Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د شهيد حاجي وروستۍ څو شېبې! بيا هم وايم، خوراج ووژنئ، دا فتنه په زندانونو کې د ساتلو وړ نه ده، دا په تاریخ کې د اسلام هغه مکار او بزدله دوښمن ده چې تل يې ګذار د شاه له طرفه وي #شهیدحقاني

58,671 görüntüleme • 1 yıl önce •via X (Twitter)

9 Yorum

ahmad tofan profil fotoğrafı
ahmad tofan1 yıl önce

مرتد مردار شوه 😀😀😀

WATAN 🇦🇫 profil fotoğrafı
WATAN 🇦🇫1 yıl önce

اخخخخ خدای د وکړي چې دلته یو دوه درزه ترې پورته کړي.

atalqahr man profil fotoğrafı
atalqahr man1 yıl önce

مرداریی کری داعشیان مسلمان نه دی

Madina profil fotoğrafı
Madina1 yıl önce

الله يو سو نورو انتحاری ور نصیبه کری

Sadiq profil fotoğrafı
Sadiq1 yıl önce

د سوریې نوي حکومت د څلورو یا پنځو ورځو په جریان کي خپل مخالفین داسي وځپل چي بیا به بل څوک د داسي ظلم جرأت ونه کړي خو طالبانو په افغانستان کي تر درو کالو پاچاهۍ وروسته سربېره پر داسي سختو ظلمونو چي داعش ورسره وکړل اوس هم په بند خونو کي ساتلي دي،چي دا کار دوی ته لا نو جرات هم ورکړی

فاتح غازی profil fotoğrafı
فاتح غازی1 yıl önce

د شهید جنازه خو گوری د بیت المال موتر د غریبو خلکو کراچیوانانو ، د ریکشو، د دکاندارانو، د تذکرو اخیستلو ولا نه په زوره راتولی شوی مالیات دغسی جنازو کی مصرفیگی. انشالله چی رب ورسره ددی غریب ملت حساب کوی.

Mohammadullah profil fotoğrafı
Mohammadullah1 yıl önce

عجب تاریخ درباندی راوکرزیده ، ستاسو او دوی کی هیڅ فرق نشته !

ياد profil fotoğrafı
ياد1 yıl önce

فیدایې ته د حدای جنت الفردوس په نصیب کړي دا د دین جزبه دی چې په ځان پسې باروت تړي او خپل بدن برې توکړه توکړه کوي دې ته د دین جزابه وایې

Asad Ullah profil fotoğrafı
Asad Ullah1 yıl önce

تاسو ته به چی چا وویل ی په جماعت کی په روزه کی حملی مه کوۍ ګناه ده دا بزدلانه عمل ده ستاسو چڼو به ویل چی په جوماعت او روژی میاشت کی لا ډیر ثواب لرې اوس څنګه فتوا بدله شوه بس الله قربان شم سخت په طریفه وهل کوی

Benzer Videolar

د تورو زندانونو له تیارو د ابادۍ تر ارمانونو د مزل یو مجاهد لاروی: ځینې ځینو ته الله تعالی فطرتا داسې اوصاف او خویونه ورکړې وي چې نور یې د هر ډول وړتیا او هڅو سربېره نه شي موندی. د اشخاصو د شخصي توصیف بیان ډېر خوند نه راکوي خو ځینې وخت وجداناً مجبور شې چې د یو چا په باب د زړه خبرې په الفاظو او جملو بدلې کړې. د حاجي وزير حقاني د ژوند پر ټول مزل خبر یم له کړاونو راوتلی دا شخص د هیواد ابادۍ او چوپړ دومره تږی دی چې زه یې په الفاظو کې له بشپړ بیان څخه عاجز یم. د پانګوالو او سوداګرو سره یې لومړۍ خبره هیواد کې پانګونې ته د هغوی هڅول وي، پر منظرو او سفر کې یې هم د وطن ښایسته سیمه په دې نیت ننداره کوي چې که ممکنه وي همغه ښایسته سیمه په یو جامع جومات، ګڼ بازار او سیاحتي پارک لا مزءینه کړي او داسې لسګونه نورې د ابادۍ لپاره دده د تندې بېلګې دده د خویونو عادتونو برخه ده د حاجي وزیر صیب ددې هڅو او هڅونو یوه ښکاره بېلګه د تېرا په سیمه کې د جامع جومات، ښکلي بازار او رسټورانټ هغه ښکلې ابادي ده چې دا مهال د هغې لارې سلګونه مسافر یې په شوق لیدو ته ورځي، په دې شاړه دښته او د غرونو سینه کې د ابادۍ دا ستره نمونه د نوموړي د هڅوونو او تشویق برکت دی دا به یوازنۍ بېلګه نه وي همداسې په خوست، هلمند، هرات او لوګر په لویو لارو کې دغسې ښکلي او جامع جوماتونه دده په هڅوونې او د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي. او لا هم د ابادۍ او ښکلا لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې( د نادرخان پر غونډۍ د سرسبزۍ، سړکونو او جامع جومات پروژه، د کابل- جلال اباد پر لویه لار جامع جومات او بازار او …)په سرعت سره روانې دي دا ټول هغه څه دي چې د خلیفه صیب په هدایت یې حاجي وزیر صیب د اړونده اداراتو په مرستې سره پر مخ وړي ددې سړي دا د ابادۍ تنده د هغه له کړاوه ډک تېر شوي ژوند سره عجیب پیوند لري، حاجي وزیر د شل کلنې مبارزې پر مهال د چریکي بریدونو مسئولیت لاره چې له کبله یې د ژوند او ځوانۍ ډېر پسرلي، د کیوبا، پاکستان او افغانستان په زندانونو کې تېر کړي ډېرې له شکنجو او کړاونو ډکې ورځې یې پر ځان تېرې کړي خو عجیبه دا ده چې ددې کړاونو او زندانونو درد یې د عقدې او کینې پر ځای د هیواد او ولس سره د خدمت او ابادۍ پر مینې او تندې بدل شوی. قدرمن حاجي وزیر مخکې د کورنیو چارو وزارت مالي ریس و او اوسمهال د خلیفه صاحب د چارو اداره او تنظیم ور په غاړه دی. دا د اسلام او وطن اخلاصمند سپاهي دې تل سرلوړی وي

