Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

وَلَا تَقُولُواْ لِمَن يُقۡتَلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّه أَمۡوَٰتُۢۚ بَلۡ أَحۡيَآءࣱ وَلَٰكِن لَّا تَشۡعُرُونَ زموږ د کورنۍ مشر، سپین ږیری او مجاهد، د کډوالو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. هغه له دوو امپراطوریو سره د اسلام او آزادۍ په پار وجنګېدهٔ. په دې لار...

100,061 Aufrufe • vor 1 Jahr •via X (Twitter)

9 Kommentare

Profilbild von KHAN_AFGHAN
KHAN_AFGHANvor 1 Jahr

درته یا دي؟ همدغسي مو په هره چاودنه او ځاندربي کې په سلګونو کورنۍ په شپه کې د غم په ټغر کینولې.بیشکه چې زموږ رب ښه انتقام اخیستونکی دی.

Profilbild von Tahir Khan
Tahir Khanvor 1 Jahr

انا لله وانا الیه راجعون الله دی ورته جنتونه نصیب کړي امین

Profilbild von Ghazi Nawaz Tanai
Ghazi Nawaz Tanaivor 1 Jahr

🤲🏻🤲🏻🤲🏻😭😭

Profilbild von مُحَمَّدقاسم آیوبي
مُحَمَّدقاسم آیوبيvor 1 Jahr

تقبلهم الله

Profilbild von Siraj
Sirajvor 1 Jahr

تقبله الله

Profilbild von Habib Haqiqat
Habib Haqiqatvor 1 Jahr

انالله وانآالیه راجعوان خداوند شهادت این مجاهد مرد راقبول نماید

Profilbild von 🌲محمد🌲
🌲محمد🌲vor 1 Jahr

انشاالله بزودی تک تک شما ب جنم مرید این وعده خداوند است

Profilbild von FARID SAGhARI GHORI
FARID SAGhARI GHORIvor 1 Jahr

انا لله و انا الیه راجعون! روح شان شاد و یاد شان گرامی باد!

Profilbild von zakwan kpk
zakwan kpkvor 1 Jahr

تقبلہ اللہ شھادہ

Ähnliche Videos

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

186,812 Aufrufe • vor 1 Jahr

یقیناً چې شهادت سعادت دی، تر لاسه کوونکي یې بختور دي. د جهاد او قربانۍ د میدان یوه بل استشهادي مجاهد د خپل تن په وینو د عصر د فتنه ګرو شر اچونکی ګروپ له مینځه یوړ. انجینر سیف الله جان ’’سعید” تقبله الله زما نیږدې د ورور په څېر خوږ او نازولی ملګری و. هغه د کریم ذات په لار کې نه ستړې کېدونکي مبارزه وکړه. د استشهاد له ډګره تر دې دمه یې د اشغالګرو کفارو، د هغوی د داخلي غلامانو، داعشي-خوارجو او باغیانو په خلاف یې داسې نه ستړې کېدونکي اقدامات وکړل، چې تاریخ به یې هېڅکله هېر نکړي او په ثبتېدو به یې ویاړ کوي. د اسلام دا زوی بیخې د جالبو او مبارکو صفاتو او لوړ استعداد خاوند و، د تقوا، حیاء، غیرت، میړانې، اتلولۍ او شهامت لوی غر و، هغه د علم و ادب کور و، استخباراتي، مطبوعاتي او جهادي شخصیت و، د سعید جان کارنامې بیخې لوړې وې، په دین مین دا زلمی د خپل سپیڅلي هدف او ارمان په لور پرون ورځ د غور په ولایت کې د معاصرو خوارجو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسیده، نن ورځ مو یې ستړی بدن په خاورو وسپارل او نور د ابد لپاره له موږ وکوچیده، یقیناً چې فراق یې ډېر دروند او دردونکی دی.🥹 انجینر جانه! په مخه دې ښه، جنت دې ځای، د رب کریم رضاء دې په برخه او د بدر له لارویانو حساب شې.

