Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

طبعا بېلتون غمېږي خو په دا تېر عمر کې د شهادت غوندې لوی مقام منه‌که ځینو ځوانو مجاهدینو ته هم رسېدلی ؤي. البته حقاني د کورنۍ هېڅ کس جنازه له بړستنې نه ده پورته شوې/ ټول سرې تورې خوړلي. خوشباوري خو دومره ؤه چې وزارت نه و/ خیریه بنسټ...

16,753 Aufrufe • vor 1 Jahr •via X (Twitter)

9 Kommentare

Profilbild von Mirza khan Zamani
Mirza khan Zamanivor 1 Jahr

وړ ګیا. دوا ورته کوﺉ. هغه جلال اباد کی چه پاکستاني سناتور سره لاس په نامه ولاړ وو او ښځي ورته ناستي وې او اوړه یی پري ویشل. وی وی نو.

Profilbild von ابو منصور بدری
ابو منصور بدریvor 1 Jahr

دوی به زموږ د ورکولو هڅه وکړي، خو خبر ندي چې موږ تخم یو! د ننګ او غیرت اتله هغه دنیا دي رنګینه شه، ستا د وینو بدل په موږ فرض دی! #حقاني

Profilbild von Habib Kamran
Habib Kamranvor 1 Jahr

انا لله و انا الیه راجعون😪

Profilbild von ملا محمد حسن
ملا محمد حسنvor 1 Jahr

مِنَ المُؤمِنينَ رِجالٌ صَدَقوا ما عاهَدُوا اللَّهَ عَلَيهِ ۖ فَمِنهُم مَن قَضىٰ نَحبَهُ وَمِنهُم مَن يَنتَظِرُ ۖ وَما بَدَّلوا تَبديلًا.

Profilbild von Real 🖤❤💚
Real 🖤❤💚vor 1 Jahr

کندهاری تالیبانو خپل کار وکړ، خلیل رحمان یوازنی کس و چې د هیبت اله یکه تازی مخی ته دریده، څو ورځی مخی په ارګ کی لاس او ګروان شوی هم و، همغه ده چې نن یې رخصت کړ، سباح به څو پخوانی ملی اردو سرتیری ګیر او د دا ع ی ش په نامه په کیس ورختمه کړی.

Profilbild von Allah dad malngyar
Allah dad malngyarvor 1 Jahr

ویډیو: يو سوريايي وګړی خپل سپین ږیري پلار ته وايي: د بشار الاسد حکومت وپرځېد، بشار الاسد وتښتېد او ټوله سوريه ازادي غوښتونکو ونيوله. له دې خبرو وروسته یاد سپین ږیری له ډېرې خوښۍ په ژړا کېږي.

Profilbild von Muhib Wazir
Muhib Wazirvor 1 Jahr

مردار شو ماشاءالله لکه ملا عمر ملحد کافر په شان

Profilbild von Khan khosti
Khan khostivor 1 Jahr

څهٔ خالات دي غپیدونکیه سپیهٔ.🐕🐕🐕

Profilbild von محمد ادریس
محمد ادریسvor 1 Jahr

افرین درز ورکړئ بشکي ته.

Ähnliche Videos

وَلَا تَقُولُواْ لِمَن يُقۡتَلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّه أَمۡوَٰتُۢۚ بَلۡ أَحۡيَآءࣱ وَلَٰكِن لَّا تَشۡعُرُونَ زموږ د کورنۍ مشر، سپین ږیری او مجاهد، د کډوالو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. هغه له دوو امپراطوریو سره د اسلام او آزادۍ په پار وجنګېدهٔ. په دې لار کې یې پر وجود لسګونه زخمونه ولګېدل، زندانونه یې تېر کړل، د کورنۍ د ډېرو نږدې عزیزانو د شهادت او بېلتون دردونه یې ولیدل، خو مات نه شو او دوه ځله تر آزادۍ ورسېد. یرغلګرو پرې پینځهٔ میلیونه ډالره انعام کېښود، خو ناکام شول. بالآخره د هغو کسانو له خوا په شهادت ورسېد چې ظاهراً د اسلام د مبارک دین د پیروۍ ادعا لري. خوارجو د اسلام په تاریخ کې همېش ستر شخصیتونه شهیدان کړي چې خلیل الرحمن حقاني هم دې سپېڅلې قافلې سره ملګری شو. د هر مجاهد هیله دا وي چې خاتمه بې شهادت شي. زموږ کورنۍ هم له دې شهادتونو او قربانیو سره نابلده نه ده، نو شهادت یې ویاړ دی. ټولو مجاهدینو او خواخوږو ته د صبر او استقامت استدعا کوو. #تقبله_الله Anas Haqqani(انس حقاني) 💔

