Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

دا بيا نوي ماډل رياکاري ځان ښودنه ده يو چا ورته ليکلي وايي دپکتيا قومندان داسي ښه سړي پربايسکل روان دي ځي #توجه قومندان په ځان موټر پسي کړي چي ويډيو راڅخه کوه چي خلګ مي وويني ووايي چي دا ښه سړي دي پربايسکل ګرځي که رشتيا قومندان بايسکل...

10,304 Aufrufe • vor 3 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!

JALALZAI

23,863 Aufrufe • vor 2 Jahren

د تالبانو د امنیتي سکتور مشران را منشن کړي. خاصتأ دکورنیو چارو د وزارت مشرتابه یي. هغه د داد خان شینواري خبره، محترمینو! لکه څنګه چي خبر یاست د پولیسو وظیفه یوازې د نظم ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د سر، مال، ناموس،عزت او عفت ساتنه هم ده. دا مسؤولیت نه یوازې قانوني دی، بلکې شرعي او اخلاقي وجیبه هم ده. تاسې په محافلو کي په خپلو ویناګانو کې دا خبره کوئ چې پولیس د ملت د امن او دعزت ساتونکي دي او خلک باید د پولیسو په شتون کي ډاډمن وه اوسي. خو نن سبا موږ وینو چې ستاسو د اسلامي نظام تر چتر لاندې، ستاسو په حضور کې، زموږ محجوبې افغانې خوېندې او میندې د "نهي عن المنکر" په نامه افرادو له سختو، غیر شرعي، غیر افغاني او غیر انساني چلندونو سره مخ دي. بې له هېڅ جرمه، بې له هېڅ شرعي او قانوني سرغړوني، په ښارونو، بازارونو او واټونو کې افغاني میرمني ځورول کیږي، وهل ټکول، زندان ته وړل او د هغوى بي عزتي او سپکاوی کیږي. دا هغه عملونه دي چې دافغانستان په تاریخ کي هيڅ حاکمیت داسي دیوسي نده کړي ،په حقیقت کي دا کړني د اسلامیت ،افغانیت او انسانیت سره ښکاره دښمني ده. فرض کړو که ستاسو خور او لور ته سربیره پردي چي شرعي حجاب ولري داسي بی پلاره او بی موره خلګ په ښار او بازار کي لاس واچوي تاسو به دهغو په وړاندي څه ونکړي ؟ هر تالب مشر مو دامنیت د راوستو دعوي کوي ،تاسو او خداي چي امنیت همداسي وي چي دحاکمو لخوا دخلګو عزت،وعفت وناموس ته لاس واچول سي . خلاصه، که د دې سپکاوي مخنیوی نسي کولاي، د غیرت اسلامیت او افغانیت پخاطر د داسي مقامه استعفا ورکړئ،لا اقل سبا به دا شرمناک پیټي پر وږو نه وړي. مسؤولیت الهي دٓیًن دی، چي باید صادقانه د ولس چوپړ وسي ،خو که سهل انکاري او بیغوري پکښې وسي، نو وبال او لعنت ګرځي. تاسو لاندي ويډيو کي ګوري چي ټولي افغاني میرمني په مکمل حجاب کي دي خو دا دمفتي عزیز شاګرد لار ورته نیولي ده او مینده مینده ورته کیږي ، او افغاني میرمني روحي شکنجه کوي. دا کړني نه یوازي د افغانیت سره دښمني ده بلکه دشریعت ،اسلامیت او انسانیت سره دښمني ده

Rozgani.A.R

27,485 Aufrufe • vor 1 Jahr

زما د واده یو اساسي شرط 😁 زما پلار د خپل کلي له پخوانیو سپينږیرو سره عجبه مینه لري. وايي، سږکال چې وطن ته ولاړ سي، په کلي کې په ټولو سپينږیرو پسې چې وفات سوي‌ خیرات کوي. زه ورته وام بابا خیرات به د قوش تیپې کوې او خلکو ته به وایې چې په سپينږیرو پسې مي کړی دی. موږ بېچاره ګان خو د قوش تیپې ملاتړ نه سو کولائ. زمو بیچاره ګانو وطن خو یو څو تښتېدلو اجاره کړی دی. هغوي دا فیصله کوي چې د کومې پروژې ملاتړ وکړو او دکومې پروژې مخالفت وکړو. موږ که د وطن خبره وکړه بیا خو تښتېدلي ناموسي اتهامات راباندي‌ لګوي. مګر که خداي د طالبانو پالیسې بدله کړه اودې خلکوته یې چوکۍ ورکړې چې دوي بیا په سپاټو مصروف سي او موږ بیچاره ګان خپل غم ته خلاص سو 😂 به هر حال، موږ چې له پلار سره مجلس کوو، د خپل کلي پخواني سپینږیري یادوي، کیسې راته کوي، بیا افسوس کوي چې مړه سوي دي. په خپلو ورځنیو مکالمو کې هم موږ ته ګاهي - ګاهي د هغو خلکو متلونه کوي. دا متل اکثر ما ته وايي:‌ عقل دي خپل خوښ دی، کار دي د بل خوښ دی. دا خبره ځکه کوي چې زه په عمومي ډول زحمتکشه نه یم. ما ته دا خوند نه راکوي چې ځان ته زحمت ورکړم. مثلاً، یو شی که پر ځمکه پروت وي، زه یې په پښه را پورته کوم، دا چې په ملا ور ټيټه سم او په لاس یې را واخلم زما لپاره سخت کار دی. که یو کار بل څوک کولائ سي، زه رهنمايي ورته کوم خو دا مي نه ده په وس پوره چې زه خپله ورسم او کار وکړم. مثلاً، له کله چې کار کوم او خپلې پیسې لرم، هېڅ وخت مي‌ نه را په یاد کېږي چې خپل کالي مي په خپله پیرولي یا اوتوکړي وي. زه یې خشکه شوي ته وړم. کور مي هم په خپله نه دی پاک کړی. د کور پاکولو ښځه را غواړم . دا په دې معنی نه ده چې زه اصراف کوم. زه قیمتي‌ کالي نه اخلم. زاړه کالي اغوندم او هغه پیسې صفا کارې او خشکه شوي ته ورکوم. زما زاړه کالي خوښ دي‌ خو زحمتکشي مي نه خوښېږي. پر دې منطق، زما موټر چلول نه دي زده. په امریکا کې ډېر خلک راته حیران سي چې ولي مي‌ موټر نه دی زده. په امریکا چې د چا موټر نه دی زده یعنې له کوره دباندي‌ نه سې وتلائ. زما یو اساسي دلیل چې په نیویارک کې اوسېږم دا دی چې ښاري موټر لري. یا هغه د افغانستان په سیسټم، سرویسونه لري. زه په سرویس کي ګرځم خو دا زحمت مي‌ له لاسه نه کیږي‌ چې موټر به چلوم، پاکوم، ترمیموم. دلته ټکسي سته خو ګرانه ده. نو زه پیسې نه پر ضایع کوم. په سرویس کي ځم. چیرته چي سرویس نه ځي، پیاده ځم. نو ما ولي موټر نه زده کول؟ د دې لپاره چې زه وام هره ښځه باید له داسي سړي‌ سره واده وکړي چې موټر وچلوي. حد اقل زه له داسي‌ چا سره واده نکوم چې موټر نه چلوي. او چې بل څوک موټر راته چلوي، زه یې ولي تکلیف پر ځان واخلم؟ زما د ژوند فلسلفه دا ده چې موږ خداي پاک د دې لپاره نه یوو پیدا کړي چې پر ځان زحمت او مشقت تېر کړو. موږ یې د دې لپاره پیدا کړي یوو چې ښه ژوند وکړو،‌ په مینه او محبت کي او ځان ته ژوند اسان کړو. موټر ته شپيګ ټیرونه واچوه شین راکیټ ویلوړ دی چې ته پیره کړې زه اوربل جوړ کړم په مینه ملګری وايي چې شین راکیټ د خوست له ډېرو مشهورو سندرو ده. خیست/شرۍ/شورۍ/لغات 😁

