Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

یوار بیا د ولس د فقر، بېوزلۍ او بې روزګارۍ بغاري او فریادونه! که چیري د ا ا مشرتابه ددغي بدبختۍ حللاره وسنجوي او د خپل ولس د کار، روزګار او نفقې غم ونخوري، قسم په خدای ددې ولس د قهر د یو داسي طوفان سره مخ سي، که...

15,980 görüntüleme • 3 ay önce •via X (Twitter)

25 Yorum

صداى افغان profil fotoğrafı
صداى افغان3 ay önce

در افغانستان چوقت فقر و گرسنگی نبود که حالا نباشد؟ چرا کوشش می کنید که مسوولیت ناکامی های اجتماعی وفرهنگی و سیاسی و اقتصادی تان را بدوش دولت امروزی بیاندازید؟ مگر بیست دوران جمهوریت کدام زمینه مبارزه با فقر را کرده بودید؟ متاسفانه که همه را مصروف دزدی و رشوت خوری ساخته بودید

Muadh Ahmed profil fotoğrafı
Muadh Ahmed3 ay önce

"امارت اکثریت مشرانو د پیسو په ټولولو، په ٣ او ٤ ودونو کولو، د کورنیو د غړو په نامه د جایدانو په رانیولو، په پټه د تجارانو سره د شراکتونو، کاروبارونو".. شريفي صاحب تاسو نه هیله کوو چه دا تورنو سره اسناد، شوهاید او ثبوت مونږ سره شریک کړي؟

لوی افغانستان profil fotoğrafı
لوی افغانستان3 ay önce

داسی یو بد حالت راغلی چی په خدای قسم که په فلسطین کی هم داسی حالت وی ۔ که څوک وایی داسی یو حالت نسته خیر او خیرت دی نو الله ج دی په همداسی یو بد حالت کی کیړ کړی ۔ ستا خبری بیخی واقعیت دی شریفی صاحب

®ana Afghan ‌ profil fotoğrafı
®ana Afghan ‌3 ay önce

نمره نشر کی چی مونژ افغانان ورسره مرسته وکرو دا خو خه نده چی صرف یو ویدو شیر شی او خلاص حتا خپله هم مرسته کولی شی 💔🥲

A.Azizi profil fotoğrafı
A.Azizi3 ay önce

الله تعالی تالیبانو ته د اسلامي عدالت د پلي کولو شه فرصت ورکړی وه مګر نفس‌پرستی او شخصي ګټې پری برلاسې شوي، د فقر او ذلت په شتون کې نظام له معنوي پلوه سقوط کړی دی، که څه هم په ظاهره ټینګ ښکاري. عدالت د نظام روح دی

Hadid profil fotoğrafı
Hadid3 ay önce

دا ویډیو خو پخولنی ده او دا فقر هم دا د پنځو کلونو ندی لږ شرم وکړی لږ ادب او حیا زده کړی معلومیږی چی د یوی شریته ښځی زوی یی هسی شر لټوی .

Mohammad Osmani profil fotoğrafı
Mohammad Osmani3 ay önce

هسی غول دی خوړلی

غمی اغا profil fotoğrafı
غمی اغا3 ay önce

مشران په دې څوک خبر کړي؟ رسنیو څخه پرهبز سوی دی، او دشیخ صاحب شا وخوا داسی کسان را ټول دي؛ چي حقائق نه رسوي. فالی الله المشتکی

Afghan profil fotoğrafı
Afghan3 ay önce

یا ربه تا دا حاکمان تباه کړه

Wasi Khan profil fotoğrafı
Wasi Khan3 ay önce

دوی اولس څه کیی ، کې لرې کې نه لرې.

Jawaad kaboli profil fotoğrafı
Jawaad kaboli3 ay önce

زړه ویدیو ده او د اسلام نام بدګی مه کوه الله به دی وشرمه وی په یاد ساته لکه څمګه یی چی دا نور شرمولی دی

Abdu Rauf profil fotoğrafı
Abdu Rauf3 ay önce

ای هي رب هرڅه ګوري حساب به موږ ټول ورکوو

Sidiqullah : صديق الله profil fotoğrafı
Sidiqullah : صديق الله3 ay önce

اسلامي امارت مشران که ولس ته توجه ونکړی ولس ته کارزمینه برابر نکړی خدای مکړه دجمهوریت په سرنویشت به اخته شي عام ولس ډیرزیات تنګ شوی حق حقدارته نه ورکول کیژی دامیرالمومنین فرمان نه عملي کوي هو هغه فرمان ښه عملي کیژی چی دامارتي مسولینو ګټه پکی وي۶۰ زره مجاهدین وو اوس۶ لکوته رسیدلي

