Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د سیاق مهمه خپرونه د جمهوري دولت د چارو ادارې له لوی رییس فضل محمود فضلي سره: د پاکستان د ناسمو سیاستونو، غیرمنطقي غوښتنو او خبرو اترو کې د خپلو نا انډوله شرایطو په اړه پر ملي محور او ملي دریځ هر اړخیز بحث! هغه مسایل څیړو چې خبرې...

21,025 Aufrufe • vor 8 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,983 Aufrufe • vor 2 Monaten

زه د یو افغان په توګه د خلیفه صیب بې وسې وځورولم چې هغه د پاکستان د تجاوز او یرغل په مقابل کې حتی په تنده لهجه خبرې نه شي کولی، یو روښانه دریځ هم نه شي لرلی، بلکې دومره مجبور دی چې د پاکستان څلویښت کلنه افغان ضد تګلاره او سیاست، ښېګڼه او خدمت بولي، ستاینه یې کوي او څو ځله یې یادوي. هغه سیاسیون چې له بهرنیو استخباراتو سره بلک میل دي او یا نه یو ډول یې څادر د هغوی تر پښو لاندې دی، په افغانستان کې هیڅکله او هیڅ ډول مستقل او ازاد سیاست نه شي کولی. په حقیقت کې نیابتي ډلې د ازاد سیاست او خودمختارۍ جوګه نه دي، که څه هم د موقت وخت لپاره د قدرت څښتنان شي او د واک پر ګدۍ کېنول شي. ملي احزاب او ملي ګوندونه چې د ولس له متنه جوړ شوي وي، سیاسي تګلاره یې د ولس په اراده، رایه او جمهوري ارزښتونو ولاړه وي، د افغانستان د معضلي حل کیدی شي چې له بده بخته موږ هیڅ داسې ملي ګوند نه لرو. شل کلن جمهوریت د ملي ګوندونو د جوړښت لپاره یو ښه فرصت و، خو د جمهوریت بانیانو هیڅ دې مسلې ته پام ونه کړ، دوی هم یواځې د جمهوریت تمثیل کاو، جمهوري تګلارې او په ټولنه کې د جمهوریت بنسټیز کیدلو ته ژمن نه و، ځکه له ملي ګوندونو پرته څنګه کیدی شي چې جمهوریت په ټولنه کې بنسټیز شي. څلور کاله تېرېږي، جمهوریت غوښتونکي یا په بله اصطلاح روڼ اندي په یوه ملي روایت متفق شوي نه دي، ملي روایت یې ایجاد کړی نه دی، بلکې په تېر جمهوري روایت هم نه شي سره را یوځای کیدی. زما خبرې به نهیلې کونکي وي، خو دا یو سپین حقیقت چې موږ یې وینو او یوه روښانه ستونزه ده چې موږ یې تجربه کوو. چورت مه خرابوئ! د ستونزې پېژندل هم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، ځکه حلا لارې د ستونزې تر تشخیص ورسته مطرح کېږي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

46,945 Aufrufe • vor 1 Jahr