Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

مونږ ټول باید دا ومنو چې زمونږ ټولنه او دغه هيواد د ميرمنو زده کړو ته هم حیاتي ضرورت لري. ځکه چې د دواړو (نارینه او ښځینه وو) په زده کړو او گډو هڅو د هېواد او ملت روښانه راتلونکې تضمینیږي.💔🇦🇫💔

295,237 просмотров • 3 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 9

Фото профиля Sudheer ChAndio Baloch
Sudheer ChAndio Baloch3 лет назад

I am from Pakistan but Afghanistan people's very good It is very sad. May Allah help you people😥

Фото профиля Mubariz popal
Mubariz popal3 лет назад

علامه ابن الجوزي رحمه الله فرمایي: شیطان چي انسان ګمراه کوي، نو اول یی د علم څخه لیري کوي، ځکه علم رڼا ده او رڼا چي ختمه سي، نو بیا تیاره کي انسان هري خواته وړل کېدای سي.🍂😰💔💔💔

Фото профиля Shamshad. TV
Shamshad. TV3 лет назад

😭🇦🇫😭

Фото профиля سالم
سالم3 лет назад

😂

Фото профиля ismail ahmadzai
ismail ahmadzai3 лет назад

بلکل همداسی ده بايد ښونځي ته يي پريږدې

Фото профиля RH
RH3 лет назад

امر ثانی پوری منتظر شي

Фото профиля Saif
Saif3 лет назад

Allah da pa mung Afghanano bandi wa rahme gee

Фото профиля ℓ𝖆т𝖎ƒꨄ☾⋆🇵🇸🇷🇺🏳️🔻✌️
ℓ𝖆т𝖎ƒꨄ☾⋆🇵🇸🇷🇺🏳️🔻✌️3 лет назад

💔🇦🇫

Фото профиля Jamshaid Khan
Jamshaid Khan3 лет назад

Our real heroes. Please tweet in English so that the whole knows what’s going on in Afghanistan

Похожие видео

(۱ برخه) جمهوریت او ښځینه زده کړیالانې! د تېرې ادارې پر مهال د ښځینه زده کړیالانو حال.! د تېرې ادارې پر مهال د ښځینه زده کړیالانو حالت هغه څه نه و چې کورنیو یې تمه درلوده؛ دوی به د لوړو زده کړو په نوم پوهنتونونو ته استول کېدې، خو له بده مرغه ډېر شمېر یې د تعلیم پر ځای په اخلاقي او ټولنیزو انحرافاتو کې ښکېلې وې. د کورنیو دا هیلې چې لورګانې به یې د تعلیم په وسیله د خدمت سرچینه شي، په ناوړه کړنو اخته وې. ځینې زده کړیالانې به د زده کړو پر ځای د نشه‌يي توکو (چرسو) په استعمال بوختې وې او د پوهنتونونو پر ځای به هوټلونو او پارکونو ته تللې. دا یوازې د هغه مهال د ښځینه زده کړیالانو د حالت یوه کوچنۍ بېلګه ده، خو حقیقتونه تر دې ډېر ترخه او ژور وو؛ په پټه به داسې کړنې ترسره کېدې چې نه یوازې د زده کړو سپیڅلتیا یې زیانمنه کړې وه، بلکې د ټولنې په اخلاقي بنسټونو یې هم بد اغېز کړی و. د دې حالت اصلي عامل د هغه مهال بې‌مسؤلیته اداره او د ښوونې او روزنې سیستم کې شته فساد و، چې نه یې زده کړو ته جدي پاملرنه کوله او نه یې د اخلاقي روزنې لپاره هڅې کولې.

نقاب | Niqab

59,882 просмотров • 1 год назад

د ټ، ټوپک نصاب بنسټګر، د طالبانو د بريتانوي پاسپورټ لرونکی لابيګر او د دوی د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم دغه وينا د جمهوري دولت پر مهال په سلام خانه ماڼۍ کې مخامخ ولسمشر غني ته کړې وه، خو نه يوازې چې هغه ونه نيول شو، بلکې په چکچکو هم بدرګه شو. نظر ته يې درناوی وشو. دا عمل، په جمهوري دولت کې په واقعي معنی د بيان ازادي او په دولت مشر مخامخ د انتقاد يو مثال دی، چې د جمهوري دولت او طالبانو نظام فرق ثابتوي. فاروق اعظم په هغه ورځ وويل، په جمهوري دولت کې لوی کندهار له زده کړو محروم شوی او د دې بې عدالتي لپاره نور جمهوري دولت د زغم وړ ندی او بايد چپه شي. تازه داسې راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو خپل دغه لابيګر د زده کړو حق غوښتنې له وجې بندي کړی دی. ليکوال احسان الله پښتون نوموړي ته په ځواب کې ليکلي: «که پرون پښتانه له زده کړو محروم وو هم د همدې ډلې د جګړې له وجې و. نن هم چې پښتانه او ټول وطن له زده کړو محروم دی، د همدې ډلې د افراطيت او واکمنۍ له وجې دی. که پرون لوی کندهار څخه ۲۱۰۰ نجونو او هلکانو کانکور کې ګډون کاوه، نن څو تنه ګډون کولی شي؟ نن خو د نجونو زده کړې بشپړې بندې دي او هلکان د ملاکراسۍ له وجې په زده کړو له سره باور نلري. هغه مهال د جګړې او اور د لمبو په منځ کې شاوخوا يو سل او دېرش زره ګډونوالو کانکور کې برخه اخيستنه، نن يې واقعي شمېر څو ته رسېږي؟‌ اعظم صاحب، اوس خو درته معلومه شوه چې پرون د زده کړو مخالف څوک وو او نن څوک دي؟»

ZAWIA NEWS

21,085 просмотров • 11 месяцев назад

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم چې د ښځو د زده کړو پر اهميت د ټينګار له وجې د ملا هبت الله لخوا نيول شوی، بندي او څو ورځې وړاندې بېرته خوشې شو، يو ځل بيا پخپل فېسبوک ادرس په يو پيغام کې د ښځو زده کړې د ټولنې د پرمختک لپاره اهمې بللې دي. نوموړی د هغو باورونو خلاف چې د ښځو لپاره يوازې پر طبي زده کړو ټينګار کوي وايي، د ټولنې په هره برخه کې د ښځو زده کړو ته اړتيا ده. زراعت، اقتصاد، طب، ديني زده کړې، هنر او ورزش. فاروق اعظم يو ځل بيا د طالبانو د نظام لخوا د ښځو پر زده کړو او کار د بنديز زيانونه تشريح کړي او ټينګار لري، چې په ټولو برخو کې بايد ښځو ته د زده کړو اجازه، ناروغو ښځو ته د ورزش اجازه او په بازارونو کې د اختلاط مخنيوي لپاره دې ورته جلا بازارونه جوړ کړای شي. هغه په دې شاوخوا نيم ساعته وينا کې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د زده کړو اړتيا تشريح کړې، چې يوه لنډه برخه يې دلته شريکېږي.

ZAWIA NEWS

20,001 просмотров • 10 месяцев назад