正在加载视频...

视频加载失败

ښایستوکې موسکا!

52,191 次观看 • 1 年前 •via X (Twitter)

11 条评论

Sam Khan 的头像
Sam Khan1 年前

افغانان خایسته خلک دي. په ژوند مئین دي، خو خونخوار امپریالیزم او د سيمي ارتجاعي قوتونه یي په آرام نه پریږدي.

Solar Heavy 的头像
Solar Heavy1 年前

- Come Around

☕️ 的头像
☕️1 年前

I wish I could get her details and wish to see her.

Abdul Sabar Qazizada 的头像
Abdul Sabar Qazizada1 年前

ډیر ښکلی ماشوم

qarib mansoor 的头像
qarib mansoor1 年前

قربان ستا تر موسکا خورکۍ

jawad yasar 的头像
jawad yasar1 年前

لا یزال رب د له بدو سترګو ورته وساتي🙏🏻

Watanmalمحمد/وطن مل 的头像
Watanmalمحمد/وطن مل1 年前

@0705597818AA

Moh. Afzal Zarghoni 的头像
Moh. Afzal Zarghoni1 年前

اخ وطن وطن څه ښه وایی له دي دومره کتابو می ، هیڅ یاد نه شو لکه دومره می چې یاد شو له روزګاره

Freedom 的头像
Freedom1 年前

د ا ماشوم خو حیف شو، زکه اوغانان پشتنو خینزیران دی، دی معصوم ماشوم د پشتنو په مینز کی کدام آینده نلری

رحیم الله سعد 的头像
رحیم الله سعد1 年前

د میډیا زمانه ده ژر به يې نوم او ادرس معلوم شي

Amanullah omar 的头像
Amanullah omar1 年前

حفیظ معروف ته، ته ولی د افغان کډوالو ستونزوی او د پاکستان د پولیس او حکومت ظلم څخه یادونه نه کوی، مخکی مو هم د افغان مهاجرینو یو ویدیو مو نشر کړی و، مګر د پاکستان د ظلم څخه مو یادونه نه و کړی. حفیظ معروف، ایا ته پاکستانی یی .؟ که افغان یی بیا ورځه د افغان کډوالو ستوتزی ومومی.

相关视频

ډیره پخوانۍ ویډیو ده، یو چا رالیږله… کله مې چې وکتله زړه مې ټوټې ټوټې شو، په دې ویډیو کې چې کومې څهرې ښکاري، اکثره ملګري مې نن د خاورو لاندې ویده دي، یوازې دوه درې تنه لا تر اوسه ژوندي پاتې یوو، هره موسکا، هره خبره او هره شیبه یې اوس د درد یو اوږد داستان ښکاري. پدې ورځ د خوست صحراباغ پر امریکایي اډه، ولایت او قومندانۍ باندې د لویو استشهادي عملیاتو ورځ وه. ۲۶ تنه استشهادیان د قربانۍ لپاره تیار ولاړ وو، دلته مو وروستۍ خدای پاماني اخیسته، داسې خدای پاماني چې بیا هیڅکله خپلو ملګرو ته راستانه نه شول. مونږ د فرضي کرښې ترڅنګ د کوچیانو په خیمو کې څو شپې تیرې کړې وې، څو خپل ټاکلی پلان عملي کړو. هغو بېوزلو کوچیانو په خپلو خیمو او اطاقونو کې ځای راکړی وو، د مسؤلینو په ګډون لسګونه تنه هلته درې شپې دیره وو، شهید حافظ بدرالدین، شهید مولوي نور قاسم او شهید قاري معراج چې د عملیاتو مشري او مسؤلیت یې پر غاړه و، هم راسره موجود وو. نن چې د هغوی نومونه اخلم، سترګې مې له اوښکو ډکې شي. لومړۍ ډله استشهادیان په دعاوو او اوښکو رخصت شول، دوهمه ډله لا د تګ په حال کې وه چې امریکایي بې‌ پیلوټه الوتکو زمونږ ځای کشف کړ، ناڅاپه بمبار پیل شو… څو تنه ګلالي، معصوم او له ارمانونو ډک ځوانان په وینو کې ولمبیدل او شهیدان شول، د شپې مو بل کلي ته پناه یوړه مونږ لا د روژه ماتې څو ګولې ډوډۍ خولې ته نه وه وړې چې بګنو بیا بمبار وکړ هغه شپه هم څو تنه مسؤلین او رهبران شهیدان شول. ځینې ملګري په خوست بازار کې ونیول شول، ځینې د بمبارونو ښکار شول، یوازې د صحراباغ پر اډه عملیات بریالي شول چې هغه همدا ډله ملګري وو، دوی د امریکایانو تر ځالې ورسیدل، تر وروستي سلګۍ پورې وجنګیدل او بالاخره ټول یو په بل پسې شهیدان شول. نن چې دا ویډیو ګورم، داسې احساس کوم لکه د ژوند یوه ټوله زمانه مې چې د سترګو مخې ته تیره شوې وي، هغه ملګري، هغه خنداګانې، هغه دعاوې، هغه وروستۍ غیږې… ټول اوس یوازې تش یادونه پاتې دي. الله دې ټول شهیدان د جنت په لوړو مقامونو ونازوي او مونږ دې رب ددې وینو ته امانتدار لري. لارې ته ګورئ څو زړه پلونه په وینو رنګ دي تورې هغوی وکړې موږ هسې په تیاره راغلو

