Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

پښتو/ دری / Deutsch قدرمنو ملګرو او هیوادوالو! د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومي مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم. الله تعالی دې زموږ او ستاسو ټول عبادات د خپل لوی دربار کې قبول او منظور کړي، او زموږ د...

20,735 просмотров • 5 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

نوی کال او لرغونی نوروز سږکال له مبارکې روژې میاشتې سره پَل په پَل رارسېدلی او زه ددغه غبرګ بخت په ویاړ د زړه له کومي مبارکۍ، د خپلو افغان خویندو او ورونو تر څنګ، د نړۍ مسلمینو او مسلماتو ته هم وړاندې کوم. آرزومندم که عبادات ما به دربار خداوند لایزال مقبول افتد. نوروز آیامې و رمضان اُویي مبارک! در تجلیل از تجدید زندگی طبیعت نه میتوان زیان های وارد شده به آن از سوی انسان را نادیده گرفت که اثرات آن بر کشور ما از همه بارزتر و زیانبارتر است. دغه راز د خپلو لوڼو له زده کړو هم په څنګ نه شو تېرېدای چې دادی له زرو ډېرې ورځې ترې دغه امکان سلب شوی دی. اما مساله عمده برای همه ما به عنوان ملت، انزوای بین المللی و فقدان مشروعیت نظام در داخل کشور است. راځئ په دې مبارکه روژه کې ټول د خدای (ج) د بې ریا عبادت او د هغه مخلوق د خدمت او په دې نوي کال په یووالي له بحران نه د خپل هېواد د ایستلو ژمنې وکړو او لاسونه ورکړو.

Ashraf Ghani

161,164 просмотров • 2 лет назад

بسم الله الرحمن الرحیم. تبریکات صمیمانه خود را به مناسبت فرارسیدن عید سعید اضحی به هموطنان گرامی و مسلمانان جهان تقدیم میدارم. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. د خپلو نورو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو ترڅنګ، هغو خویندو او وروڼو ته د لوی اختر ځانګړې مبارکۍ رسوم چې د بیت الله شریف د زیارت الهی نعمت یې نصیب شوی دی. هیله لرم چې د یوه باثباته، مشروع نظام لرونکي، مرفه او متحد افغانستان له پاره د هغوی دوعاګانې په الهي دربار منظور شوې وي. مطمئن یم چې د غزې کړېدلی ولس به یې هم په خپلو دوعاګانو کې نه وي هېر کړی. پاک الله (ج) دې د دوی او زموږ ټولو عبادتونه او زارۍ قبولې کړي. همه ما در حالیکه با مسرت تمام، ایام خجسته عید را تجلیل می کنیم، در عین حال درد و رنج هموطنان عزیز خود را که در زلزله های ویرانگر و سیلاب های مدهش اخیر جانهای خود را از دست داده یا متضرر و بی جا شده اند، نیز فراموش نه می کنیم. من شخصاً از تمام آنهاییکه در لحظات دشوار به امداد این هموطنان مصیبت زده ما رسیدند، اظهار امتنان می کنم. زموږ د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی. لکه پخوا چې مې ویلي دي طبیعت په تلاطم کې دی، طبیعي حوادث ډېرېږي او د وچکالیو او سېلابو دا خبیثه حلقه به بیا بیا تکرارېږي. ددې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي. د افغانستان د ولس لوی ترینه پانګهجمعي عقل او ملي وحدت دی؛ جمعي عقل په مشورو او جرګو کې راښکاره کېږي او د ژوند لارې د جمعي عقل په ټولېدو او استعمال کې روښانېږي. عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بښلی. تُوره او توپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي. دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. همه میدانند که افغانها به طور واضح و آشکار مشروعیت نظام و حکومت قابل قبول برای همه می خواهند، اما ترجیح می دهند این کار از راه صلح آمیز صورت گیرد، طرفدار جنگ و خونریزی نیستند، زیرا ضرب المثلی دارند که می گوید: «گِرهی که با انگشت باز می شود نیاز به دندان و مشت ندارد.» اما این صبر و شکیبایی مردم نامحدود نیست و نه شود که این گِره را کور بیابند و برای باز کردن آن خدای نخواسته به دندان و مُشت متوسل شوند که این، راه ویرانی و تباهی کشور است که در نیم قرن گذشته با درد و رنج بارها تجربه شده است. حکم دیگر عقل جمعی ما اینست که «آزموده را آزمودن خطاست». ازین جهت ایجاد و تحکیم مشروعیت هرگز نباید به معنی رویکار کردن مجدد افراد آزموده شده و منفور قبلی تلقی شود. آینده کشور را باید اکثریت قاطع مردم افغانستان که عبارت از جوانان، زنان و افراد بی بضاعت اند، تعیین و مسیر آینده کشور را مشخص سازند. د اسلام د مبین دین اساس په فردي مسوولیت درېدلی او الله (ج) بیا بیا په مجید قرآن کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ د هر چا حساب جدا دی. اُخروي مجازات او مکافات یوازې د لوی خدای (ج) په لاس کې دي. د اسلام ستر پیغمبر اکرم (ص) ته زموږ د خالق صریح هدایت دادی چې ته لارښوونې ته استول شوی یې نه د خشونت له پاره. له عشره مبشره پرته نور هیچا ته دا معلومه نه ده چې په قیامت کې یې مکافات یا مجازات څه دي او څومره دي. نو ځکه هیڅوک حق نه لري چې په دې دونیا له انسانانو سره د هغوی د اعمالو محاسبې ته لاس واچوي. دلته حساب واضح دی او زموږ اعمال زموږ په عقل او ارادې پورې تړلي دي او هر یو به خپل حساب ورکوي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ ددې متل روح چې «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي» تر پخوا ډېر واضح معلومېږي او هغه دا چې خلک په پټه خوله، په پټه حکومتدارۍ او پټو معلوماتو نه غولېږي. خلک هرڅه ویني او د هغو له مخې قضاوت کوي. بناءً ضرور ده چې په دې بختورو شپو ورځو کې موږ ټول د آزادۍ له پاره د اسلام د مبارک دین د پنځو اصولو، مشروع حکومتدارۍ او د بیت المال د شفاف استعمال هدایاتو ته په پام سره د آخرت تر څنګ په دې دونیا کې هم ځانونه د خپلو اعمالو مسوول وبولو، په تېره بیا هغوی چې په انفجار او انتحار کې یې لاس درلود، ځکه صریح قرآني حکم دی چې «د یوه بیګناه انسان قتل د ټول بشریت قتل دی». دلته غواړم یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو ته روښانه کړم چې زما فکر د جوړولو او ودانولو فکر دی. په داسې حال کې چې خپلو خلکو ته د هر څه او هرې نېکمرغۍ غوښتونکی یم، ځان ته هیڅ نه غواړم. هڅه مې داده چېد وطن د ودانۍ او د ولس د سوکالۍ له پاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړم او له دې لارې خپله ونډه ادا کړم تر څو چې د مشروعیت امانت چې ماسره دی، یو مشروع نظام ته وسپارم. زنده باد افغانستان یشه سن افغانستان ژوندې دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