JALALZAI

25,900 Aufrufe • vor 2 Jahren

دا خپله ايماني دنده بولم زړه درد دی، خو دا صرف یو احساساتي غبرګون نه دی؛ بلکې دا یو ايماني مسئوليت دی. کله چې د نبوي محبت، د دين نوم، او د عقيدې د تقدس تر نامه لاندې بدعات، جعليات، او خرافات خپرېږي، نو زموږ ايمان دا غوښتنه کوي چې ودريږو، خبره وکړو، او له حق نه دفاع وکړو. محترم لخوا يوه ټوټه پيدا کول... ادعا کول چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبر مبارک سره لګېدلې ده. وايي چې يو خادم، د يوه باچا په اجازه، د نبوي قبر ته ننوتی، هلته خپل پټکی يې وهلی، او دا ټوټه هماغه ده! بيا دا ټوټه سلسله کېږي، له يو بل سره نښلول کېږي، خلکو ته وېشل کېږي، او بازار يې ګرمېږي: "دا د موي مبارک سلسله ده، دا د قبر مبارک لمس شوې ټوټه ده، دا د حضور عليه السلام د پښو چاپ دی..." يوه مذهبي سوداګري ده، يو ډول تقدس‌سازي ده، چې له ديني غوښتنو نه، بلکې له جذباتو او بي ځایه احساساتو نه تغذيه اخلي. هو، دا سمه ده چې د عثماني خلافت له دورې څخه ځينې توکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عصر پاتې شوني دي، او په رسمي ډول د "توپ‌کاپي" موزيم او د مديني موزيم کې ساتل کېږي. خو هلته دا توکي د علمي، تاریخي، او مستند ارزښت لپاره دي او خلافتونو لخوا مستند تر اوسه پاتي دي ليکن نه خلک پرې لاس ږدي، نه يې ښکلوي، نه چغي او ژړا ګاني کوي نه يې عبادت کوي، او نه ورته دعا کوي. خو د قبر د ټوټې سره د تماس ادعا يوه جعلي داستان دی، نه تاريخي ثبوت لري، نه عقلي امکان. ولې دا ادعا دروغ ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم، حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنهما د حضرت عایشې رضي الله عنها په حجره کې خاورو ته سپارل شوي. دغه ځای څخه چاپیره د اموي خليفه حضرت عمر بن عبدالعزيز په امر يو کلک ديوال پرته د دروازې شوی، چې له هغې وروسته تر نن پورې هيچا ته دا اجازه نشته چې دغه قبرونو ته ننوځي. نو که څوک وايي چې دی قبر ته ننوتی، دا يو ښکاره دروغ دي. ځکه دا ديوال هيڅ وخت له منځه ندي تللي ،نه خلافتونو دا اجازه ورکړې، او نه د سعودي دولت چې اوس يې ساتنه کوي، دا ډول کوم استثنا منلې پرته د يوال د نړولو هيڅ امکان نلري چې هلته ورسيږي. که موږ دا دروغمن تقدسات ومنو، نو زموږ عقيده د جذباتو بازار ته وړاندې کوو. د ايمانياتو په نامه د خرافاتو پيرودل، د عقل وژنه ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته ښوونه کړې چې: «لا تجعلوا قبري عيداً» "زما قبر د اختر (مذهبي مراسمو) ځای مه ګرځوئ." (احمد، ابوداود) د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاداتو په اساس اصل ځای د ژړا او چغو چيرته دي؟ چې مظلوم ته عدالت نه رسيږي. چي غريب، خالي لاس خپل کور ته ستنيږي. چي د ملت مال چور کېږي. چي خلک د فقر، بيمارۍ، بيکارۍ له امله ځان وژني. چي رشوت او فساد عام شي چي د مسلمان توهين او تحقير کيږي چي د استبداد او ظلم پر وړاندې خبره جرم ګڼل کيږي چي د دين فتوا ګاني او منیر خرڅ شي چې ګناهونه عام شي چي يهود او نصارا علمي ارتقا په اساس سپوږمۍ ته وخيژي او مونږ لا پدي جګړه يو چې عصري علوم واجب دي که مباح چي په وړو وړو خبرو يو بل د دين اسلام څخه وباسو چي د علم او روزنې بندي دروازي وګورو دا د امت د غمونو قبر دی، دلته ژړا پکار ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لعن الله اليهود والنصارى، اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد» "الله دې لعنت وکي پر يهودو او نصارا چې د خپلو پېغمبرانو قبرونه يې عبادت ځايونه کړل." (بخاري، مسلم) بل حدیث: «فَإِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَٰلِكَ» "زه تاسې له دې کاره منع کوم!" نو دا ديني لارښوونه ده چې قبر لګيدلي څيزونو ته تقدس ورنه کړو، عبادت ورباندې ونه کړو، او نه يې لمس برکت ومنو. عبدالله بن عبدالله بن أبی، يو صحابي و. د خپل منافق پلار لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم کمیس وغوښت، هغه ورکړ، حتا جنازه يې ورباندې وکړه. خو د آسمان حکم نازل شو: ﴿وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍۢ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًۭا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ﴾ "ته هېڅکله د دوی له مړو باندې جنازه مه کوه، او د دوی پر قبر مه درېږه..." (توبه: 84) يعني جامې، لمس، دعا او ښخونه؛ دا ټول بې‌فایده شي، که عقيده خرابه وي. دا آیت په واضح توګه درس موږ ته دا راکوي چې حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جامو اغوستل هم د نافرمانه کس لپاره ګټه نه لري. اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه و ارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه لیکنه: عبدالحمید جلیلي

