正在加载视频...

视频加载失败

نابینا پلار، خو لور ورسره د امسا په څېر ګرځي او لاس یې نیولی وي. بي بي کلثوم د خپل پلار په ستاینغونډه کې هغه ته د کېک ورکولو پرمهال خپلې اوښکې په سترګو کې تم نشوې کړای.💔 د لور مهرباني

13,042 次观看 • 1 年前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

دا ویډیو کې ملا خلیفه ډېر چټیاټ وایي: وایي یو ځوان وایي چې له یو چینایي مسلمان سره مې ملګرتیا شوه، بیا هغه کور ته بوتلم. بیا د هغوی په کور کې زما د هغه له خور سره ملګرتیا شوه. اوس چې هر وخت چین ته ځم، د هغوی په کور کې مې شپه وي، زما او د همدې جینۍ جلا کوټه وي او شپه ورسره تېروم. بیا سهار غسل ته مې د همدې جینۍ پلار پورته کوي، کله چې هغې پلار مسجد ته سهار لمونځ ته ځي. اوس په دې چټیاټو کې څو پوښتنې را پیدا کېږي: ۱. اول خو دا مسلمان مېلمه څومره نمک‌حرام او بې‌وجدانه انسان وو چې هغوی خپل کور ته مېلمه کړ، خو دا نمک‌حرام یې د خور او لور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې دي. ۲. دوهم، تاجر همیشه هوټل کې شپه تیروي تاجر باید خپله شپه په هوټل کې تېره کړي اکثره ورسره پیسی او قیمتي شیان وي. ۳. درېیم، هغه مسلمانې کورنۍ ته دا ملا سپک نظر کوي، یعنې دومره تقوادار پلار یې دی چې د سهار لمانځه لپاره مسجد ته ځي او د لور لونډه غسل ته هم پورته کوي؟ څوک چې د سهار لمونځ پابند وي، هغه دومره بې‌غیرته نه وي. دا خبره د ملا کاملاً دروغ ده. ۴. څلورم، دا چې مسلمانان دومره بې‌ایمانه او بې‌وجدانه دي چې هېڅ اعتماد ورباندې نه شي کېدای، چې څوک یې د اسلامي ورورولۍ یا احترام له مخې کور ته دعوت کړي، بیا دا بې‌وجدان یې د خور یا لور سره شپې تېروي. ۵. پنځم دا چې د جینۍ پلار مې سهار لمونځ ته پورته کوي چې «جګ شه، ناوخته ده، لمونځ مو قضا کېږي» . نو چې څوک زنا کوي، ټوله شپه یې په زنا تېره کړې وي، هغه بیا د سهار لمانځه څه پروا ساتي چې ناوخته ده هاهاها

Qari Eisa Mohammadi

22,435 次观看 • 5 个月前

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

34,208 次观看 • 29 天前