正在加载视频...

视频加载失败

یا الله ته پخیر سره دغه مکاتب او پوهنتونونه خلاص کړې. له هغې وروسته به مینه او ورورولي نوره هم زیاته شي، او خویندی به ټولې خوشحاله وي سترجنرال مبين خان مولوي ضیاء الرحمن اصغر Raz Mohammad K Sherzad 🇦🇫 @MuslimKundzi

23,779 次观看 • 1 年前 •via X (Twitter)

11 条评论

Fahim jan 的头像
Fahim jan1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi ترسو چى خنزير هيبت الله پنوم غول وى نو يقين مى نشى چى افغان باعزته خويندى د خپلو حقوقو برخمن شى

مریم شهناز 的头像
مریم شهناز1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi دا د درد اخیري حد ده

FANCO 的头像
FANCO2 年前

NEW OFFICIAL COLLABORATION ALERT! Get your PERSONALIZED @Godzilla_Toho Japanese hanko stamps at for yourself, friends and family! #fanco #godzilla #GodzillaMinusOne 👉

mustafa Khan 的头像
mustafa Khan1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi الله ج دی رحم ورکړی خورکي

rd 的头像
rd1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi د هیبتوالله کنټرول له ای یس ای ده

Eng. Tahir Naseem 的头像
Eng. Tahir Naseem1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi مکتب خلاص کړه بیرغ 🇦🇫🇦🇫❤️ او ملی سرود ته اجازه ورکړه بیا ګوره چه ټول ملت درسره ودریګی که نه

The Kabul Mail 的头像
The Kabul Mail1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi يا الله ج ته خو ملا هيبت الله په سرطان مرض اخته کړې

سره کرښه 🕊️💌 的头像
سره کرښه 🕊️💌1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi ګومان مي نشې

ابراهیم احمدی 的头像
ابراهیم احمدی1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi واقعیت.تلخ.هست

نقیب الله الفت 的头像
نقیب الله الفت1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi الله ج مهربانه دی

Sadiqullah Mohtaram 的头像
Sadiqullah Mohtaram1 年前

@mobeenkhan1231 @Ziaurhmanazhgar @afghan_1000 @MuslimKundzi ان شا ءالله الله جله جلاله داسی مشران راکړیدی چی هرڅه به سم سی حوصله زغم پکاردی یوخوموږافغانان بیخی زغم نه لرو

相关视频

د مبین خان سترجنرال مبين خان دغه ډار چه د مرګ سره مخامخ دی، خداې شاهد خفه کړم ځکه د انسان مرګ مې هیله نده. هر انسان ګناه کوي مګر د مسلمان په توګه زموږ دعا او هیله دا وي چه له مړینې وړاندې داسې کار وکړم چه الله مې وبخښي، او مبین خان هم وایي چه ما ته د مرګ جدي خطر دی مګر ما یو ویډیو ریکارډ کړی چه زما له مرګه وروسته به زما د ټولنیزو رسنئیو په پاڼو خپره شي او په فساد ککړ چارواکي به رسوا کړم. او د دغه ویډیو په هکله مبین خان تیره اونۍ یو ټویټ هم کړی وو. زموږ به دعا وي چه د مفسدو چارواکو پر ضد دغې مبارزي پر اساس دې خداې ګناهونه معاف کړي او اجرونه دې درکړي کچیرې ووژل شوې مبین خانه! 🙏 د مبین خان او د نجیب ننګیال صیب NajeebNangyal تر مینځ چه کومې خبرې وشوې په لاندې ویډیو کې یې اوریدی شئ Majeed Qarar Qari Eisa Mohammadi Esmat Qani Esmat Mohib ZAWIA ZAWIA NEWS Hamasa Media Abdullah Miakhil 🇦🇫 شنسب پکتیک Hamdullah Mohib Ashraf Ghani Ghairat Baheer🇦🇫 Khairkhwa Paktian 🇦🇫 Rahman Bunairee الحاج پیر مولانا 🇦🇫

