Sensitive content

This media may contain sensitive content.

正在加载视频...

视频加载失败

د معتادینو روغتون د شهیدانو د ټوټو راټولولو او د سیمې د پاک کارۍ یوه برخه

81,361 次观看 • 6 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

مبارک مو شه ! 🌹 له څو میاشتو پرله‌پسې هڅو، ستړیاوو، الحمدلله نن هغه ورځ راورسېده چې د شهیدانو د ثبت لپاره په رضاکارانه ډول ټول هېوادوال لاس په کار شي، څو خپل تللي اتلان راټول، ثبت او خاطرې یې خوندي کړي. دلته د شهیدانو د پلیټفارم افتتاحیه ویډیو او لینک ږدم. دا پلیټفارم د شهیدانو د ثبت، ساتنې، خاطراتو راټولولو او د اشر په روحیه د یوه منظم ګډ مدیریت لپاره جوړ شوی، څو د خپلو قربانیو تاریخ ژوندی وساتو او راتلونکو نسلونو ته یې وسپارو. په دې ویډیو کې د پلیټفارم عمومي پېژندنه او اساسي معلومات شریک شوي دي او د شهید د ثبت عملي طریقه به ډیر ژر په راتلونکو ویډیوګانو کې وړاندې شي. ان شاءالله راځئ په ګډه د شهیدانو د راټولولو، یادولو او قربانیو د ثبتولو دا مبارکه لړۍ پیل کړو. له تاسو مې هیله ده ویډیو تر پایه وګورئ. که پلیټفارم مو خوښ شو، خپل نظر پرې ولیکئ، له نورو هېوادوالو سره یې شریک کړئ، او د دې لوی او اجر لرونکي کار برخه وګرځئ. #شهیدان د معلوماتي ویډيو د کتلو لپاره د یوټيوب لینک داده :

الهدایة خپرندویه اداره

39,800 次观看 • 5 个月前

کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان برید؛ تر دې دمه ۴۰۰ شهیدان او ۲۵۰ ټپیان د پژواک خبریال د شپې ناوخته په کابل کې هغه د معتادینو روغتون ته ورغلی چې د پاکستان د پوځي رژیم تر برید لاندې راغلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د شهیدانو شمېر ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او ۲۵۰ نور ټپیان دي. په دې راپور کې په روغتون کې تر درملنې لاندې کسان هم د دغه خونړي برید کیسې کوي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د پاکستان پوځي رژیم بېګا ماخوستن شاوخوا نهه بجې د امید په نوم د معتادینو د درملنې دوه زره بستریز روغتون بمبار کړ، چې د روغتون زیاتې برخې له منځه تللې او تر اټکل د زیاتو تلفاتو وېره شته. متأسفانه، د شهیدانو شمېر تر دې مهاله ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپیان شوي دي.» هغه لیکلي چې د پېښې په ځای کې ژغورونکي ټیمونه بوخت دي، څو لګېدلی اور مهار کړي او پاتې شهیدان راوباسي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، په یاد روغتون کې خبریالانو ته ویلي چې په لومړي سر کې تر ۱۷۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او کېدای شي د تلفاتو شمېر لوړ شي. ډاکټر شرافت زمان زیاته کړې چې د دغه روغتون ډېرې څانګې هم له منځه تللې دي. #کابل #پاکستان #د_معتادینو_روغتون #امید_روغتون #شفاخانه_معتادین

Pajhwok Afghan News

13,762 次观看 • 6 个月前