Afghan profil fotoğrafı
Afghan3 ay önce

طالبان دی خدای تباه کړی چیری د عام ولس غم ده ورسره

Apghan Zwak profil fotoğrafı
Apghan Zwak3 ay önce

ترتاپوري تعلق نلري تاغوندي حرامیان تښتیدلي چی هرڅونه کوزنه ولي ولي دئ

ىوسف profil fotoğrafı
ىوسف3 ay önce

حقيقت

Afghan profil fotoğrafı
Afghan3 ay önce

به هره کورنی همدا حال ده

Hameedullah Ahrar profil fotoğrafı
Hameedullah Ahrar3 ay önce

څنګه ده اوس دې لکه چي جټکه وخوړه، خبره ټوله د چوکي ده او بس نور هيڅ هم نشته😂😂، ورو ورو به ټول پوه شي خو بيا هم که خلک د تغير لپاره له تعقل او له موجودو زميني واقعیتونو او حساسيتونو سره سم برخورد ونکړي په بدبختي پسي به بدبختي وي.

Dr. Zain profil fotoğrafı
Dr. Zain3 ay önce

More curse from God will land upon you due to your fighting and killing of poor Muslims of #KPK and Fasad in #Pakistam

Mulah sahib profil fotoğrafı
Mulah sahib3 ay önce

قانون بايد پلي شي خلک غول خوري دلاري بندوي

ډاکټر حکیمي profil fotoğrafı
ډاکټر حکیمي3 ay önce

اصلا نړیوالو ظالمانه بندیزونو، د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز کړی... هیله ده چې ټول اغیز لرونکي هېواد وال پدې اړه خپل وس او امکانات وکاروي... ودونه به چند کسانو کړی وي ، دومره زیات او پراخ اغیز د نړیوالو اړیکو دی...

Suliman profil fotoğrafı
Suliman3 ay önce

ته اوس پوه شوى ؟

م. ثابت profil fotoğrafı
م. ثابت3 ay önce

افغانستان دومره زراعتي ځمکه لري چې په سمه توګه مدیریت او توزیع کړای شي هيڅوک به بې کاره پانشي، مګر ريښتيني عزم نشته. هر څه په دولتي عوايدو جوړولو تمرکز کوي ورځ تر بلې د شيخ صيب حکمونه په عمل کې تر خاورو دفن کيږي

Hazrat Hanfi profil fotoğrafı
Hazrat Hanfi3 ay önce

حقیقت

Attaullah Haqyar profil fotoğrafı
Attaullah Haqyar3 ay önce

خپل منافقت ورځ تر بلئ ښکاره کوی.

Benzer Videolar

په جمهوریت کي د کرزيانو کونیانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي پر خلګو دغسي ظلمونه کول، تاسي ښه په غور ورته وګورﺉ دا د سربند پوسته وه او دا سپین ږری د چنار ؤ. لېکن د کوتریانو او چوبکیانو یې اوس هم خوا په بدیږي، وايي ملي مشر دی، خدمت یې کړی دی. افغانستان یې شل کاله اشغالکرو، خپلو کونیانو او لوطیانو ته سپارلی ؤ، اربکیان یې تولیدول او ملت یې د هغوی تر جبر او وحشت لاندي ساتلی ؤ. خو هغو بې ننګو علماو او چارواکو ته شرم په کار دی، چي په کندهار کي د حاجي بهاوالدین پر کور باندي د محمود کرزي خوټي ورلنګروي. ایا تاسي پدې نیاست خبر چي حاجي بهاالدین د خرکار د زامنو کرزیانو یو مخکښ کوتری او رویبار دی، د طالب چارواکو او خرکار د زامنو ترمنځ منځګړیتوب او د تېر شل کلن وحشت سپیناوی یې کوي. یاره زه هغو طالب چارواکو او علماو ته حیران یم، چي په جمهوریت کي یې پر همدې لوطیانو او د هغوی پر حامیانو پټاونه او استشهادي بریدونه کول، لېکن نن د پیسو په خاطر د محمود کرزي د غله زوی ته چاپلوسي کوي او د لږ امتیاز لپاره یې په مړو سترګو په دفتر او کور کي د غولو په تمه ناست وي. زه و دغسي علماو او چارواکو ته فقط یو پیغام لرم هغه داچي په هغه علم مو مخ تور سه چي تاسو کړی خو عمل نه پرې کوﺉ.