197,912 просмотров • 2 лет назад

یقیناً چې شهادت سعادت دی، تر لاسه کوونکي یې بختور دي. د جهاد او قربانۍ د میدان یوه بل استشهادي مجاهد د خپل تن په وینو د عصر د فتنه ګرو شر اچونکی ګروپ له مینځه یوړ. انجینر سیف الله جان ’’سعید” تقبله الله زما نیږدې د ورور په څېر خوږ او نازولی ملګری و. هغه د کریم ذات په لار کې نه ستړې کېدونکي مبارزه وکړه. د استشهاد له ډګره تر دې دمه یې د اشغالګرو کفارو، د هغوی د داخلي غلامانو، داعشي-خوارجو او باغیانو په خلاف یې داسې نه ستړې کېدونکي اقدامات وکړل، چې تاریخ به یې هېڅکله هېر نکړي او په ثبتېدو به یې ویاړ کوي. د اسلام دا زوی بیخې د جالبو او مبارکو صفاتو او لوړ استعداد خاوند و، د تقوا، حیاء، غیرت، میړانې، اتلولۍ او شهامت لوی غر و، هغه د علم و ادب کور و، استخباراتي، مطبوعاتي او جهادي شخصیت و، د سعید جان کارنامې بیخې لوړې وې، په دین مین دا زلمی د خپل سپیڅلي هدف او ارمان په لور پرون ورځ د غور په ولایت کې د معاصرو خوارجو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسیده، نن ورځ مو یې ستړی بدن په خاورو وسپارل او نور د ابد لپاره له موږ وکوچیده، یقیناً چې فراق یې ډېر دروند او دردونکی دی.🥹 انجینر جانه! په مخه دې ښه، جنت دې ځای، د رب کریم رضاء دې په برخه او د بدر له لارویانو حساب شې.

سیدطاهرخبیب

18,144 просмотров • 1 год назад

جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .

شهاب لېوال Shahab lewal313

40,944 просмотров • 2 лет назад