正在加载视频...

视频加载失败

بسم الله الرحمن الرحیم زه هغه څه چې زموږ له مهاجرینو سره د اجباري ستنولو برخه کې روان دي، په ډېرې اندېښنې له نژدې تعقیبوم. دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت...

406,498 次观看 • 2 年前 •via X (Twitter)

10 条评论

Ghairat Baheer🇦🇫 的头像
Ghairat Baheer🇦🇫2 年前

مننه ولسمشره❤️

روحانی🦅 的头像
روحانی🦅2 年前

خیانت، جنایت و فرار خودت با این چرند گوی‌هایت فراموش این ملت درد مند نمی‌شود. تو اگر از انحصار گری، قوم گرایی دوری می‌کردی این وضعیت بالای مردم دردمند کشور ما حاکم نمی‌شد. تو فراری مجنون قدرت شده بودی و انسانیت را فراموش کردی و این وضعیت بالای مردم سرزمین حاکم شد. من جای خودت می‌بودم از حرف زدن در مورد کشور شرم می‌کردم، تو اگر وطن را دوست میداشتی، با اعمال جنایت کارانه خود، ملت را از دولت دور نمی‌ساختی و این حالت پیش نمی‌آمد. مانند امان الله در بیرون خواهید مرد و روی سرزمین را نخواهید دید، این فرزندان راست قامت کشور هستند که بار دیگر وطن را آزاد خواهند ساخت و مشکلات کشور را این بار بنیادی حل خواهند ساخت. تمامی موارد تحمیلی از بین خواهد رفت و تمام موارد در آن سرزمین باز تعریف خواهند شد. عمل سر کوب گرایانه تو و تیم فاسد تان کمتر از اعمال جنایت کارانه طالبان نبود، ظالم توسط ظالم از بین رفت و تیم عادل بار دیگر بنیاد ظلمان را از بین خواهد برد. بعد پیروزی این بار نظام مردمی شکل خواهد گرفت و برای جنایت کاران تاریخ در سرزمین ما جای نخواهد بود. در زمان حاکمیت تو جنایت کار تنهای چیزی که نبود، وحدت، برابری، عدالت و قانون بود، آنچه فراوان بود، تعصب، قوم‌گرای، انحصار، نفرت، مزدوری و بربریت. لعنت بر تو خائن ملی وطن فروش. روحانی

Paktian 🇦🇫 的头像
Paktian 🇦🇫2 年前

ډېر مننه ګران او سپڅلۍ قدرمن ولسمشر بابا 💚❤️🖤

KK Zadran 的头像
KK Zadran2 年前

زرینی کرښی دی ، طالب چارواکو تہ پہ کار دہ چی دغہ وړاندیزونہ تہ جدی توجہ وکړی تیر وختونہ بیا نہ راگرحؔی!!!

Zaidan ziazai 🇦🇫 的头像
Zaidan ziazai 🇦🇫2 年前

در پناه حق باشید جناب رییس جمهور صیب محترم

jamshed paktin ( جمشېد پکتين ) 的头像
jamshed paktin ( جمشېد پکتين )2 年前

ډوزماره! دا خو ستاسې د شل کالنو غلاميو او غلاو پايله ده چې په ټريليون ډالرو کې مو مهاجرين راستانه نکړل، په هغه ډالرو خو ماړه نشوى بلکه په 70 ميليون ډالر مو د اغزن تار اجازه او کيلو مترونه خاوره هم ورکړه اوس ستاسې په شان غله ظالمان او سوال ګر ندي حاکمان، مهاجرين ښه سمبالولى شو💪

🇦🇫HOTAK 的头像
🇦🇫HOTAK2 年前

ژوند ژوند ولسمشره🇦🇫❤️🇦🇫

Abdul Rashid Ayobi 的头像
Abdul Rashid Ayobi2 年前

ژوند ژوند

Qudrat Ullah 的头像
Qudrat Ullah2 年前

اشرف مګک لیونۍ شوې 😂🤣

قاری نصرت هلمندی 的头像
قاری نصرت هلمندی2 年前

تاسو نور خپل مشروعیت دلاسه ور کړی دی! ته افغانانوته په یو قاتل غل تښتیدلي معرفی یی، تا چی کم ظلمونه د مظلوم اولس سره وکړه هغه تاریخ ولیکل! د افغانستان په تاریخ کي داسي بیغیرته غلام غرب پاله اولس مشر نه و راغلي ستا دنامه څخه اولس استفراق کوي!