Mohammad Sharifi

148,167 görüntüleme • 5 ay önce

ایا د لوی کتدهار اصلي تروریستان څوک وه؟ دا د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي هغه چاودنه وه چي د خرکار زامنو د اشرف غني له خوا د ملي امنیت د ریس یاسین خان د مقرری په مخالفت کي ترسره کړل. کیسه دا ډول وه، چي اشرف غني د کندهار څخه د حامد خرزیانو مفسد او په مافیا پوري تړلي ریسان له دندو ګوښه کول پیل کړل، خو ملي خاین حامد کرزی او د هغه وروڼه ددې کار څخه ناخوښه وه. اشرف غني په کندهار کي د توریالي ویسا څخه نیولې بیا نو تر پخواني مفسد ښاروال قاضي عمر او قاضي مسلم پوري یو تعداد ریسان له دندو ګوښه کړل، چي په هماغه وخت کي ما هم د یادو کسانو د فساد په رسوايي کي د حکومت سره ښه پوره همکاري وکړه او د یادو اشخاصو پر ضد مي مکمل مستد اسناد وړاندي کړه. بلاخره اشرف غني د کندهار د ملي امنیت د ریس په توګه د جنرال یاسین خان لغماني مقرري هم منظور کړل، چي ددغي مقرری سره جنرال رازق او د خرکار زامنو مخالفت وښود. زما د معلوماتو له مخي حامد خرزي په کابل کي اشرف غني ته د معصوم ستانکزي پلاس اخطار هم ورلېږلی ؤ، چي که یې چیري یاسین خان له کندهاره ګوښه نکړ، بیا که یاسین خان ته هرڅه تاوان ورسېدی مسؤلیت به یې ستا په غاړه وي. لېکن اشرف غني د حامد خرزي په اخطار چنداني پروا نه وه کړې. بس هماغه و چي جنرال رازق او حامد خرزیانو د یوه منظم پلان له مخي د کندهار د کانټیرانو په سرای کي چي اکثره د موټرانو د مستریانو دوکانونه پکښي وه، هلته دوه بېرله (بېلره) خشته باروت، د راکیت مرمۍ، د کازو ډبې، ضد پرسونل ماینونه، مېخونه او ټول هغه توکي په یوه کانټینر کي ځای پر ځای کړل چي د انسانانو د پراخي مرګ ژوبلي سبب کېدله. ددغه کار څخه ددوی یو هدف دا و چي ملي امنیت ته د یادو چاودېدونکو توکو په اړه داسي راپور ورکړي، چي ګواکي دا توکي د طالبانو له خوا ځای پر ځای سوي دي او دوی کشف کړي دي، ترڅو جنرال یاسین خان د ساحې د امنیت د برسي لپاره راسي او په دغه چاودنه کي یې له منځه یوسي، خو که چیري ژوندی پاته هم سي دوی یې په کندهار کي د امنیت د کاري غفلت په تور محکوم او بیا یې له دندي ګوښه کړي، چي همداسي هم وسوه. خو کله چي جنرال یاسین خان ته د یادي موضوع په اړه راپور ورسېدﺉ، یاسین خان د ماینونو د خنثی کولو لپاره د ملي امنیت لسکونه مسلکي ځوانان راولېږل، ترڅو لومړی د کانټینرانو د سرای څخه خلګ وباسي بیا ماینونه خنثی او یا هم چاودنه ورکړي او په سیمه کي د خلګو د مرګ ژوبلي کچه راکمه کړي. لېکن پخپله یې هوښیاري وکړه او صحنې ته رانغلی. خو کله چي د ملي امنیت منسوبینو د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي د چاودېونکو توکو کانټینر تشخص کړ، سمدلاسه یې د کانټینر د دروازې د خلاصولو هڅه وکړه، دروازه یې خلاصه کړه، ٢ بېلره خشته باروت، د راکیټانو مرمۍ، د پرسونل ضد ماینونه، د کازو ډبې او داسي نور اړوند توکي یې ولیدل. خو دغو منسوبینو یو لوی غفلت دا وکړ چي د خشتو باروتو بېلر یې د ځایه ښورولی ؤ، چي دوی باید دا کار نه وای کړی او له همدې غفلت له وجي دومره قوي چاودنه رامنځته سول چي ټول کندهار یې ولرزاوه او کیلومترونه لیري یې د خلګو د کورونو کلکینان او دروازې د بېخه کښلي وې. چي له بده مرغه په همدې چاودنه کي د ملي امنیت ٤٥ کسه منسوبین ووژل سول او د ډېریو غوښي هم ندي پیدا سوي. نوټ: ویډیو زما د ارشیف څخه ده او زه ددې موضوع په اړه تاسو ته نور جزییات او کره اسناد په بل راپور کي خپروم. درنښت: محمدشریفي