Siriajuddin Haqqani سراج الدین حقاني مینوال

100,061 Aufrufe • vor 1 Jahr

ایا داسې نه ده؟ تېر کال مې د احصایې/ تذکرو ریاست باندې څه انتقادي لیکل نشر کړي ؤل، بیا ځینو دوستانو شاید فکر کړی ؤي چې دا خو به مخکېني رئیس ډاکټر فقیر سره شخصي ستونزه لري اؤ یا به یې بل څوک هڅؤي. مګر اوس چې بل رئیس ټاکل شوی دی هم، ښکاري چې د رئیس په بدلؤلو ستونزه نه حلېږي، که سستم اپډېټ نه شي. موږ پرون راهیسې د ځینو مسئولینو ؤټساپ ګروپ کې په دې بحث کاؤه، نه یؤازې عام خلک په عذاب دي، بلکې یارانو ته منسوب خلک هم برګي شکایتونه کؤي. هغه د زړو ښځو متل شو چې، بوره هم ژاړي، ؤراره هم ژاړي اؤ نؤې راؤاده شؤې خو غبرګ تندی ؤهي. یؤه ښه نظر مې په کې دا ؤلؤست چې صلاحیتونه دې ټول مرکزي رئیس سره نه ؤي، بلکې ؤلایتي ادارو ته دې هم یؤ څه صلاحیت ؤرکړل شي تر څو په کابل فشار کم شي اؤ ؤړې غلطۍ حتی ؤلسؤالیو کې حل شي. ستونزې خو به تاسې هم کمېنټونو کې ؤړاندې کړئ، مګر یؤه ستونزه د ظاهر شاه د ؤخت زوړ سستم دی، کاغذپراني ده. اوی سبا ته راشه. فلاني ته امضا لپاره درې ساعته قطار کې انتظار شه بیا درې ؤرځې صبر کؤه بیا چې نابلده هم ؤې اؤ دا مسلکي تجربه‌کار مامورین هم درباندې پوی شي نو خدای دې له ریشخنده ساته. د لرې ؤلایتونو اوسېدونکو چې کرایه یې په قرض رااخیستې ؤي، بیا په کابل کې پر دوستانو فشار راؤړي، ۱۳ شپې هغوی کره کؤي، د اطرافو بې‌چاره مېلمانه خو تاسې ته معلوم دي چې د مرکز یا ښاري دوستانو د بوختیا ارزښت نه دی ؤرمعلوم، بس له ده سره به ګرد تاؤېږي اؤ خپل ماموریت اؤ مزدوري به ترې پاتې ؤي، ګنې نو درپسې غږېږي چې فلاني دغو بازاري شؤي دي، خپلؤي اؤ میلمه نه پېژني. که هوټل کې شپه کؤي هم د خرڅ ؤس نه لري. نن سبا خو دا څو ښېراؤې موډ ګرځېدلې دي، ؤایي که چا ته ښېرا کؤې نو یو دا چې خدای دې سیمکارت ؤرک کړه، ځکه هلته هم د نوبت ستونزه ده اؤ بل دا چې خدای دې په تذکره کې نوم غلط کړه. دا نوم هم هغو تعلیم‌یافتوو پخؤانیو مامورینو املایي غلط کړی دی اؤ سزا یې له عام ؤلس ؤځي، یعنې زر افغانۍ جریمه به هم بانک ته ؤلس داخلؤي. مانا دا چې په تذکره کې یؤ نوم اصلاح کؤې، ۱۰ زره افغانۍ باید نغدې جیب کې ؤلرې اؤ څو هفتې د لغتو مزلونه پسې ؤکړې. اوس به څوک ؤؤایي چې ستاسې خو خپل نظام دی، ؤلې یې مخامخ نه شریکؤئ؟ ؤه یارو، موږ هم ؤالاکه د نیمګړتیا خپرؤلو اؤ نېؤکو شؤقیان یو، باؤر ؤکړئ خپل ؤس مو کړی ؤي، چې له عامو خلکو پټ مسئولینو ته اؤاز ؤرسؤو. خو چې نه کېږي دلته عامې میډیا ته راشو اؤ دا یې ځکه غوره لاره ده چې تېر کال خوست کې د علماؤو شورا ډېر کومک ؤکړ، هم یې د سیم کارتونو نوبت موضوع لږه حل کړه، هم یې د ترافیکو مدیریت کې د پلېټونو ستونزه اؤ هم یې د شبکو غلاؤو په اړه مسئولین راؤغوښتل. مګر دا ځل یې له میډیا پرته بله لاره نه شته. زه ؤالاکه اوس هم خپل ؤرور ته ډاډه ؤیلی شم چې راځه اوس به ستونزه حل ؤي، رئیس بدل شؤی اؤ تذکره کې دې نوم اصلاح کړه. هغه ته چې تېر کال څومره خجالت شؤی ؤم، هغه بس ده، ځکه ؤایي میډیا دې داسې په سر اخیستي ؤي ته ؤا د غورجد میراثي نظام دې دی، خو په خوله دې څوک خوږ پیاز هم نه نیمؤي. پوهېږم په دې جرئت سره اړیکې هم له لاسه ؤرکؤم، دنده هم اؤ نور ګؤاښونه به هم ؤي، مګر قیامت کې هېڅ ملګری اؤ مسئؤل ما له خدای نه شي خلاصؤلی، ځکه رشؤت اخیستونکی اؤ رشؤت ؤرکؤنکی دواړه مجرمین دي. له ما د خپل قلم اؤ مبارزې پوښتنه کېږي صیب. خدای دې چټي ؤټي پر موږ رحم ؤکړي. ټوېټرX کې یؤ یارو کمېنټ راته کړی ؤ، ؤایي زما د پلار نوم امنیا دی خو تذکره کې یې امینه لیکل شؤی، اوس په امینه خور مشهور دی😷