相关视频

بسم الله الرحمن الرحیم. تبریکات صمیمانه خود را به مناسبت فرارسیدن عید سعید اضحی به هموطنان گرامی و مسلمانان جهان تقدیم میدارم. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. د خپلو نورو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو ترڅنګ، هغو خویندو او وروڼو ته د لوی اختر ځانګړې مبارکۍ رسوم چې د بیت الله شریف د زیارت الهی نعمت یې نصیب شوی دی. هیله لرم چې د یوه باثباته، مشروع نظام لرونکي، مرفه او متحد افغانستان له پاره د هغوی دوعاګانې په الهي دربار منظور شوې وي. مطمئن یم چې د غزې کړېدلی ولس به یې هم په خپلو دوعاګانو کې نه وي هېر کړی. پاک الله (ج) دې د دوی او زموږ ټولو عبادتونه او زارۍ قبولې کړي. همه ما در حالیکه با مسرت تمام، ایام خجسته عید را تجلیل می کنیم، در عین حال درد و رنج هموطنان عزیز خود را که در زلزله های ویرانگر و سیلاب های مدهش اخیر جانهای خود را از دست داده یا متضرر و بی جا شده اند، نیز فراموش نه می کنیم. من شخصاً از تمام آنهاییکه در لحظات دشوار به امداد این هموطنان مصیبت زده ما رسیدند، اظهار امتنان می کنم. زموږ د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی. لکه پخوا چې مې ویلي دي طبیعت په تلاطم کې دی، طبیعي حوادث ډېرېږي او د وچکالیو او سېلابو دا خبیثه حلقه به بیا بیا تکرارېږي. ددې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي. د افغانستان د ولس لوی ترینه پانګهجمعي عقل او ملي وحدت دی؛ جمعي عقل په مشورو او جرګو کې راښکاره کېږي او د ژوند لارې د جمعي عقل په ټولېدو او استعمال کې روښانېږي. عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بښلی. تُوره او توپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي. دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. همه میدانند که افغانها به طور واضح و آشکار مشروعیت نظام و حکومت قابل قبول برای همه می خواهند، اما ترجیح می دهند این کار از راه صلح آمیز صورت گیرد، طرفدار جنگ و خونریزی نیستند، زیرا ضرب المثلی دارند که می گوید: «گِرهی که با انگشت باز می شود نیاز به دندان و مشت ندارد.» اما این صبر و شکیبایی مردم نامحدود نیست و نه شود که این گِره را کور بیابند و برای باز کردن آن خدای نخواسته به دندان و مُشت متوسل شوند که این، راه ویرانی و تباهی کشور است که در نیم قرن گذشته با درد و رنج بارها تجربه شده است. حکم دیگر عقل جمعی ما اینست که «آزموده را آزمودن خطاست». ازین جهت ایجاد و تحکیم مشروعیت هرگز نباید به معنی رویکار کردن مجدد افراد آزموده شده و منفور قبلی تلقی شود. آینده کشور را باید اکثریت قاطع مردم افغانستان که عبارت از جوانان، زنان و افراد بی بضاعت اند، تعیین و مسیر آینده کشور را مشخص سازند. د اسلام د مبین دین اساس په فردي مسوولیت درېدلی او الله (ج) بیا بیا په مجید قرآن کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ د هر چا حساب جدا دی. اُخروي مجازات او مکافات یوازې د لوی خدای (ج) په لاس کې دي. د اسلام ستر پیغمبر اکرم (ص) ته زموږ د خالق صریح هدایت دادی چې ته لارښوونې ته استول شوی یې نه د خشونت له پاره. له عشره مبشره پرته نور هیچا ته دا معلومه نه ده چې په قیامت کې یې مکافات یا مجازات څه دي او څومره دي. نو ځکه هیڅوک حق نه لري چې په دې دونیا له انسانانو سره د هغوی د اعمالو محاسبې ته لاس واچوي. دلته حساب واضح دی او زموږ اعمال زموږ په عقل او ارادې پورې تړلي دي او هر یو به خپل حساب ورکوي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ ددې متل روح چې «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي» تر پخوا ډېر واضح معلومېږي او هغه دا چې خلک په پټه خوله، په پټه حکومتدارۍ او پټو معلوماتو نه غولېږي. خلک هرڅه ویني او د هغو له مخې قضاوت کوي. بناءً ضرور ده چې په دې بختورو شپو ورځو کې موږ ټول د آزادۍ له پاره د اسلام د مبارک دین د پنځو اصولو، مشروع حکومتدارۍ او د بیت المال د شفاف استعمال هدایاتو ته په پام سره د آخرت تر څنګ په دې دونیا کې هم ځانونه د خپلو اعمالو مسوول وبولو، په تېره بیا هغوی چې په انفجار او انتحار کې یې لاس درلود، ځکه صریح قرآني حکم دی چې «د یوه بیګناه انسان قتل د ټول بشریت قتل دی». دلته غواړم یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو ته روښانه کړم چې زما فکر د جوړولو او ودانولو فکر دی. په داسې حال کې چې خپلو خلکو ته د هر څه او هرې نېکمرغۍ غوښتونکی یم، ځان ته هیڅ نه غواړم. هڅه مې داده چېد وطن د ودانۍ او د ولس د سوکالۍ له پاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړم او له دې لارې خپله ونډه ادا کړم تر څو چې د مشروعیت امانت چې ماسره دی، یو مشروع نظام ته وسپارم. زنده باد افغانستان یشه سن افغانستان ژوندې دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