Mohammad Sharifi

14,145 görüntüleme • 29 gün önce

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.

Mohammad Sharifi

60,789 görüntüleme • 7 ay önce

په کندهار کي د جنرال عبدالرازق د ځناورتوب او زرګونو وحشتونو یوه کوچنۍ بېلګه د هغه د یوه زنداني له قوله واورﺉ! زه شخصأ د جنرال رازق د وحشتونو، د بیت المال او ملي عوایدو د غلاو او اړوندو خیانتونو ذمه واري او مسؤلیت و هغو خاینانو ته راجع کوم، لکه کرزیان چي دغه بېسواده، د الله او د رسول د قانون څخه ناخبره او وحشي ځناور يې د خپلو شخصي ګټو، دښمنیو او عقدو د پاللو په موخه پر کندهار واکمن کړی ؤ. تاسي ټول ددې خبري شاهدان یاست چي ما شاوخوا یوه نیمه لسیزه پر چاپي رسنیو او ټولنیزو شبکو همدا نعرې وهلې چي د خرکار زامن او د وېش وحشي لغړی په لسګونو شخصي زندانونه لري، په زرګونو بېګناه وګړي د مرګ تر وروستي سلګیو پکښي شکنجه کوي او بیایې جسدونه د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په رېګو، د بولدګ په رېګو، د میوند ولسوالۍ په دښتونو، د دامان او تخته پل په صحراو، د هلمند او د زابل ولایت په مربوطاطو کي غورځوي، لېکن همدغو ځناورو، ددوی افرادو، ددوی کاسه لېسو خبریالانو او تالۍ څټو ماته سپکي سپوري ویلې او زه یې په تعصب تورنولم، لېکن الحمدالله زما د مطبوعاتو فعالیت او راپورونو اخیر د حقیقت جامه واغوستل او ټول حقایق د لمر د رڼا پشان میدان ته راووتل، خو هماغه ځناور او د هغوی چاپلوسان نن اکثریت تښتېدلي دي او پاته کسان یې د شرمه چاته مخ نسي ورښکاره کولای او د ټولني له شرمه د مخ پټېدو ځای هم نلري. لېکن زه په اخیر کي د خرکار د زامنو (کرزیانو)څخه یوڅو سوالونه لرم، هغه دا چي: ایا په کندهار کي ددغو ځناورو د تقرر عاملین تاسو نه واست او ددوی د وحشتونو حامیان او ملاتړي نه واست او خپلي ګټي مو په دغو وحشیانو نه خوندي کولې او دښمنۍ مو نه پرې پاللې؟ ایا د لوی کندهار د شل کلن ناورین د بشري حقوقو د لومړنیو ضرورتونو د محرومیت عاملین تاسو نه واست؟ ایا تاسو د اشغال په موجودیت کي د فرعونۍ واکمنۍ دعوه داران نه واست؟ ایا تاسو په افغانستان کي د بدبختۍ او په خاص ډول د لوی کندهار د لسګونو زرو انسانانو د وژلو، د بمباریو، د کلیو او ولسوالیو د هموارولو او په زندانونو کي د ٩٩ فیصده پښتنو د بندي کولو عاملین نه واست؟ ایا تاسو په ټول هیواد کي د اداري او اخلاقي فساد د مروجولو او په ټوله نړۍ کي افغانستان د فاسد ترین هیواد د معرفي کولو عاملین نه واست؟ زه دا منم چي ا ا تاسو ته بخښه وکړه، لېکن که چیري تاسو ته د قضاوت او انصاف تله پلاس درکړو، نو خپلو شل کلنو سوابقو ته په کتو سره به تاسو خپل ځانونه وبخښی او تاسو به الله تعالی ته د خپلو ظلمونو د توجیه لپاره څه دلیل وړاندي کوﺉ؟

