正在加载视频...

视频加载失败

د ننګرهار والی صاحب! دا ويډیو په میډیا کی ښکته پورته کیږی کاکړانو کلی، بهسود ولسوالۍ، ننګرهار: په یوې کنډواله کې دا غربت ځپلي ماشومان ویده پراته دي، که هر څوک یې پېژنو نو لطفاً کورنۍ یې خبرې کړئ.. والی صیب که خدای ناخواسته دا ریښتیا وی او کومه...

10,788 次观看 • 29 天前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 次观看 • 11 个月前

په شنه سهار طالبانو شور اچولی او ادعا یې کړې چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې یې د رادر سېستم فعال کړی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رادار د رضا خان ماما پراشوټ نه دی چې په هر دوکان کې په عمده او پرچون ډول وپلورل شي. د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د رادار پېر او پلور خپل ځانګړي نړیوال شرایط لري په ډلو ټپلو یې څوک نه شي خرڅولي. دوهمه خبره دا ده چې دغه ويډیو په اې ای جوړه شوې ده. په افغانستان کې دا مهال پسرلی دی خو په تصویرونو کې اې ای ويډیو په ژمني چاپیریال کې جوړه کړې ده. درېیمه خبره دا ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتو او د دروغو اوازو اچولو لپاره له اې ای ګټه اخلي، خو په حقیقت کې په عصري علومو او ټکنالوژۍ هېڅ ډول باور نه لري. که باور یې لرلی په یویشتمه پېړۍ کې څنګه ممکنه ده چې یو شین بې سواده افراطي کلیوال سړی د مخابراتو وزیر شي؟ څلورمه خبره دا ده چې که دوی رښتیا هم رادار فعال کړی وي، دا د افغانستان په فضا کې سهار او ماښام الوتکې څوک ګرځوي؟ پنځمه خبره دا ده چې پخوا به طالبانو د افغانستان فضا ته په داخلیدونکو الوتکو ډزې کولې، خو اوس چې په دې یاقیني شوي، چې دغه نسخه نور کار نه ورکوي ارام ناست دي او په تېر کې په فاییر شوو مرمیو هم پښېمان ښکاري. شپږمه خبره دا ده چې، رادرونه او نور مهم پوځي تجهیزات عصري علومو ته په ترجیح ورکولو او قوي ډیپلوماسي اخیستل کیږي، فقط په مدرسو نه چا هيوادونه ساتلي او نه یې د نورو سیال کړي دي. هیله ده یوه ورځ افغانستان په رښتیا د پرمختللو رادرونو او قوي حکومتدارۍ خاوند شي.

