
ZAWIA NEWS
@ZawiaNews • 152,555 subscribers
Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه
Shorts
Videos

د ټولنيزو شبکو کاروونکي وايي، د پاکستان او طالبانو جګړې ډرامې دي او دواړه لوري د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له عامو خلکو قرباني اخلي. د طالبانو غړی «مبين» تاييدوي، چې خپلو مشرانو د پاکستان پر ضد د څرګندونو له امله بندي کړی او په همدې شرط خوشې شوی، چې نور به د پاکستان پر ضد هېڅ نه وايي. دی زياتوي: «که پاکستاني عسکر مې د کور مخې ته زاړه هم شي، که څه ورته ووايم او د شيدو چای هم پرې څښم.» د نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو هغه پټه ستراتېژي روښانه کوي، چې پر اساس يې؛ که پاکستان پر افغانستان زر ځله نور هم بمبار وکړي، طالبان نه غواړي ورسره اړيکې خرابې کړي.
ZAWIA NEWS47,615 просмотров • 8 дней назад

د طالبانو غړي عبدالحمید حماسي پر کونړ او پکتيکا د پاکستان د تېرې شپې بمبار او تجاوز ته په غبرګون کې د پاکستان پر ضد د جهاد پيلولو خبرداری ورکړی دی. نوموړي په يو پيغام کې ويلي، دوی د انتقام اخيستو لپاره د پاکستان خلاف جهاد پيلولو په موخه د خپل مشر ملا هبت الله امر ته منتظر دي. ملا حماسي وايي، دوی پوهېږي چې په دې جګړه کې د پاکستان او افغانستان عوامو ته زيان رسېږي، نو ځکه بايد د دغه زيان مخنيوي لپاره د پاکستان علماء او سياسيون منځګړتوب ته را ودانګي. نوموړی وايي، پاکستان د پرديو په اشاره پر افغانستان دغه بمبار پيل کړی دی.
ZAWIA NEWS64,980 просмотров • 13 дней назад

د طالبانو دفاع وزیر ملا يعقوب مجاهد په لومړيو کې ويلي و: «ميدان پرېښودل د بې غیرته سړي کار دی!» منابع وايي، نوموړی تر خپلې دغې مرکې وروسته له کندهاره منع شو، چې نور به د پاکستان پر وړاندې څرګندونې هم نکوي. پاکستان پرلپسې پر افغانستان بمبار کوي او د غچ اخيستنې ژمنې د جذبې تر ماتېدو، مناسب وخت او غندنې راټيټې شوې دي. دا مهال د پاکستان بمبار ته د طالبانو د دفاع وزارت پر ځای يوازې يو وياند اعلاميې خپروي.
ZAWIA NEWS15,022 просмотров • 3 дней назад

په شرک، بدعت او خرافاتو مشهور خليفه دين محمد له قبر سره د مراقبې په حالت کې.
ZAWIA NEWS30,518 просмотров • 7 дней назад

په ايران کې افغان مسافرين وايي، په افغانستان کې د يوې بلې جګړې د پيل لپاره د ځورول شويو او له وطن څخه د اېستل شويو ځوانانو د جلب او جذب لړۍ په چټکۍ روانه ده. يو مسافر زاويه نيوز ته وويل، د طالبانو د سختدريځۍ او مستبدانه سياست له وجې ځوانان نن د جګړه مارو ډلو لمن ته په لوېدو دي: «طالبان دې له خپل ظلم او زياتي څخه تېر شي، له خدای دې وډار شي. که دا ځل وطن يوې بلې جګړې ته ځي، نو مسووليت به يې د طالبانو پر غاړه وي.»
ZAWIA NEWS25,011 просмотров • 7 дней назад

د جلال اباد ښار دريمه ناحیه کې، نن مازيګر ناوخته په يو کور کې مور او زوی ويشتل شوي او لور ترې وړل شوې ده. ځايي سرچينو زاويه نيوز ته وويل، د دغې ځوانې نجلۍ پر سر د جنجال قضيه د طالبانو محکمه کې وه، خو د دريمې حوزې لپاره د طالبانو د امر په مستقيم امر نجلۍ له کوره اېستل شوې او د هغې مور او ورور ويشتل شوي، چې دا مهال د ننګرهار روغتون په عاجله خونه کې د کوما په حالت کې بستري دي. #امنيت
ZAWIA NEWS27,794 просмотров • 8 дней назад

دا د سپين بولدک بالولي سيمه ده او هره شپه پرې له دواړو خواوو څخه تر ۶۰۰ موټر اوړي. ځايي اوسېدونکي وايي، د رسمي سوداګرۍ ځای قاچاق نيولی دی او په پټه په قاچاق هوکړه شوې ده. دغه اقدامات داسې مهال کېږي، چې طالبانو او پاکستان د جګړو په ډرامه د عامو خلکو پر مخ لارې تړلې دي.
ZAWIA NEWS25,722 просмотров • 8 дней назад

دا د کابل ښار د دولسمې ناحيې يا احمد شاه بابا مېنې نو اباد کلی کې عبدالرحمن بن عوف جومات سره نږدې د طالبانو د يو غړي کور دی، چې په غير قانوني ډول تشناب په عمومي کوڅه کې جوړوي. ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته وويل، دوی د ناحيې خپل خلک دي او سره له دې چې قوم او ولس پر دې غير قانوني کار شکايت هم کړی، مګر سترګې پرې پټېږي. ځايي اوسېدونکي وايي، د ناحيې مسوولين نور خلک خپلې قانوني ابادۍ ته هم نه پرېږدي او تر هغو چې رشوت وانخلي څوک ترې يوه خښته په بله نشي کېښودلای، مګر خپل غړي يې بيا په دغسې غير قانوني ډول چارې پر مخ وړي او هېڅوک يې مخه نه نيسي: «د دې تشناب لپاره يې د څاه وهلو چارې هم په همدې عمومي کوڅه کې پيل کړې دي.» #فساد
ZAWIA NEWS25,003 просмотров • 8 дней назад