Mohammad Sharifi

18,989 görüntüleme • 2 yıl önce

تاسي ښه په غور غوږ پر ونیسی، کندهار او د کندهار عزتمند ولس پوره دوې لسبزي د خرکار د زامنو حامدکرزیانو تر دغسي ټولنیزي وبا تر سیوري لاندي د ناامېدۍ شېبې تېرولې. لېکن کله چي د فاسد جمهوریت تر سقوط وروسته د کرزیانو دغه سپی د ط..البانو لخوا مردار سو، دوی په ملي او بین المللي کچه پر رسنیو ډنډورې ګډي کړلې چي هلۍ ط..البانو یو معصوم او بې ګناه کمېدين وواژه. خلګو تاسي راسی قضاوت پرې وکړﺉ، د خرکار د زامنو کمېډين هم دغه ډول ؤ، چي په عامو او ټولنیزو مجالسو کي به یې په تهدید او بې عزتۍ سره لواطت ترویجاوه او خلګ به یې په سپکو سپورو ورته هڅول. لېکن د خواشینی ځای دادی چي اوس هم ځني لوستي ځوانان، لیکوالان او شاعران د دوی پر دغه ډول بې ناموسیو پرده غوړوي او پر ټولنیزو رسنیو کمپاینونه ورته کوي، دا پداسي حال کي چي همدغه لوستي چاپلوسان په لویه کچه ددغي منحوسي کړۍ له لوري د لوۍ کندهار سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتورۍ بې عزتي او بې حرمتي په پام کي نه نیسي او یا هم د افغانستان خپلواکي چي د اشغال د مستقیم تجاوز تر سوال لاندي وه، د هغه په اړه هم یوه ذره فکر نکوي. ځکه همدغه چاپلوسانو، کوتریانو او ډنډورچیانو یې هیڅکله په مجموعي او ټولنیزه کچه دا فکر نکاوه چي کله په جمهوریت کي د خرکار زامن کرزیان او د هغوۍ لوطیان پر کندهار واکمن وه، لوی کندهار په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لهاظ ددغسي بحران سره مخ ؤ، لکه د کرزیانو دغه کونیانو چي پر کندهار باندي د ماتم پرده غوړولې وه. نو ځکه خو د هر ابداره او عزتمند شخص ژوند او عزت د خرکار د زامنو ددغسي کونیانو د ګواښ سره مخ ؤ او هر هغه انسان چي به په واقعي نوګه په سیاسي او ټولنیزو اصولو باور درلود، د همدې بې شرمي کړۍ د تهدید او بې عزتۍ سره به مخ کېده. ځکه د خرکار زامنو د کندهار په هره ولسوالۍ کي، هره پوسته کي او د ښار په هره حوزه کي دغسي بې موره، بې پلاره او بې شرمه پولیس درولي وه، چي د دوی په شتون کي د هیڅ انسان د سر، مال او عزت تضمین نه کېده.

Mohammad Sharifi

11,816 görüntüleme • 4 ay önce

ذا په جمهوري نظام کي په اروزګان ولایت کي د قومندان رحیم الله لنډغر پولیس او د مور او د پلار هغه ازاریان وه چي د اروزګان ولایت پر لویه لار به یې مسافر د موټرانو څخه راکښته کول، بیا به یې وهل، ټکول، سپکي سپوري به یې ورته ویلې او بېګارول به یې، کشران هلکان به یې په زور ترې راګرځول او تهدیدول به یې، پیسې به یې ترې اخستې، لاسونه به یې تر شا ور تړل او ږیري به یې په تهدید امېزه او تمسخر آمېزه توګه ور قیچي کولې. هو! دا پر لوی کندهار باندي د حامد خرزي او د هغه د غلو وروڼو د ترحم بېلګي وې چي شل کاله یې د همدغو غلو او لوطیانو د ښې حکومتولۍ احسان راباندي اچاوه او تالۍ څټو کوتریانو به یې ویل چي د نوي حکومت د بنسټ ډبره ملي بادک حامد خرزي کښېښول او د بادک پر افغانانو باندي لوی احسان دی، ځکه بادک د یو مسیحی په شکل پر افغانستان نازل سوی دی. یاره خو افغانان او په خاص ډول د لوی کندهار مظلوم خلګ د کرزي خاین، د هغه د غلو وروڼو او دغسي لنډغرو دلاسه شل کاله پر داسي سره تبۍ ناست وه، چي آن د هندو زړه پر مسلمانېده، خو ددغو خاینانو وحشي زړونه پر دغو بېچاره ګانو نه یخېدل او نه یې تنده ددغه غمځپلي ولس په وینو ماتېدل.

