ZAWIA NEWS's banner
ZAWIA NEWS's profile picture

ZAWIA NEWS

@ZawiaNews150,446 subscribers

Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه

Shorts

د زابل ولايت د مرکز قلات ښار د بازار په کښتنۍ برخه کې جګړه روانه ده. له دغه ځايه د زاويه نيوز يو لوستونکي دغه ويډيو استولې، خو دا چې دغه ډزې د کومو لوريو تر منځ تبادله کېږي، په تړاو يې تر اوسه معلومات ندي ترلاسه شوي. #امنيت

30,048 次观看

په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له وجې پرلپسې درسي ساعتونه خالي پاتې وي. د کندهار په يو ښوونځي کې د استادانو نشتوالی له وجې د زده کوونکو ساعتېري. #تعليم

14,877 次观看

د بدخشان يفتل ولسوالۍ د طالب مخالفينو لخوا د جمعې په ورځ سقوط شوه او هغوی پرې خپل بيرغ پورته کړ. په خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې طالب ضد وسله وال پرلپسې ډزې کوي، د الله اکبر شعارونه ورکوي او ادعا کوي، چې ولسوالۍ يې له طالب جنګياليو پاکه کړې او وسلې او مهمات يې ترې قبضه کړي دي. تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه ندي ويلي.

25,377 次观看

دا د کابل د بګراميو ولسوالۍ مومن اباد کلی دی او د يو عيني شاهد په وينا، دلته خلک وروسته له هغه له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول، چې نوي جوړ شوي کورونه يې ورته ونړول. خلک ادعا کوي، چې طالبان د دوی کورونو ته ننوتلي دي او د دوی ښځو ته يې بې عزتي اړولې ده.

27,419 次观看

د کابل د پلچرخي په يوې لېسه کې ښوونکي خپل شاګرد ډبولی دی.

65,667 次观看

دا موټرسايکل والا مفتي عصمت الله عاصم نومېږي او د کابل ښار د نهمې تعليمي حوزې اړوند د بي بي مهرو د هلکانو لېسې برحاله مدير دي. عيني شاهدان وايي، نوموړی دوه ځايه دنده ترسره کوي او هره ورځ يو ساعت مخکې ځکه له ښوونځي تښتي، چې د کابل ښار په کمپنۍ کې ځان د‌ جومات امامت ته ورسوي. نوموړی په جومات کې د دولتي او ولسي تنخوا د نه قضا کولو لپاره ځان اړ بولي، چې له ښوونځي څخه مخکې ووځي. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د دغه ښوونځي د رخصتېدو وخت ۵ او ۳۰ دقيقې دی، خو دی په ۴ بجو، چې په ويډيو کې ليدل کېږي، د ښوونځي څارندوی ولاړ دي، او دی له ښوونځي څخه تښتي. نوموړي له څلورم بست څخه دريم بست ته د ارتقاء په موخه ځان له پغمان ولسوالۍ د دې ښوونځي مديريت ته تبديل کړی دی او پخوانی مدير يې د همدې امتياز ترلاسه کولو لپاره منفک کړی دی. #فساد

31,168 次观看

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې يو اوسېدونکی وايي، په جمهوري دولت کې د دندې له وجې د دويمې حوزې لپاره د طالبانو امر قاري عبدالله لخوا شکنجه شوی دی. نوموړی زاويه نيوز ته وويل، ده په جمهوري دولت کې د يو څارنوال موټر چلولو او د هماغې دندې په تړاو حوزې ته غوښتل شوی، تحقيقات ترې شوي، ۳۸ ساعته هلته تړل شوی او وهل شوی دی. په دې وروستيو کې د جمهوري دولت د ملکي او نظامي کارکوونکيو د نيول کېدو او شکنجې ورته پېښې زياتې شوې دي.

11,680 次观看

دا د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ «ده حيات» سيمه ده او د طالبانو د ټولپلازې کسان د شل افغانيو پر سر له يو موټر چلوونکي سره لاس او ګرېوان شوي دي. د عيني شاهد په وينا، د کابل - کندهار پر لويه لاره د ټولپلازا پر ايښودو سربېره اوس د نرخ ولسوالۍ او ميدانښار تر منځ هم ټولپلازا جوړه شوې، چې له تېز رفتاره موټرو څخه پيسې ټولوي او د ځايي اوسېدونکو تر منځ دغه ځای په «پاټک» مشهور دی. د عيني شاهد په وينا، دې موټر چلوونکي د دې پاټک پيسې نه درلودې او په موټر کې د ناستو ښځو او ماشومانو د سترګو پر وډبول شو.