197,869 次观看 • 2 年前

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,282 次观看 • 11 个月前

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 次观看 • 1 个月前

زه د یو افغان په توګه د خلیفه صیب بې وسې وځورولم چې هغه د پاکستان د تجاوز او یرغل په مقابل کې حتی په تنده لهجه خبرې نه شي کولی، یو روښانه دریځ هم نه شي لرلی، بلکې دومره مجبور دی چې د پاکستان څلویښت کلنه افغان ضد تګلاره او سیاست، ښېګڼه او خدمت بولي، ستاینه یې کوي او څو ځله یې یادوي. هغه سیاسیون چې له بهرنیو استخباراتو سره بلک میل دي او یا نه یو ډول یې څادر د هغوی تر پښو لاندې دی، په افغانستان کې هیڅکله او هیڅ ډول مستقل او ازاد سیاست نه شي کولی. په حقیقت کې نیابتي ډلې د ازاد سیاست او خودمختارۍ جوګه نه دي، که څه هم د موقت وخت لپاره د قدرت څښتنان شي او د واک پر ګدۍ کېنول شي. ملي احزاب او ملي ګوندونه چې د ولس له متنه جوړ شوي وي، سیاسي تګلاره یې د ولس په اراده، رایه او جمهوري ارزښتونو ولاړه وي، د افغانستان د معضلي حل کیدی شي چې له بده بخته موږ هیڅ داسې ملي ګوند نه لرو. شل کلن جمهوریت د ملي ګوندونو د جوړښت لپاره یو ښه فرصت و، خو د جمهوریت بانیانو هیڅ دې مسلې ته پام ونه کړ، دوی هم یواځې د جمهوریت تمثیل کاو، جمهوري تګلارې او په ټولنه کې د جمهوریت بنسټیز کیدلو ته ژمن نه و، ځکه له ملي ګوندونو پرته څنګه کیدی شي چې جمهوریت په ټولنه کې بنسټیز شي. څلور کاله تېرېږي، جمهوریت غوښتونکي یا په بله اصطلاح روڼ اندي په یوه ملي روایت متفق شوي نه دي، ملي روایت یې ایجاد کړی نه دی، بلکې په تېر جمهوري روایت هم نه شي سره را یوځای کیدی. زما خبرې به نهیلې کونکي وي، خو دا یو سپین حقیقت چې موږ یې وینو او یوه روښانه ستونزه ده چې موږ یې تجربه کوو. چورت مه خرابوئ! د ستونزې پېژندل هم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، ځکه حلا لارې د ستونزې تر تشخیص ورسته مطرح کېږي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