Mohammad Sharifi

18,735 görüntüleme • 2 yıl önce

د افغانستان د ا ا مسؤلینو او په ځانګړي توګه د کندهار د ولایت واکمنانو په ښه غوږ يې واورﺉ او د یوه اسلامي نظام په مفهوم او معنی ځانونه پوه او لومړی يې پر خپلو ځانونو پلي کړﺉ. البته دا اشاره مي په ځانګړي توګه و هغو کسانو ته ده، چي د ا ا پر لوړو منصبونو او چوکیو ناست دي، په عینو مینه کي د خرکار د زوی محمود کرزي او په ښار کي د بعضي تجارانو پر دسترخوانو سولیږي او د هغوی په ډالیو مشرفه کیږي. خو ددغو ډوډیو او ډالیو د احسان به بدل کي زموږ د کندهار واکمنان ددغو شل کلنو خاینانو خوش خدمتي کوي او چاپلوسي يې کوي. تاسي یقین وکړﺉ چي په کندهار کي د حاکیم نظام د بعضو واکمنانو په ډېرو نادودو خبر یم، خو ډېره چوپتیا مي اوس زړه راچوي. دا پداسي حال کي چي زه پدې ښه پوهېږم چي د بې عدالتۍ په وړاندي زما د لوړ ږغ څخه د فاسد جمهوریت غله او لوټماران سوء استفاده کوي، چي ښه مثال یې د ښاروال صاحب د وظیفوي غفلت په وړاندي زما د نقد څخه د زاویه نیوز سوء استفاده وه چي د یوه ابزار او وسلې په توګه یې استعمال کړله.

Mohammad Sharifi

21,214 görüntüleme • 1 yıl önce

په کندهار کي د جمهوري نظام د مافیایې کړیو د وحشتونو یوه بېلګه! کله چي رازق او تادین لغړي په جمهوریت کي ځانته شخصي زندانونه جوړ کړي وه، عام خلګ او د نظام د وسلوال پوځ منسوبین به یې د خپلو شخصي غوښتنو او منفعتونو په پار هغه ډاروونکو زندانونو ته اچول چي انسان خو څه کوې آن حیوانانو به هم هلته شپه نسوای تېرولای، خو همدغو وحشیانو به ژوندي انسانان بېله دې چي قومنداني، څارنوالي او قضايي ارګانونه په جریان کي واچوي، همدغو زندانونو ته د نظام په بې خبري کي اچول او کلونه کلونه به یې پرې تېرول. البته تاسي ټول ددې شاهدان یاست چي ما په کلونو کلونو مرکزي حکومت ته پر ټولنیزو مطبوعاتو چغي ووهلې چي کرزیان د خرکار زامن، رازق او تادین لغړي بې ګناه او بې دفاع خلګ او حکومتي منسوبین شخصي زندانونو ته اچولي، هلته یې په میاشتو او کلونو روحأ او جسمأ شکنجه کوي، لېکن د خرکار زامنو او د وېش لغړیانو به زما ادعاوي ردولې او زه به یې په تعصب تورنولم. خو بلاخره زه د انجنېر رحمت الله معروفي ددغه ویډیو کلیپ په نشرولو سره پدې وتوانېدلم چي خپله دغه ادعا جمهوري ریاست، امنیت شوراء، د افغانستان پارلمان، د ملي امنیت لوی ریاست او د هیواد په ګوټ ګوټ کي ولسونو ته په اثباط ورسوم چي په کندهار کي د خونخوره مافیا زندانونه صرف ادعا نه بلکه یو حقیقت دی او د زمان د وحشیانو یو واقعي جبر دی. البته زه هماغه وخت ددغه ویډیو کلیپ په نشرېدو سره پدې هم وتوانېدم چي حکومت خبر کړم او پر لغړیانو باندي د حکومت د فشارو په وجه رحمت الله معرفي د لغړیانو د زاندان څخه راخوشي کړم، خو همدغو نامردانو معروفي صاحب تر خوشي کېدو وروسته د زلمي سالار سره یو ځای لومړی اختطاف کړ، بیا یې دواړه تر سختو وهلو، ټکولو او شکنجو وروسته په شهادت ورسول او د دامان په دښتو کي يې وغورځول. انا الله و انا الیه راجعون د زلمي سالار او رحمت الله معروفي شهادت دي الله پاک پخپل دربار کي قبول کړي، الله دي د دواړو مقبرې د جنت الفردوس باغچي وګرځوي، لېکن د خرکار زامنو او د وېش وحشي لغړیانو ته د دنیا او اخیرت ذلت، سرټیټی، شرمندګي او عذابونه غواړم. آمین

