Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

ملا . دا زموږ د هغه تکراري مدعا ښکاره ثبوت دی چې ویل به مو، دا ملک یوازې د دیني حاکمیت په شتون او د ملا په سرپرستۍ کې سیال کیدای شي. دا مزل به ان شاءالله بدون له نتايجو نه وي!

32,000 görüntüleme • 2 yıl önce •via X (Twitter)

5 Yorum

مړاوې هیلې profil fotoğrafı
مړاوې هیلې2 yıl önce

@afgwriter1 ان شاء الله

Lashkar islam profil fotoğrafı
Lashkar islam2 yıl önce

@afgwriter1 Lanat alayhi any country that supports shaytan talib

چوپان profil fotoğrafı
چوپان2 yıl önce

@afgwriter1 بدبخت خپلواک، زه په يو اداره کي کار کوم د اداري ريس معاونين اوو امرين سر په خوتو نه خلاصيژي، اداره په تپه ولار دي، ھيڅ کارمخته نه ځي،

Real afghan ✿ profil fotoğrafı
Real afghan ✿2 yıl önce

@afgwriter1 په دی ملک کی یوازی ملا او مجاهل غین وهلی ځکه خو د دنیا تر ټولو وروسته پاتی ملت یو

Wasil Akhtar profil fotoğrafı
Wasil Akhtar2 yıl önce

@afgwriter1 همدا مولا دی چی مرداريانی یی جوړی کړي. ملا یوازی بربلدۍ لپاره پیدا دی

Benzer Videolar

ویل کېږي چې په کلي کې وبا لګېدلي وه، لوی او واړه مړه کیدل، د ملا صیب مزې وي، هره ورځ به په جومات کې د تبۍ په سر حلوا یا غړی ایښی و. یوه ورځ هلک په منډه د جومات په دراوزه را ننووت او ناره یې کړه چې د ملا صیب لور مړه شوه. ملا صیب له دې غږ سره جګ په محراب کې ودرید، وای مرګي لکه چې اوس خوله ولګوله. نو مرګی هلته مرګی شي چې د ملا صیب نازولی یا نازولې واخلي. شیخ صیب! په دې سیمه کې ۵ لسیزې جګړه ستاسې د فتواو په تېلو بلېږي، څنګه چې په ټوپک خلک وژل کېږي، همدغسې ستاسې د کفر او اسلام په فتواو هم لکونه انسانان ووژل شول، تر څو چې مرګونو او شهادتونو ستاسې دروازې نه وي در ټکولي، تاسې د خپلو استخباراتي فتواو په زیان نه پوهېږی. دا خو پیل دی، جګړه خو به وروسته ګرمه شي، که د پنجاب له ریاست سره شانه به شانه ودریدی، د ټې ټې پې په لاس مو وژني او که مو انکار وکړ ISI مو خپله وژني، تاسي ته یواځې مرګ لیکل شوی او دا ځکه چې ستر ذات تاسې ته د استخباراتي فتواو، د عوامو د تېرایستلو او د ISI د چوپړ بدله او سزا درکوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