Abdulhaq Omeri

18,898 次观看 • 3 个月前

«یو وزیر، درې څوکۍ؛ یو امیر، ټول صلاحیت — د شفاهي فرمانونو حکومت او اداري سرګرداني» بریانیوز( سه‌شنبه، ١٢ حوت ١٤٠٤) په دې وروستیو کې د هبت‌الله اخوندزاده له خوا په یوه شفاهي فرمان کې داسې ټاکنې اعلان شوې چې سړی نه پوهېږي وخاندي که وژاړي. جګړه له پاکستان سره عملاً پیل شوې ده، خو تر اوسه بشپړه او تمام‌عیاره بڼه نه لري، بلکې مقطعي او پرله‌پسې نښتې دي. سره له دې، د څوکۍ وېش یې داسې شوی لکه د کلي د کرکټ ټیم چې د اختر په ورځ تنظیمېږي. د بېلګې په توګه، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد چې په عادي حالت کې باید د ټول هېواد پوځ مشري وکړي، د کندهار د حوزې د جګړې قومندان هم ټاکل شوی. یعنې هم وزیر دفاع دی، هم د یوې حوزې قومندان. که سبا پوښتنه وشي چې وزیر صیب چېرته دی؟ ځواب به دا وي: «صیب د حوزې په سنګر کې دی!» نو بیا د ټول پوځ ستراتیژي به څوک جوړوي؟ ښایي هغه هم د هماغه سنګر نه په ټلیفون کې ترتیب شي. همدارنګه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست لپاره قومندان ټاکل شوی، او د لوړو زده کړو وزیر ندا‌محمد ندیم د ننگرهار د حوزې مرستیال قومندان ګرځول شوی. سړی حیران شي چې دا وزیران دي که د حوزو سرګروهان؟ که هر وزیر خپله یوه جبهه ونیسي، نو وزارتونه به څوک وچلوي؟ که سبا محصلین ستونزه ولري، ښایي ورته وویل شي: «وزیر صیب اوس په جبهه کې دی، امتحانونه وروسته واخلئ!» او راځو د حاجي وفا موضوع ته. حاجي وفا چې د ملا یعقوب مرستیال ټاکل شوی، هممهاله د بلخ والي هم ګرځول شوی. دا خو نو د اداري نوښت نوې مرحله ده! سړی نه پوهېږي چې هغه به په بلخ کې والي وي که په جبهه کې مرستیال قومندان؟ که په مزار کې جلسه ولري او په عین وخت کې د جګړې نقشه ترتیبېږي، نو ښایي له دفتره په بیړه ووځي او ووایي: «صبر وکړئ، زه هم والي یم هم قومندان!» د بلخ خلک به شاید سبا پوښتنه وکړي: «زموږ والي چېرته دی؟» ځواب به دا وي: «صیب د بلې جبهې په پلان بوخت دی.» او که د جګړې په اړه پوښتنه وشي، ښایي وویل شي: «صیب اوس د ولایت بودجه امضا کوي!» داسې ښکاري لکه یو څوک چې هم د واده کوربه وي، هم اشپز، هم د ترتیباتو مسؤل او بیا تعجب کوي چې ولې مجلس ګډوډ شو. په دې ټولو کې تر ټولو جالب ټکی دا دی چې ټول صلاحیت د یوه کس په لاس کې ښکاري، او هغه هماغه امیرالمؤمنین دی. نه مشوره ښکاري، نه کومه رسمي پروسه، نه کومه دفاعي شورا. یوازې یو شفاهي فرمان، او بس. داسې ښکاري لکه یو ښوونکی چې په ټولګي کې بې له کوم پلان څخه زده کوونکي ولاړ کړي او ووایي: «ته د دې قطار مشر، ته د هغې قطار مشر!» دا ډول تداخلِ صلاحیتونه نه یوازې اداري ګډوډي رامنځته کوي، بلکې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې ایا واقعاً کومه منظم نظامي ستراتیژي شته که نه؟ که وزیر دفاع خپله د یوې سیمې قومندان شي، نو د نورو سیمو همغږي به څنګه کېږي؟ که د کورنیو چارو وزیر د یوې جبهې قومندان شي، نو د هېواد دننه امنیتي چارې به څوک سمبالوي؟ په ټوله کې دا ټاکنې د منظم دولت پر ځای د فردي واکمنۍ انځور وړاندې کوي؛ داسې سیسټم چېرته چې صلاحیتونه نه ویشل کېږي، بلکې راټولېږي، او هغه هم د یوه کس په خوښه. نتیجه یې دا وي چې څوکۍ ډېرې شي، خو مسؤلیتونه ګډوډ شي؛ عنوانونه لوړ وي، خو کارونه بې نظمه. که حالت همداسې روان وي، ښایي سبا وګورو چې یو وزیر به هم وزیر وي، هم قومندان، هم ویاند، او که اړتیا شوه، هم د ځان مرستیال! او بیا به حیران یو چې ولې سیستم سم کار نه کوي.

Shahadat Media

15,184 次观看 • 6 个月前

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.

