Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

درنو دوستانو! دا يې هم د @Hedayatullah111 له ټويټر پاڼې همدا شيبه ويډيو; ځينو پر عکس باور نه کاوه، ځکه د څو اونيو زوړ و او په هغه وخت کې يې فالورز هم دومره نه وو. نو اوسني حالت کې يې فالورز 188K، چې مخکې 160K وو، هم سره...

483,395 görüntüleme • 3 yıl önce •via X (Twitter)

11 Yorum

Fatima Ayoubi 🇦🇫🕊 profil fotoğrafı
Fatima Ayoubi 🇦🇫🕊3 yıl önce

@Hedayatullah111 Look at this 🤦🏻‍♀️

Paktian 🇦🇫 profil fotoğrafı
Paktian 🇦🇫3 yıl önce

@Hedayatullah111 @Hedayatullah111 ملا غل ګنډکپ آخوند چېرې یې چې ورک یې.

Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ profil fotoğrafı
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤3 yıl önce

@Hedayatullah111 زه يې لکه چې بلاک کړم، نور يې پيغامونه نشم ليدلى🤔 د پيسو لپاره خو به يې يوه مننه کړې وه😂

Sola Watanistani🇦🇫🕊 profil fotoğrafı
Sola Watanistani🇦🇫🕊3 yıl önce

@Hedayatullah111 د پنجابستان اولاده د افغانانو د درد و غم څخه په دغه ډول سؤ استفاده کوي. آفرین چې د دوی مخونه دی دغسي بی نقابه کړل.

پامیر غورځنګ( Pamir Gorzang) profil fotoğrafı
پامیر غورځنګ( Pamir Gorzang)3 yıl önce

@Hedayatullah111 ویاړم درباندی ستا تر دا پاک مذهب قربان شم مننه🙏😁🇦🇫👍

مولانا فضل الرحمن 🇦🇫 profil fotoğrafı
مولانا فضل الرحمن 🇦🇫3 yıl önce

@Hedayatullah111 ملا چی غل نه وی ، حلوا پری حرامه ده.

AB Hemat ( عبدالقهار همت) profil fotoğrafı
AB Hemat ( عبدالقهار همت)3 yıl önce

@Hedayatullah111 لعنت دې د دوي په طایفه شي

Abdullah Noori profil fotoğrafı
Abdullah Noori3 yıl önce

@Hedayatullah111 I don't know whether to cry or laugh

Noorzia Afzal profil fotoğrafı
Noorzia Afzal3 yıl önce

@Hedayatullah111 زه هم همداسی دوکه شوی دغه تذکره راته اشنا خکاری

John profil fotoğrafı
John3 yıl önce

Even he asked me too but thankfully he didn't get

Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ profil fotoğrafı
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤3 yıl önce

Thank God

Benzer Videolar

په دوبۍ کې يو شمېر افغانان چې د سوداګر ميرويس عزيزي له شرکت څخه يې اپارتمانونه اخيستي وايي، د نوموړي کمپنۍ ترې د اپارتمان پيسې اخيستې دي، خو نه ورته اوس بېرته پيسې ورکوي او نه هم ورته اپارتمان او اسناد يې تسليموي. په دوبۍ کې دغو مزدورکارانو زاويه نيوز سره د بانکونو هغه چکونه، د عزيزي شرکت د هغو کارکوونکو معلومات او په بېلابېلو قسطونو کې د تسليم شويو پيسو عکسونه او ويډيوګانې هم شريکې کړې دي، چې د دوی په ادعا د دوبۍ په «عزیزی رویرا، میدان» کې يې پرې اپارتمانونه اخيستي دي. دغه کسان وايي، دغه پيسې يې په اول ځل يوه اندازه نغدې «۳۶ لکه او ۳۳ زره درهم/ يو شخص» د عزيزي منېجرې زینب او د هغې ورور احمد ته ورجمع کړې دي، او ورته په رسيد کې ليکل شوي، چې په دوو مياشتو کې به اپارتمان درته تسليم شي، خو اوس پرې ۹ مياشتې اوړي او ورته بهانې کوي: «زما په څېر په ګڼو خلکو اپارتمانونه پلورل شوي، خو اوس نه ورته د اپارتمانونو اسناد ورکوي او نه هم خپلې پيسې. موږ چې کله په زینب او احمد پسې ورشو، موږ ته وايي، دغه پيسې مې د عزيزي اکاونټ ته جمع کړې دي او نور تاسو پوه شه او کار مو. دواړه د عزيزي رسمي کارکوونکي دي. دغه سوداګريزه معامله د ميرويس عزيزي په دفتر کې شوې او موږ يې ټول اسناد لرو، خو نن هېڅوک ځواب نه راکوي.» په دوبۍ کې مېشت دغه افغان کارګر وايي: «اول چې درته کور وښيي، په پنځه ويشت، دېرش، پنځه دېرش او تر څلوېښت لکه درهمو پورې يې بيه کوي. له جوړجاړي وروسته يې چې درباندې وپلوري، يوه لويه برخه پيسې هماغه اول کې درنه اخلي او بيا به ورپسې ګرځې. اوس نه کور راکوي او نه هم پيسې. ډېر يې ستړي کړي يوو.»