15,321 görüntüleme • 10 ay önce

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ

قاري منصور اسرار

41,553 görüntüleme • 2 yıl önce

«یو وزیر، درې څوکۍ؛ یو امیر، ټول صلاحیت — د شفاهي فرمانونو حکومت او اداري سرګرداني» بریانیوز( سه‌شنبه، ١٢ حوت ١٤٠٤) په دې وروستیو کې د هبت‌الله اخوندزاده له خوا په یوه شفاهي فرمان کې داسې ټاکنې اعلان شوې چې سړی نه پوهېږي وخاندي که وژاړي. جګړه له پاکستان سره عملاً پیل شوې ده، خو تر اوسه بشپړه او تمام‌عیاره بڼه نه لري، بلکې مقطعي او پرله‌پسې نښتې دي. سره له دې، د څوکۍ وېش یې داسې شوی لکه د کلي د کرکټ ټیم چې د اختر په ورځ تنظیمېږي. د بېلګې په توګه، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد چې په عادي حالت کې باید د ټول هېواد پوځ مشري وکړي، د کندهار د حوزې د جګړې قومندان هم ټاکل شوی. یعنې هم وزیر دفاع دی، هم د یوې حوزې قومندان. که سبا پوښتنه وشي چې وزیر صیب چېرته دی؟ ځواب به دا وي: «صیب د حوزې په سنګر کې دی!» نو بیا د ټول پوځ ستراتیژي به څوک جوړوي؟ ښایي هغه هم د هماغه سنګر نه په ټلیفون کې ترتیب شي. همدارنګه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست لپاره قومندان ټاکل شوی، او د لوړو زده کړو وزیر ندا‌محمد ندیم د ننگرهار د حوزې مرستیال قومندان ګرځول شوی. سړی حیران شي چې دا وزیران دي که د حوزو سرګروهان؟ که هر وزیر خپله یوه جبهه ونیسي، نو وزارتونه به څوک وچلوي؟ که سبا محصلین ستونزه ولري، ښایي ورته وویل شي: «وزیر صیب اوس په جبهه کې دی، امتحانونه وروسته واخلئ!» او راځو د حاجي وفا موضوع ته. حاجي وفا چې د ملا یعقوب مرستیال ټاکل شوی، هممهاله د بلخ والي هم ګرځول شوی. دا خو نو د اداري نوښت نوې مرحله ده! سړی نه پوهېږي چې هغه به په بلخ کې والي وي که په جبهه کې مرستیال قومندان؟ که په مزار کې جلسه ولري او په عین وخت کې د جګړې نقشه ترتیبېږي، نو ښایي له دفتره په بیړه ووځي او ووایي: «صبر وکړئ، زه هم والي یم هم قومندان!» د بلخ خلک به شاید سبا پوښتنه وکړي: «زموږ والي چېرته دی؟» ځواب به دا وي: «صیب د بلې جبهې په پلان بوخت دی.» او که د جګړې په اړه پوښتنه وشي، ښایي وویل شي: «صیب اوس د ولایت بودجه امضا کوي!» داسې ښکاري لکه یو څوک چې هم د واده کوربه وي، هم اشپز، هم د ترتیباتو مسؤل او بیا تعجب کوي چې ولې مجلس ګډوډ شو. په دې ټولو کې تر ټولو جالب ټکی دا دی چې ټول صلاحیت د یوه کس په لاس کې ښکاري، او هغه هماغه امیرالمؤمنین دی. نه مشوره ښکاري، نه کومه رسمي پروسه، نه کومه دفاعي شورا. یوازې یو شفاهي فرمان، او بس. داسې ښکاري لکه یو ښوونکی چې په ټولګي کې بې له کوم پلان څخه زده کوونکي ولاړ کړي او ووایي: «ته د دې قطار مشر، ته د هغې قطار مشر!» دا ډول تداخلِ صلاحیتونه نه یوازې اداري ګډوډي رامنځته کوي، بلکې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې ایا واقعاً کومه منظم نظامي ستراتیژي شته که نه؟ که وزیر دفاع خپله د یوې سیمې قومندان شي، نو د نورو سیمو همغږي به څنګه کېږي؟ که د کورنیو چارو وزیر د یوې جبهې قومندان شي، نو د هېواد دننه امنیتي چارې به څوک سمبالوي؟ په ټوله کې دا ټاکنې د منظم دولت پر ځای د فردي واکمنۍ انځور وړاندې کوي؛ داسې سیسټم چېرته چې صلاحیتونه نه ویشل کېږي، بلکې راټولېږي، او هغه هم د یوه کس په خوښه. نتیجه یې دا وي چې څوکۍ ډېرې شي، خو مسؤلیتونه ګډوډ شي؛ عنوانونه لوړ وي، خو کارونه بې نظمه. که حالت همداسې روان وي، ښایي سبا وګورو چې یو وزیر به هم وزیر وي، هم قومندان، هم ویاند، او که اړتیا شوه، هم د ځان مرستیال! او بیا به حیران یو چې ولې سیستم سم کار نه کوي.

Shahadat Media

15,193 görüntüleme • 6 ay önce