Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

دا د سراج الدین او ملا یعقوب وطن دی دلته به نوره وینه نه توییږي. د یو زده کونکي احساس په څو جملو کې♥

11,805 просмотров • 12 дней назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

ملعون ابلیس ! نن زموږ په ټولنه کې داسې کسان پیدا شوي چې شپه او ورځ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرې او مناظرې خپروي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو احساسات راپاروي. ډېر ساده او بې‌تجربه ځوانان د دې خبرو تر اغېز لاندې راځي او ورو ورو یې ذهنونه د نفرت او دښمنۍ پر لور روانیږي. دا کار یوازې یو عادي بحث نه دی، بلکې د ټولنې لپاره یو خطرناک عمل دی. کله چې د افغان مسلمانانو ترمنځ تفرقه پیدا شي، نو زموږ د هېواد راتلونکی خطر او ګواښ سره مخامخ کیږي د خلکو ترمنځ کرکه او دښمني زیاتیږي. له بده مرغه ځینې کسان دا کار د خپل تجارت او عاید وسیله ګرځوي. هغوی د مذهبي اختلافاتو موضوعات راپورته کوي، خلک احساساتي کوي او وروسته بیا هماغه خلک په TikTok او نورو شبکو کې ورته ډالۍ (Gifts) او پیسې ورکوي. دا ډېره د افسوس خبره ده چې یو کس د خپل جیب ډکولو لپاره شپه او ورځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي هغه کس چې پخوا یې د میاشتې دوه سوه ډالر عاید هم نه درلود، اوس د همدې اختلافاتو د پارولو له لارې زرګونه ډالر ترلاسه کوي. دا نه دیني خدمت دی او نه د امت خیر، بلکې د خلکو د احساساتو څخه ناوړه استفاده ده. د داسې کسانو اصلي هویت او پته باید معلومه شي او اړوندو امنیتي ادارو ته باید ور وپېژندل شي، څو د دې ډول فتنې مخه ونیول شي. موږ ټول باید د اتفاق، یووالي او ورورولۍ لپاره کار وکړو. اسلام موږ ته د اخوت او یووالي درس راکوي، نه د نفرت او تفرقې. هر څوک چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي، هغه په حقیقت کې د اسلام د روحیې او د افغانستان د خلکو د یووالي پر ضد عمل کوي.

Qari Eisa Mohammadi

11,658 просмотров • 6 месяцев назад