Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

یره مشره ته دې ژوندئ ئي Khalid Omeri | خالد عمري

34,626 görüntüleme • 1 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

د طالب مشرانو د پاکستاني پاسپورټونو د افشا کولو په لړ کې، زاويه نيوز د حقاني کورنۍ د يو غړي پاکستانی پاسپورټ او د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو د کاروبار ثبوت او شواهد موندلي دي. دی د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني د کاکا زوی او د ابراهيم حقاني د دويمې ښځې (دغه ښځه يې د تخار د چاه آب ولسوالۍ ده) زوی دی. د افغانستان په اسنادو کې د نوموړي نوم نويد دی، خو پر پاکستاني پاسپورټ محمد خالد نومېږي. د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو او له کابل ډګر څخه خليجي هېوادونه ته د ډالرو قاچاق کاروبار کوي. زاويه نيوز ته همدارنګه په سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو کې د نوموړي د لوکس ژوند، کاروبار او په افغانستان کې د تفريح او ميلو جزئيات، عکسونه او ويډيوګانې هم رسېدلې دي، چې ټول په دې ويډيويي کليپ کې ليدلی شئ. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د حقاني شبکې په ملاتړ او همکارۍ د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د پنځه زره ډالرو په مقابل کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه جوړوي او د کابل هوايي ډګر له VIP ترمينل څخه يې دوبۍ ته وباسي. په تازه پېښه کې نوموړي د پنځو افغانانو يو ګروپ ته د ۳۰ زره ډالرو په مقابل کې پاکستاني جعلي پاسپورټونه جوړ کړي او د کابل له وي ای پي ترمينل څخه يې دوبۍ ته استولي دي، خو په دوبۍ کې پوليسو پنځه واړه افغانان نيولي او دا مهال د ابراهيم حقاني زوی (پاکستانی محمد خالد او افغان نويد) د دوبۍ پوليسو له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ دی: «په پاکستاني جعلي پاسپورټونو له کابل څخه عربي هېوادونو ته د پاکستانيانو او افغانانو استولو کاروبار د حقاني کورنۍ لپاره يوه عايداتي منبع ده.» د ابراهيم حقاني د زوی نويد - محمد خالد د پاکستاني پاسپورټ واضح عکس پر لاندې ټويټ کتلی شئ. #فساد #قاچاق

ZAWIA NEWS

32,057 görüntüleme • 4 ay önce

دا منم چې ط.البان د ښځو له تعليم سره مخالف دي او د ميرمنو فعاليتونه يې تر ډيره محدوده کړي دي، او په خپله هم په ښکاره وايي، خو له حقيقت څخه بايد سترګې پټې نه کړو هغه دا چې زموږ په ټولنه اکثريت نارينه چې ځان ته ډيموکرات هم وايي، نکټايي هم اچولې وي، شپه او ورځ د بشر حقونو، د ښځو حقونو نارې هم وهي خو همدغه نارينه د خپلو ميرمنو ډیرۍ حقونه تر پښو لاندې کړي. خپله باسواده ميرمن به يې پر کور کینولې، اجازه نلري ترڅو په رسنيو کې راښکاره شي، په ټولنه کې فعاليت يا کار وکړي، او برعکس نورې ميرمنې مبارزې ته هڅوي. د ښاغلي ولسمشر غني او ښاغلي پخواني ولسمشر کرزي پرته ايا تر اوسه پورې د احمدشاه مسعود، رباني، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، محمد محقق، اسماعيل خان او داسې نور جهادي او سياسي مشران مو ليدلي چې خپلي ميرمنې يې رسنيو ته راباسلې وي او يا په اوسنيو حالاتو کې د ښځو حقونو څخه د دفاع لپاره راوتلې وي؟ نو بيا ولې له ط.الب څخه د دې کار تمه ولرو ځکه طالب خو په ښکاره مخالفت اعلان کړی، اما دغه پخواني سياسيون نه مخالفت کوي او نه عمل نو په دې اساس د دوی ذهن له ط.البه هم بدتره دی. نو ستونزه يوازې ط—الب نه دی بلکې زموږ د ټولنې اکثريت نارينه د ميرمنو له حقونو، تعليم، کار او فعاليت سره مخالفت لري او دا ستونزه به تر هغې وي ترڅو چې د ميرمنو پر وړاندې د نارينوو فکر او مفکوره بدله نشي. Abdulhaq Omeri افغانستان انټرنشنل - پښتو

Diva Patang

24,527 görüntüleme • 11 ay önce