
ZAWIA NEWS
@ZawiaNews • 150,446 subscribers
Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه
Shorts
Videos

د مدرسې له کم عمره هلکانو څخه د ساعتېرۍ استفادې د يوې بېلګې په توګه، دغه ويډيو له پکتيا پوهنتون څخه د زاويه نيوز يو لوستونکي استولې او وايي، دغلته نږدې د يوې مدرسې استاد هر مازيګر يو کم عمره هلک د پوهنتون احاطې ته بوځي او په ساعتونو يې له ځان سره بوخت ساتلي وي. #مدرسه
ZAWIA NEWS226,078 views • 1 month ago

د بدخشان جګړه؛ د طالبانو خپلمنځي جګړه پنځمې ورځې ته غځېدلې او دا هغه طالب جنګيالي دي، چې تېره شپه د طالبانو ناراضه قومندان جمعه خان فاتح نيولي دي. بدخشان کې د کانونو پر سر د طالبانو او د هغوی د ناراضه قومندان تر منځ جګړه کې تر اوسه دواړو لوريو ته درانه تلفات اوښتي دي.
ZAWIA NEWS26,208 views • 5 days ago

په جمهوري دولت کې د کورنيو چارو وزارت ارشد معين خوشال سادات د دوحې قرارداد پر اساس د امريکا او طالبانو له يوې پټې معاملې پرده پورته کړې ده. نوموړي د ايکس په يو بحث کې هغه کيسه کړې، چې طالبانو څه ډول د امريکا لخوا يو ورسپارل شوی ماموريت ترسره کړی دی. دی وايي، د دوحې قرارداد پر اساس امريکا طالبان د خپل نظامي ماموريت لپاره ګمارلي دي.
ZAWIA NEWS34,721 views • 7 days ago

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د جمهوري دولت د سقوط او د طالبانو بيا واکمنېدو پنځمه کلیزه نمانځلې، چې پکې محمود خان اڅکزي، مولانا فضل الرحمن، سراج الحق او د پاکستان د يو شمېر سياسي ګوندونو مشرانو او استازو برخه اخيستې وه. په خپرې شوې ويډيو کې ليدل کېږي، چې په دې مراسمو کې ښځو هم برخه اخيستې ده.
ZAWIA NEWS11,351 views • 2 days ago

کندهار ښار: له بېوزلو ښځو څخه د زور ښودلو وسيلې په توګه استفاده. د کندهار ځوانان د طالبانو پر هغه تصميم غوسه دي، چې د خپلې ورځې نمانځلو لپاره يې بېوزله مېرمنې د پيسو په مقابل کې واټونو ته اېستلې وې. دوی وايي، په نورو ورځو کې د کندهار ښار هټيوالو ته امر شوی، چې په تور حجاب لرونکو مېرمنو سودا ونه پلوري او په ښار کې ښځې د محرم نلرلو په جرم نيول کېږي، خو نن يې د خپل نمایش لپاره ښځې او نجونې واټونو ته اېستلې وې: «دا له بېوزلو ښځو څخه سياسي استفاده ده. د نن په څېر ښځې هره ورځ او هر وخت حق لري د زده کړو او خپلو شرعي اړتياوو پوره کولو لپاره له کوره ووځي، خو نور وخت ورته همدغه طالبان اجازه نه ورکوي، مګر نن يې د خپلې استفادې لپاره ټولې واټونو ته اېستلې دي.» #امربالمعروف
ZAWIA NEWS16,996 views • 4 days ago

سهار پخير وطنه 🇦🇫 د طالبانو د متحد او «د کابل امنيه قومندان» همايون همايون د دغې دندې د اعلان يوه ورځ کم پنځه کاله پوره شول. دغسې ګڼ قومندانان، جنرالان، سياسيون او فعالان وروسته طالبانو په همدې يو دليل شړلي: «تاسې چې خپلو ملګرو او صف ته ژمن پاتې نشوئ او زموږ لپاره مو ورسره خيانت وکړ، نو موږ ته به څه ژمن پاتې شئ!؟» استفاده شويو مُهرو ته، دا ويډيو د اګست ۱۵مې تر ټولو واضح او ساده پيغام دی.
ZAWIA NEWS17,132 views • 6 days ago

د کابل د بګراميو ولسوالۍ اړوند د ولي خان مېنې اوسېدونکي وايي، يو څو وسله وال له واک او ټوپک څخه په استفادې دغلته د پارک لپاره د خالي پرېښودل شوې ځمکې د غصب هڅه کوي. ځايي خلک وروسته له هغه له دې ټوپکوالو سره په لانجه واوښتل، چې هغوی غوښتل په ياده خالي ځمکه کې د ابادۍ چارې پيل کړي. خلک تور لګوي، چې د دغو وسله والو تر شا ځايي زورواکي او يو شمېر طالب قومندان لاس لري او په غير قانوني توګه د دغې ځمکې لاندې کولو هڅه کوي.
ZAWIA NEWS31,672 views • 15 days ago
0:32
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

