Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

لطفا د ثواب په نیت او د مسافرو د خبرتیا لپاره یی شئیر کړئ ، له کابل څخه خوست ،پکتیا او له همدې سیمو څخه کابل ته او ورسره د ټولو نیژدي سیمو خلګ باید د عارضي وخت لپاره له سفرونو ډډه وکړئ ، ځکه د لارو وضعیت داسي...

17,972 Aufrufe • vor 8 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

تېره شپه د سخت باران له امله د غزني ښار په سیندونو کې اوبه راډېرې شوې. د شپې په تیاره کې د اوبو شور او چټک بهیر وېروونکې منظره جوړه کړې وه؛ یو شمېر خلک له کورونو راوتلي وو، له نږدې یې د اوبو ننداره کوله او د احتمالي سېلابونو راوتلو اندېښمن کړي وو. ځايي خلکو ویل، د خوګیاڼو ولسوالۍ له لوري د باراني اوبو کچه لوړه شوې وه او وېره موجوده وه چې اوبه د غزني ښار ځینو سیمو ته ورسېږي. د معلوماتو له مخې، د اوبو یوه لاره د کډوالو ښارګوټي ترڅنګ تېرېږي، له قلعه قدم سیمې څخه د بلخ دروازې ترڅنګ د کابل–کندهار پر عمومي لویه لاره اوړي او وروسته د قلعه نو او پیرزادې سیمو ته رسېږي. د اوبو بله لاره بیا د سیاقول له لارې د غزني ښار قلاتي او غیب قلندر سیمو ته غځېدلې ده. سیمه‌ییزو چارواکو هم د وضعیت د څار او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی و او له خلکو یې غوښتي وو چې سیندونو او سېلابي لارو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

Pajhwok Afghan News

12,919 Aufrufe • vor 2 Monaten

د طالب مشرانو د پاکستاني پاسپورټونو د افشا کولو په لړ کې، زاويه نيوز د حقاني کورنۍ د يو غړي پاکستانی پاسپورټ او د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو د کاروبار ثبوت او شواهد موندلي دي. دی د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني د کاکا زوی او د ابراهيم حقاني د دويمې ښځې (دغه ښځه يې د تخار د چاه آب ولسوالۍ ده) زوی دی. د افغانستان په اسنادو کې د نوموړي نوم نويد دی، خو پر پاکستاني پاسپورټ محمد خالد نومېږي. د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو او له کابل ډګر څخه خليجي هېوادونه ته د ډالرو قاچاق کاروبار کوي. زاويه نيوز ته همدارنګه په سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو کې د نوموړي د لوکس ژوند، کاروبار او په افغانستان کې د تفريح او ميلو جزئيات، عکسونه او ويډيوګانې هم رسېدلې دي، چې ټول په دې ويډيويي کليپ کې ليدلی شئ. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د حقاني شبکې په ملاتړ او همکارۍ د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د پنځه زره ډالرو په مقابل کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه جوړوي او د کابل هوايي ډګر له VIP ترمينل څخه يې دوبۍ ته وباسي. په تازه پېښه کې نوموړي د پنځو افغانانو يو ګروپ ته د ۳۰ زره ډالرو په مقابل کې پاکستاني جعلي پاسپورټونه جوړ کړي او د کابل له وي ای پي ترمينل څخه يې دوبۍ ته استولي دي، خو په دوبۍ کې پوليسو پنځه واړه افغانان نيولي او دا مهال د ابراهيم حقاني زوی (پاکستانی محمد خالد او افغان نويد) د دوبۍ پوليسو له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ دی: «په پاکستاني جعلي پاسپورټونو له کابل څخه عربي هېوادونو ته د پاکستانيانو او افغانانو استولو کاروبار د حقاني کورنۍ لپاره يوه عايداتي منبع ده.» د ابراهيم حقاني د زوی نويد - محمد خالد د پاکستاني پاسپورټ واضح عکس پر لاندې ټويټ کتلی شئ. #فساد #قاچاق

ZAWIA NEWS

32,175 Aufrufe • vor 6 Monaten

د «موسا» په نوم د طالبانو دغه غړي له خوست څخه کونړ ته يوه نجلۍ تښتولې ده. د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د استخباراتو لخوا ثبت شوي دغه اقرار کې، چې زاويه نيوز ته رسېدلی، ليدل کېږي؛ موسا د طالب استخباراتي غړو او مسوولينو په ملاتړ او ډاډ دغه نجلۍ له خوست څخه کابل، بغلان او بيا کونړ ته تښتولې ده. موسا وايي، چې د غازي اباد طالب ولسوال مولوي مبارز ورته کور نيولی او د خوندي اړيکو لپاره يې ورته دولتي مخابره هم ورکړې ده. په کونړ کې سرچينو زاويه نيوز ته وويل، دغه قضيه وروسته له هغه افشا شوه، چې د غازي اباد لپاره پخواني طالب ولسوال مولوي مبارز او موسا په شريکه له دې نجلۍ څخه جنسي استفاده پيل کړه: «د طالب استخباراتو له کشف وروسته ولسوال د لويې لارې کنډک ته تبديل شوی. له تبدیلۍ وروسته هم مولوي مبارز د غازي اباد ولسوالۍ په نيشګام کلي د خانزاده ګل په نوم د يو بل طالب جنګيالي کور دغې تښتول شوې جوړې ته په کرايه نيولی او اوس له دې ښځې څخه موسا او ولسوال شريکه جنسي استفاده کوي.»
4:47

