ZAWIA NEWS's banner
ZAWIA NEWS's profile picture

ZAWIA NEWS

@ZawiaNews • 152,555 subscribers

Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه

Shorts

پر سعودي عربستان د حوثيانو د بريدونو له دوام سره، د کعبې شريفې پر سر د مارغانو دې الوتنې د يو «ځانګړي پيغام» له وجې د خلکو پام ځانته اړولی دی. په اسلامي تاريخ کې، ابابيل مارغانو کعبې شريفې ته د ابرهه لښکرو د ورنږدې کېدو مخه ونيوه او ښايي د مارغانو دا الوتنه له همدې پيغام سره غوټه شوې وي. تېره شپه هم پر رياض د حوثيانو لخوا بريدونه شوي دي.

68,153 Aufrufe

د طالبانو د استخباراتو غړي محمد داوود افضل جنازه نن مازيګر د مهمندرې ولسوالۍ اړوند ۲۷ ويالې سيمه کې ادا شوه. هغه پرون مارکو بازار ته څېرمه ويشتل شوی و. دوه نور ملګري يې ټپيان دي. زاويه نيوز ته د هغه د جسد دغه ويډيو هم رسېدلې ده. #امنيت

53,447 Aufrufe

دا په کندهار کې د يو سوداګر د غوړیو ګودام دی او عيني شاهد وايي، د دې څو چنده غوړي اوس هم په دې ولايت کې زېرمه دي، خو ورځ تر بلې يې قېمتونه مخ په لوړېدو دي. د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې احتکار د خوراکي توکو د قېمتونو لوړېدو يو لامل دی. #اقتصاد

12,607 Aufrufe

د کندهار ترڅنګ پاکستاني جيټ الوتکو نن سهار وختي د پکتيا پر مرکز ګردېز هم بمبار کړی دی. ځايي سرچينو زاويه نيوز ته وويل، په ګردېز کې قول اردو هدف ګرځول شوې ده، خو لا د تلفاتو او زيانونو دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي. طالبانو د کندهار ښار بريد تاييد کړی، خو د ګردېز قول د بريد په اړه څه ندي ويلي.

12,897 Aufrufe

پر کندهار ښار نن سهار وختي د پاکستاني جيټ الوتکو د بريد يوه ثبت شوې صحنه.

11,479 Aufrufe

د نجونو پر زده کړو د بنديز له وجې روغتونونه د ښځينه ډاکترانو له جدي کموالي سره مخ دي. زاويه نيوز ته په رسېدلې دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې يو نارينه ډاکتر د يوې ځوانې نجلۍ الټراساوند يا ټلويزيوني معاينه کوي.

15,446 Aufrufe

دا د کندهار عينو مېنه ده. د طالبانو مشر ملا هبت الله ته د منسوب شخص د دفتر څو کيلومټره نږدې ساحه؛ دا خلک د يوې وچې ډوډۍ د وېش لپاره راټول دي. د عينو مېنې يو اوسېدونکی چې له تېرې يوې لسيزې په دې سيمه کې ژوند کوي وايي، په کندهار کې د فقر او بېوزلۍ اوج ويني: «ما د فلسطين ويډيوګانې ليدلې وې. دقيق هماغه حالت نن کندهار کې وينو. کار روزګار نشته، ګاونډي هېوادونه هم د کار لپاره افغانان نه قبلوي او په داخل کې هم کاري فرصتونه په يوې ډلې پورې منحصر شوي دي. خلک له بېوزلۍ اړ دي اولادونه وپلوري.» #اقتصاد

29,682 Aufrufe

د مقاومت په نوم جبهې دغه ويډيو خپره کړې او وايي، د بدخشان د مرکز فيض اباد پنځمې حوزې په مربوطاتو کې يې د طالبانو يو رينجر د سړک غاړې په ماين الوځولی دی. دوی وايي، دغه بريد نن غرمه مهال شوی او پکې د طالبانو ۳ غړي وژل شوي او ۲ ټپيان دي. طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي. #امنيت

23,002 Aufrufe

د زابل ولايت د مرکز قلات ښار د بازار په کښتنۍ برخه کې جګړه روانه ده. له دغه ځايه د زاويه نيوز يو لوستونکي دغه ويډيو استولې، خو دا چې دغه ډزې د کومو لوريو تر منځ تبادله کېږي، په تړاو يې تر اوسه معلومات ندي ترلاسه شوي. #امنيت

30,048 Aufrufe

د کابل د پلچرخي په يوې لېسه کې ښوونکي خپل شاګرد ډبولی دی.