13,373 次观看

پر کرکټ لوبې بنديز؛ کندهار او يو شمېر ولایتونو کې ځوانان له کرکټ لوبې منع شوي دي. زاويه نيوز ته په رسېدلې ويډيو کې ليدل کېږي، چې دوه طالب جنګيالي د بېټونو ماتولو په حال کې دي. #کرکټ

19,224 次观看

د پېښور بورډ بازار کې د پاکستاني پوليسو لخوا د افغانانو خلاف د عملياتو يوه صحنه.

10,990 次观看

دا د کندهار عينو مېنې سيد جمال الدين افغان لېسه ده، چې زده کوونکي د يو ښوونکي له ناسم چلند شکايت کوي.

15,375 次观看

د کابل ښار پنځمې ناحيې باغ داوود؛ په نظامي پوستو کې د طالب جنګياليو د ساعتېرۍ يو ډول.

46,357 次观看

دا د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز روغتون دی او زاويه نيوز ته په رسېدلو عکسونو کې ليدل کېږي، چې ډاکتر د درملنې په موخه د ناروغ چپرکټ ته له چپلکو سره پورته شوی دی. دغه راز، له درملو ډکه هغه پيچکاري هم د نوموړي تر چپلکې لاندې پرته ده، چې لږ څه شېبه وروسته ناروغ ته تطبيق شوې ده. دا عکسونه د دولتي روغتونونو د بد وضعيت، د حفظ الصحې نه رعايتولو او له ناروغانو سره د چلند د يوې بېلګې په توګه مطرح کېږي. #روغتيا

20,244 次观看

د کابل - جلال اباد پر لويه لار سروبي ته نږدې نن يو موټر سيند ته غورځېدلی دی. يو عيني شاهد زاويه نيوز ته وويل، دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو تن مړ او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

16,060 次观看

په جلال اباد ښار کې هغه طالب جنګيالی خلکو ډېر زيات وستايه، چې د پاکستاني پيلوټ په نوم يې يو عادي پراشوټ لرونکی کس نيولی و. د هغه په وياړ ډزې وشوې او خلکو له خوښۍ اوږو ته پورته کړ، خو وروسته د جيټ الوتکو غورځولو او د پاکستاني پيلوټ نيولو خبرونه جعلي ثابت شول.

35,072 次观看

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مدرسو او ښوونځيو کې د نڅاوو او سندرو تر ويډيوګانو وروسته، زاويه نيوز ته د دوی د ادارو د وضعيت دغه ويډيو هم رسېدلې ده. دا په يوه اداره کې د دوی د نڅا او د کم عمره هلکانو د بنډار يوه ثبت شوې صحنه ده. #مدرسه

16,102 次观看

د غزني پوهنتون محصلين وايي، امربالمعروف له خپلو صلاحیتونو څخه ناسمه استفاده کوي او محصلين په عذابوي. دغه ډايکونه د سهار له لمانځه مخکې او وروسته د يو ساعت لپاره هره ورځ په لوړ غږ چالانېږي او پکې ترانې غږول کېږي. د امر بالمعروف د اصولو پر اساس، که کوم محصل څخه د جماعت لمونځ ترک شي «انفرادي او په اتاق کې نه منل کېږي»، نو يوه شپه او ورځ ورته ډوډۍ نه ورکول کېږي: «د ږيرې کمولو سزا هم دا ده، چې له هغوی څخه د ډوډۍ کارت اخيستل کېږي.» #امربالمعروف

14,777 次观看

دا د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ مارکوه بازار دی او دغلته ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته وويل، دا دويم ځل دی،‌ چې د سړک پراختيا په نوم د سړک غاړې پخوانۍ ونې وهل کېږي. دوی وايي، لا تر اوسه د سړک پراخولو عملي کار درک نه لګېږي، خو ونې يې وهل کېږي او پلورل کېږي.

12,625 次观看

نورستان کې د لنډغرۍ يوه ثبت شوې صحنه.

نورستان کې د لنډغرۍ يوه ثبت شوې صحنه.

15,570 次观看

دا کابل نړيوال هوايي ډګر دی او دا په چوکيو کې منتظرين د اريانا افغان هوايي شرکت مسافرين دي. يو مسافر زاويه نيوز ته وويل، دوی ته په ټکټ کې د الوتنې وخت ۷:۴۰ دقيقې ليکل شوی و «د ويډيو پای کې يې عکس ليدلی شئ» او درې ساعته له همدې وخت هم وړاندې دوی هوايي ډګر ته حاضر شوي وو، خو پرواز ايله په ۱۲ بجو ترسره شو. دغه مسافرين وايي، دا د ياد شرکت دوامداره ستونزه ده او د شکايتونو او اعتراضونو باوجود ورته حللاره نشي موندلی: «خدمات يې کمزوري دي. بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

14,059 次观看

Videos