Rahim Sekander

42,495 Aufrufe • vor 1 Jahr

په شنه سهار طالبانو شور اچولی او ادعا یې کړې چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې یې د رادر سېستم فعال کړی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رادار د رضا خان ماما پراشوټ نه دی چې په هر دوکان کې په عمده او پرچون ډول وپلورل شي. د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د رادار پېر او پلور خپل ځانګړي نړیوال شرایط لري په ډلو ټپلو یې څوک نه شي خرڅولي. دوهمه خبره دا ده چې دغه ويډیو په اې ای جوړه شوې ده. په افغانستان کې دا مهال پسرلی دی خو په تصویرونو کې اې ای ويډیو په ژمني چاپیریال کې جوړه کړې ده. درېیمه خبره دا ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتو او د دروغو اوازو اچولو لپاره له اې ای ګټه اخلي، خو په حقیقت کې په عصري علومو او ټکنالوژۍ هېڅ ډول باور نه لري. که باور یې لرلی په یویشتمه پېړۍ کې څنګه ممکنه ده چې یو شین بې سواده افراطي کلیوال سړی د مخابراتو وزیر شي؟ څلورمه خبره دا ده چې که دوی رښتیا هم رادار فعال کړی وي، دا د افغانستان په فضا کې سهار او ماښام الوتکې څوک ګرځوي؟ پنځمه خبره دا ده چې پخوا به طالبانو د افغانستان فضا ته په داخلیدونکو الوتکو ډزې کولې، خو اوس چې په دې یاقیني شوي، چې دغه نسخه نور کار نه ورکوي ارام ناست دي او په تېر کې په فاییر شوو مرمیو هم پښېمان ښکاري. شپږمه خبره دا ده چې، رادرونه او نور مهم پوځي تجهیزات عصري علومو ته په ترجیح ورکولو او قوي ډیپلوماسي اخیستل کیږي، فقط په مدرسو نه چا هيوادونه ساتلي او نه یې د نورو سیال کړي دي. هیله ده یوه ورځ افغانستان په رښتیا د پرمختللو رادرونو او قوي حکومتدارۍ خاوند شي.

Abdulhaq Omeri

18,898 Aufrufe • vor 4 Monaten