Sensitive content

د «موسا» په نوم د طالبانو دغه غړي له خوست څخه کونړ ته يوه نجلۍ تښتولې ده. د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د استخباراتو لخوا ثبت شوي دغه اقرار کې، چې زاويه نيوز ته رسېدلی، ليدل کېږي؛ موسا د طالب استخباراتي غړو او مسوولينو په ملاتړ او ډاډ دغه نجلۍ له خوست څخه کابل، بغلان او بيا کونړ ته تښتولې ده. موسا وايي، چې د غازي اباد طالب ولسوال مولوي مبارز ورته کور نيولی او د خوندي اړيکو لپاره يې ورته دولتي مخابره هم ورکړې ده. په کونړ کې سرچينو زاويه نيوز ته وويل، دغه قضيه وروسته له هغه افشا شوه، چې د غازي اباد لپاره پخواني طالب ولسوال مولوي مبارز او موسا په شريکه له دې نجلۍ څخه جنسي استفاده پيل کړه: «د طالب استخباراتو له کشف وروسته ولسوال د لويې لارې کنډک ته تبديل شوی. له تبدیلۍ وروسته هم مولوي مبارز د غازي اباد ولسوالۍ په نيشګام کلي د خانزاده ګل په نوم د يو بل طالب جنګيالي کور دغې تښتول شوې جوړې ته په کرايه نيولی او اوس له دې ښځې څخه موسا او ولسوال شريکه جنسي استفاده کوي.»

ZAWIA NEWS

31,407 Aufrufe • vor 19 Tagen

زاويه نيوز ته په رسېدلې دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې د کونړ د ننګلام سيمې يوه ډله ځوانانو د نورستان يو سپين ږيری نيولی او په کوتکونو يې له دې وجې وهي، چې ولې د دوی د ولايت ساحې ته داخل شوی او په محاصره کې له ايسار نورستان څخه د وتلو هڅه کوي. زاويه نيوز دغه موضوع تعقيب کړې او د بېلابېلو راټولو شويو نظرونو پر اساس يې لومړني معلومات موندلي، چې لاسي او قصدي هڅه کېږي د نورستان خلک د کونړ له خلکو سره دمګلیک او د ننګلام تنګي ته نږدې د دوو پوستو جوړولو پر سر په قومي شخړه واړول شي. د کونړ خلک د دغو پوستو مخالفت کوي او له وجې يې ځايي اوسېدونکو د کونړ حدودو ته د نورستانيانو په داخلېدو بنديز لګولی دی. د پاکستان د استخباراتو دا ټوله دسيسه د نورستان د لاندې کولو لپاره جوړه شوې او ځايي نورستانيان پکې د نورستان او کونړ لپاره د طالب واليانو، امنيه قوماندانانو، د ماڼوګي لپاره د طالبانو ولسوال عبدالله مشهور په ابوحمزه او د ماڼوګي امنيه قوماندان ضياء الرحمن لاس بولي. د نورستان لپاره د طالبانو والي زين العابدين ته د دغې ټولې دسيسې تر شا د يو مهم فکتور په سترګه کتل کېږي، چې دا مهال د پاکستان ايبټ اباد کې کور او په ياد هېواد کې کاروبار لري. نوموړی له پاکستاني استخباراتو سره د نږدې اړيکو له وجې د نورستان د راتلونکې لپاره د دغې دسيسې تطبيقوونکی دی. د نورستان ځايي اوسېدونکي وايي، ډيورند کرښې ته څېرمه پوستو څخه د جنګياليو اېستل، د ستراتېژيکو نقطو پرېښودل او د نورستان غره ييز جغرافيوي موقعيت لپاره د نورو ولايتونو د جنګياليو استول د دې لامل شوي، چې د نورستان ستراتېژيکي نقطې اوس د افغانستان له څار او کنټرول څخه ووځي. د نورستان يوه ډله قومي مشران، چې همدا تېره اونۍ د خپلو ستونزو شريکولو لپاره کابل ته تللي وو وايي، نورستان دا مهال په يو ډېر نازک تار تړل شوی دی: «د کامدېش او برګمټال ولسواليو لويه لار هم په مشروط ډول خلاصه شوې. د کونړ - نورستان پر سرحدي نقطو د دوو پوستو جوړول هم جنجالي شوي او د دې ټولو زور له نورستان څخه وځي. موږ ته ښکاري د نورستان پر سر کومه معامله روانه ده.» تر دې وړاندې هم د نورستان خلک د ننګلام سيمې د خلکو لخوا وهل شوي او لوټل شوي دي.

ZAWIA NEWS

11,934 Aufrufe • vor 4 Monaten