Mohammad Sharifi

60,725 次观看 • 6 个月前

زه چې کله هم د اسلامي امارت او امیرالمؤمنین حفظه‌الله په دفاع کې څه ولیکم نو مغرض او بې‌ریښې کسان راپېښ شي کمنټونو کې ناوړه خبرې کوي، حتی تر ناموس پورې سپکاوی راته کوي. خو زه هغه خبیثانو ته چې ماته کمنټونو کې ناموسي کنزلې کوي دا وایم چې زه لکه تاسو په شان سپک او رزیل نه یم چې ستاسو کورنۍ ته سپکاوی وکړم ، الحمدلله لوی رب رباندې فضل کړی مسلمان او مجاهد یې پیدا کړی یم. د مجاهد له اخلاقو سره نه ښایي چې د هر سپي غپا ته دې ځواب ووایي. خو هغه دومخو ته ! چې ځانونه یې د یو څو ناچیزه ټویټري پوسټونو تر شا پټ کړي او ځانونه د اسلامي امارت خواخوږي بولي! خو په حقیقت دوي د نظام اصلي مخربین دي . بچیانو! تاسو یو یو پیژندل شوي یاست . یا به اصلاح کیږی او له مطبوعاتي بغاوته لاس اخلی او زموږ د امیر او نظام سپکاوی به نه کوی او یا د هغه فاحشو په برخلیک به اخته کیږی چې تاسو ته یې د مطبوعاتي بغاوت جرئت درکړی وه. ښه یې په بوڅو غوږو واوری! دا مې نظام ده عزت مې ده امیرمې سره کرښه ده. شپاړس کاله مې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره، د سنګرونو خاورې خوړلې دي. زه نه چاپلوس یم، نه معامله‌ګر. زه چې نن دفاع کوم، دا د شخص لپاره نه ده. دا د دین او غیرت، وجیبه ده. د اسلامي امارت عزت زما عزت دی، او که څوک ددې نظام د تخریب هڅه کوي شخصا زه دا اجازه نه ورکوم نوټ : ویډیو د جهاد د وخت د تعرض او مجاهدینو ته د شپې دوربینانو (لیزر) زدکولو وخت ده. دا مې زکه نشره کړه چې دا دوه مخي ښه وپوهیږي چې زه لکه دوي د منصب ، پیسو یا د چا د خوښۍ لپاره دا مبارزه نه کوم او زه نه مطبوعاتي مبارز یم بلکه الحمدلله مجاهد یم چې د ټوپک تر څنګ کې د قلم حق هم اداء کړی .
1:31

Sensitive content

زه چې کله هم د اسلامي امارت او امیرالمؤمنین حفظه‌الله په دفاع کې څه ولیکم نو مغرض او بې‌ریښې کسان راپېښ شي کمنټونو کې ناوړه خبرې کوي، حتی تر ناموس پورې سپکاوی راته کوي. خو زه هغه خبیثانو ته چې ماته کمنټونو کې ناموسي کنزلې کوي دا وایم چې زه لکه تاسو په شان سپک او رزیل نه یم چې ستاسو کورنۍ ته سپکاوی وکړم ، الحمدلله لوی رب رباندې فضل کړی مسلمان او مجاهد یې پیدا کړی یم. د مجاهد له اخلاقو سره نه ښایي چې د هر سپي غپا ته دې ځواب ووایي. خو هغه دومخو ته ! چې ځانونه یې د یو څو ناچیزه ټویټري پوسټونو تر شا پټ کړي او ځانونه د اسلامي امارت خواخوږي بولي! خو په حقیقت دوي د نظام اصلي مخربین دي . بچیانو! تاسو یو یو پیژندل شوي یاست . یا به اصلاح کیږی او له مطبوعاتي بغاوته لاس اخلی او زموږ د امیر او نظام سپکاوی به نه کوی او یا د هغه فاحشو په برخلیک به اخته کیږی چې تاسو ته یې د مطبوعاتي بغاوت جرئت درکړی وه. ښه یې په بوڅو غوږو واوری! دا مې نظام ده عزت مې ده امیرمې سره کرښه ده. شپاړس کاله مې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره، د سنګرونو خاورې خوړلې دي. زه نه چاپلوس یم، نه معامله‌ګر. زه چې نن دفاع کوم، دا د شخص لپاره نه ده. دا د دین او غیرت، وجیبه ده. د اسلامي امارت عزت زما عزت دی، او که څوک ددې نظام د تخریب هڅه کوي شخصا زه دا اجازه نه ورکوم نوټ : ویډیو د جهاد د وخت د تعرض او مجاهدینو ته د شپې دوربینانو (لیزر) زدکولو وخت ده. دا مې زکه نشره کړه چې دا دوه مخي ښه وپوهیږي چې زه لکه دوي د منصب ، پیسو یا د چا د خوښۍ لپاره دا مبارزه نه کوم او زه نه مطبوعاتي مبارز یم بلکه الحمدلله مجاهد یم چې د ټوپک تر څنګ کې د قلم حق هم اداء کړی .

