正在加载视频...

视频加载失败

طالبان فکر کوي چې اسلامي نظام، اسلام او اسلامي شریعت تش نومونه دي هیڅ محتوا او تطبیقات نه لري، یواځې دوی چې څه کوي هماغه اسلامي نظام او شریعت دی. دوی فکر کوي چې ملا صیب د ټولنې تر ټولو غوره او متقي انسان دی چې د قدرت په...

28,440 次观看 • 1 年前 •via X (Twitter)

11 条评论

Baacha 的头像
Baacha1 年前

بهانه لټوی ستاسو په حکمرانی کی لږ ګردی خرڅی شوی دوهم ایران پاکستان کی خلګ ګردی خرڅوی زموږ افغانان ئی رانیسی تاته ډیره عجبه ښکاریږی اوکه ځان سړوی دریم یقین لرم چی داکس کله رښتیاته برابر شی شاید منکره شی اندړه توبه وکاږه دخدای دقهر څخه وبیریږه داسلام دښمن اودکفردوست مه جوړیږه

Elise Oyin 的头像
Elise Oyin1 年前

Let all in creation call Yahweh the author of confusion before ALL DEATH IN ELISE OYINKROMEINEIFA'S EARS AND EAR ORGANS ARE NOT 100% OVERTURNED, DESTROYED AND 100% OF YAHWEH'S ZOE LIFE INFUSED INTO THEM NOW PERMANENTLY in the name of Jesus Christ of Nazareth u900gtefsfbaiCnYH

منیر غزنوي 的头像
منیر غزنوي1 年前

اربکی صیب 😜تاسو دا شل کاله دومره خلک لوټ او تالان کړل چې اوس یې خپل عادي ته راګرځول وخت غواړي .

Mahmood Kochai 的头像
Mahmood Kochai1 年前

ملا صیب مهربانه ګوش کو!! په افغانستان چې نن هر حالت حاکم دی، که ښه دی که بد دی. دا د ناکام جمهوریت د ناکامو پروژه‌یانو د ناکام مدریت زیږنده ده. چي ستاسي په ځای زه وای هغه مهال له جمهوریته تللم چې کله په ۲۰۱۴ کې دویم متفکر صاب دوستم خپل مرستیال وټاکل. له جمهوریته هغه مهال لا تللم کله چې د امرالله خان په امر په شینډنډ کې ودونه بمبار شول، پېغلې په سرو لاسونو ګور ته لاړې او کرزي صاحب ژړل. د جمهوریت ټوله بنسټ وروست ایښودل شوی و او تاسې د همدې وراسته سیستم پر سر لکونه افغانان ووژل. نن که طالب حاکم دی او ټولنه له هر حالت سره مخ ده، ملت له تاسې پوښتنه کوي او حساب در نه غواړي. تاسې خو نړۍ په رسمیت هم پېژندلئ، سیاسي پروتوکول او پرستيژ مو هم لاره، اقتصاد هم ښه و، نو ولې مو هغه وخت د ستونزو مخه نه نیوله؟ اوس له بهره په دې یو طرفه لیکنو او نیوکو باندې څه جوړېږي؟ د وطن په خراب سرنوشت کې د ځنځیر یوه کړۍ مه ملامتوئ، تاسې (جمهوریت) هم د دغې بدبختۍ د ځنځیر یوه فعاله کړئ یاست. د جمهوریت د عیاشیو په وخت چې د ډالرو او پروژو باران و، څو ځله د ژمي په موسم کې ځینو غریبو کورنیو خپل ماشومان خرڅ کړل. زه دا منم چې اوس هم ښه ډېره غریبي او بې کاري ده، ستونزې دي، نړیوال رسمیت نشته، تعلیم ګډوډ او بند دی؛ خو، هغو ازمایل شویو خلکو ته هېڅ دا حق نشته چې د دغه خوار ولس په سر بیا معامله وکړي او له بهره خپل سیاست پرې وچلوي چې له شکل کلن امتحان وروسته له تشې پارچې سره ناکام بهر ته لاړل. ملت به طالب هم په ځان ومني خو د جمهوریت ناکام هېڅلکه بیا په ځان نه مني.

Baryal Kunduzai/بریال ڪندزی 的头像
Baryal Kunduzai/بریال ڪندزی1 年前

ددغو ټولو بدبختیو عاملین تاسو د وطن او ددغه ولس دښمنان یاست. ځکه تاسو ته شل کاله دومره ډالر درکول سول چې د افغان ولس ټول اقتصادي مشکلات پرې ختمېدلای سول خو تاسو دې ولس ته هیڅ ونکړل ټول راغلي ډالر مو خپلو شخصي جیبونو ته واچول او وتښتېدلی. په همغه د ډالرو د باران پر وخت هم ډیرو کسانو يه هرات او نورو ښارونو کې خپلې ګوردې وپلورلي. نو د ولس دغه اقتصادي مشکلات ختمول وخت غواړي.