له یوې ښځې سره د طالبانو د یو پولیس د جنسي اړیکو خپره شوې دغه ویډیو په خواله رسنیو کې ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. طالبان له یوې خوا پر عامو ښځو محدودیتونه لګوي، حتا له محرم سره پر لاره تګ هم ورته سخت شوی، خو بله خوا د طالبانو خپل غړي په اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو کې ښکېل دي. که څه هم د ویډیو کره ځای او وخت څرګند نه دی، خو د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د وينا له مخې، که دا کار د پیسو یا موقتي نکاح پر اساس شوی وي، پر طالب سرتېري حد نه جاري کېږي او یوازې سپارښتنه به ورته وشي.
ZAWIA NEWS39,890 views • 20 days ago

د کندهار ښار رنګرېزانو مارکېټ هټيوالو وروسته له هغه د اعتراض په توګه خپلې هټۍ وتړلې، چې د طالبانو امر بالمعروف د ږيرې پر سر څو هټيوال ووهل. ځايي سرچينو زاويه نيوز ته وويل، د طالبانو امر بالمعروف ځوان هټيوال د ږيرې کمولو پر سر بې عزته کړي او ورسره يې جنجال کړی دی: «د دوی له لاسه مو بازار خراب دی. ښځې دوی بازار کې نه پرېږدي، موږ دوی نه پرېږدي، اخر چېرته ولاړ شو؟ دوی زموږ د وږو ګېډو پوښتنه کله کړې ده؟» د طالبانو امر بالمعروف يو څو هغه ځوانان هم له ځان سره بیولي، چې د دوی د جنجال پر مهال يې د عکس او ويډيو اخيستو هڅه کوله. #امر بالمعروف
ZAWIA NEWS20,860 views • 10 days ago

له ۱۶ کلنې نجلۍ سره د تخار د خواجه بهاوالدين د سپين ږيري اوسېدونکي «حاجي قربان»، واده د ټولنيزو شبکو ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. دغه سپين ږيری وايي، کومه تېروتنه يې نده کړې، په شرعي نکاح يې دغه نجلۍ واده کړې ده او ګواښ کوي، چې که په هر هېواد کې پرې چا انتقاد وکړ، نو همالته ورته کس لري او ټول به ترور کړي. داسې معلومات خپاره شوي، چې دغه کم عمره نجلۍ د پور په بدل کې پلار دې سپين ږيري ته ورکړې ده. د طالبانو په واکمنۍ کې د پيسو لپاره زړو ته په دريمه او څلورمه ښځه د کم عمره لوڼو وادولو څخه وروسته، آن چينايانو ته هم افغان نجونې ورکړل شوې او د حاکم فقر له وجې د ګڼو وادونو موضوع په چټکۍ روانه ده.
ZAWIA NEWS49,513 views • 1 month ago

د طالبانو پنځه کاله؛ د طالبانو د واکمنېدو پر لومړي کال ښځينه ډاکترانو له طالبانو دغه پوښتنې مطرح کړې وې، خو تر اوسه ناحل پاتې دي. هغه مهال دې غوښتنو ته د ځواب ويلو ژمنه شوې وه، خو پنځه کاله وروسته هم د «امر ثاني» په نوم بې ځوابه پاتې دي. د افغانستان ښځينه قشر پوښتنه کوي، له دوی سره دښمني تر کومه!؟
ZAWIA NEWS15,947 views • 9 days ago

د طالبانو پوهنې وزير حبيب الله اغا د زنا پر مهال د طالبانو د نيولو شويو غړو او پر هغوی د حد نه جاري کولو غبرګونونو ته په ځواب کې ويلي، دا کتابي مسئله ده چې څوک پر زنا ونيول شول او ښځې او نر دواړو وويل، چې دوی دغه زنا له مجبوريت او د پيسو لپاره کړې وه، نو له حد څخه خلاصېږي. نوموړی همدارنګه د زنا لپاره «موقتي نکاح» هم تاييدوي. طالب وزير داسې مهال خپلو غړو ته د «پيسو» او «موقتي نکاح يا صيغې» په بدل کې زنا روا بولي، چې تر اوسه يې په همدې جرمونو په نيول شويو سلګونه عامو خلکو په عام محضر کې حدود جاري کړي دي.
ZAWIA NEWS31,569 views • 21 days ago

دا د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه ده، چې د ښکته کېدو پر مهال يې د کابل نړيوال هوايي ډګر پر ځغاستليکه ټايرونه چاودلي او الوتکې حادثه کړې ده. زاويه نيوز ته سرچينې وويل، دغه الوتنه له اورمچي څخه کابل ته وه، چې د ښکته کېدو پر مهال دغه پېښه رامنځته شوې، خو چاته پکې ځاني زيان ندی اوښتی.
ZAWIA NEWS52,426 views • 1 month ago

پغمان کې د جمعې ورځې مېله کې په هندواڼو د يو بل ويشتلو يوه صحنه.
ZAWIA NEWS21,328 views • 19 days ago