شهاب لېوال Shahab lewal313

19,583 次观看 • 1 年前

د معادنو چور او تالان دغسې روان ده !!! زه چې هر وخت چیغې وهم چې زمونږ په قیمتي کاڼو او معدنونو وران ویجاړ پاکستان بیا روان او جوړ شو دا دی نن یې وګورئ چې ؛ پنجاپي په لاس کې اته نیم کیلو د نورستان هغه تورمالین(بیروج) دي چې په ټوله نړۍ کی بل ځای نشته. د دی بیروج یو کرات (CARAT) د سلو څخه تر څلور سوه ډالرو قیمت لري یو کیلو پنځه زره کراټه کیږي یعنی که کراټ په څلور سوه ډالرو حساب شي یو کیلو دوه میلیون ډالر کیږي همدا ویډیو کې چی تاسې د پنجاپي په لاس کی کومه تیږه وینې دا اته نیمې کیلو یعنې ۹ میلیون ډالر یې قیمت ده او بله دا چې هر څومره د بیروجو کاڼې غټ وي هماغه اندازه یې قیمت لوړ وي . دا بیروج چې کله جوړ شي بیا به لسګونه میلیون ډالرو ته قیمت ورسیږي. ما انټرنټ کې سرچ وکړ دغسې اته نیم کیلویی بیروج اصلا په دنیا کی بل ځای نه پیدا کیږي خو پنجابیان ورباندې مزې کوي او زما افغانان په پردیو هیوادونو کې د فقر او غربت مسافرې شپې ورځې تیروي😢 امیرخان متقی او شهاب الدین دلاور د پنجابیانو سره شریک شوي دي په خپل خیانتونو مزې کوي

Qari Eisa Mohammadi

40,856 次观看 • 3 年前

دا ویډیو کې ملا خلیفه ډېر چټیاټ وایي: وایي یو ځوان وایي چې له یو چینایي مسلمان سره مې ملګرتیا شوه، بیا هغه کور ته بوتلم. بیا د هغوی په کور کې زما د هغه له خور سره ملګرتیا شوه. اوس چې هر وخت چین ته ځم، د هغوی په کور کې مې شپه وي، زما او د همدې جینۍ جلا کوټه وي او شپه ورسره تېروم. بیا سهار غسل ته مې د همدې جینۍ پلار پورته کوي، کله چې هغې پلار مسجد ته سهار لمونځ ته ځي. اوس په دې چټیاټو کې څو پوښتنې را پیدا کېږي: ۱. اول خو دا مسلمان مېلمه څومره نمک‌حرام او بې‌وجدانه انسان وو چې هغوی خپل کور ته مېلمه کړ، خو دا نمک‌حرام یې د خور او لور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې دي. ۲. دوهم، تاجر همیشه هوټل کې شپه تیروي تاجر باید خپله شپه په هوټل کې تېره کړي اکثره ورسره پیسی او قیمتي شیان وي. ۳. درېیم، هغه مسلمانې کورنۍ ته دا ملا سپک نظر کوي، یعنې دومره تقوادار پلار یې دی چې د سهار لمانځه لپاره مسجد ته ځي او د لور لونډه غسل ته هم پورته کوي؟ څوک چې د سهار لمونځ پابند وي، هغه دومره بې‌غیرته نه وي. دا خبره د ملا کاملاً دروغ ده. ۴. څلورم، دا چې مسلمانان دومره بې‌ایمانه او بې‌وجدانه دي چې هېڅ اعتماد ورباندې نه شي کېدای، چې څوک یې د اسلامي ورورولۍ یا احترام له مخې کور ته دعوت کړي، بیا دا بې‌وجدان یې د خور یا لور سره شپې تېروي. ۵. پنځم دا چې د جینۍ پلار مې سهار لمونځ ته پورته کوي چې «جګ شه، ناوخته ده، لمونځ مو قضا کېږي» . نو چې څوک زنا کوي، ټوله شپه یې په زنا تېره کړې وي، هغه بیا د سهار لمانځه څه پروا ساتي چې ناوخته ده هاهاها

