正在加载视频...

视频加载失败

د کلیزي په مناسبت د پېرزوینو څخه مو مننه! ستړی خو له هڅو جوړ او د ژوند تر ټولو مُثمر کال مي وو. ډېرو دوستانو ډېري ښې خاطرې راکړې چې یوه یې په دې ویډیو کي درسره شریکوم. مېرمن نغمې ته د خوشحاله ژوند هیله کوم.

12,985 次观看 • 2 年前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

د حسن البنا وینه چې د اسلام ستر مفکر او فیلسوف سید قطب یې وزېږوه...! شهید دکتور عبدالله عزام روایت کوي چې د شهید سید قطب ژوند کې یوه مهمه تجربه د اخوان المسلمین د اسلامي حرکت مشر حسن البنا د مړینې سره تړلې ده. سید قطب وایي، کله چې هغه د امریکا په سفر خپل دولت ولیږه نو دی په یوه روغتون کې وو. خو په ناڅاپي ډول هلته د خوشحالۍ فضا ولیدل شوه. سید قطب له امریکایي ډاکټر څخه وپوښتل چې دا خوشالي ولې ده؟ ډاکټر ورته وویل: «نن د نصرانیت تر ټولو ستر دښمن په مصر کې مړ شوی دی؛ هغه د ښمن حسن البنا نومېده.» د دې پیښې وروسته، سید قطب وویل چې هغه مجبور شو د اخوان المسلمین غورځنګ او د هغوی رول په ټولنه کې ژوره مطالعه کړي او د غورځنګ برخه شي. دې پیښې د هغه د فکر او سیاسي مسیر په برخه کې یو مهم بدلون راوست. سید قطب چې څنګه مصر ته را وګرځیده،اخوان المسلمین یې مطالعه کړ او په دې حرکت کې یې غړیتوب واخیست. له دې وروسته شهید سید قطب اسلام په علمي او نظریاتي لحاظ له دفاعي حالت څخه را وویست او هجومي حالت ته یې یوړ.هغه لیبرالیزم او کمونیزم دواړه نقد کړل او نړۍ ته یې واضح کړل چې اسلام یو بشپړ دین او د انساني ژوند هر اړخ لپاره برنامه لري. ژباړه: سعید جواد

Saeed Baryal | سعید بریال

14,743 次观看 • 6 个月前

مبارک مو شه ! 🌹 له څو میاشتو پرله‌پسې هڅو، ستړیاوو، الحمدلله نن هغه ورځ راورسېده چې د شهیدانو د ثبت لپاره په رضاکارانه ډول ټول هېوادوال لاس په کار شي، څو خپل تللي اتلان راټول، ثبت او خاطرې یې خوندي کړي. دلته د شهیدانو د پلیټفارم افتتاحیه ویډیو او لینک ږدم. دا پلیټفارم د شهیدانو د ثبت، ساتنې، خاطراتو راټولولو او د اشر په روحیه د یوه منظم ګډ مدیریت لپاره جوړ شوی، څو د خپلو قربانیو تاریخ ژوندی وساتو او راتلونکو نسلونو ته یې وسپارو. په دې ویډیو کې د پلیټفارم عمومي پېژندنه او اساسي معلومات شریک شوي دي او د شهید د ثبت عملي طریقه به ډیر ژر په راتلونکو ویډیوګانو کې وړاندې شي. ان شاءالله راځئ په ګډه د شهیدانو د راټولولو، یادولو او قربانیو د ثبتولو دا مبارکه لړۍ پیل کړو. له تاسو مې هیله ده ویډیو تر پایه وګورئ. که پلیټفارم مو خوښ شو، خپل نظر پرې ولیکئ، له نورو هېوادوالو سره یې شریک کړئ، او د دې لوی او اجر لرونکي کار برخه وګرځئ. #شهیدان د معلوماتي ویډيو د کتلو لپاره د یوټيوب لینک داده :

الهدایة خپرندویه اداره

39,368 次观看 • 4 个月前

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

29,173 次观看 • 1 天前

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 次观看 • 10 个月前