Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د طالبانو د امر بالمعروف وزير خالد حنفي وايي، ږيره، نکټايي او پتلون د چا شخصي حريم نه دی او د دوی غړي حق لري د شريعت پر اساس په خلکو په زور ږيره پرېږدي او د نکټايي او پتلون له اغوستلو يې منع کړي. نوموړی وايي، هغوی چې...

11,188 Aufrufe • vor 7 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

زاويه نيوز ته د کندهار له يوې ولسوالۍ څخه د يوې ښځينه قابلې دغه غږ رسېدلی دی، چې نوموړې پکې پر ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو د امر بالمعروف وروستي محدوديتونه تشريح کوي. د دغې قابلې په وينا، د طالبانو امر بالمعروف له ښځينه ډاکټرانو، قابله ګانو او کارکوونکو سره د هر ډول ټليفون لرل منع کړي او له هرې يوې سره له سهاره تر رخصتۍ پورې روغتون کې د محرم موجوديت شرط او لازمي ګرځول شوی دی. دغه قابله تشريح کوي، چې دوی ته په روغتونونو کې ډوډۍ نه پيدا کېږي، نو د هغوی محرم ته به له کومه شي. د معاش او نورو امتيازاتو خبره خو پر ځای پرېږده: «که محرم ته دې د ورځې په جريان کې کار پيدا شو او د يوه ساعت لپاره هم له روغتون څخه ووت، نو امر بالمعروف ورپسې هماغه ښځينه ډاکتره، قابله او کارکوونکې هم له کار ځای څخه وباسي او د کار اجازه نه ورکوي. کله مو چې ورته وويل، موږ ستاسو د ښځو خدمت کوو، راته يې وويل؛ مه يې کوئ او موږ خپلې ښځې په بلا وهو!» ښځينه ډاکټرانې وايي، د امر بالمعروف لخوا تازه محدوديتونه خاص د دې لپاره دي، چې پر دوی فشار زيات شي او خپلې دندې پرېږدي.

ZAWIA NEWS

12,606 Aufrufe • vor 1 Jahr