Abdulhaq Omeri

18,663 Aufrufe • vor 1 Jahr

د بې شرمه د زوی پر خپل ځان د خره خیال راغلی، که پردې ملت؟ د بې غیرته او غلام ابن غلام د زوی دا خرو منطقو ته غوږ سی، د پاکستان منافق پوځ هره ورځ ډ کنړ، ننګرهار او پکتیا سیمو ته په سلګونو راکیټونه راغورځول، ددغه شاشجاع د زوی سره د ٥٢ هیوادونو استخبارات ورسره وه، لا هم دا د خره زوی نه ؤ خبر چي دا راکیټونه څوک راغورځوي؟ دوهم دا چي په متقابل برید کي خو تا د پاکستاني پوځ قرارکاوي او پوستې تر برد لاندي نیولې، نه ولسي وګړي. نو ایا په کوم دلیل ځان خلاصوې؟ دریم که چیري تا د ولسي وکړو دومره پروا لرلای، نو ایا د کنړ، جلال اباد او لویي پکتیا ملتونه چي په کلونو کلونو د پاکستان د پوځ تر راکیټونو او توپونو لاندي وه، دا خلګ تاته ملت نه ښکارېده؟ شل کاله دي په نړیوالو متجاوزینو خپل ملت د نړۍ تر پرمختلو بمونو ویستی هلته دي ولي ملت نه ؤ په یاد؟ په لوی کندهار کي تا او ستا بې ناموسه وروڼو په زرګونو قومي مشران، دیني عالمالن، مخکښه دولتي چارواکي، خبریالان او مدني فعالان په مرموزه توګه ووژل، په جنرال رازق او اسدالله خالد دي د بولدک، ابرهیم خلیفه بابا رېګونه او د میوند دښتونه د انسانانو د جسدونو ډک کړل، ایا هلته د ملت غم ولي نه ؤ درسره؟ شل کاله دي د افغانستان د پښتنو حق په یوه پنجشېر ولسوالۍ وخوړ، هلته دي ولي پر ملت د سد سوری بند ؤد خرکار زو؟ شل کاله دي ددې ملت ملي عواید او پرېمانه نړیوالي مرستي پخپلو غلو وروڼو او د ټلوالي په لنډغرو چور کړل، ایا هلته ولي د ملت غم نه و درسره؟ د ټول کندهار د ولسونو د سرنوشت اختیار دي سیدجان غوندي یوه جاهل ته پلاس ورکړی ؤ ، د شاولیکوټ په پاچا، د اروزکان په جان محمد خان، مطع الله او رحیم الله، دي د لوی کندهار ولسونه بې عزته ،تبا او برباد کړل، هلته د ملت غم ولي نه ؤ دسره؟ په توریالي ویسا دي ٨ کاله کندهار دربدره کړ، تادین غوندي یو جاهل دي د کندهار امنیه قومندان وټاکه، ټول کندهاراو ولسوالۍ دي د پاټکونو او چیک پاینټو غلو پر سر اخستی ؤ، هلته دي ملت ولي نه ؤ په یاد؟ شل کاله دي کندهار بېله برېښنا په تورو تیارو وساته، د سلما، پاشدان، بخش اباد، او کمال خان بندونه دي د ایراني کڅوړو قرباني کړي وه، دلته دي ملت د تندي چولاوه کړی ؤ، د چښاک اوبه یې نه درلودې او تا قزلباشي زوی د ایران اخندان خوشحاله ساتل، هلته دي دا ملت ولي هېر ؤ؟ شل کاله دي د کندهار معارف، زراعت، د روغتیا ریاست، او د کندهار د ښار بیا رغونه د عینو میني په خاطر فلج وساتل، د یادو ریاستونو او ښاروالۍ عواید دي وروڼو چور کړل، هلته دي د ملت غم ولي ونخوړ؟ لعنت پر تا او لعنت پر عبدالحکیم خرکار چي تاسي غوندي وایرسونه او مکروبونه یې د کندهار په ټولنه کي وزېږول؟ د سپي او د خاین زامنو!
3:06