65,789 Aufrufe

غزني کې د طالبانو د حق العبور يا ټولپلازې جنګياليو لخوا يو بېوزله هېوادوال مرګونی ډبول شوی دی.

16,514 Aufrufe

د کونړ ناړې ولسوالۍ ته د دويم سړک جوړېدو کارونه روان دي او ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته وويل، چې تر اوسه ازيرګل سيمې ته رسېدلي دي. دغه سړک دوکلام سيمې سره نښلي او له هغه ځايه يې هم پاشنکر سيمې پورې د جوړېدو کارونه رسېدلي دي. خلک يې د چارو د چټکتيا او کيفيت ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

17,619 Aufrufe

دا موټرسايکل والا مفتي عصمت الله عاصم نومېږي او د کابل ښار د نهمې تعليمي حوزې اړوند د بي بي مهرو د هلکانو لېسې برحاله مدير دي. عيني شاهدان وايي، نوموړی دوه ځايه دنده ترسره کوي او هره ورځ يو ساعت مخکې ځکه له ښوونځي تښتي، چې د کابل ښار په کمپنۍ کې ځان د‌ جومات امامت ته ورسوي. نوموړی په جومات کې د دولتي او ولسي تنخوا د نه قضا کولو لپاره ځان اړ بولي، چې له ښوونځي څخه مخکې ووځي. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د دغه ښوونځي د رخصتېدو وخت ۵ او ۳۰ دقيقې دی، خو دی په ۴ بجو، چې په ويډيو کې ليدل کېږي، د ښوونځي څارندوی ولاړ دي، او دی له ښوونځي څخه تښتي. نوموړي له څلورم بست څخه دريم بست ته د ارتقاء په موخه ځان له پغمان ولسوالۍ د دې ښوونځي مديريت ته تبديل کړی دی او پخوانی مدير يې د همدې امتياز ترلاسه کولو لپاره منفک کړی دی. #فساد

31,168 Aufrufe

د بدخشان يفتل ولسوالۍ د طالب مخالفينو لخوا د جمعې په ورځ سقوط شوه او هغوی پرې خپل بيرغ پورته کړ. په خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې طالب ضد وسله وال پرلپسې ډزې کوي، د الله اکبر شعارونه ورکوي او ادعا کوي، چې ولسوالۍ يې له طالب جنګياليو پاکه کړې او وسلې او مهمات يې ترې قبضه کړي دي. تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه ندي ويلي.

25,377 Aufrufe

دا د کابل د بګراميو ولسوالۍ مومن اباد کلی دی او د يو عيني شاهد په وينا، دلته خلک وروسته له هغه له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول، چې نوي جوړ شوي کورونه يې ورته ونړول. خلک ادعا کوي، چې طالبان د دوی کورونو ته ننوتلي دي او د دوی ښځو ته يې بې عزتي اړولې ده.

27,460 Aufrufe

په سعودي کې افغان شرکت لرونکي وايي، د امريکا - ايران جګړې پر مهال د طالبانو لخوا د ايران د ملاتړ له اعلانولو وروسته، سعودي افغان شرکتونه د قراردادونو له لېست څخه اېستلي دي. افغان کارګر وايي، سعودي پر افغان شرکت لرونکو ځينې محدوديتونه لګولي او ښايي چلند کې يې د سياسي وضعيت له وجې نور هم تغييرات راشي: «د نورو هېوادونو لکه پاکستان، هند، مصر او... شرکتونو ته د فعاليت پراخه اجازه شته، خو د افغانانو پر وړاندې محدوديتونه په زياتېدو دي.» د شرکت لرونکو په وينا، دغه دوه ګونی چلند ورسره له تېرو دوه دريو مياشتو پيل شوی دی.