سیدطاهرخبیب

18,144 Aufrufe • vor 1 Jahr

د حسن البنا وینه چې د اسلام ستر مفکر او فیلسوف سید قطب یې وزېږوه...! شهید دکتور عبدالله عزام روایت کوي چې د شهید سید قطب ژوند کې یوه مهمه تجربه د اخوان المسلمین د اسلامي حرکت مشر حسن البنا د مړینې سره تړلې ده. سید قطب وایي، کله چې هغه د امریکا په سفر خپل دولت ولیږه نو دی په یوه روغتون کې وو. خو په ناڅاپي ډول هلته د خوشحالۍ فضا ولیدل شوه. سید قطب له امریکایي ډاکټر څخه وپوښتل چې دا خوشالي ولې ده؟ ډاکټر ورته وویل: «نن د نصرانیت تر ټولو ستر دښمن په مصر کې مړ شوی دی؛ هغه د ښمن حسن البنا نومېده.» د دې پیښې وروسته، سید قطب وویل چې هغه مجبور شو د اخوان المسلمین غورځنګ او د هغوی رول په ټولنه کې ژوره مطالعه کړي او د غورځنګ برخه شي. دې پیښې د هغه د فکر او سیاسي مسیر په برخه کې یو مهم بدلون راوست. سید قطب چې څنګه مصر ته را وګرځیده،اخوان المسلمین یې مطالعه کړ او په دې حرکت کې یې غړیتوب واخیست. له دې وروسته شهید سید قطب اسلام په علمي او نظریاتي لحاظ له دفاعي حالت څخه را وویست او هجومي حالت ته یې یوړ.هغه لیبرالیزم او کمونیزم دواړه نقد کړل او نړۍ ته یې واضح کړل چې اسلام یو بشپړ دین او د انساني ژوند هر اړخ لپاره برنامه لري. ژباړه: سعید جواد

Saeed Baryal | سعید بریال

14,743 Aufrufe • vor 6 Monaten

د‌ اسلامي نظام دښمنان دې په دې پوه شي چې تبلیغات حقایق نه شي بدلولای؛ تاریخ د خبرو نه، بلکې د عمل قضاوت کوي، او عمل د عبدالباري عمر تر ټولو روښانه پېژندپاڼه ده. عبدالباري عمر چې د مسؤلیت په هر پړاو کې یې په امانت، نظم او تدبیر خدمت کړی، او په پریکنده دریځ يې د خپلې ادارې د نظم او صلابت ساتلو په موخه د هر بې نظمه او چپاولګر په مخکې لکه سپر ولاړ دی ځکه یې خفاشان او خناسان بد يادوي. دښمنان دې پوه وي چې نوموړی د ډيرو قوي او پيچلو عملياتو رهبر پاتې شوی، هغه مهال یې په کابل کې عمليات رهبري کول چې ډيرو نورو کفر ته کفر او اسلام ته اسلام نشو ویلی، که څوک يې خدمت نشي زغملی يا شخصي عقده ور سره لري نو د مهرباني له مخې دې خپل مشکل په شخصي کې ور سره حل کړي. دا د وقاحته ډک فرهنګ زمونږ نه وو چې يو مسؤل د وظيفې لري شي او مونږ ور پسې خوله خلاصه کړې وي او شخصيت يې داغ داره کړو. د دې نظام هر مشر د اعتماد وړ دی او دفاع يې په مونږ حق ده.