Sensitive content

د بې شرمه د زوی پر خپل ځان د خره خیال راغلی، که پردې ملت؟ د بې غیرته او غلام ابن غلام د زوی دا خرو منطقو ته غوږ سی، د پاکستان منافق پوځ هره ورځ ډ کنړ، ننګرهار او پکتیا سیمو ته په سلګونو راکیټونه راغورځول، ددغه شاشجاع د زوی سره د ٥٢ هیوادونو استخبارات ورسره وه، لا هم دا د خره زوی نه ؤ خبر چي دا راکیټونه څوک راغورځوي؟ دوهم دا چي په متقابل برید کي خو تا د پاکستاني پوځ قرارکاوي او پوستې تر برد لاندي نیولې، نه ولسي وګړي. نو ایا په کوم دلیل ځان خلاصوې؟ دریم که چیري تا د ولسي وکړو دومره پروا لرلای، نو ایا د کنړ، جلال اباد او لویي پکتیا ملتونه چي په کلونو کلونو د پاکستان د پوځ تر راکیټونو او توپونو لاندي وه، دا خلګ تاته ملت نه ښکارېده؟ شل کاله دي په نړیوالو متجاوزینو خپل ملت د نړۍ تر پرمختلو بمونو ویستی هلته دي ولي ملت نه ؤ په یاد؟ په لوی کندهار کي تا او ستا بې ناموسه وروڼو په زرګونو قومي مشران، دیني عالمالن، مخکښه دولتي چارواکي، خبریالان او مدني فعالان په مرموزه توګه ووژل، په جنرال رازق او اسدالله خالد دي د بولدک، ابرهیم خلیفه بابا رېګونه او د میوند دښتونه د انسانانو د جسدونو ډک کړل، ایا هلته د ملت غم ولي نه ؤ درسره؟ شل کاله دي د افغانستان د پښتنو حق په یوه پنجشېر ولسوالۍ وخوړ، هلته دي ولي پر ملت د سد سوری بند ؤد خرکار زو؟ شل کاله دي ددې ملت ملي عواید او پرېمانه نړیوالي مرستي پخپلو غلو وروڼو او د ټلوالي په لنډغرو چور کړل، ایا هلته ولي د ملت غم نه و درسره؟ د ټول کندهار د ولسونو د سرنوشت اختیار دي سیدجان غوندي یوه جاهل ته پلاس ورکړی ؤ ، د شاولیکوټ په پاچا، د اروزکان په جان محمد خان، مطع الله او رحیم الله، دي د لوی کندهار ولسونه بې عزته ،تبا او برباد کړل، هلته د ملت غم ولي نه ؤ دسره؟ په توریالي ویسا دي ٨ کاله کندهار دربدره کړ، تادین غوندي یو جاهل دي د کندهار امنیه قومندان وټاکه، ټول کندهاراو ولسوالۍ دي د پاټکونو او چیک پاینټو غلو پر سر اخستی ؤ، هلته دي ملت ولي نه ؤ په یاد؟ شل کاله دي کندهار بېله برېښنا په تورو تیارو وساته، د سلما، پاشدان، بخش اباد، او کمال خان بندونه دي د ایراني کڅوړو قرباني کړي وه، دلته دي ملت د تندي چولاوه کړی ؤ، د چښاک اوبه یې نه درلودې او تا قزلباشي زوی د ایران اخندان خوشحاله ساتل، هلته دي دا ملت ولي هېر ؤ؟ شل کاله دي د کندهار معارف، زراعت، د روغتیا ریاست، او د کندهار د ښار بیا رغونه د عینو میني په خاطر فلج وساتل، د یادو ریاستونو او ښاروالۍ عواید دي وروڼو چور کړل، هلته دي د ملت غم ولي ونخوړ؟ لعنت پر تا او لعنت پر عبدالحکیم خرکار چي تاسي غوندي وایرسونه او مکروبونه یې د کندهار په ټولنه کي وزېږول؟ د سپي او د خاین زامنو!

Mohammad Sharifi

12,171 Aufrufe • vor 10 Monaten

خلګ پخپل مېړانه او غیرت فخر کوي، لېکن د پاکستان د ای ایس غلام ګلبېدین پخپله بې ننګي او سپیتانه فخر کوي. تاسي غوږ پرې ونیسی، د خاین زوی د خپل جرم او ملي خیانت اعتراف پخپله خوله کوي. ځکه د ظاهرشاه په وړاندي د جبهه ګیري او د شهید داودخان په وړاندي د وسلې پورته کولو بیان پخپله کوي. لېکن اوس میدان داسي چغالي دی، چي آن ددې سړی نلرو ترڅو تر غاړه یې ونیسي او پوښتنه ترې وکړي، چي د پاکستان په طوق تړلی سپیه، ایا تا د ظاهرشاه او شهید داودخان په وړاندي په کوم دلیل د غلام پاکستان غلامي او سپیتانه ومنل او د پردیو په لمسون دي د خپل هیواد د ورانېدو هوډ وکړ؟ څوک نسته چي پوښتنه ترې وکړي چي ایا تاته خپل سوډریزم، لنډریزم او د تورلینګیانو غلامي د ظاهرشاه او شهید داودخان تر واکمنۍ افضله ښکارېده، چي له کبله یې په لسهاو ملیونه افغانان ستاسو د خپل منځي جګړو په نتیجه دربدره، اواره او د خپل وطن څخه مهاجرت ته اړ سول؟ زه حیران دېته یم چي دا د سپي لکۍ په کوم دلیل په دومره فخر او جګه غاړه وینا کوي؟ ایا دته د خپل وطن سره خانت او بربادي د شاهرشاه او شهید داودخان تر خدماتو بهتره ښکاري؟ ځکه د ظاهرشاه او شهید داودخان په واکمنی کي هر افغان پخپل وطن کي د یوه شهزاده پشان خپلواک او سرشاره ژوند کاوه، لېکن د هغه راهیسي چي دغه د تورلېنکیانو جاسوسان پر هیواد مسلطه سول، د واک پر سر باندي ددوی د خپل منځي جګړو له کبله افغانان د سپي او د سړي منت باره سول. بنأء زه نه پوهېږم چي دا د غلامانو غلام په کوم دلیل ځان د ظاهرشاه او شهید داودخان تر حاکیمیت ښاغلی ګڼي؟ لعنت پر تاسو پاکستاني غلامانو!

Mohammad Sharifi

13,675 Aufrufe • vor 7 Monaten

د اسلام پر ضد خطرناکه دسیسه: ملا حماسي چې ځان د دین عالم بولي په ښکاره د پیغمبر (ص) او صحابه‌وو په شان کې ګستاخي او سپکاوی کړی دی نعوذ بالله هغوی یې قماربازان او شراب‌خواره بللي دي. دا یوازې ناپوهي نه بلکې یوه قصدي توطئه ده چې هدف‌یې د اسلام سپکاوی، د مسلمانانو ګمراه کول او د دیني ارزښتونو کمزوری کول دي. دا ډول ګستاخانه او خرافاتي تبلیغات د هغو دسیسو برخه دي چې د اسلام د ریښو پرې کولو لپاره روان دي. اسلامکارې ډلې لکه مجاهدین، طالبان او داعش د دې لپاره ګمارل شوي چې افغانان د خپل دین له حقیقت څخه لرې وساتي له پردیو سره وابسته کړي. اصلې خبره دا ده چې کفر او ګستاخي نه شاخ لري او نه لکۍ او دا خلک یې هره ورځ په ښکاره او جهر سره ډول ډول کفریات او شرکیات وایي خو هېڅوک یې د مخنیوي لپاره نه را پورته کېږي. که دا خبرې کوم عام سړي کړې وای نو خامخا به اوس وختي اعدام شوی وو مګر دا چې د امارت ملا دی نو کفر پروف ګڼل کېږي او هر ډول ګستاخي کولی شي او هر څه ورته معاف دي حتی کفر…. افغانانو نور بیدار شئ د خپل دین سپېڅلتیا ته درناوی وکړئ د دغو فتنو پر وړاندې په کلکه ودریږئ او د اسلام د سپکاوي مخه ونیسئ تر څو دا ډول مشرکین د خپلو اعمالو سزا وویني که نه هره ورځ به د داسي ګستاخانه بیانونو په اوریدو روحآ شکنجه کیږئ او سزا به وینئ….. غضب الله ولعنته على هؤلاء الكافرين والملعونين. #Afghanistan

