Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

#عاجل د حمید خراساني وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د عطا محمد نور یو تن قومندان ایمل خان دهدادي اخطار👇

47,280 Aufrufe • vor 12 Tagen •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

سردار محمد داود خان روغتون نور د ملکي ناروغانو لپاره هم بستر لري د ستر درستیز د روغتیايي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار تازه ویلي، چې د شهید سردار محمد داود خان روغتون ولسي خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسېدو په موخه یو کاري وخت په پام کې نیولی. نوموړی وايي، د هغو ولسي خلکو لپاره چې درملنه یې په نورو هېوادونو کې په لوړه بیه ترسره کېده اوس مهال په دغه روغتون کې په ډېر کم لګښت او معیاري ډول ترسره کېږي. ډاکټر احرار زیاته کړې، چې په سردار داود خان روغتون کې اوس د مازدیګر له ۴ د ماخوستن تر ۱۰ بجو پورې د ولسي خلکو درملنه ترسره کیږي چې په موخه یې کادرونه او متخصصین جذب شوي دي. نوموړی وایي، موږ ولسونو ته د ښو روغتیايي خدماتو د رسېدو په برخه کې معیاري طبي تجهیزات او مسلکي پرسونل لرو او په دې برخه کې د یاد وزارت له لوري پوره چمتوالی نیول شوی. یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په سردار داود خان روغتون کې یو شمېر برخې ګټې اخیستنې وسپارلې چې موخه ترې ولسي خلکو ته د روغتیايي خدماتو چټکتیا وه. #حریت_راډيو

Hurriyat Radio Pashto

11,011 Aufrufe • vor 1 Jahr

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,933 Aufrufe • vor 1 Monat