Syed A H

31,451 次观看 • 2 年前

د ولسمشر غني وروستې دریځ ته د طالبانو رسمي غبرګون واورئ او بیا قضاوت وکړئ چې ایا له طالب سره ګډ کار کیدای شي؟ ایا هغوی د چا کار، رایې او نظر ته درنښت او اړتیا لري؟ او… زه خپله په دې باور وم او یم چې طالبان له ځانه پوره دي، د هیچا مشورې او کار ته اړتیا نه لري، بلکې یواځې ځان اهل کار ورته ښکارېږي. د ولسمشر وروستی دریځ د اتمام حجت لپاره، مناسب ګام و، خو له دي وروسته هم چې څوک طالب ته مشورې ورکوي او یا په دي تمه ناست یې چې طالبان به ملت او ولس ته مراجعه وکړي، په ځان ، ولس او ملت ملنډې وهي. هغوی چې د افغانستان په سیاست کې مطرحي څېرې وي او یا ځان ګڼي، دوه لارې لري، یا به د عفوي کارت اخلي، له مسولیته به ځان خلاصوي، د کرزي صیب، ډاکتر صیب عبدالله او امثالهم په څېر به ارام ژوند کوي اولادونو ته به یې په بهرنیو مکاتبو او پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره وي، د زکام د درملنې لپاره به هم بهرنیو هېوادونو ته د سفر امکانات لري او یا به مسؤلیت مني او روان بحران ته به د حل لار پیدا کوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

41,461 次观看 • 10 个月前

مولانا فضل الرحمن وايي، فلسطین کې زرګونه ماشومان وژل کېږي، خو خلک لا هم د افغان نجونو د ښوونځیو غم وړي دي. باید ووایم چې دواړه مسایل درد منعکسوي او دواړه قضیې د انسانیت سره ظلم دی. علم او ساينس ته نه پاملرنې اسلامي نړۍ کمزورې او بې واکه کړې ده. امریکا چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد دی، یوازی هغه هېواد خپل حریف او دښمن ګڼي، چې په ساینس، پوهه، کشف، تولید او خدماتو کې ورسره رقابت وکړی. یوازې په دې طریقه تاسو کولی شئ یو ویاړلي ملت او ځواکمن سیالان ولرئ، نورو ته اړتیا ونلري او په خپلو پښو ودریږي. خدای دې موږ سره مرسته وکړي چې پوه شو چې کوم شیانو ته ډیر اهمیت ورکړو. حماقت، له علم سره دښمني او افراطیت تل سیالانو ته ګټه رسوي او د ملتونو مرګ په همدې کې دی. دښمنان او حریفان به خوشحاله وي که حریف یې په جهالت کې ډوب شي او راتلونکی یې له وروسته پاته کیدو پرته بل څه نه وي. افراطیان باید پوه شي چې په دې نړۍ کې څنګه ژوند وکړي او کومو مسلو ته ډیر اهمیت ورکړي.

habiburrahman hekmatyar حبیب الرحمن حکمتیار

35,756 次观看 • 2 年前

د امریکا سنا ته نوې بریالۍ شوې افغان‌الاصلې امریکایۍ مېرمن عایشه وهاب په یوه غونډه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قومي، مذهبي، جغرافیایي او د زېږون ځای توپیرونه باید د افغانانو ترمنځ د بېلتون لامل نه شي. وهاب په خپله وینا کې ویلي: «موږ یو ملت یو.» نوموړې زیاته کړې چې یووالی ډېر مهم دی او افغانان باید له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه د افغان ـ امریکایانو د ټولنې په دننه کې. هغې ویلي چې هېڅ توپیر نه کوي یو کس هزاره وي، ازبک وي، شیعه وي، سني وي او یا دیني چارې نه تعقیبوي؛ همداراز که په امریکا کې زېږېدلی وي او که د نړۍ په بل ځای کې، یا یې کورنۍ له هرې سیمې او هېواد څخه امریکا ته راغلې وي، ټول باید د یوه ګډ هویت تر چتر لاندې سره متحد پاتې شي. عایشه وهاب د افغانانو د ګډ هویت او ملي سمبولونو په اړه ویلي: «ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې موږ یې باید په رسمیت یې وپېژنو.» نوموړې په څرګندو ټکو ویلي چې د جنګسالارانو بیرغ باید نه وي او «د طالبانو بیرغ هم باید نه وي.»

Kabul Podcast

17,120 次观看 • 1 个月前

شیخ صاحب عزیز الله مظهري ډېره سپینه وینا کړي. هغه په دې اعتراف کوي چې لا هم په افغانستان کې داسې مجتهد عالم نه شته چې په دیني مسالو کې د عوامو او علماوو وروستۍ مرجع وي او د نه شتون بده پایله یې دا ده چې موږ په یوه وړه مسله کې هم اتفاق ته نه رسېږو… خو زما په اند اجتهادي مسايل په هر عصر کې اختلافي یې حتی د استاذ او شاګردانو تر منځ یې هم اتفاق نه وي، امام ابو حنیفه رحمه الله او مشهور شاګردان یې امام ابو سف او امام محمد رحمهم الله هم په ډېرو مسایلو کې یو له بل سره اختلاف کړی دی. اصلي ستونزه دا ده چې اوس په اجتهادي مسایلو کې اختلاف د بې احترامي، نفاق او شقاق تر کچې رسېږي. که موږ زغم او تحمل ولرو، په اجتهادي مسایلو کې اختلاف ته د فرعي اختلاف په سترګه وګورو، له تعصب فی المذهب څخه لاس واخلو مسله حل کېږي، خو له بده بخته ملاهبة الله اخوند ته اوس هم حق مذهب یواځې حنفي مذهب ښکارېږي، علم یواځې په مدرسه کې ویني او دیني تفسیر او تعبیر یې یواځې له دیوبنده سرچینه اخلي. نو چې امیر دغسې وي، له مامورینو به یې څه ګیله وي. داسې ښکارې چې ملاهبة الله اخوند به د بهرنیو او کورنیو فشارونو په نتیجه کې له خپل دریځه واوړي او یا به …