وطن جار WatnJar 🇦🇫

21,038 Aufrufe • vor 1 Jahr

حقانیانو له کندهاري طالبانو سره د نصیب خان د واک غځولو په سر د ټانټو ژوول پیل کړي! باخبره سرچینې وایي، چې د کریکټ بورډ له اوسنۍ رهبرۍ کندهاري طالبان په ځانګړې ډول د ملا هبت الله حلقه ناخوښه ده او د عمومي رییس میرویس اشرف او اجرایوي رییس نصیب خان څخه ګڼ شکایتونه ور رسیدلي دي. حقاني شبکه چې دا مهال کندهار له واک ډېره څنډې ته کړې، کوشش کوي چې کریکټ بورډ له ځان سره وساتي. کریکټ بورډ کې د بدلون لپاره د کندهاري طالبانو علاقه تر بل هر وخت زیاته شوې او د بدلون په دغه چاره کې له کندهاریانو سره د کریکټ بورډ ځینې پخواني چارواکي او په کریکټ کې داخل کسان ملګري دي. خوست ته د شپږیزې انتقال د حقاني شبکې هغه تکتیک بلل کیږي چې له مخې یې غواړي د نصیب خان د واک موده وغځوي او په خوست کې د ښې شپږیزې ترسروای د نصیب خان لاس ته راوړنه وبلل شي او یاد کرېډېټ د نصیب خان په اکاونټ کې جمع شي. انس حقاني په حقاني شبکه کې یوازېنی کس بلل کیږي چې نغواړي کریکټ بورډ یې له ګوتو ووځي. وروسته له هغې چې د ملي ستوري راشد خان یوې نهایي شخصي موضوع د کندهاري طالبانو غوسه را وپاروله، نصیب خان په دوبۍ کې له راشد خان سره ناسته کړې او ورته ویلي یې دي چې کندهار نه غواړي چې نور په لوبډلمشرۍ کې پاتې شې او حتې د ځینو نورو بندیزونو خبر یې هم ورکړی. خو راشد خان له کپټانۍ څخه د تیریدو په بدل کې ځینې شرطونه په کریکټ بورډ منلي او تر ټولو مهم شرط یې کپتانۍ ته د ابراهیم ځدراڼ را تګ و. که څه هم افغانستان ته د راشدخان سفر د امربالمعروف وزارت د وزیر له خوا له ستونزو سره مخ دی، خو له تېرو څو ورځو رهیسې نا تایید شوي خبرونه خپریږي او ویل کیږي چي راشد خان د شپږیزې لپاره افغانستان ته ځي. څه چې ډېر روښانه دی هغه دا دي چې راشد خان لا تراوسه په دوبۍ کې دی او په رسمي ډول یې شپږیزې ته د ورتګ اعلان نه دی کړی. ملي اتل راشد خان که د شپږیزې څو لوبو ته افغانستان ته درومي د حقانیانو په خاص ملاتړ به ځي او له دغه کار د حقانیانو هدف دا دی چې په بورډ کې د ادلون، بدلون په وخت د راشد خان مهم کارت له ځان سره ولري او د ځان په ګټه یې وکاروي. د میدان په اړه: سمه ده چي د طبیعي افتونو مخه نیول د انسانانو کار نه دی، خو دا هم منطقي نه ده چې له لوبو څو ورځې وړاندې خېمې او زړې ډنډې راټولې کړه او ویې دروه. واضح خبره دا ده چې د پنځو روپیو همدومره ګوړه کیږي. 😁

Abdulhaq Omeri

15,205 Aufrufe • vor 2 Monaten

«یو وزیر، درې څوکۍ؛ یو امیر، ټول صلاحیت — د شفاهي فرمانونو حکومت او اداري سرګرداني» بریانیوز( سه‌شنبه، ١٢ حوت ١٤٠٤) په دې وروستیو کې د هبت‌الله اخوندزاده له خوا په یوه شفاهي فرمان کې داسې ټاکنې اعلان شوې چې سړی نه پوهېږي وخاندي که وژاړي. جګړه له پاکستان سره عملاً پیل شوې ده، خو تر اوسه بشپړه او تمام‌عیاره بڼه نه لري، بلکې مقطعي او پرله‌پسې نښتې دي. سره له دې، د څوکۍ وېش یې داسې شوی لکه د کلي د کرکټ ټیم چې د اختر په ورځ تنظیمېږي. د بېلګې په توګه، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد چې په عادي حالت کې باید د ټول هېواد پوځ مشري وکړي، د کندهار د حوزې د جګړې قومندان هم ټاکل شوی. یعنې هم وزیر دفاع دی، هم د یوې حوزې قومندان. که سبا پوښتنه وشي چې وزیر صیب چېرته دی؟ ځواب به دا وي: «صیب د حوزې په سنګر کې دی!» نو بیا د ټول پوځ ستراتیژي به څوک جوړوي؟ ښایي هغه هم د هماغه سنګر نه په ټلیفون کې ترتیب شي. همدارنګه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست لپاره قومندان ټاکل شوی، او د لوړو زده کړو وزیر ندا‌محمد ندیم د ننگرهار د حوزې مرستیال قومندان ګرځول شوی. سړی حیران شي چې دا وزیران دي که د حوزو سرګروهان؟ که هر وزیر خپله یوه جبهه ونیسي، نو وزارتونه به څوک وچلوي؟ که سبا محصلین ستونزه ولري، ښایي ورته وویل شي: «وزیر صیب اوس په جبهه کې دی، امتحانونه وروسته واخلئ!» او راځو د حاجي وفا موضوع ته. حاجي وفا چې د ملا یعقوب مرستیال ټاکل شوی، هممهاله د بلخ والي هم ګرځول شوی. دا خو نو د اداري نوښت نوې مرحله ده! سړی نه پوهېږي چې هغه به په بلخ کې والي وي که په جبهه کې مرستیال قومندان؟ که په مزار کې جلسه ولري او په عین وخت کې د جګړې نقشه ترتیبېږي، نو ښایي له دفتره په بیړه ووځي او ووایي: «صبر وکړئ، زه هم والي یم هم قومندان!» د بلخ خلک به شاید سبا پوښتنه وکړي: «زموږ والي چېرته دی؟» ځواب به دا وي: «صیب د بلې جبهې په پلان بوخت دی.» او که د جګړې په اړه پوښتنه وشي، ښایي وویل شي: «صیب اوس د ولایت بودجه امضا کوي!» داسې ښکاري لکه یو څوک چې هم د واده کوربه وي، هم اشپز، هم د ترتیباتو مسؤل او بیا تعجب کوي چې ولې مجلس ګډوډ شو. په دې ټولو کې تر ټولو جالب ټکی دا دی چې ټول صلاحیت د یوه کس په لاس کې ښکاري، او هغه هماغه امیرالمؤمنین دی. نه مشوره ښکاري، نه کومه رسمي پروسه، نه کومه دفاعي شورا. یوازې یو شفاهي فرمان، او بس. داسې ښکاري لکه یو ښوونکی چې په ټولګي کې بې له کوم پلان څخه زده کوونکي ولاړ کړي او ووایي: «ته د دې قطار مشر، ته د هغې قطار مشر!» دا ډول تداخلِ صلاحیتونه نه یوازې اداري ګډوډي رامنځته کوي، بلکې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې ایا واقعاً کومه منظم نظامي ستراتیژي شته که نه؟ که وزیر دفاع خپله د یوې سیمې قومندان شي، نو د نورو سیمو همغږي به څنګه کېږي؟ که د کورنیو چارو وزیر د یوې جبهې قومندان شي، نو د هېواد دننه امنیتي چارې به څوک سمبالوي؟ په ټوله کې دا ټاکنې د منظم دولت پر ځای د فردي واکمنۍ انځور وړاندې کوي؛ داسې سیسټم چېرته چې صلاحیتونه نه ویشل کېږي، بلکې راټولېږي، او هغه هم د یوه کس په خوښه. نتیجه یې دا وي چې څوکۍ ډېرې شي، خو مسؤلیتونه ګډوډ شي؛ عنوانونه لوړ وي، خو کارونه بې نظمه. که حالت همداسې روان وي، ښایي سبا وګورو چې یو وزیر به هم وزیر وي، هم قومندان، هم ویاند، او که اړتیا شوه، هم د ځان مرستیال! او بیا به حیران یو چې ولې سیستم سم کار نه کوي.