دا په کابل کې د پاسپورټ رياست ترڅنګ د چاپ او نومليکنې خدمتونو هټيو د لارې سر شاګردان او کاري شريکان دي. دغلته عيني شاهدانو زاويه نيوز ته وويل، دغه ځوانان ډېر بې باکي کوي او مراجعينو سره ناسم چلند نکوي: «همدا چې مسافر دې کوڅې ته ورسېږي څوک يې يوې خوا او څوک بلې خواته کشوي. همدلته ولاړ ځينې کسان له مسافرينو پيسې او موبايل هم غلا کوي.» د دوی په وينا، که له مسافرينو سره ښځې هم وي دوی يې يوې او بلې خواته کشوي او بې حرمتي کوي: «د دې حالت مخه بايد ونيول شي. دغه مسافرين د خپلو اداري چارو لپاره بل ځای ته نه ځي، که يو دوکان نه و، بل ته به ولاړ شي، مګر د ګډوډۍ او بې عزتۍ مخه بايد ونيول شي.»
ZAWIA NEWS21,193 просмотров • 7 дней назад

د مدرسې له کم عمره هلکانو څخه د ساعتېرۍ استفادې د يوې بېلګې په توګه، دغه ويډيو له پکتيا پوهنتون څخه د زاويه نيوز يو لوستونکي استولې او وايي، دغلته نږدې د يوې مدرسې استاد هر مازيګر يو کم عمره هلک د پوهنتون احاطې ته بوځي او په ساعتونو يې له ځان سره بوخت ساتلي وي. #مدرسه
ZAWIA NEWS227,951 просмотров • 2 месяцев назад

خوست، پکتيا، کابل، ننګرهار او د يو شمېر نورو ولايتونو پر فضا بېګاه ټوله شپه پاکستاني الوتکو دورې وهلې او له لاندې پرې طالبانو دفاعي ډزې کړې دي. دغه ويډيو د خوست له اسماعيل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ څخه د زاويه نيوز يو لوستونکي استولې ده. د ويډيو پای عکس بيا د پکتيا - ګردېز څخه استول شوی دی، چې دغلته پر فضا پاکستاني الوتکې پکې ليدل کېږي.
ZAWIA NEWS22,259 просмотров • 9 дней назад
2:08
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

دا د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د تېلو ذخیرې ترڅنګ ساحه کې لويه هديره ده، چې ګڼ بې نومه او نښانه خلک پکې خاورو ته سپارل شوي دي. يو ځايي اوسېدونکي زاويه نيوز ته وويل، له تېر کال راهسيې تر اوسه په دې هديره کې ۳۵۴ جسدونه خاورو ته سپارل شوي دي: «د قبرونو په شناختو نمبرونه وهل شوي. په لوګر، کابل، پکتيا او شاوخوا ولایتونو کې چې د چا د کورنۍ غړي هم مړی او ژوندی ورک دی، ښايي دلته يې نښه پيدا کړای شي.» د سرچينې په وينا، دغه راز د وروستيو هغو څلورو کسانو د جسدونو له نښو وروسته افشا شو، چې څه موده وړاندې په دولتي رينجر کې تښتول شوي او وروسته وژل شوي وو. په دې هديره کې نوي جوړ شوي قبرونه ټول د نارينه وو شناختې لري او له وړاندې ګڼې جوړې شوې کندې د شپې په تياره کې د جسدونو خښولو لپاره اېستل شوې دي. #امنيت
ZAWIA NEWS32,889 просмотров • 20 дней назад
4:47
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د «موسا» په نوم د طالبانو دغه غړي له خوست څخه کونړ ته يوه نجلۍ تښتولې ده. د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د استخباراتو لخوا ثبت شوي دغه اقرار کې، چې زاويه نيوز ته رسېدلی، ليدل کېږي؛ موسا د طالب استخباراتي غړو او مسوولينو په ملاتړ او ډاډ دغه نجلۍ له خوست څخه کابل، بغلان او بيا کونړ ته تښتولې ده. موسا وايي، چې د غازي اباد طالب ولسوال مولوي مبارز ورته کور نيولی او د خوندي اړيکو لپاره يې ورته دولتي مخابره هم ورکړې ده. په کونړ کې سرچينو زاويه نيوز ته وويل، دغه قضيه وروسته له هغه افشا شوه، چې د غازي اباد لپاره پخواني طالب ولسوال مولوي مبارز او موسا په شريکه له دې نجلۍ څخه جنسي استفاده پيل کړه: «د طالب استخباراتو له کشف وروسته ولسوال د لويې لارې کنډک ته تبديل شوی. له تبدیلۍ وروسته هم مولوي مبارز د غازي اباد ولسوالۍ په نيشګام کلي د خانزاده ګل په نوم د يو بل طالب جنګيالي کور دغې تښتول شوې جوړې ته په کرايه نيولی او اوس له دې ښځې څخه موسا او ولسوال شريکه جنسي استفاده کوي.»
ZAWIA NEWS31,448 просмотров • 25 дней назад