Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

کابل کې د درنو چاودنو او بمباریو غږونه اورېدل شوي دي تراوسه روښانه نه ده چې د دغو چاودنو نوعیت څه دی، خو ځینې عیني شاهدان وايي چې ښايي د کابل کارته نور او شاخوا سیمې په نښه شوې وي. طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي،...

10,961 views • 6 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

د کویټې دیني عالم، نورالدین آغا ته کندهار کې د خطبې اجازه ورنه کړل شوه د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو ویلي، چې د بلوچستان له کویټې ښار کندهار ته تللي دیني عالم، نورالدین آغا ته د جمعې ورځې د لمانځه او خطبې اجازه نه ده ورکړل شوې. راپورونه وايي، چې هغه د طالبانو د امربالمعروف ریاست د غړیو له لوري نه دی پرېښودل شوی، چې د عینو مېنې په جامع جومات کې بیان وکړي او د جمعې لمونځ ورکړي. که څه هم تراوسه د دې کار لامل نه دی ښودل شوی، خو دغه دیني عالم په ټولنیزو رسنیو کې له بیانونو او تقریرونو ښکاري، چې د ښځو کار، تعلیم او بنسټیزو آزادیو پر وړاندې د طالبانو پالیسو سره مخالف دی. طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. مولانا نورالدین آغا د کویټې ښار دیني عالم دی، چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو کې د خپلو بیانونو او منځلاري شرعیت تفسیرولو له امله د خلکو منځ کې محبوبیت لري. نوموړی څو ورځې وړاندې کندهار او سویلي زون ته په سفر تللی دی. #ABN #Kandahar #NooruddinAgha #KPK #Balochistan

ABN Pashto

16,303 views • 1 year ago

حسن خان صیب Hassan khan ! ځان ته به کاذب قناعت نه ورکوئ. پښتانه وایې چې د مارګیر مرګ له ماره وي، پاکستان چې لسګونه کاله لسګونه ترهګري ډلې د طالبانو او ټې ټې پې په شمول په خپله لمن کې ساتلي او تمویلولي، ستا څه خیال دی چې دا اور به د دوی تر لمن نه رسېږي. حرکة الانصار، حرکة المجاهدین، لشکر طیبه، جیش محمد، سپاه صحابه او ... دا ګروپونه او ډلي په پاکستان کې اوسېږي، څوک یې تمویلوي او چا ځای ورکړی دی؟ دا سمه ده چې د طالبانو مشران هڅه او کوشش کوي چې خپل کشران د ټې ټې پې له لیکو را وګرځوي، خو ممکنه نه ده. هغه څوک چې یواځې د جګړې لپاره روزل شوي یې، هغه له جګړه کولو پرته بله لار نه لري، چې یو ځای جګړه پای ومومي، بل ځای ته ځانونه رسوي. لا هم په افغانستان کې داسې بانفوذه علماء شته چې د پاکستان په خلاف د فرض عین جهاد فتوا ورکوي، د طالبانو رژیم وخت په وخت هڅه کړي چې د داسې علماوو مخه ډب کړي، خو بریالی شوي نه دی. تر څو پاکستان د دې جعلي او نیابتي جګړو او د دې ترهګرو ډلو له تمویل څخه لاس نه وي اخیستی، جګړه به روانه وي. یو ملګري معلومات را لیږلي چې طالبان لا هم د دوی په سیمه کې د ټې ټې پې لیکو ته جلب او جذب کوي، د سیمي خلک له طالبانو سره په دې جنجال اخته دي چې ولي یې زامن ټې ټې پې ته لیږي، تراوسه یې تر سلو ډېر کسان لیږلي دي. په اوډیو کلیپ کې غږ د طالب اکرام الله دی چې د کابل ولایت هوتخیلو اوسیدونکی دی او د مرکزي ولایتونو ځوانان د ټې ټې پې لیکو ته جذبوي او لیږي، پلار یې مولوي نجیب الله نومېده، د کابل د انتحاریانو مسئول و او د تېر جمهوریت تر سقوط له مخه وژل شوی دی. دا لاندې عکس د معاذ بدري دی چې د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی و، شپږ میاشتي وړاندې طالبانو لیږلی و، هلته وژل شوی او تر اوسه یې جسد هم چا نه دی لیدلی. ملګری زیاتوي، یو بل ځوان چې سمسور نومېده، د پلار نوم یې خالد، د کابل ولایت، د موسهي ولایت اوسیدونکی او د سلام پوهنتون محصل و، د روژې په ۲۲مه نېټه یې لیږلی، تراوسه لادرکه دی، اوس زما په ورور پسې دي چې هغه هم واستوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