12,620 Aufrufe

په بدخشان کې د طالبانو د يو قومندان تر بغاوت وروسته، دغلته اضافي جنګيالي او نظامي تجهيزات ځای پر ځای کېږي. دغه ويډيو د زاويه نيوز يو لوستونکي بدخشان ته د طالبانو د روان نظامي کاروان په تړاو استولې ده. د طالبانو دفاع وزیر مولوي يعقوب مجاهد هم د بدخشان‌ د وضعيت ارزولو لپاره دې ولايت ته سفر کړی دی. #امنيت

21,592 Aufrufe

په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له وجې پرلپسې درسي ساعتونه خالي پاتې وي. د کندهار په يو ښوونځي کې د استادانو نشتوالی له وجې د زده کوونکو ساعتېري. #تعليم

15,396 Aufrufe

د کابل ښار پنځمې ناحيې باغ داوود؛ په نظامي پوستو کې د طالب جنګياليو د ساعتېرۍ يو ډول.

46,357 Aufrufe

په جلال اباد ښار کې هغه طالب جنګيالی خلکو ډېر زيات وستايه، چې د پاکستاني پيلوټ په نوم يې يو عادي پراشوټ لرونکی کس نيولی و. د هغه په وياړ ډزې وشوې او خلکو له خوښۍ اوږو ته پورته کړ، خو وروسته د جيټ الوتکو غورځولو او د پاکستاني پيلوټ نيولو خبرونه جعلي ثابت شول.

35,072 Aufrufe

Videos

د «موسا» په نوم د طالبانو دغه غړي له خوست څخه کونړ ته يوه نجلۍ تښتولې ده. د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د استخباراتو لخوا ثبت شوي دغه اقرار کې، چې زاويه نيوز ته رسېدلی، ليدل کېږي؛ موسا د طالب استخباراتي غړو او مسوولينو په ملاتړ او ډاډ دغه نجلۍ له خوست څخه کابل، بغلان او بيا کونړ ته تښتولې ده. موسا وايي، چې د غازي اباد طالب ولسوال مولوي مبارز ورته کور نيولی او د خوندي اړيکو لپاره يې ورته دولتي مخابره هم ورکړې ده. په کونړ کې سرچينو زاويه نيوز ته وويل، دغه قضيه وروسته له هغه افشا شوه، چې د غازي اباد لپاره پخواني طالب ولسوال مولوي مبارز او موسا په شريکه له دې نجلۍ څخه جنسي استفاده پيل کړه: «د طالب استخباراتو له کشف وروسته ولسوال د لويې لارې کنډک ته تبديل شوی. له تبدیلۍ وروسته هم مولوي مبارز د غازي اباد ولسوالۍ په نيشګام کلي د خانزاده ګل په نوم د يو بل طالب جنګيالي کور دغې تښتول شوې جوړې ته په کرايه نيولی او اوس له دې ښځې څخه موسا او ولسوال شريکه جنسي استفاده کوي.»
4:47

Sensitive content

This media may contain sensitive content.

ZawiaNews's profile picture

د «موسا» په نوم د طالبانو دغه غړي له خوست څخه کونړ ته يوه نجلۍ تښتولې ده. د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د استخباراتو لخوا ثبت شوي دغه اقرار کې، چې زاويه نيوز ته رسېدلی، ليدل کېږي؛ موسا د طالب استخباراتي غړو او مسوولينو په ملاتړ او ډاډ دغه نجلۍ له خوست څخه کابل، بغلان او بيا کونړ ته تښتولې ده. موسا وايي، چې د غازي اباد طالب ولسوال مولوي مبارز ورته کور نيولی او د خوندي اړيکو لپاره يې ورته دولتي مخابره هم ورکړې ده. په کونړ کې سرچينو زاويه نيوز ته وويل، دغه قضيه وروسته له هغه افشا شوه، چې د غازي اباد لپاره پخواني طالب ولسوال مولوي مبارز او موسا په شريکه له دې نجلۍ څخه جنسي استفاده پيل کړه: «د طالب استخباراتو له کشف وروسته ولسوال د لويې لارې کنډک ته تبديل شوی. له تبدیلۍ وروسته هم مولوي مبارز د غازي اباد ولسوالۍ په نيشګام کلي د خانزاده ګل په نوم د يو بل طالب جنګيالي کور دغې تښتول شوې جوړې ته په کرايه نيولی او اوس له دې ښځې څخه موسا او ولسوال شريکه جنسي استفاده کوي.»

ZAWIA NEWS

31,448 Aufrufe • vor 25 Tagen