
Siyaq | سیاق
@SiyaqCasts • 8,549 subscribers
سياق ـ سیاست، منطق او لید لوری podcast
Videos

پوهاند اسماعیل یون: جمهوریت په نوم چې اوس کوم خلک خبرې کوي مامورین و. ځکه دوی کوم فکر نه درلود یوازې امتیازات یې اخیستل. اوس هم د امتیازاتو توقع لري او فکر کوي هر څوک امتیازات ورکړي، خو دا ناشونې ده. سوشل میډیا کې سیاسي ادبیات پر کنځلو بدل شوي. د امارت مخالفین پر هیڅ سره نه سلا کیږي او هر یو یې د امتیاز لپاره هڅه وینا او ج ګړه کوي. دوی پر هېواد او ولس باور نه لري او د ټولو په خبرو کې د هېواد او ولس لپاره څه نشته. دا او دې ته ورته مهمې خبرې د سیاق په دې خپرونه کې له پوهاند اسماعیل یون سره بحث شوي دي، بشپړه خپرونه په لاندې لینک کې کتلی شئ👇
Siyaq | سیاق16,763 次观看 • 24 天前

سياق پوډکاسټ: د عابد احساس په کوربه توب، يو تود او ژور سياسي بحث . موضوع: د پاکستان او افغانستان تر منځ کړکېچ، د کړکیچ لاملونه، د اړيکو راتلونکی، او د کړکيچ د لمنځه وړلو لارې. ځانګړی مېلمه: د هېواد ستر عالم، د افغانستان بانک د نظارت امر لطفالله خیرخوا. په سياق پوډکاسټ کې لیدلی شی فسبوک ټويټر يوټيوب انسټګرام ټيکټاک
Siyaq | سیاق70,167 次观看 • 10 个月前

محمد اصف ننګ: جمهوریت په وخت کې بحري کشتۍ واخیستل شوه، چې د افغانستان توکې انتقال کړي، خو بیا به څه وشول او مونږ دغه کښتۍ کې څنګه ټرانزیټ کولو. دا پریکړه څنګه شوې وه او له دې وړاندې ایا دا فکر شوی و چې په دې کښتۍ کې به ټرانزیټ څه ډول کیږي. یو جالبه کیسه ده واوری یې. #PashtoNews #Kabul #Afghanistan #viralpost
Siyaq | سیاق12,845 次观看 • 1 个月前

پوهاند محمد اسماعیل یون: داسې نظام راغلی چې افغانان یې متحد کړل ! د نظار شورا مخالف یم خو پنجابي ته یې نه پریږدم او هیڅکله به یې پر پنجابي بدل نه کړم . په افغانستان کې په هر لور بیلا بیلې پاچاهي وې، فساد و هر څه له منځه تللي دي اوس یو څه اصلاحاتو ته اړتیا ده او د هغې لپاره نیوکه کوو. خو دا نظام دی چې افغانان او افغانستان خوندي کولای شي، مونږ د بې نظامۍ ترخې تجربې لیدلي دي . #siyaqسیاق
Siyaq | سیاق33,305 次观看 • 6 个月前

فضل محمود فضلي: د امریکا ولسمشر د نړۍ ټولو مشرانو ته توهین کوي، خو ولې د پاکستان پوځي رژیم له مشر سره بار بار ګوري، څه اهداف دي چې په ګډه یې تعیقب کوي . دغه ګډ اهداف تر ډیره روښانه شوي دي او د پښتنو په سیمه کې د یو بل اور بلولو په اړه یو بل ته غوږ نږدې کوي، خو دا چې پښتانه څومره پر دې مسله پوه دي او نه غواړي د پوځي رژیم د ګټو وټو ښکار شي په دې خبرو کې ... #siyaqسیاق
Siyaq | سیاق26,810 次观看 • 8 个月前

خبره سرچپه ده! شاه محمود میاخیل: د پاکستان سترتیژۍ هیڅکله تغیر نه دی کړی او په افغانستان کې یې د هر یو نظام مخالفت کړی دی. وروستۍ هڅې او جګړې په دې موخه دي چې نړۍ ته افغانستان د ترهګرو د مرګز په توګه معرفي کړي په داسې حال کې چې خبره سر چپه ده او ټولې وسله والې ډلې په پاکستان کې دي. #siyaqسیاق #پادکاسټ #followersreels #Pakistan #Afghanistan #Pashto #podcastlife
Siyaq | سیاق18,258 次观看 • 5 个月前