Abdullah Raihan

26,726 görüntüleme • 1 yıl önce

د‌ اسلامي نظام دښمنان دې په دې پوه شي چې تبلیغات حقایق نه شي بدلولای؛ تاریخ د خبرو نه، بلکې د عمل قضاوت کوي، او عمل د عبدالباري عمر تر ټولو روښانه پېژندپاڼه ده. عبدالباري عمر چې د مسؤلیت په هر پړاو کې یې په امانت، نظم او تدبیر خدمت کړی، او په پریکنده دریځ يې د خپلې ادارې د نظم او صلابت ساتلو په موخه د هر بې نظمه او چپاولګر په مخکې لکه سپر ولاړ دی ځکه یې خفاشان او خناسان بد يادوي. دښمنان دې پوه وي چې نوموړی د ډيرو قوي او پيچلو عملياتو رهبر پاتې شوی، هغه مهال یې په کابل کې عمليات رهبري کول چې ډيرو نورو کفر ته کفر او اسلام ته اسلام نشو ویلی، که څوک يې خدمت نشي زغملی يا شخصي عقده ور سره لري نو د مهرباني له مخې دې خپل مشکل په شخصي کې ور سره حل کړي. دا د وقاحته ډک فرهنګ زمونږ نه وو چې يو مسؤل د وظيفې لري شي او مونږ ور پسې خوله خلاصه کړې وي او شخصيت يې داغ داره کړو. د دې نظام هر مشر د اعتماد وړ دی او دفاع يې په مونږ حق ده.

Jawad sargar جواد څارګر

20,015 görüntüleme • 7 ay önce

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 görüntüleme • 2 yıl önce

د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو شکمن کس څنګه له برید مخکې هوټل څارلی و؟ د پنجشنبې په ورځ نوې شواهد خپاره شوي چې په کې هغه ویډیو هم شامله ده چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ماښامنۍ له مراسمو مخکې شېبې ښيي؛ هغه مراسم چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت چارواکو د شنبې په شپه د واشنګټن هېلټن هوټل کې ګډون کړی و. په دې ویډیو کې یو شکمن کس چې کول توماس آلن نومېږي، لیدل کېږي چې له یوې دروازې د داسې دهلېز لوري ته ننوځي چې د امنیتي تلاشي ځای ته رسېږي. یوازې یوه ثانیه وروسته، یو پولیس افسر له خپل سپي سره هماغې دروازې ته نږدې کېږي چې دا ځای د بېلابېلو لارو او لفټونو ته تګ لري. افسر شاوخوا ۱۲ ثانیې هلته ولاړ وي او د دهلېز پر لور ګوري، په داسې حال کې چې سپی یې دننه او بهر حرکت کوي. په همدې وخت کې، د کمرې په تصویر کې آلن نه ښکاري. وروسته، افسر او سپی له سیمې لرې کېږي او یوه ثانیه وروسته شکمن کس له شاتګان (Shotgun) سره بېرته له دروازې راڅرګندېږي او د امنیتي تلاشي پر لور منډه وهي. څارنوالان وایي چې په ویډیو کې د آلن او د پټو خدمتونو د یوه افسر ترمنځ د ډزو تبادله لیدل کېږي، که څه هم د دقیقې ډزې شېبه روښانه نه ده. د واشنګټن مشر څارنوال جینین پیرو ویلي چې دا ویډیو ښيي آلن پر هماغه افسر ډزې کړې دي او داسې هېڅ شواهد نشته چې دا پېښه د «خپلو ځواکونو ډزو» له امله رامنځته شوې وي. د هغې په وینا، ویډیو همدارنګه ښيي چې آلن له پېښې مخکې د هوټل په بېلابېلو برخو کې ګرځېده، چې دا د ځای د څارنې او پېژندنې څرګندونه کوي. #سپینه_ماڼۍ #امریکا #واشنګټن #کاخ_سفید #امریکا #تیراندازی #امنیت #واشنگتن

Pajhwok Afghan News

10,859 görüntüleme • 3 ay önce