ZAWIA NEWS

35,919 görüntüleme • 1 ay önce

د ترمذي شریف باب رفع اليدين ته را ورسېدو، شيخ صاحب پرې دلايل وويل، د راويانو د حالت له بيان سره يې ښه قوي احادیث په ترک رفع اليدين وويل. په سبا چې درس ته راغلی، يوه غير مقلد شاګرد د ملګرو په توسط، د يوه او بل په لاس له تبادلې سره د شيخ صاحب ميز ته خط ليږلی و، چې پکې ليکلي يې و، په رفع اليدين باندې قوي دلایل شته، تا هغه ونه ويل، بلکې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره دې ضعيف احاديث وویل او قوي نوم دي ورکړ. شيخ صاحب وخندل، عینکي يې له سترګو پورته کړې او په تندي يې کېښودې، ويل که ستاسو خوښه وي، زه به د ده اودس ور وکړم، لستوڼي يې را ونغښتل، ويل يې ورپسې شه مولانا، هغه احاديث چې قول د صحابي وي مه يې راسره منئ، صرف هغه راسره ومنئ چې فعل او قول د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وي، هغه حديث که يې راوي کې د ثقه څخه بل يو هم و مه يې منئ، ټول راويان يې بايد ثقه وي. دوې ورځې مسلسل يې پرې دلايل وويل، اويا احاديث يې د راويانو له حالت سره چې هر يو يې ثقه ثابت کړ ذکر کړل، اخیر يې وويل چې نور هم شته خو همدا بس دي. نو خبره مې دا کوله، چې له سیاست ور ها خوا، په علمي ميدان کې دا يوازې نوم نه، بلکې د احاديثو او فقهې يوه داسې بهترينه خزانه مو له منځه لاړه چې ځای ډکېدل یې د اوسنيو استعدادونو کار نه دی. ويډيو کې د کتابونو له جملې له حديثو پرته بل هيڅ کتاب نشته، همدومره اندازه نور کتابونه يې دوهم ځای (حقانيه) کې هم تدریس کول، نو څه فکر کوئ چې دا به څه ستر او عظيم انسان وي! الله تعالی دې پرې ورحميږي.