میرویس افغان: پوځي رژیم په افغانستان کې د کومو موخو لپاره جګړه غواړي. هغه موخې چې پاکستان د هغې لپاره جګړه کوي په خپرونه کې بربنډې شوي دي. ملکيان ولې په نښه کیږي؟ او ایا دا جګړه لنډ مهاله که اوږد مهاله ده د څه لپاره ده؟ افغانان څه کولی شي څه باید وکړې او د پوځي رژیم له شر څخه د خلاصیدو لارې چارې څه دي. بشپړه خپرونه په لاندې لینک کې کتلی شئ👇 #siyaqسیاق #پادکاسټ
Siyaq | سیاق15,643 次观看 • 4 个月前

محمد اصف ننګ: د بګرام د نیولو لپاره پاکستان سینه ډبوله، ویل خرچه دې راکړی شي دا کار موږ کوو، خو له دې خبر نه و چې امریکا په افغانستان کې د تقابلي سیاست اراده نلري. ا.ا د ځینې نورو هېوادونو په څیر د انقلاب د صادرولو تګلاره نه تعقیبوي او افغانستان نه د سیمې او نه د نړۍ لپاره امنیتي ګواښ دی، نړیوال له شته امنیت څخه راضي او هرکلی یې کوي. #siyaqسیاق
Siyaq | سیاق21,158 次观看 • 8 个月前

د سیاق مهمه خپرونه د جمهوري دولت د چارو ادارې له لوی رییس فضل محمود فضلي سره: د پاکستان د ناسمو سیاستونو، غیرمنطقي غوښتنو او خبرو اترو کې د خپلو نا انډوله شرایطو په اړه پر ملي محور او ملي دریځ هر اړخیز بحث! هغه مسایل څیړو چې خبرې پرې نه دي شوي، پوځي رژیم ولې جګړو ته لمن وهي، کوم اهداف تعقیوي. په سیمه کې خپلو ګټو لپاره له څه کار اخلي. امریکا څه غواړي، پاکستان سره یې کومې ښیګڼې تړلي. پښتنو ولسونو او سیاستوالو پر وړاندې روانه ستراتيژیکه پالیسي څه ده افغانستان کې ژور هدفونه او د سیمې لپاره ننګونې . نوي نړیوال نظم او پټې معاملې وسله والې ډلې. #siyaqسیاق
Siyaq | سیاق21,025 次观看 • 8 个月前

سید بلال فاطمي: ایران باید د نظام د ساتلو لپاره له خپلې ۱۲۰ میلیارد ډالرو بودیجې څخه بېړني لګښتونه وکړي، ځکه امریکا اقتصادي فشارونه زیات کړي. د ولس کنټرول سخت شوی او نړیوال ګواښونه هم لوړیږي، که دا وضعیت دوام وکړي ممکن ایران د نظام بڼه بدله کړي او له امریکا سره د خبرو اعلان وکړي. بشپړ خپرونه👇
Siyaq | سیاق20,100 次观看 • 8 个月前

میرویس افغان: که ا.ا خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړي پاکستان ته به دومره سرخوږی جوړ کړي، چې پاکستان به سوالونو ته جوړ کړي. پر افغانستان پاکستان بده ورځ راوړې ده او له الوتکو ګټه پورته کوي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې هسې چلند نه دی کړی او ځواکونو ته اجازه نه ده ورکړې چې له ټولو امکاناتو کار واخلي. #siyaq #PashtoNews #Pakistan #Afghanistan #PoliticalNews #KhyberPakhtunkhwa #Kabul
Siyaq | سیاق10,104 次观看 • 3 个月前

سید بلال فاطمي: امریکا او اسراییل د تېرو درې لسیزو پر مهال د ایران د پټو علمي او پوځي پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات نه لرل. هغوی ګومان کاوه چې په ایران کې عامه نارضایتي لوړه ده، خو کله چې ایران خپلې پرمختللې وسلې عملي وکارولې، نو نړیوالو ته د دې هېواد وړتیاوې روښانه شوې، دغه پرمختګونو ایران د سیمې په سیاسي او امنیتي مسایلو کې پر یو مهم لوبغاړي بدل کړی دی . #siyaq
Siyaq | سیاق17,378 次观看 • 8 个月前