Qari Eisa Mohammadi

22,435 次观看 • 4 个月前

د تراب صیب بشپړ شعر دی چې ملا هبة الله اخوند ته یې د مخ لوڅېدلو ویلي، د کابل بلنه یې ورکړي او دا وړاندوینه یې هم ورته کړي چې بې کابله یې نه شئ شل کولای. خلیفه صیب دین محمد ته یې هم یوه وړه چونډۍ ور لګولي، ورته ویلي یې دي چې د پیر او پیغمبر مقام به نه سره ګډوي. د اوس مهال مسلماني په اړه یې ویلي چې تر ډېره بریده یواځې ظاهري پاتي ده، د باطن خونده یې نه شته، مانا یارانو ږېري تر نامه پرېيښي او اخلاق یې تر نامه ښکته چلېږي. د تعلیم، ملي سرود او بیرغ یادونه یې هم وکړه او دا یې جوته کړه چې په دې ردیف او قافیه نور غږیدل نه دي پکار، ځکه سبا به یې خامخا منئ، خو دغه زور او شور به مو له لاسه وتلی وي. د طالبانو اوسنی حالت یې حکومت ونه بلل او ډېر ښکاره یې ورته وویل چې که حکومت کوئ؛ نو جرګه را وغواړئ او له خلکو پوښتنه وکړئ، کنه نو د تاریخ د ژرنې څرخ به مو سر وګرځوي. په پای کې یې د عدم تشدد فلسفې ته هم لږ لاس ونیو او ویې ویل چې امپراطورۍ پر تشدد ماتېږي او د دوښمن ککرۍ پر ټوپک ورانېږي. په سعر کې نورې وړې او غټې هم وي تاسې یې واورئ او خوند ور څخه واخلئ.

Rahmatullah Andar🇦🇫

48,818 次观看 • 1 年前

د اسلام پر ضد خطرناکه دسیسه: ملا حماسي چې ځان د دین عالم بولي په ښکاره د پیغمبر (ص) او صحابه‌وو په شان کې ګستاخي او سپکاوی کړی دی نعوذ بالله هغوی یې قماربازان او شراب‌خواره بللي دي. دا یوازې ناپوهي نه بلکې یوه قصدي توطئه ده چې هدف‌یې د اسلام سپکاوی، د مسلمانانو ګمراه کول او د دیني ارزښتونو کمزوری کول دي. دا ډول ګستاخانه او خرافاتي تبلیغات د هغو دسیسو برخه دي چې د اسلام د ریښو پرې کولو لپاره روان دي. اسلامکارې ډلې لکه مجاهدین، طالبان او داعش د دې لپاره ګمارل شوي چې افغانان د خپل دین له حقیقت څخه لرې وساتي له پردیو سره وابسته کړي. اصلې خبره دا ده چې کفر او ګستاخي نه شاخ لري او نه لکۍ او دا خلک یې هره ورځ په ښکاره او جهر سره ډول ډول کفریات او شرکیات وایي خو هېڅوک یې د مخنیوي لپاره نه را پورته کېږي. که دا خبرې کوم عام سړي کړې وای نو خامخا به اوس وختي اعدام شوی وو مګر دا چې د امارت ملا دی نو کفر پروف ګڼل کېږي او هر ډول ګستاخي کولی شي او هر څه ورته معاف دي حتی کفر…. افغانانو نور بیدار شئ د خپل دین سپېڅلتیا ته درناوی وکړئ د دغو فتنو پر وړاندې په کلکه ودریږئ او د اسلام د سپکاوي مخه ونیسئ تر څو دا ډول مشرکین د خپلو اعمالو سزا وویني که نه هره ورځ به د داسي ګستاخانه بیانونو په اوریدو روحآ شکنجه کیږئ او سزا به وینئ….. غضب الله ولعنته على هؤلاء الكافرين والملعونين. #Afghanistan

وطن جار WatnJar 🇦🇫

21,038 次观看 • 1 年前