Jawad sargar جواد څارګر

20,016 Aufrufe • vor 7 Monaten

د تورو زندانونو له تیارو د ابادۍ تر ارمانونو د مزل یو مجاهد لاروی: ځینې ځینو ته الله تعالی فطرتا داسې اوصاف او خویونه ورکړې وي چې نور یې د هر ډول وړتیا او هڅو سربېره نه شي موندی. د اشخاصو د شخصي توصیف بیان ډېر خوند نه راکوي خو ځینې وخت وجداناً مجبور شې چې د یو چا په باب د زړه خبرې په الفاظو او جملو بدلې کړې. د حاجي وزير حقاني د ژوند پر ټول مزل خبر یم له کړاونو راوتلی دا شخص د هیواد ابادۍ او چوپړ دومره تږی دی چې زه یې په الفاظو کې له بشپړ بیان څخه عاجز یم. د پانګوالو او سوداګرو سره یې لومړۍ خبره هیواد کې پانګونې ته د هغوی هڅول وي، پر منظرو او سفر کې یې هم د وطن ښایسته سیمه په دې نیت ننداره کوي چې که ممکنه وي همغه ښایسته سیمه په یو جامع جومات، ګڼ بازار او سیاحتي پارک لا مزءینه کړي او داسې لسګونه نورې د ابادۍ لپاره دده د تندې بېلګې دده د خویونو عادتونو برخه ده د حاجي وزیر صیب ددې هڅو او هڅونو یوه ښکاره بېلګه د تېرا په سیمه کې د جامع جومات، ښکلي بازار او رسټورانټ هغه ښکلې ابادي ده چې دا مهال د هغې لارې سلګونه مسافر یې په شوق لیدو ته ورځي، په دې شاړه دښته او د غرونو سینه کې د ابادۍ دا ستره نمونه د نوموړي د هڅوونو او تشویق برکت دی دا به یوازنۍ بېلګه نه وي همداسې په خوست، هلمند، هرات او لوګر په لویو لارو کې دغسې ښکلي او جامع جوماتونه دده په هڅوونې او د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي. او لا هم د ابادۍ او ښکلا لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې( د نادرخان پر غونډۍ د سرسبزۍ، سړکونو او جامع جومات پروژه، د کابل- جلال اباد پر لویه لار جامع جومات او بازار او …)په سرعت سره روانې دي دا ټول هغه څه دي چې د خلیفه صیب په هدایت یې حاجي وزیر صیب د اړونده اداراتو په مرستې سره پر مخ وړي ددې سړي دا د ابادۍ تنده د هغه له کړاوه ډک تېر شوي ژوند سره عجیب پیوند لري، حاجي وزیر د شل کلنې مبارزې پر مهال د چریکي بریدونو مسئولیت لاره چې له کبله یې د ژوند او ځوانۍ ډېر پسرلي، د کیوبا، پاکستان او افغانستان په زندانونو کې تېر کړي ډېرې له شکنجو او کړاونو ډکې ورځې یې پر ځان تېرې کړي خو عجیبه دا ده چې ددې کړاونو او زندانونو درد یې د عقدې او کینې پر ځای د هیواد او ولس سره د خدمت او ابادۍ پر مینې او تندې بدل شوی. قدرمن حاجي وزیر مخکې د کورنیو چارو وزارت مالي ریس و او اوسمهال د خلیفه صاحب د چارو اداره او تنظیم ور په غاړه دی. دا د اسلام او وطن اخلاصمند سپاهي دې تل سرلوړی وي

