ZAWIA NEWS's banner
ZAWIA NEWS's profile picture

ZAWIA NEWS

@ZawiaNews148,170 subscribers

Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه

Shorts

دا د کندهار عينو مېنې سيد جمال الدين افغان لېسه ده، چې زده کوونکي د يو ښوونکي له ناسم چلند شکايت کوي.

15,107 görüntüleme

پر کرکټ لوبې بنديز؛ کندهار او يو شمېر ولایتونو کې ځوانان له کرکټ لوبې منع شوي دي. زاويه نيوز ته په رسېدلې ويډيو کې ليدل کېږي، چې دوه طالب جنګيالي د بېټونو ماتولو په حال کې دي. #کرکټ

19,142 görüntüleme

د کابل د پلچرخي په يوې لېسه کې ښوونکي خپل شاګرد ډبولی دی.

65,523 görüntüleme

دا د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ مارکوه بازار دی او دغلته ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته وويل، دا دويم ځل دی،‌ چې د سړک پراختيا په نوم د سړک غاړې پخوانۍ ونې وهل کېږي. دوی وايي، لا تر اوسه د سړک پراخولو عملي کار درک نه لګېږي، خو ونې يې وهل کېږي او پلورل کېږي.

12,625 görüntüleme

دا د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز روغتون دی او زاويه نيوز ته په رسېدلو عکسونو کې ليدل کېږي، چې ډاکتر د درملنې په موخه د ناروغ چپرکټ ته له چپلکو سره پورته شوی دی. دغه راز، له درملو ډکه هغه پيچکاري هم د نوموړي تر چپلکې لاندې پرته ده، چې لږ څه شېبه وروسته ناروغ ته تطبيق شوې ده. دا عکسونه د دولتي روغتونونو د بد وضعيت، د حفظ الصحې نه رعايتولو او له ناروغانو سره د چلند د يوې بېلګې په توګه مطرح کېږي. #روغتيا

20,244 görüntüleme

د غزني پوهنتون محصلين وايي، امربالمعروف له خپلو صلاحیتونو څخه ناسمه استفاده کوي او محصلين په عذابوي. دغه ډايکونه د سهار له لمانځه مخکې او وروسته د يو ساعت لپاره هره ورځ په لوړ غږ چالانېږي او پکې ترانې غږول کېږي. د امر بالمعروف د اصولو پر اساس، که کوم محصل څخه د جماعت لمونځ ترک شي «انفرادي او په اتاق کې نه منل کېږي»، نو يوه شپه او ورځ ورته ډوډۍ نه ورکول کېږي: «د ږيرې کمولو سزا هم دا ده، چې له هغوی څخه د ډوډۍ کارت اخيستل کېږي.» #امربالمعروف

14,743 görüntüleme

نورستان کې د لنډغرۍ يوه ثبت شوې صحنه.

نورستان کې د لنډغرۍ يوه ثبت شوې صحنه.

15,486 görüntüleme

دا هرات دی او زاويه نيوز ته په رسېدلې ويډيو کې ليدل کېږي، چې طالب جنګيالي پر لاره له شکمنو ښځو څخه موبایلونه اخلي او شخصي ډېټا پکې ګوري. دغلته سرچېنې وايي، د هرات جبرييل سيمه کې له لاريون وروسته د هرات امنيتي وضعيت نظامي شوی، ښځې څارل کېږي او په چيک پواينټونو کې ترې موبایلونه اخيستل کېږي.

11,382 görüntüleme

دا کابل نړيوال هوايي ډګر دی او دا په چوکيو کې منتظرين د اريانا افغان هوايي شرکت مسافرين دي. يو مسافر زاويه نيوز ته وويل، دوی ته په ټکټ کې د الوتنې وخت ۷:۴۰ دقيقې ليکل شوی و «د ويډيو پای کې يې عکس ليدلی شئ» او درې ساعته له همدې وخت هم وړاندې دوی هوايي ډګر ته حاضر شوي وو، خو پرواز ايله په ۱۲ بجو ترسره شو. دغه مسافرين وايي، دا د ياد شرکت دوامداره ستونزه ده او د شکايتونو او اعتراضونو باوجود ورته حللاره نشي موندلی: «خدمات يې کمزوري دي. بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

14,030 görüntüleme

دا په کابل ښار کې د يوې لېسې د وضعيت تازه ويډيو ده، چې د پرلپسې درسي ساعتونو د خالي پاتې کېدو له وجې شاګردان په ساعتېري وخت واړوي. دوی وايي، په تشکيل کې د مسلکي ښوونکو کموالی د درسي ساعتونو د خالي پاتې کېدو عمده لامل دی. #تعليم

13,975 görüntüleme

د کابل ښار پنځمې ناحيې باغ داوود؛ په نظامي پوستو کې د طالب جنګياليو د ساعتېرۍ يو ډول.

46,272 görüntüleme

په جلال اباد ښار کې هغه طالب جنګيالی خلکو ډېر زيات وستايه، چې د پاکستاني پيلوټ په نوم يې يو عادي پراشوټ لرونکی کس نيولی و. د هغه په وياړ ډزې وشوې او خلکو له خوښۍ اوږو ته پورته کړ، خو وروسته د جيټ الوتکو غورځولو او د پاکستاني پيلوټ نيولو خبرونه جعلي ثابت شول.

35,072 görüntüleme

د کابل ښار ده افغانان سيمه کې نن ټول درملتونونه مهرلاک شول. د زاويه نيوز يو لوستونکی وايي، دغه درملتونونه له دې وجې مهرلاک شوي، چې دوی بايد پر درملو د قېمتونو سټيکر ووهي او په قلم د قېمتونو ليکل نور د قبول وړ ندي.

