
Shahadat Media
@ShahadatMedia4U • 88,901 subscribers
رښتینولي یو ځواک دی || صداقت یک قوت است
Videos

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.
Shahadat Media17,911 Aufrufe • vor 1 Monat

«یو وزیر، درې څوکۍ؛ یو امیر، ټول صلاحیت — د شفاهي فرمانونو حکومت او اداري سرګرداني» بریانیوز( سهشنبه، ١٢ حوت ١٤٠٤) په دې وروستیو کې د هبتالله اخوندزاده له خوا په یوه شفاهي فرمان کې داسې ټاکنې اعلان شوې چې سړی نه پوهېږي وخاندي که وژاړي. جګړه له پاکستان سره عملاً پیل شوې ده، خو تر اوسه بشپړه او تمامعیاره بڼه نه لري، بلکې مقطعي او پرلهپسې نښتې دي. سره له دې، د څوکۍ وېش یې داسې شوی لکه د کلي د کرکټ ټیم چې د اختر په ورځ تنظیمېږي. د بېلګې په توګه، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد چې په عادي حالت کې باید د ټول هېواد پوځ مشري وکړي، د کندهار د حوزې د جګړې قومندان هم ټاکل شوی. یعنې هم وزیر دفاع دی، هم د یوې حوزې قومندان. که سبا پوښتنه وشي چې وزیر صیب چېرته دی؟ ځواب به دا وي: «صیب د حوزې په سنګر کې دی!» نو بیا د ټول پوځ ستراتیژي به څوک جوړوي؟ ښایي هغه هم د هماغه سنګر نه په ټلیفون کې ترتیب شي. همدارنګه د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خوست لپاره قومندان ټاکل شوی، او د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د ننگرهار د حوزې مرستیال قومندان ګرځول شوی. سړی حیران شي چې دا وزیران دي که د حوزو سرګروهان؟ که هر وزیر خپله یوه جبهه ونیسي، نو وزارتونه به څوک وچلوي؟ که سبا محصلین ستونزه ولري، ښایي ورته وویل شي: «وزیر صیب اوس په جبهه کې دی، امتحانونه وروسته واخلئ!» او راځو د حاجي وفا موضوع ته. حاجي وفا چې د ملا یعقوب مرستیال ټاکل شوی، هممهاله د بلخ والي هم ګرځول شوی. دا خو نو د اداري نوښت نوې مرحله ده! سړی نه پوهېږي چې هغه به په بلخ کې والي وي که په جبهه کې مرستیال قومندان؟ که په مزار کې جلسه ولري او په عین وخت کې د جګړې نقشه ترتیبېږي، نو ښایي له دفتره په بیړه ووځي او ووایي: «صبر وکړئ، زه هم والي یم هم قومندان!» د بلخ خلک به شاید سبا پوښتنه وکړي: «زموږ والي چېرته دی؟» ځواب به دا وي: «صیب د بلې جبهې په پلان بوخت دی.» او که د جګړې په اړه پوښتنه وشي، ښایي وویل شي: «صیب اوس د ولایت بودجه امضا کوي!» داسې ښکاري لکه یو څوک چې هم د واده کوربه وي، هم اشپز، هم د ترتیباتو مسؤل او بیا تعجب کوي چې ولې مجلس ګډوډ شو. په دې ټولو کې تر ټولو جالب ټکی دا دی چې ټول صلاحیت د یوه کس په لاس کې ښکاري، او هغه هماغه امیرالمؤمنین دی. نه مشوره ښکاري، نه کومه رسمي پروسه، نه کومه دفاعي شورا. یوازې یو شفاهي فرمان، او بس. داسې ښکاري لکه یو ښوونکی چې په ټولګي کې بې له کوم پلان څخه زده کوونکي ولاړ کړي او ووایي: «ته د دې قطار مشر، ته د هغې قطار مشر!» دا ډول تداخلِ صلاحیتونه نه یوازې اداري ګډوډي رامنځته کوي، بلکې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې ایا واقعاً کومه منظم نظامي ستراتیژي شته که نه؟ که وزیر دفاع خپله د یوې سیمې قومندان شي، نو د نورو سیمو همغږي به څنګه کېږي؟ که د کورنیو چارو وزیر د یوې جبهې قومندان شي، نو د هېواد دننه امنیتي چارې به څوک سمبالوي؟ په ټوله کې دا ټاکنې د منظم دولت پر ځای د فردي واکمنۍ انځور وړاندې کوي؛ داسې سیسټم چېرته چې صلاحیتونه نه ویشل کېږي، بلکې راټولېږي، او هغه هم د یوه کس په خوښه. نتیجه یې دا وي چې څوکۍ ډېرې شي، خو مسؤلیتونه ګډوډ شي؛ عنوانونه لوړ وي، خو کارونه بې نظمه. که حالت همداسې روان وي، ښایي سبا وګورو چې یو وزیر به هم وزیر وي، هم قومندان، هم ویاند، او که اړتیا شوه، هم د ځان مرستیال! او بیا به حیران یو چې ولې سیستم سم کار نه کوي.
Shahadat Media15,175 Aufrufe • vor 5 Monaten

د کمونيستي رژيم دفاع وزير شهنواز تڼي څخه ئي واورئ د پرچميانو او د کمونيست نجيب په اړه.
Shahadat Media23,053 Aufrufe • vor 1 Jahr

د تحريک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود حفظه الله وينا د بنو په اړه، ريټويټ مو هير نه شي.
Shahadat Media37,172 Aufrufe • vor 3 Jahren
Keine weiteren Inhalte verfügbar