اړتیا نه لري؟ بلکې لري یې. سمه ده، د افغانستان کشاله کورني او بهرني فکتورونه دواړه لري، خو د حل لپاره یې باید په کورنیو فکتورونو ترکیز وشي، پښتانه وایې: خپل پټی د بزګر په لاس نه ابادېږي. نو پردیو خبرو ته مه خوشحاله کېږئ، د خپلو دردونو او کړاونو لپاره باید کورني درمل پیدا کړو. البته باید ووایم چې دا کوم نوي اسرار او رازونه نه دي چې یواځې ما کشف کړي دي، هغوی چې د افغانستان په روان وضعیت کې دخیل دي، ټول په دې خبرو تر ما ښه پوهېږي، ځیني خلک مجبور دي او ځیني سیاست کوي او په سیاست کې سپینه وینا کفر ده.

Rahmatullah Andar🇦🇫

13,496 görüntüleme • 1 yıl önce

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,050 görüntüleme • 6 ay önce

د پاکستان له لوري د «رژیم» د بدلولو خبره یې اورېدلې ده ډېرو تښتېدلو بیا پاکستان ته لکۍ ښورول پیل کړي دي. ما ویلي وو چې پېغور به نه ورکوو؛ نه نه زه وایم هغوی ته به د تېښتي پېغور هم ورکوو چې د پاکستان ډول ته نڅېږي. د پاکستان پرلاس که له دې هیواده دبۍ جوړېږي موږ یې نه غواړو. اوس چې طالبانو له پاکستان نه د ځان د خلاصون هڅه وکړه؛ ځیني د قدرت عاشقان لګیا دي بیا یې کوښښ کوي چې د افغانستان واګې پاکستان ته ور وسپاري. هر هغه افغان یا د افغانستان هویت استعمالونکی خاین او جاسوس دی چې د پاکستان پر لاس د افغانستان د تغیر هڅه کوي. د هرچا چې طالبان نه دي خوښ په افغاني دودیزو لارو دې مخالفت وکړي؛ په افغاني دودیزو لارو دې واک ترې واخلي نوش جان دي شي. دا یاد ساتئ پاکستان په هیڅ ډول په هغه حالت کې نه دی چې د افغانستان نظام بدل کړای شي. پاکستان په پورونو کې غرق؛ په کورنۍ جګړه او سیاسي بې ثباتي کې ښکېل یو غیري جمهوري هیواد دی چې د افغانستان د نظام د بدلولو توان نه لري. د پاکستان له لاسه د مذهب د کنټرول تناب وتلی؛ ژر به په چیغو او فریاد د طالبانو پښو ته ور ولوېږي. پاکستان چې له طالبانو او پخوانیو مجاهدینو سره هم وفا ونه کړه دا له هیڅ افغان سره وفا نه کوي؛ دوی دربدره؛ وږی او مجبور افغانستان غواړي او دم ګړی ددې کار مخنیوي ته طالبان ولاړ دي او همدا د پاکستان لپاره لوی سر خوږی دی. هغه ټول کسان و غندۍ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي؛ د هغه ټولو پخوانیو چارواکو د پخوانیو ظلمونو؛ فساد؛ خپلوي پاللو داستانونه رسوا او را وباسئ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي.

Mirwais Afghan

24,159 görüntüleme • 8 ay önce

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 görüntüleme • 1 ay önce

بېړنی خبر❤️💚💙 د بلوچستان جمهوریت له پاکستان څخه د خپلې خپلواکۍ اعلان وکړ؛ دا د ټولې سیمې لپاره یو زېری او خوشخبره ده. بلوچستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په یوولسمه نېټه د خپلې خپلواکۍ اعلان کړی و، او د دغه تاریخي اعلان بیا تازه کول تېر کال د مې په نهمه د میر یار بلوچ له خوا ترسره شول. د همدې دریځ له مخې، د ریپبلک آف بلوچستان پلویان باور لري چې بلوچستان اوس یو خپلواک هېواد دی. له همدې امله، د بلوچستان د خلکو په اند، د افغانستان حکومت، چې یو باوري او نږدې ګاونډی هېواد ګڼل کېږي، کولای شي د بلوچستان د خپلواک هېواد په توګه د رسمیت پېژندنې بهیر پیل کړي او په دې توګه د لومړي اسلامي هېواد په توګه دا ګام پورته کړي. د دې لیدلوري له مخې، که افغانستان بلوچستان په رسمیت وپېژني، نو د نړۍ نور هېوادونه به هم د بلوچستان د سفارتونو د پرانیستلو اجازه ورکړي، او د دوی په باور به دا بهیر د پاکستان د ترهګرۍ د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي. افغانستان او بلوچستان د سلګونو کلونو راهیسې د تاریخ، کلتور، ژبې، سوداګرۍ او ولسي اړیکو له لارې یو له بل سره ژورې اړیکې لري. د دواړو سیمو خلک د مېلمه پالنې، متقابل درناوي، ګډو دودونو او سیمه‌ییزو ارزښتونو له امله یو بل ته نږدې پاتې شوي دي. د دواړو ولسونو ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو، علمي او فرهنګي اړیکو او ټولنیزو تګ راتګونو اوږد تاریخ د دې دوستۍ څرګندونه کوي. همدا تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو ولسونو ترمنځ د متقابل تفاهم، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بنسټ ګڼل کېږي، او هیله کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه اړیکې د سولې، سوکالۍ او متقابل درناوي پر بنسټ لا پراخې او ټینګې شي. Youtube video by NDTV

Mir Yar Baloch

35,341 görüntüleme • 1 ay önce