Shahadat Media

15,184 Aufrufe • vor 5 Monaten

د کابل - کندهار لويې لارې د مسافر وړونکو بسونو چلوونکي وايي، طالبان پر دې لاره د ترافيکي پېښو د کنټرول لپاره د معقولې او هر اړخيزې واقعي حللارې لټولو پر ځای ټول نمايشات کوي او فشار يوازې پر دوی راوړي. موټر چلوونکي شکايت کوي، چې پر دې لويه لار طالب جنګيالي ورسره بد چلند کوي او دوی ډبوي. دغه ويډيو تېره ورځ په غزني کې د يو ورته روايت د ثبوت لپاره ثبت او زاويه نيوز ته رسېدلې ده. موټر چلوونکي وايي، پر دې لويه لار د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو ټوله پړه او د طالبانو ټول تياری او د مخنيوي اقدامات يوازې او يوازې د موټر چلوونکو بې عزته کول او وهل دي: «دا لويه او مهمه تجارتي لار وګوره او پرې شپه او ورځ يو طرفه تګ راتګ. د کابل - کندهار سړک دويم لين ولې نه جوړېږي؟ دا د ټول پلازا پيسې څه کېږي؟ هر چاته ولې لایسنس ورکول کېږي؟ له پاکستاني لاس موټرو يې وطن ډک کړی، هر څوک ورته کېني او پر دې لاره يې خوشې کړي. تجارتي او مسافر وړونکي موټر ولې په يوه وخت پر دې سړک پرېښودل کېږي؟ يوازې دا زموږ موټر تخنيکي چک کېږي او که دا نور موټر هم تخنيکي چک کېږي، چې څوک بتۍ نلري او د چا برېک کار نه کوي او د چا خو لا په ژوند کې اول ځل پر دې لاره سفر وي او پخپله موټر چلولو ته ناست وي. زموږ موټر چلوونکي خو هم دې حادثو کې مري، موږ ځانته پخپله مرګ خوښو؟ موږ هم کورنۍ او اولادونه لرو. دا ټول عوامل په نظر کې نه نيول کېږي او يوازې فشار پر موږ راوړل کېږي او بې عزته کېږو.» دغه موټر چلوونکي وايي، د کابل - کندهار - هرات پر لويه لار د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره هر اړخيزې حللارې او تګلارې ته اړتيا ده، چې موږ موټر چلوونکي، طالب مسوولين او پر دې لاره تګ راتګ کوونکي ټول پکې مسوول وګرځي: «موټر سايکل سپاره هم زما پر لين روان وي او خرګاډي هم. تېل هم په همدې وخت روان وي او مسافرين هم. حکومت په معقوليت کېږي، يوازې ټوپک ته حکومت نه ويل کېږي.»