Abdullah Raihan

26,726 Aufrufe • vor 1 Jahr

دا پخوانی مجاهد حاجي روف نومیږي، د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ د کتب خیلو کلي د مجاهدینو غټ قوماندان و. ده پخپله خوله په تیرو ویډیوګانو کې اقرار کړی چې د اسلام د تطبیق لپاره یې لسګونه افغان عسکر وژلي خو کله چې اسلام حاکم شو، نو یې شریعت ته یې کونه نشوای ټینګولای، بس د خپل زوی چې صفي روف نومیږی او په آریانا هوټل کې د امریکايي استخباراتو سره مجاهد و، په وسیله له افغانستانه له خپلې کورنۍ سره امریکا ته وتښتید. اوس په ویرجینیا کې له خپلې کورنۍ سره دغه شان خوشګواره ماحول کې معیشتونه کوي، البته دا هغه ویډیو ده چې د کمرې مخکې شوې او خپله دده کورنۍ خپره کړې ده، خدای خبر چې د کمرې تر شا به نور څومره خوشګواره کېسې تېرې شوي وي؟ خو همدا دله او رزیل لکه د هر بل مجاهد په څير د وطن د اصلي اتل امان الله خان پسي دغه شان لکه سپی غاپي! د طالبانو د اسلامي امارت د مکتب او پوهنتون بندونکو شیخانو او مومنانو د کورنیو ویډیو ګانو ته ټیک لس کاله انتظار وکړئ. ولا د رباني او پيرګیلاني لورګانې، د حکمتیار د لمسي غړچاغوړچ او د پاسپورټ د رېیس سکنډلونه به مو هیر شي. بس دا د هر مجاهد، جهادي، شریعت پلوي، ډیسکو او غیر ډيسکو اسلامپالو اخري انجام دی. له موږ سره اوسئ منجانب #نورمامدضیا

Noor Mohammad Zia🇵🇸

19,746 Aufrufe • vor 5 Monaten

د افغانستان د آزادۍ او سترې فتحې ویاړ دې زموږ تره ( شهید معلم محمد انور ) او د هغه درې تنکي ځوانو زامنو ته مبارک وي چې، څلور واړه یوځای په یو سنګر کې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره قربان شول. له نن دیارلس کاله مخکې یعنې په کال ۲۰۱۲ کې امریکایي اشغالګرو زموږ درې ( وازغر ) باندې چاپه ووهله، چې د مجاهدینو له کلک ځوابي برید سره مقابل شول . په هغې جګړه کې د امریکیانو ۱۱ سرتیري او د جګړې قومندان مردار او لسکونه نور یې ټپیان شول . یادې جګړې کې زموږ تره شهید معلم محمد انور د دفاع هوا مسؤلیت په غاړه وه ، له ده سره زوی یې شهید خیر الله فدایی دهشکه چلووله دوه نورو زامنو یې شهید سمیع الحق او شهید انصار الله، دوي ته مهمات راچلول او شریدونه یې ډکول . ډوی ډیر ښه فعالیت وکړ . د امریکایانو هغه ډبډبکې چورلکې یې کیناستلو ته پرینښودلې . وروسته چې ددوي شریدونه خلاص شوي وي په تیروتنه کې د رسام مرمیو شرید یې فیر کړ ، له دې سره امریکایانو ددوي ځای کشف او د ډورون پر مټ یې هدف وکرځول ، څلور واړه پلار او زامن په یو سنګر کې د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل . نحسبهم کذالک والله حسیبهم .