Mohammad Nasim khan 的头像
Mohammad Nasim khan1 年前

بس د ملا هیبت د خدای کور وران کړی

mohammad taha 的头像
mohammad taha1 年前

الله ج دګونګی کړه

خالد خان 的头像
خالد خان1 年前

اربکی ساب دجمهوریت دوخت که نه وی بیا نو کوم استخباراتی سازمان جوړکړی لکه تاسو

عطاوالله شاه بخاری 的头像
عطاوالله شاه بخاری1 年前

هی هی وطنه ولاړی په دردو لاهو شوی

احسان اللہ محسن 的头像
احسان اللہ محسن1 年前

طالب ستا غوندي کوڅه ډپ ندي

ساجد سمنگانی 的头像
ساجد سمنگانی1 年前

ورک وې خواه می بده سو مال خیمی دې اور اخېستی نه وي

相关视频

د جهالت اور، د ولس تماشه! پر کابل اور لګېدلی دی، هېڅوک د اوروژنې شمېرې نه لري، او که یې لري هم، زنګ نه وهي. یوازې یې سیل کوي، ویډیوګانې اخلي او تماشا یې کوي. بده لا داده چې د یو ماشوم غږ اورېدل کېږي، چې وايي: «قسم دی، څه ښه انفجارونه دي، په خدای قسم دی!» دا ماشوم د دې ټولنې د اوسني او راتلونکي نسل انځور دی. داسې نسل چې کله هم پر وطن اور بل وي، مکتبونه تړلي وي، انفجارونه وي، جهالت خپور وي — دوی ورته خوشحال وي. وايي: «څه ښه اسلامي نظام حاکم دی!» د حاکم جهالت اور چې پر وطن بل شوی، ولس ورته خوشحال دی. کټ مټ لکه دا اور، چې د خلکو دوکانونه سوزوي او دوی یوازې چیغې وهي، سیل یې کوي او ورته خوشحال دي. همداسې زموږ د فکر، د عقل، د امید کورونه د جهالت اور خوري، او ولس نه یوازې خاموش دی، بلکې ورته خوشحال ښکاري — بلکل لکه دا ماشوم، او لکه د خلکو چلند له دې اور سره. که همداسې پاتې شو، دا اور به یوازې دوکانونه ونه خوري — دا به زموږ ذهن، وجدان، او راتلونکی هم وسوځوي. کله چې تعلیمي نصاب پر بم، پټاو او زېړو بوشکو چوکونه جوړېږې او قلمونه ماتېږې، راتلونکی نسل به ستا پر تباهي همداسې خوشحاله او بې تفاوته وي، لکه نن!! د جهالت اور همدا نن مړ کړئ.

Mohammad Halim Fidai

10,331 次观看 • 1 年前

حماسي وایي چې ګیلمن شهید نه دی ځکه د هغه مبارزه د اسلامي نظام لپاره نه وه! بیا خپل په خبرو کې وایي چې څوک د اسلامي نظام راوستلو په لار کې مړ شي هغه شهید دی. ښه خبره یې کړې: اسلامي/شرعي نظام څه ته وايي؟ د قران حاکمیت؛ په قران کې اصل د حکومتداری څه شي دي؟ عدالت؛ امانتداري؛ کار اهل ته سپارل؛ انساني کرامت ته درناوی؛ د سر او مال ساتنه او مشورت؛ پورته یو اصل هم د تالبانو په امارت کې نسته او ان دا اصلونه د اسرائیلو په حکومت کې د اسرائیلیانو لپاره سته خو په دوی کې چې ځانته اسلامي حکومت وایي نسته! پر شرابو حلال لیکل شراب نه حلالوي؛ همداسي د تالبانو پر امارت اسلامي لیکل دوی نه اسلامي کوي. اوس راځم د ګیلمن شهادت ته: ګیلمن د اسلامي نظام لپاره مبارزه کول؛ هغه د خپل قوم لپاره د اسلامي حکومت اصول غوښتل چې هغه عبارت د عدالت، امانتداري، کار اهل ته سپارل، انساني کرامت ته درناوی، سر او مال ساتنه او د ملت سره مشورت په اصلونو ولار حکومت غوښتئ او تالبانو کې د اسلامي نظام څرک نه لیدل کیږي نو د تالبانو مړي وژل شوي دي او ګیلمن شهید شوی دی. _

NOORZAI

19,179 次观看 • 2 年前

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ

قاري منصور اسرار

41,553 次观看 • 2 年前