ZAWIA NEWS

18,216 Aufrufe • vor 1 Jahr

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 Aufrufe • vor 2 Jahren

🚨🚨🚨افغانانو دغه ویډیو حتماََ وګورئ چه ستاسې هیواد څومره سرمایه لري د ځمکې لاندې!!! افغانستان کولی شي د لیتیم راتلونکی سعودي عربستان شي د افغانستان سپین رنګه سره زر: زموږ د خاورې لاندې د فرصتونو یوه نوې دوره افغانستان د تاریخ په یوه مهم پړاو کې ولاړ دی، داسې پړاو چې کولای شي نه یوازې د دې هېواد اقتصاد بدل کړي، بلکې په نړیوال ډګر کې یې ځای هم نوي تعریف کړي. د دې هېواد د غرونو او دښتو تر لاندې داسې بې ساري طبیعي شتمنۍ پرتې دي چې تر ټولو مهم یې لیتیم دی. لیتیم چه نن ورځ د “سپین رنګه سرو زرو” په نوم یادیږي، د یوویشتمې پېړۍ له تر ټولو ارزښتناکو عناصرو څخه ګڼل کېږي، او افغانستان ښايي دومره زیرمې ولري چې د خپل اقتصادي برخلیک بڼه بدله کړي. له کلونو راهیسې دا خبره معلومه وه چې افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډای هېواد دی. په دې زیرمو کې سره زر، مس، اوسپنه، یورانیم، نادره فلزات، او قیمتي ډبرې شاملې دي. خو په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې جیولوجیکي سروې ګانې ترسره شوې، د دې شتمنیو اصلي اندازه لا روښانه شوه. په هغه وخت کې اټکل کېده چې د افغانستان د نه کارېدونکو طبیعي زیرمو ارزښت له یو تر درې ټریلیون ډالرو پورې دی, یعني دري زره میلیارده ډالرو پوري. له هغه وروسته، د نړیوال بازار بدلون او د لیتیم د غوښتنې زیاتوالي له امله، دا ارزښت څو چنده لوړ شوی او ښايي تر نهه ټریلیون ډالرو پورې رسېدلی وي. لیتیم په ځانګړي ډول ځکه مهم شوی چې د عصري ټکنالوژۍ بنسټ جوړوي. دا هغه عنصر دی چې د لیتیم آیون بېټرۍ پکې جوړیږي، او همدا بېټرۍ د برقي موټرو، موبایلونو، لپټاپونو، او د نوې انرژۍ د ذخیره کولو سیستمونو لپاره کارول کېږي. نړۍ اوس په چټکۍ سره له تېلو څخه د پاکې انرژۍ پر لور روانه ده، او په همدې بدلون کې د لیتیم ارزښت ورځ تر بلې لوړیږي. اټکل کېږي چې په راتلونکو شلو کلونو کې به د لیتیم غوښتنه تر څلوېښت چنده زیاته شي. دا بدلون د هغه وخت سره ورته دی کله چې تېلو د منځني ختیځ هېوادونه شتمن کړل. لکه څنګه چې تېلو سعودي عربستان او نور هېوادونه بدل کړل، همداسې لیتیم کولای شي افغانستان ته نوی اقتصادي ژوند ورکړي. که څه هم د افغانستان د لیتیم دقیق مقدار لا بشپړ ندی معلوم، خو باور دا دی چې دا زیرمې دومره لویې دي چې له هغو هېوادونو سره سیالي کولای شي چې د نړۍ تر ټولو سترې زیرمې لري، لکه بولیویا, ارژنټاین او چیلي. لدې سره سره، افغانستان د اوسپنې، مسو، مرمر ډبرو، او نادرو فلزاتو سترې زیرمې هم لري، چې دا ټول هېواد د نړۍ له تر ټولو بډایه خو لا هم نه پرمختللو هېوادونو څخه ګرځوي. خو دا لوی فرصت له ځان سره سترې ستونزې هم لري. افغانستان اوس مهال نه هغه تخنیکي وسایل لري، نه کافي پانګه، او نه هم لازم مهارتونه چې دا زیرمې په سمه توګه استخراج کړي. د کانونو لوی صنعت پرمختللې ټکنالوژۍ، روزل شوي کارکوونکي، قوي زیربناوې، او ثابت سیاسي نظام ته اړتیا لري. که دا شرایط برابر نشي، نو دا ټولې شتمنۍ به یوازې د کاغذ پر مخ ارزښت ولري بس! په همدې ځای کې بهرني هېوادونه مهم رول لوبولای شي، خو دا رول هم فرصت دی او هم خطر. چین، چې د نړۍ په کچه د برقي موټرو او لیتیم په بازار کې مخکښ دی، د افغانستان پر زیرمو ډېر تمرکز کړی دی. د مسو د کانونو تړونونه او د لیتیم احتمالي پروژې ښيي چې چین غواړي لدې فرصته ګټه واخلي. خو که دا تړونونه په سمه توګه مدیریت نه شي، نو ښايي افغانستان یوازې خپل منابع له لاسه ورکړي او ګټه یې نورو ته ورسېږي. بله لویه ستونزه سیاسي بې ثباتي ده. د اوږدمهاله پانګونې لپاره ثبات، قانون، او باور ډېر مهم دي. که په هېواد کې روڼتیا، حساب ورکونه، او امنیت نه وي، نو بهرني پانګه وال به زړه نه ښه کوي چې دلته پانګونه وکړي. لدې پرته، فساد او کمزوری اداري سیستم کولای شي هره پروژه له ناکامۍ سره مخ کړي. همدارنګه دا پوښتنه هم مهمه ده چې دا شتمني به څنګه اداره کېږي. طبیعي زیرمې کولای شي د پرمختګ وسیله شي، خو که ناسم مدیریت شي، نو د بدبختۍ سبب هم ګرځي. ډېر هېوادونه د همدې ستونزې ښکار شوي دي، چې شتمني یې د خلکو تر منځ نابرابري زیاته کړې او اقتصاد یې له یو اړخیز حالت سره مخ کړی دی. افغانستان باید دا تېروتنه تکرار نکړي او باید ډاډ ترلاسه کړي چې عایدات یې په تعلیم، روغتیا، زیربناوو، او اوږدمهاله پرمختګ کې ولګول شي. د افغانستان حکومتې چارواکي باید درک کړي چې دا زیرمې یوازې عادي توکي ندي، بلکې ستراتیژیک ارزښت لري. دا هغه وسیله ده چې کولای شي د هېواد راتلونکی وټاکي. ښه پلان، شفاف حکومتداري، او هوښیارې نړیوالې اړیکې ډېرې ضروري دي. افغانستان باید هڅه وکړي چې په اوږدمهال کې خپل تخنیکي ظرفیت لوړ کړي، خپل انجنیران وروزي، او یوازې د خامو موادو د صادرولو پر ځای، د تولید لوړو پړاوونو ته ځان ورسوي. له بلې خوا، د افغانستان خلک هم باید د دې شتمنیو په اړه پوهه ولري او له خپلو چارواکو څخه حساب وغواړي. ملي شتمني باید د ټول ملت لپاره وکارول شي، نه دا چې یوازې د څو کسانو په لاس کې پاتې شي. په پای کې به دا ووایم چې د افغانستان طبیعي شتمنۍ، په ځانګړي ډول لیتیم، یو ستر فرصت وړاندې کوي. دا خبره چې افغانستان د “لیتیم سعودي عربستان” کېدای شي، یوازې یو شعار ندی، بلکې یو واقعي امکان دی. خو دا امکان یوازې هغه وخت په حقیقت بدلېږي چې سمې پرېکړې وشي، مسوولانه مشري موجوده وي، او ستونزې په هوښیارۍ سره حل شي. که دا هر څه عملي شي، نو د افغانستان سپین رنګي سره زر کولای شي د یو نوي، باثباته، او پرمختللي راتلونکي بنسټ کېږدي. #افغانستان