شهاب لېوال Shahab lewal313

37,669 Aufrufe • vor 2 Jahren

د شهید جمال الدین سره د خلیفه صاحب او شهید حافظ بدرالدین د وداع شیبې! شهید جمال الدین په مېړانه، جرأت او زیرکتیا کې دده تر ظاهري عمره ډېر پوخ و دې ويډیو کې شهید حافظ بدرالدین او خلیفه صیب له ده سره خدای پامانی کوي او هغه ماموریت ته روانيږي چې هغسې شرایطو کې یې ارادې هم ډېره مېړانه غوښته. د داسې پيچلو عملیاتو لپاره د نفوذ او لارو چارو حیرانوونکې نقشې د شهید حافظ بدرالدین د نظامي او استخباراتي نبوغ ښکارندویي کوله. شهید جمال الدین د هغه وخت د یوه بهرني مشر د ترور په نیت استول کيږي، خو هغه ورځ هدف شوې غونډې ته نوموړی نه حاضريږي او شهید جمال الدین نه بریالی کيږي. لا هم دی همغسې د استشهاد ډګر ته بې قراره و تر هغه چې د خپل مدبر لارښود شهید حافظ بدرالدین سره یو ځای په ۲۰۱۲ کال کې د یرغلګرو ډرون برید کې شهید کړی شو. دا عهدونه تر شهادت او یا نصرت نه ماتېږي. شهید حافظ بدرالدین لسګونه استشهادیان داسې مغلقو او بریالیو عملیاتو ته چمتو او سوق کړي وو چې څرنګوالي یې دښمن حیران او سربداله کوه. په همدې لړ کې یوځل شهید جمال الدین پوره یو کال د اربکیانو د هغې ډلې ظاهري ملګری شوی وو چې د بګرام هوايي اډې د کانټينرونو انتقالات او تنظیمات یې کول، دی د یوې طرحې په اساس نفوذي شو او بلاخره هوډ وو چې له بارود ډک کانټینر د چاودنې په موخه بګرام ته دننه کړي؛ خو هغه ماموریت یې هم د ځینو تاکتيکي ستونزو له کبله ترسره نه شو. د شهید حافظ بدرالدین له نوم یادېدو سره دا وصف وصل وو چې ان شاالله دښمن هيڅ ځای کې مصئون نه دی ځکه شهید حافظ د دښمن هغه ريښو ته هم نفوذ او پرې برید کړی وو چې هغوی به فکر کوه هلته فوق العاده امنیتي او استخباراتي پوښښ لري. دې ویډیو کې د عطف ټکی د ټولو پر شونډو مسکا او په څیرو کې د الهي لارې د ذوق موجونه دي، هغه استشهادیان به چې له الهي توکل وروسته د خلیفه صاحب له شخصیت او ویناو متاثره او د شهید حافظ بدرالدین پر مظبوطو تاکتیکونو ډاډه ول نو عجیب مطمین حالت به یې خپل کړی وو؛ او تل به یې د وداع شیبې د یو خوږ وصل هغسې ماحول درلود. دا صحنه عجیبه ښکاري خو کله چې د عقیدې په لاره کې د واقعي مینې اوج ته ورسېږې دا درته ډېرې عادي برېښي.

Abdullah Raihan

140,415 Aufrufe • vor 2 Jahren

خلیفه صیب چې څومره دین او دیني علماء د خلکو او ولس تر منځ سپک معرفي کړل، بل چا به نه وي کړي او نه به یې وکړي. که له خواښې سره سړي زنا وکړه… که له خرې سره یې زنا وکړه… که یوه ښځه له بلي سره یو ځای شوه.. که د نامه په غوټۍ کې… په ذکر او فکر کې شهوت… په یوه شپه کې نکاح او اولاد پیدا کېدل… سمسېرې خبرې وکړي… خره خبرې وکړي… د کیشټم خلیفه صیب په وینو د الله ج نوم ولیکل شو… په خرافاتو، واهیاتو او فرضي مسائلو یې د دین نوم ایښی، خلک فکر کوي چې د اسلام مبارک دین - نعوذ بالله - د دې خرافاتو ټولګه ده او باید دا فکر وکړي، ځکه دا خبرې خو د عادي ملا تر خولې نه را وځي، بلکې د علماوو د شورا رئیس یې وایې، یواځې رئیس نه دی، د طالبمشرانو پیر دی، ستره مدرسه لري، شیخ القرآن والحدیث یې له نامه سره لیکل کېږي، هر کال یې سلګونه شاګردان له مدرسې فارغېږي… زه له خلیفه صیب سره نه پېژنم، نه مې پوله او پټی ور سره شریک دی، نه کوم جنجال او دعوه ور سره لرم، خو دین زموږ د ټولني تر ټولو ستر ارزښت دی، له همدې امله یې زه د دین د یو طالب العلم په توګه پرلپسې نقد کوم، بلکې په ټولو طالبانو زما نقد همدا وي چې په دین به خپله غلطه تګلاره او تېروتنې نه تبریه کوئ.

Rahmatullah Andar🇦🇫

18,839 Aufrufe • vor 1 Jahr