Abdullah Raihan

15,481 次观看 • 4 个月前

د لال جومات خطیب د افغانستان د ښې حکومتولۍ څلور مثالونه پاکستان ته د پېغور په ډول وړاندې کوي. نوموړی د افغان خارجه وزیر متقي صیب د وینا هغه څلور خبرې تشریح کوي چې میډیا کې نشر شوې دي. وایي اول، په ټول افغانستان کې هیڅوک ښکاره ډول نه شراب خرڅولی شي او نه یې څښلی شي. دوهم، په ټول افغانستان کې هېڅوک ښکاره ډول زنا نه شي کولی. درې‌یم، په ټول افغانستان کې هېڅ بدمعاش او غل ښکاره ډول سرک ته نه‌شي راوتلی چې خلک لوټ کړي. څلورم، ټول افغانستان کې هېڅوک په چا ظلم نه شي کولی، بې‌ګناه قتل نه شي کولی، ګنې په سزا رسېږي. وایي دا هغه خبرې دي چې ایمان تازه کوي او زړه ته سکون ورکوي. مفتي ظفرالله هاشمي په خوست ولایت کې د آبلې ورځې قصاص په مثال کې وړاندې کوي. وایي د ټولې نړۍ د اعتراضونو او مخالفت باوجود یې د لسګونه زره خلکو تر مخه د الله تعالی حکم قصاص په یو قاتل تطبیق کړ/ دېته جرئت او دېته اسلامي نظام وایي. وایي نړۍ چې په فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو کې بې‌ګناه ښځې او ماشومان وژني هغه ته بې‌عدالتي او د نړیوالو اصولو سرغړونه نه وایي، خو په یو قصاص اعتراض لري. مګر اسلامي امارت یې هیڅ پروا نه لري او خپل شریعت پلی کوي. نور هم ډېر ښه غږېدلی ما یې لنډیز را واخیست. مانا میډیا ده چې په یو هېواد کې د دوی د خلکو په خوله فکري جګړه ورسره کولی شې. البته عملي مواد به ورته لرې، لکه دا مفتي صیب چې واقعي مثالونه وړاندې کوي. کوم څه چې مفتي صیب ښودلي/ افغانستان کې نه‌شي ترسره کېدلی، خو په پاکستان کې سرعام ترسره کېږي او حتی قانوني اجازه یې ورکړې ده. مګر بیا هم د پاکستان کرایي او درباري ملایان پاکستان کې د جهاد اعلان نه شي کولی. حساب به کېږي قیامت شته دی جانان له بدو نه ګیډي تړلي دینه

Rahim Sekander

18,190 次观看 • 10 个月前

جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .

شهاب لېوال Shahab lewal313

42,215 次观看 • 2 年前