Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلاف: د وردګو یو طالب خپلو ملګرو ته وایې وردګ ټول مجاهدین دي ټولو قرباني ورکړې خو تصفیې کمیسیون یې فورمې نه تاییدوي. داراز د قیوم ذاکر او ملافاضل ترڅنګ ټول د تېر نظام اربکیان دي، وایې په پنجشېر، پروان او کاپیسا کې دوی داسې...

99,619 Aufrufe • vor 3 Jahren •via X (Twitter)

11 Kommentare

Profilbild von BILAL SARWARY
BILAL SARWARYvor 3 Jahren

به یې هم څوک ونکړي. وایې په دې ولایتونو کې طالبان ښایسته هلکان پوستو ته په زور وړي او جنسي تیری پرې کوي. نوموړی زیاتوي که چیرې دې چارې ته د پای ټکی کینښودل شي، د طالبانو پر ضد به وسله واله مبارزه پیل کړي.

Profilbild von BILAL SARWARY
BILAL SARWARYvor 3 Jahren

د تصفیې د فورمو پر سر د میدان وردګو ولایت د طالب جنګیالیو د جنجال له رسنیزو کېدو وروسته د امنیتي تصفیې کمیسیون مکتوب کې د دوی د فورمو د تایید سپارښتنه کړې.

Profilbild von Sharafudin Emran
Sharafudin Emranvor 3 Jahren

سرورجانه بچه بازى دشمال دخلګوفرهنګ دى,دهغوى تيروکړنواو ظلمونوته پرتوګ مه ورګنډه,مه سمتى مسائلوته لمن وهه,ځکه روشنفکره اوتعليم يافته طبقه اوس هم په همدى خاطر سخت بدنامه ده چه سمتى,قومى,مذهبى اوژبنى مسائلوته لمن وهى,دواک اوقدرت په خاطرهيڅ ډول فرهنګى,ملى او ناموسى ارزښت خيال نه ساتى

Profilbild von رشيداحمدحقيار
رشيداحمدحقيارvor 3 Jahren

هههههه کندهار هلمند روزګان وردک داټول ديوجسد معنا لري بلکي ټول افغانستان يو جسد دي اختلاف يو زره هم نسته نه هم اختلاف څوک کوي بي ځاي خبري دي

Profilbild von Maiwand Atal
Maiwand Atalvor 3 Jahren

د کندهار دیو ژری ولسوالی جهاد ولاکه په وردگو کی په تول عمر سوی وی، هری ولسوالی دونه شهیدان ورکری چی تول عمر ولاکه وردگو کی مره سوی. قاری الهامه تاسو تول عمر ولایت ولایت کوی زکه خلک درته گوری لا نه..

Profilbild von Wahab Popalzay
Wahab Popalzayvor 3 Jahren

دغسې د مور شودې وردګو ولایت ❤️✋❤️✋❤️✋

Profilbild von ویښ ملت
ویښ ملتvor 3 Jahren

دا چی هر مجاهد دی واقیعیت یی ویلی خو داسی هم نشی کیدای چی نوی زره مجاهدین دوردګو کی په هغی وخت کی موجود وو بلکی اتلس ذره تثبیت شوی وو داچی وروسته له فتحی داشمیره نوی زره شوه دسوال ځای دی ټول امارت ته. اودایوحقیقت دی چی دوردګ بی سواده دقندهار تر شیخ تکړه اوشه مجاهد دی

Profilbild von zain ullah
zain ullahvor 3 Jahren

نوکه چيرې خبره ده جنګونو وئ نو زه نه مجاهد يم خودا درته وايم در هلمندیانو او درکندريانو ده جنوب ټوله ولايتونه آچا در دوئ ښه ټينګ مقاومت نه دکړي ته کمه خوله ده هلمندیانو توهین که وئ یوازي ده شوراب فدايي عمليات به ګردپ ژوند نه وئ لیدلي ده هلمندیانو تاريخ برطانيې په خپل موزيم کي يښي

Profilbild von UserInterface
UserInterfacevor 3 Jahren

A Thousand and One: Harlem Drama Starring Teyana Taylor #movie #trailer #TeyanaTaylor

Profilbild von محصل
محصلvor 3 Jahren

زه خپله وردګ یم موژ خپل لمنځ هیڅ ستونځه نه لرو دا کومه صوتی تا خپره کړی د کوم کمپ میشتی ده اوس اروپا کی گرځی مجاهد او تعصب لری خبره ده

Profilbild von Muslim Yaar Zadran
Muslim Yaar Zadranvor 3 Jahren

سخت دې باد کړل😝

Ähnliche Videos

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې امریکا افغانستان ته په واقعیت کې طالبانو ته میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر لېږي، چې دا د منلو وړ نه ده. تېره ورځ د سې آی ای پخوانۍ مامورې سارا ادم هم ویلي و چې طالبانو د امریکا د دفاع وزارت او ان هوښیار ذهنونه غولولي دي او له طالبانو سره باید هر ډول ملاتړ او د معلوماتو شریکول بند شي. لومړی دا خبره د منلو نه ده چې امریکا دي غولیدلي وي، ځکه د امریکایانو او طالبانو تر منځ د دوحي قرارداد په پټو سترګو نه دی شوي او نه د قطر دفتر په تېروتنه طالبانو ته ورکول شوی و او نه دا میلیاردونه ډالر په تېروتنه طالبانو ته لېږل کېږي. په حقیقت کې دغسې نیابتي ډلې - چې نړیوال مشروعیت ونه لري، نړیوال کنوینسیونونه یې نه یې لاسلیک کړي، نړیوالو اصولو ته درناوی او پابندي ونه لري - د زبر ځواکونه اړتیا ده. د کلي ساده ملکان هم پټ او ښکاره یو دوه بدمعاشان ساتي، هغوی چې ځان د نړۍ زبر ځواک بولي، ایا د بدمعاشانو دغسې ډلو ټپلو ته اړتیا نه لري؟ بلکې لري یې. سمه ده، د افغانستان کشاله کورني او بهرني فکتورونه دواړه لري، خو د حل لپاره یې باید په کورنیو فکتورونو ترکیز وشي، پښتانه وایې: خپل پټی د بزګر په لاس نه ابادېږي. نو پردیو خبرو ته مه خوشحاله کېږئ، د خپلو دردونو او کړاونو لپاره باید کورني درمل پیدا کړو. البته باید ووایم چې دا کوم نوي اسرار او رازونه نه دي چې یواځې ما کشف کړي دي، هغوی چې د افغانستان په روان وضعیت کې دخیل دي، ټول په دې خبرو تر ما ښه پوهېږي، ځیني خلک مجبور دي او ځیني سیاست کوي او په سیاست کې سپینه وینا کفر ده.

Rahmatullah Andar🇦🇫

13,496 Aufrufe • vor 1 Jahr

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ

قاري منصور اسرار

41,553 Aufrufe • vor 2 Jahren