م. عبدالواحد حقاني

10,627 görüntüleme • 3 ay önce

وضاحت د بي سي سي خبریال د زاويه نيوز خبر ريټويټ کړی او ادعا يې کړې، چې خبرې يې تحريف شوي. موږ د نوموړي د خبرو همدغه ويډيو بيا خپروو چې له جرمني د اخراج شويو کډوالو د لاسونو ولچک کولو او د پوښتنو ګروېږنو لپاره نامعلوم ځای ته د انتقال په اړه دقيق معلومات پکې شريکېږي. د بي بي سي خبریال وايي: «... موږ ته که څه هم له نږدې اجازه را نه کړل شوه چې دوی وګورو او له دوی سره خبرې وکړو، ځکه چاته اجازه نه ورکول کېده چې د دوی تصويرونه واخلي يا دوی سره مرکه وکړي يا د دوی ويډيوګانې واخلي، خو موږ له لرې ولیدل چې دوی راښکته شول، له هوایی ډګر څخه په يو ځانګړي بس کې راوړل شول او په يو خاص ځای کې (يو خاص ځای ته) دوی طالب چارواکو يوړل او له هغوی سره يې خبرې کولې. موږ له ځينو سرچینو سره چې په هوايي ډګر کې خبرې وکړې هغوی ويل، اوس له دې خلکو پوښتنې او اښتنې کېږي او معلومه نه ده، چې تر سبا پورې به خپلو کورنيو ته وسپارل شي او که له هغه وروسته به څه ورسره کېږي، خو موږ ځينې تصويرونه وليدل چې لا هم د دوی ولچکونه يې په لاس کې وو او له الوتکو راښکته شوي وو او بيا ځانګړي ځای ته د پوښتنو لپاره يوړل شول، نو رارسېدلي دي، خو د خبرو لپاره هيچاته اجازه نه وه...» زاويه نیوز د خبر امانت په بشپړ ډول ساتلی او ټولو مسلکي اصولو او ارونو ته يو ځل بيا ژمنيا تازه کوي او تکراروي، چې د تېرې ورځې خپور شوي خبر کې يې هېڅ راز تحريف نه دی کړی.

ZAWIA NEWS

33,102 görüntüleme • 2 yıl önce

د طالبانو په تېره دوره کې په افغانستان کې د پاکستان سفير عمر خان شېرزی له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر طالبانو د پاکستان له نفوذ، د طالبانو پخواني مشر ملا عمر سره د اړيکو او د پاکستان لخوا د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ کنټرول په اړه ځينې رازونه بيان کړي دي. نوموړی وايي، ملا عمر ډېر سختدريځه مشر و او هېڅکله يې په اسلامي شعايرو معامله نه کوله، له پاکستان سره يې ډېره مينه درلوده او هغه پوهېده چې واک ته په رسولو کې يې د پاکستان کافي لاس و. نوموړی وايي، کله به چې د پاکستان لخوا نوموړي ته کوم حکم کېده، نو ده به پخپله ملا عمر ته رساوه او ملا عمر به هم ژر تطبيق کوه. دی له افغان سېکانو سره د طالبانو د چلند او د پاکستان د مداخلې او اوامرو کيسه کوي، چې د طالبانو لخوا افغان سېکانو ته د زېړ رنګه جامو اغوستو امر شوی و، خو ما د پاکستان حکومت پيغام ملا عمر ته ورساوه، چې له نړيوالو انتقادونو څخه د خلاصون لپاره دې د زېړ رنګه کاليو پر ځای د پېژندلو او له نورو سره د تفاوت لپاره په کالیو کې زېړ رنګه تڼۍ يا دکمې/ بټنې ولګوي او ملا عمر سمدستي دغه امر تطبيق کړ: «هر پيغام به چې ما د پاکستان لخوا رسوه، هغه به له لږ بحث وروسته سمدستي عملي کاوه.» نوموړی پخپله کندهار ته د اسامه بن لادن د سپارلو په تړاو د پاکستان لخوا د امريکا د پيغام شريکولو کيسه داسې کوي: «ملا عمر راته وويل، چې موږ پښتانه يوو او کله چې مېلمه ته پناه ورکړو، نو بيا يې د ساتلو لپاره هرې قربانۍ ته حاضر يوو. امريکا ته د هغه د سپارلو پوښتنه نه پيدا کېږي. ما ورته وويل، چې نه حواله کول به يې سختې پايلې ولري، خو هغه راته وويل؛ عمر خان صاحب، که يو څوک په چپرکټ يا تخت ويده وي، نو ته به يې لاندې وغورځوې، خو که يو څوک له وړاندې پر ځمکه او فرش ويده وي، نو ته به يې چېرته وغورځوې؟ موږ سره به امريکا څه وکړي؟ ملا عمر د قوي ايمان خاوند و. ويل به يې زموږ الله له موږ سره دی.» نوموړی په هغه جګړه کې له امريکا سره د پاکستان د هغه وخت مشر جنرال پروېز مشرف په درېدو هم انتقاد کوي او وايي، تر ټولو ښه لاره دا وه، چې پاکستان هم د ايران په څېر د طالبانو ـ امريکا په جګړه کې بې طرفه پاتې شوی وای.

ZAWIA NEWS

34,095 görüntüleme • 1 yıl önce