Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د رب ﷻ سپڅلي کور او بختور حاجيان.🕋💗

10,782 views • 1 month ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

افغان حاجيان وايي، د طالبـ.ـانو د مشر په فتوا سږ کال د حج فريضه کې يو نوی جنجال رامنځته شوی دی. نوموړي سږ کال فتوا ورکړې وه، چې د سعودي عربستان بانکي سيستم سودي دی او له همدې امله دې پکې افغان حاجيان د قرباني لپاره د پيسو جمع کولو پر ځای روژې ونيسې. اوس چې افغان حاجيانو د سعودي په همدې ګرمي کې روژې نيولې دي، ورپسې يې له کندهاره بله فتوا استولې او ورته ويل شوي، چې بېرته له سعودي عربستان سره ستونزه حل شوې او حاجيان دې د قرباني لپاره «مسار الکترونيکي سيستم» کې ۷۲۰ رياله جمع کړي. افغان حاجيان وايي، ملا هبت الله د نورو شرعي مسايلو په څېر د حج فريضه کې هم سږ کال خپله سليقه تطبيق کړه: «اول يې د سعودي عربستان د بانکي سيستم د ناجائزۍ فتوا ورکړه، وروسته چې سعودي ورسره ونه منله، بېرته يې د تائيد فتوا ورکړه. دين څخه يې خپل دوکان جوړ کړی دی.» زاويه نيوز د دغو دواړو فتواوو کاپيانې هم ترلاسه کړې دي او د ويډيو پای کې يې لوستلی شئ.

ZAWIA NEWS

14,484 views • 1 month ago

د آستراليا صدراعظم د رسنيو سره خبرې کولې چې دغه مهال د مخې کور خاوند بهر راووت او ویې ويل: "مسټر صدراعظم! دا خلک زما پر چمن ولاړ دي، دا شا ته کړه." لومړي وزير خبرې ودرولې، د رسنيو استازي يې شاته کړل او د کور خاوند د درناوي او شکريې ويلو وروسته بيرته کور ته داخل شو، بې له دې چې د لومړي وزير حيثيت ته پام وکړي. که دا پېښه په افغانستان کې شوې وای، نو: اول به د سيمې مقامي مشران، واړه او لوي چارواکي او ځواکونه موجود وای او يو ډول بي روبار به جوړ وه. دوهم دا چې د کور خاوند به ډېر خوشاله وای چې د ده د کور مخې ته صدراعظم راغلي دی؛ دريم دا چې د کور خاوند به تر دې دمه نيول شوی وای چې "تا دا جرات څنګه وکړ؟ بس زمونږ تر ټولو روښانه او افتخار وړ تاريخ هماغه د خلفاوو راشيدينو زمانه وه.. يقين وکړه هر خطيب چې وعظ کوي هماغه رواياتو حواله ورکوي زموږ د ټول هيواد په معاصر تاریخ او اوسمهال داسې د عدالت او محاسبې واقعه نشته چې په غونډو او مجالسو کي خلکو ته واورو.. يو متضاده او العياذ بالله دوه مخي ټولنه ايجاد شوي.. په وعظ او خبرو کي په پخواني مړ فرعون ، نمرود، ابو جهل داسې تيز ورځو چې لاډسپيکر پري شکوو ليکن د وخت فرعون ، نمرود ، ابوجهل او هامان پر وړاندې خاموش يو.. د عدالت او انصاف د څوارلس سوه کاله پخوايې د خلافت زرين دوري انتقالوي ليکن فعلآ د چا په خاطر چې د نورو مسلمانانو توهین کوه او خلک پري وژنو د يو رياست او نظام په شکل يوه داسې حقيقي بيلګي او واقعه چې نورو ته يي د مثال په ډول وړاندي کړو نلرو ليکن بالعکس د بي عدالتیو او بي انصافيو يي په سلګونو واقعات او قصي لرو. پوسټ: عبدالحمید جلیلي

Rahim Sekander

34,375 views • 1 year ago