Rahmatullah Andar🇦🇫

25,332 次观看 • 6 个月前

خلیل‌زاد: له طالبانو سره د نفت او ګاز تړون مهم او مثبت تحول دی د امریکا پخوانی ډیپلومات زلمی خلیل‌زاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او د نړۍوال ډیلټا شرکت ترمنځ د نفت او ګازو د تړون لاسلیک کېدل یو مهم، مثبت او لوی تحول دی. خلیل‌زاد دا څرګندونې په کابل کې د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي، افغان ولس له کلونو جګړو وروسته اوس له اقتصادي محرومیتونو او ستونزو سره مخ دی. هغه زیاته کړې، چې د افغانانو اړتیاوې ډېرې دي او د هېواد د خلکو اقتصادي وضعیت یې له نږدې لیدلی او د هغوی له اړتیاوو خبر دی. خلیل‌زاد ویلي، په وروستیو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي، خو اړتیاوې ډېرې دي او د هغوی پوره کول به وخت ونیسي. د امریکا پخوانی ډیپلومات وايي، د دغه تړون لاسلیک ښيي، چې طالبان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لېوالتیا لري او توانېدلي چې د افغانستان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د ګازو د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د هغې د لېږد په برخه کې د پام وړ پانګونه راجلب کړي. د نوموړي په وینا، له څه مودې راهیسې دا لیدلوری موجود دی چې افغانستان کولای شي د منځنۍ اسیا، چې له پراخو طبیعي سرچینو برخمنه سیمه ده او جنوبي اسیا، چې ګڼ نفوس او د انرژۍ او طبیعي سرچینو لوړه تقاضا لري، ترمنځ په یوه مهم ځمکني دهلېز بدل شي. خلیل‌زاد زیاته کړې، چې اوس دا تمه هم شته چې افغانستان خپله د نړۍ، په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا هېوادونو، د طبیعي سرچینو د برابرولو په یوه مهم مرکز بدل شي. زلمی خلیل‌زاد په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی دی.

RANA TV (رڼا ټلوېزیون)

51,151 次观看 • 1 个月前

دا د نورستان د «نورګرام» د پخواني طالب ولسوال مولوي غلام قادر حيدري، چې په «مولوي غلام قادر مخلص» هم مشهور دی، ترلاسه شوی غږ دی، چې له يوې مېرمنې سره يې د مينې ثبت شوې خبرې دي. زاويه نيوز ته سرچينې وويل، چې په تېره روژه کې له مقابل لوري سره د مولوي غلام قادر حيدري/ مخلص ترسره شوې دغه مکالمه له نورګرام ولسوالۍ څخه د هغه د ګوښه کېدو لامل هم شوه. په کليپ کې له طالب ولسوال سره غږېدونکی شخص (ګمان کېږي نارينه وي)، هڅه کوي ځان نوموړي ته نږدې کړي او په مقابل کې ورته ولسوال ډاډ ورکوي، چې حاضر دی د خپلې مينې لپاره ځان اوبو او اور ته هم وغورځوي. طالب ولسوال خپل مقابل لوري ته وايي: «زه به هر وخت ستا کوټه جارو کوم. ستا بوټان به په پښو کوم او که ستا د مینې لپاره مې دغه کارونه ونکړل مسلمان به نه يم. مجاهدين ټول وږي تږي دي او د ښځو مينې او رحم ته شديده اړتيا لري. ستا پر ځای دې خدای ما جهنم ته یوسي، خدای دې ستا مرض پر ما ولګوي. ته خو ډېره مهربانه ښځه يې.» مولوي مخلص/ حيدري، چې د نورستان د امنيه قوماندان مفتي محمد يوسف جمالزي په ملاتړ پر دې دنده ګمارل شوی و، ښځه او اولادونه هم لري، خو په دې کليپ کې مقابل لوري ته ډاډ ورکوي، چې طالبان د ښځو خاص احترام ساتي او لپاره يې هر ډول قربانۍ ته حاضر دي.

ZAWIA NEWS

34,522 次观看 • 1 年前