Mohammad Sharifi

18,177 görüntüleme • 2 yıl önce

د عبدالحکیم امبارکښ زوی حامد خرزی د افغانستان طیارې او پیلوټان داسي په جګه غاړه او ویاړ د پاکستان کرنیلانو ته تسلیموي، دا خبیث پدې هم نه پوهیږي چي دا طیارې د دولت نه بلکه د افغانستان د ملت امانت دی. ځکه دولتونه تغیر کوي، ځي او راځي، لېکن دا مانت ملت ته پاتیږي. عبجه خوداده چي دا سیاسي رنډۍ هم شرم نلري پر نورو خلګو د جاسوسانو ټاپې ؤهي، دا پداسي حال کي چي خرزی او پلار یې هم پخپله د پاکستان د ای ایس ای جاسوسان وه او هم د امریکا د سي ای اې. په جمهوریت کي د پاکستان پوځ ننګرهار، کنړ او خوست په کلونو کلونو په راکیټونو او ډیسي ټوپونو ویشتل لېکن د حامد خرزي وروڼو د کندهار انار او وچي مېوې هر کال د پاکستان کرنیلانو ته آن اسلام اباد ته په تحفو کي ورلېږلې او هغه د پلار د وختو زړې اړیکي یې داسي ورسره پاللې، لکه د خپل خاین نیکه ګوډ خیرو د وختو اړیکي چي تراوسه پوري د سقاویانو سره پالي او د ټولو پښتنو حقوق یې پرې وخوړل.

Mohammad Sharifi

14,768 görüntüleme • 6 ay önce

جالبه داده چي د تعلیم په اړه د عامو خلګو د غوښتونو تر څنګ اوس د علماو فتواو ته هم د یوې ولسکیزي اهمیت نه ورکول کیږي. مشرتابه مو پر یوه سر پر عامو مطبوعاتو او د جمعې د ورځي په وعظ او نصیحتونو کي ادعاوي کوي چي د افغان مسلمان ملت ملاتړ زموږ سره راسره ؤ چي زموږ مبارزه یې د کامیابۍ تر منزله راورسول، ځکه آن د خپلو بچیانو رزق او روزي یې زموږ سره شریکه کړله، دردونه، کړاونه او د اشغال ټول مهنتونه یې راسره وګالل، لېکن اوس هماغه ملت چي د زامنو ژوند يې د اشغال په وړاندي او د هیواد د ازادۍلپاره و قربانیو ته وقف کړي ؤ او هغه معزز علما چي د مشرتابه سره د اشغال په وړاندي په صفوفو کي د مرګ تر ساعته ولاړ وه، هغوی هم د خدای رویونه ورته نیسي، په قران او احادیثو یې ورته ثابتوي چي تعلیم نه یوازي دا چي منع یې نده راغلې، بلکه پر نر او ښځه فرض دی او زموږ خوېندو ته اجازه ورکړﺉ چي زده کړي وکړي، خو بیا یې هم خبري نه منل کیږي او هیڅوک نه د ملت او نه هم د معززو علماو پر زاریو او جګیو غوږ نیسي. افسوس صد افسوس

Mohammad Sharifi

17,457 görüntüleme • 1 yıl önce