Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د طالبانو امر بالمعروف وزارت تېره ورځ د کابل ښار د رسټورانټونو او هوټلونو مالکان ورغوښتي وو او پر دې کاروباريانو يې هم تازه بندیزونه ولګول. زاويه نیوز دغه غږ ترلاسه کړی، چې د امر بالمعروف مسوول پکې يادې پرېکړې کاروباريانو ته اوروي. د نوي بنديز پر اساس، تر...

17,701 Aufrufe • vor 1 Jahr •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

زاويه نيوز ته د کندهار له يوې ولسوالۍ څخه د يوې ښځينه قابلې دغه غږ رسېدلی دی، چې نوموړې پکې پر ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو د امر بالمعروف وروستي محدوديتونه تشريح کوي. د دغې قابلې په وينا، د طالبانو امر بالمعروف له ښځينه ډاکټرانو، قابله ګانو او کارکوونکو سره د هر ډول ټليفون لرل منع کړي او له هرې يوې سره له سهاره تر رخصتۍ پورې روغتون کې د محرم موجوديت شرط او لازمي ګرځول شوی دی. دغه قابله تشريح کوي، چې دوی ته په روغتونونو کې ډوډۍ نه پيدا کېږي، نو د هغوی محرم ته به له کومه شي. د معاش او نورو امتيازاتو خبره خو پر ځای پرېږده: «که محرم ته دې د ورځې په جريان کې کار پيدا شو او د يوه ساعت لپاره هم له روغتون څخه ووت، نو امر بالمعروف ورپسې هماغه ښځينه ډاکتره، قابله او کارکوونکې هم له کار ځای څخه وباسي او د کار اجازه نه ورکوي. کله مو چې ورته وويل، موږ ستاسو د ښځو خدمت کوو، راته يې وويل؛ مه يې کوئ او موږ خپلې ښځې په بلا وهو!» ښځينه ډاکټرانې وايي، د امر بالمعروف لخوا تازه محدوديتونه خاص د دې لپاره دي، چې پر دوی فشار زيات شي او خپلې دندې پرېږدي.

ZAWIA NEWS

12,606 Aufrufe • vor 1 Jahr

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ يوه ښځينه ډاکټره «نوم يې نه ذکر کوو» وايي، د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رييس ملا امين شريف ترې جنسي خواهشات لري او د رسمي چارو لپاره د هغې پر ثبت شوي وټس اپ ادرس ورته د خپل جنسي غړي لوڅ عکسونه استوي. نوموړې وايي، دا چې هغې يې غوښتنې رد کړې دي، نو په يوه کال کې يې د قانون او اصولو خلاف څو ځله هغه له يوې ولسوالۍ څخه بلې ته تبديل کړې ده: «ملا امين راته پر وټس اپ دوامداره د خپلې خونې، د خوب ځای او مخصوصې الې لوڅ عکسونه استوي او اخطارونه راکوي، چې ناروا غوښتنو ته يې تسليم شم.» زاويه نيوز ته د ننګرهار په عامې روغتیا رياست کې منابعو وويل، ملا امين شريف په اخلاقي او مالي فساد کې ښکېل دی او د دغو چارو د ترسره کولو لپاره يې يو بانډ جوړ کړی دی: «والي، د والي مرستيال مولوي مصطفی، ځينې ډاکټران او ان د دوی د علماوو شورا يو شمېر غړي پکې شامل دي. بار، بار د دوی د اخلاقي او مالي فساد دوسيې افشا شوي، خو په يو بل پرده اچوي.» همدارنګه معلومات ښيي، چې تېر کال هم دې ته ورته د ملا امين د اخلاقي فساد يوه بله قضيه د يو محلي طالب لخوا پر وټس اپ افشا شوه، چې بيا د موضوع په اړه د طالبانو ولايت مقام معلومات راټول او مستند کړل او کابل ته يې واستول، خو هلته ډاکټر بشير دوسيه د ملا امين په ګټه وتړله: «د ملا امين د اخلاقي فساد د دوسيې افشا کوونکی محلي طالب د ننګرهار لپاره د طالب والي لخوا له دندې ګوښه شو.» دغه ښځينه ډاکټره پخپلو څرګندونو کې د ملا امين د فساد ډلې د ملګري او د روداتو ولسوالۍ د روغتيا مسوول شمشېر نوم هم اخلي: «شمشېر ملا امين ته مورده ګاوي کوي. پخوا د حصارک د روغتيا مسوول و. هلته هم په يوې ورته قضيه کې د استخباراتو لخوا ونيول شو او بيا ملا امين روداتو ته تبديل کړ.» ملا امين شريف دغې ښځينه ډاکټرې ته وايي، چې ورسره واده وکړي يا حد اقل يو ځل خو د ده جنسي خواهش پوره کړي. ښځينه ډاکټرې د ننګرهار د علماوو شورا، د طالبانو امر بالمعروف رياست او اړوندو برخو ته عریضې هم کړي، خو په قضيې خاورې اړول کېږي.
5:59

Sensitive content

21,673 Aufrufe • vor 10 Monaten