12,553 görüntüleme

له لوګر څخه د زاويه نيوز يو لوستونکی دغه ويډيو استولې ده. نن د افغانستان پر فضا د ايران پر لور د الوتکو دې حرکت د ټولو پام ځانته اړولی دی.

16,305 görüntüleme

پر کابل ښار د پاکستاني جيټ الوتکو بمبار لا هم روان دی.

20,345 görüntüleme

د کابل د شاه شهيد اول سړک کې له «استاد عبدالحق بېداد عالي لېسې» څخه زاويه نیوز ته رسېدلې دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې زده کوونکي د طالباني يونيفورم د نه مراعاتولو له وجې په لښتو وهل کېږي او ورسره شديد فزيکي برخورد کېږي. د همدې لېسې يو زده کوونکي د ښوونځي ورځنی حالت بيان کړ او وايي، د طالبانو لخوا ټاکل شوی مدير يوازې د نظامي سابقې له امله امتياز اخلي او تل له خپل ټوپک او چانټې سره يو ځای ادارې ته حاضرېږي. دوی وايي، د ښوونځي وضعيت تل نظامي وي او د مدير ملګري هم له وسلو او مهماتو سره تګ راتګ کوي. له ښوونکو سره هم خورا بد چلند کېږي.

57,408 görüntüleme

تېره ورځ د کابل په خوشال خان سيمه کې د يو طالب جنګيالي او عام وګړي ترمنځ د لفظي شخړې وروسته طالب جنګيالي دغه کس په توپانچه ويشتلی او وژلی دی. زاويه نيوز ته له سيمې يو لوستونکي د دې ويډيو په لېږلو سره وويل چې شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې د دې کس موټر د طالب جنګيالي له موټر سره وجنګېد. د طالب جنګيالي او قرباني شوي کس د هويت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

48,230 görüntüleme

نن په کندهار ښار کې طالب جنګياليو د شنې چادري والا يوه ښځه له دې وجې په زور موټر ته پورته کوله او حوزې ته بيوله، چې ولې له محرم پرته بازار ته په سودا پسې وتلې ده. زاويه نيوز ته په رسېدلې دې ويډيو کې اورېدل کېږي، چې مېرمن د ځان خلاصون لپاره چيغې وهي، د صحنې ليدو لپاره ګڼ کسان راټول دي، خو د طالبانو غړي ورته لاس اچوي او هڅه کوي هغه موټر ته پورته کړي. (د ويډيو غږ د استونکو د خونديتوب لپاره خاموشه شوی دی.) په ويډيو کې نه ليدل کېږي، چې دغه مېرمن به حوزې ته وړل شوې وي او کنه. د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر اساس، ښځو ته‌، ان که حجاب يې هم مراعات کړی وي، اجازه نه ورکول کېږي له محرم پرته په سودا پسې بازار ته ولاړه شي. #امربالمعروف

13,832 görüntüleme

ايران پر دې هېواد د امريکا - اسرائيلو له بريدونو وروسته، نن ټوله ورځ عربي هېوادونه خپل هدف وګرځول. په ځايي وخت ماښام په دوبۍ کې د پالم جمیرا په نوم هوټل ويشتل شوی دی. عربي هېوادونو کې د امريکا نظامي اډې دي او ايران د امريکا د بريدونو ځواب کې ياد هېوادونه خپل هدف ګرځولي دي.

16,390 görüntüleme

Videos

ملي بيرغ او ملي نښو سره د طالبانو دوامداره دښمني د دوی اصلي څېره ښيي.
0:43

Sensitive content

This media may contain sensitive content.

ZawiaNews's profile picture

له تېر لوی اختر څخه څو ورځې وروسته، د طالبانو د يوويشتمې حوزې يو طالب جنګيالي، چې د حوزې د امر «زوم» هم کېده د شمس آغا په نوم يو ځوان د موټر لپاره شهيد کړ. هغه مهال دغه قاتل طالب جنګيالی ونيول شو او د کامرې مخې ته ودرول شو، خو د مقتول د کورنۍ يو غړي اوس زاویه نيوز ته وويل، چې طالبان هڅه کوي قاتل خوشې کړي. د نوموړي په وينا: «زموږ ټول ټينګار پر همدې دی، چې قاتل د موټر لپاره زموږ د کورنۍ غړی شهيد کړی او بايد د شريعت د حکم پر اساس قصاص شي، خو د قاتل خسر او نور طالب نظاميان د حکم د تطبيق مخه نیسي، محکمو کې فساد اوج ته رسېدلی او ټوله هڅه دا ده، چې هغه بې ګناه ثبات او خوشې کړي.» نوموړی وايي، قاتل طالب او د هغه خسر د اروزګان ولايت دي او تر شا يې ملا برادر ولاړ دی، چې محکمې هم بې طرفه پرېکړه نشي کولی. قاتل طالب د کابل پلچرخي ساحه کې د شمس آغا موټر ته لاس ورکړی و، چې تر يو ځايه يې بوځي او کله چې نوموړي خپل موټر ته پورته کړی و، نو ده له شا پر سر ويشتلی و او بيا د موټر تښتولو لپاره يې د مقتول جسد د موټر ډاله کې اچولی او د تښتې هڅه کوله، چې ونيول شو.

ZAWIA NEWS

337,841 görüntüleme • 1 yıl önce