17,258 views • 1 year ago

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,453 views • 1 year ago

د نورستان د محاصرې تر شا توطیه په کابل او نورو ولایتونو باندې د پاکستان د هوایي بمباریو نه وروسته، هغوي داسې ښودله چې د چمن له لارې په کندهار ځمکنې حمله وکړي خو د پاکستان اصلي هدف د چترال د لارې نه د کونړ د ناړې او نورستان د سیمو کنترول دی چې ځینو پخواني قوماندانانو ته چې د شمالي ټلوالې سره اړیکې لري، لاره خلاصه تر څو د اوړي د رارسیدو سره د بدخشان له لارې د طالبانو په ضد عملیات پيل او ځیني سیمې ونیسي. پاکستان د دغه پلان لپاره تقریبا دوه کاله د مخه یو شمیر پخواني مهم قوماندانان اسلام اباد ته غوښتي و او د ځینو سره په دوبۍ او استانبول کې هم غونډې درلودې. هغه وخت ورته شرایط برابر نه و خو اوس ورته شرایط برابر دي ځکه پاکستان ولیدل چې د دوی د ناروا بمباریو په خاطر دنیا او د سیمې هیوادونو منفي عکس العمل ونه ښوده او هم طالبانو هسې هوایي شور ماشور جوړ کړ او عملي اقدام د پاکستان په ضد نشي کولې او که اقدام هم وکړي، موثره به نه وي ځکه د طالبانو حاکمیت د جدي انزوا سره مخامخ دی او ولسي مشروعیت نه لري، نو دا ښه وخت دی چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو ته زمینه مساعده او خپل ماهیان ونیسي. که څه هم پاکستان ته به دا عملیات ډیر درانده او قیمته تمام شي ځکه زه فکر نه کوم چې د پاکستان داسې پروژوي عملیاتو لپاره، امریکا، چین، روسیه یا عربي هیوادونه مصارف ورکړي. البته دا چې میدان شغالې دی، پاکستان ګډوډي جوړولې شي. خو دا چې د طالبانو مشر ملا او یا خلیفه دین محمد د ښځو او احوال شخصیه په مسایلو بوخت دي او ویاند صیب هم همداسې کورني مصروفیات لري، لکه خلیفه دین محمد چې هم یادونه وکړله چې اکثره طالبانو دوه او درې ښځې کړیدي او مصروفه دي، کوښښ کوي چې هر څه د ولس نه پټ وساتي. لکه مخکې مې چې په کراتو یادونه کړې، تر څو چې ولسي مشروعیت او د یو قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره د یوې واقعې لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان د پاکستان د حملو او تخریبي عملیاتو مخه نشي نیولې. که افغانستان د انزوا حالت نه ووته، ببا ممکنه ده چې د پاکستان د دسیسو مخه په داخل او نړیوال ستیج کې ونیول شي. دا چې طالبان اسانه سیاسي ځواب چې د پاکستان سفیر اخراج او واقعي لویه جرګه راوغواړي، نشي تر سره کولې، نو نظامي ځواب هم هیڅکله ممکن نه دی. د جنګ په دوام سره به د افغانستان نه سوریه یا سوډان جوړیږي او د دې حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو بیا چې هیواد وران، په زرهاو افغانان ووژل شي، خیر به یې افغانستان ته څه وي. په داسې حالت کې به طالبان خامخا له منځه ځي او نورې افراطي ډلې به رامنځته کیږي خو د طالبانو تور مخ به د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل لپاره بیا ثبت شي. بس افغانستان او افغانان د خبیثه مثلثونو په منځ کې راګیر دي. خدای دې خیر پېښ کړي. د یو باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

Shahmahmood Miakhel

48,772 views • 6 months ago