A Hashimi

11,788 Aufrufe • vor 3 Monaten

تاسې څوک یاست چې افغانانو ته عفو کوئ؟ عفو باید تاسې وغواړئ. عفو باید ولس تاسې ته وکړي. پاتې شوه د راستنېدو خبره. وطن یوازې خاوره نه ده، وطن یوازې سرحد، غرونه، کلي او کوڅې نه دي. وطن عزت، وطن فزیکي، فکري او رواني امنیت دی، وطن عدالت او حق دی. د اختر په پیغام کې د طالبانو رئیس الوزرا وايي چې ملا هبت‌الله ټولو ته عفو اعلان کړې او ټول مخالفین دې هیواد ته راستانه شي. کومې ډلې چې شپه او ورځ زموږ هیوادوال شهیدان کړي، نن موږ ته د عفو وړاندیزونه کوي. تاسو موږ ته د څه شي عفو کوئ؟ د دې لپاره چې کلونه مو ووژلو؟ زموږ په وینو مو د کلیو او ښارونو ویالې روانې کړې؟ په قرانکریم کې مو ماین کېښود، جوماتونو کې مو ځانمرګي بریدونه وکړل، ښوونځي مو وسوځول، په روغتونونو مو بریدونه وکړل، لاري کوڅې مو ناامنې کړې، د انساني کرامت او د افغانانو د عزت توهین مو وکړ , خو نن، په سپینو جامو کې ولاړ یاست، ځانونه سپېڅلي او پاک معرفي کوئ، او پر ولس احسان کوئ چې عفو مو درته کړې. د ولسمشر غني خبره، دوی څوک دي چې موږ ترې عفو وغواړو؟ یا پر موږ د عفو احسان وکړي؟ هر هغه فرد او ډله چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي، هغوی باید له افغان ولس عفو وغواړي, نه برعکس. طالبانو،‌ په یاد مو دي چې هر اختر، هر نوی کال، هر روژه او هر مهمه غونډه کې به ولسمشر کرزي او غني ویل: راشئ، وژنه ودروئ، خپل وطن ته راشئ، د سولې خبرې وکړئ. خو تاسې حتی اوربند هم نه کوه. د رژوې په میاشت کې به مو په بریدونو کې سلګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړل.‌ له دې هر څه سره سره افغانانو بیا هم تاسې سره سولې ته غاړه کېښوده خو تاسې له امریکا سره سوله وکړه او په افتخار به مو ویلې چې په میاشتو میاشتو مو یو خارجي نه دی وژلی. ستاسې دوښمني پرون او نن له افغانانو سره وه. پاتې شوه وطن ته د راتګ خبره چې تاسې یې تل کوئ او ستاسې پلویان یې هم ډېره ښه بدرګه کوي. وطن د یوې پټې استخباراتي ډله په لاس کې دی چې ځان ملت ګڼي او ولس مخالف. وطن د استبداد، شکنجې، غیابت، سانسور، تعقیب، د ښځو د بندیزونو، د عدالت نشتوالی، د بیان چوپتا نوم نه دی. بیا هم وایم چې وطن یوازې خاوره او سرحدونه نه دي. وطن هغه دی چې په کې فکري ازادي وي، عدالت وي، ولس واکي وي او هر شخص یې پرته له مذهبې، قومي او عقیدوي توپېره خپل وګڼي. دا هر څه تاسې له ولسه اخیستي او خپل استبداد ته مو دوام ورکړی. په دې ډول دوام نه شئ کولای. دا اوس مو هم هر کار او خبره د خپلې ډلې د بقا لپاره ده، نه د افغانستان د بقا لپاره.‌ که واقعا د افغانستان بقا غواړئ ولس واکي رامنځ‌ ته کړئ له مخالفینو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړئ. له ولسه مشروعیت تر لاسه کړئ. #Afghanistan #EidulAdha2025 #Taliban Hamid Karzai Ashraf Ghani #TruthToPower

Ismail Miakhail 🇦🇫

14,230 Aufrufe • vor 1 Jahr

د طالبانو په تېره دوره کې په افغانستان کې د پاکستان سفير عمر خان شېرزی له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر طالبانو د پاکستان له نفوذ، د طالبانو پخواني مشر ملا عمر سره د اړيکو او د پاکستان لخوا د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ کنټرول په اړه ځينې رازونه بيان کړي دي. نوموړی وايي، ملا عمر ډېر سختدريځه مشر و او هېڅکله يې په اسلامي شعايرو معامله نه کوله، له پاکستان سره يې ډېره مينه درلوده او هغه پوهېده چې واک ته په رسولو کې يې د پاکستان کافي لاس و. نوموړی وايي، کله به چې د پاکستان لخوا نوموړي ته کوم حکم کېده، نو ده به پخپله ملا عمر ته رساوه او ملا عمر به هم ژر تطبيق کوه. دی له افغان سېکانو سره د طالبانو د چلند او د پاکستان د مداخلې او اوامرو کيسه کوي، چې د طالبانو لخوا افغان سېکانو ته د زېړ رنګه جامو اغوستو امر شوی و، خو ما د پاکستان حکومت پيغام ملا عمر ته ورساوه، چې له نړيوالو انتقادونو څخه د خلاصون لپاره دې د زېړ رنګه کاليو پر ځای د پېژندلو او له نورو سره د تفاوت لپاره په کالیو کې زېړ رنګه تڼۍ يا دکمې/ بټنې ولګوي او ملا عمر سمدستي دغه امر تطبيق کړ: «هر پيغام به چې ما د پاکستان لخوا رسوه، هغه به له لږ بحث وروسته سمدستي عملي کاوه.» نوموړی پخپله کندهار ته د اسامه بن لادن د سپارلو په تړاو د پاکستان لخوا د امريکا د پيغام شريکولو کيسه داسې کوي: «ملا عمر راته وويل، چې موږ پښتانه يوو او کله چې مېلمه ته پناه ورکړو، نو بيا يې د ساتلو لپاره هرې قربانۍ ته حاضر يوو. امريکا ته د هغه د سپارلو پوښتنه نه پيدا کېږي. ما ورته وويل، چې نه حواله کول به يې سختې پايلې ولري، خو هغه راته وويل؛ عمر خان صاحب، که يو څوک په چپرکټ يا تخت ويده وي، نو ته به يې لاندې وغورځوې، خو که يو څوک له وړاندې پر ځمکه او فرش ويده وي، نو ته به يې چېرته وغورځوې؟ موږ سره به امريکا څه وکړي؟ ملا عمر د قوي ايمان خاوند و. ويل به يې زموږ الله له موږ سره دی.» نوموړی په هغه جګړه کې له امريکا سره د پاکستان د هغه وخت مشر جنرال پروېز مشرف په درېدو هم انتقاد کوي او وايي، تر ټولو ښه لاره دا وه، چې پاکستان هم د ايران په څېر د طالبانو ـ امريکا په جګړه کې بې طرفه پاتې شوی وای.

ZAWIA NEWS

34,095 Aufrufe • vor 1 Jahr