46,937 次观看 • 1 年前

بسم الله الرحمن الرحیم د لوی اختر په راتګ خپل ملت او اسلامي اُمت ته صمیمانه مبارکي وړاندې کوم. فرارسیدن عید سعید قربان به مردم کشور و مسلمانان جهان مبارک باد. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. وطنوالو، د ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته په خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي. نژدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو. سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو، زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی. د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده. سره له دې چې د وروستیو شلو کلو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو یو څه کراري راوسته، خو خشونت یې ونه دراوه. دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې موږ غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا، لاسته راوړنه نه ده؛ دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي «په زور کلي نه کېږي»! منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي: «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي. طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای: واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا، دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي. د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي. اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نهیوازې اوسنيو، بلکې خپلو راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړو. هموطنان، خون و خشونت دومدار، روان جمعی ما را پیهم صدمه زده و شاید دیگر زمان آن فرا رسیده باشد که همه با هم، استفاده از آن به عنوان وسیله حصول به اهداف سیاسی را رد کنیم. استفاده معقول از فرصت موجود میتواند داستان نیم قرنه خون و آتش در کشور را به تاریخ تحویل دهد، مشروط بر اینکه بعنوان حربه ای برای حصول اهداف گروهی توسط طالبان مورد استفاده قرار نه گیرد. اکثریت آنها نیز شاید اکنون درک کرده باشند که گذار به یک امنیت پایدار، خواست ملی است و اگر با وجود واقعیت های عینی کنونی تحقق یافته نه تواند، مسوولیت عواقب آن بر دوش رهبران این گروه خواهد بود. اما برای رسیدن به این هدف، طالبان باید نخست با خود، در گام دوم با دین مقدس ما - اسلام که مخالف خشونت است، و بعد با ملت افغان صلح کنند. له اسلام سره د طالبانو سوله به د دین په پلمه د وطن، افغانانو او نړۍ په ارتباط د هغوی تنګ نظري له منځه یوسي او سترګې به یې هغو لارښوونو ته پرانستل شي چې پاک خدای (ج) خپل منلي رسول (ص) ته په قرآن شریف کې اورولې دي. د دوی اعمال او سیاستونه له ډېرو قرآني احکامو سره په ټکر کې راځي. د مثال په ډول، د الغاشیه سورت په ۲۱ آیت کې صریح الهي حکم دی چې تفسیر یې داسې راځي: «په یاد ولره چې ته نورو ته د یادونې او نصحیت له پاره استول شوی یې، نه ددې له پاره چې پر هغوی مسلط شې یا قضاوت وکړې. مجازات او مکافات هر چاته، په آخرت کې د الله (ج) له خوا ورکول کېږي». خو طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دونیایی حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي. خویندو او وروڼو، موږ غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو. تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟ همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي. آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ آیا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی، ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی. نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي. هموطنان، در اینجا میخواهم از افغانان متواری در کشور های دیگر به خاطر خدمات صادقانه شان به مردم اظهار سپاس کنم که با زحمات خود عزت و آبروی افغانها را تامین کردند. اکنون هم با وجود دوری فزیکی، آنها هر لحظه در کنار وطن و مردم خود قرار دارند و دردی را که مردم در داخل متحمل می شوند، اینها در غربت به دوش می کشند. تجربه جهانی دیاسپورا همواره شاخص های مثبت و منفی داشته که افغانها نیز از آن مستثنی بوده نمی توانند. در حالیکه آشنایی با جهان باعث رشد فکری و مسلکی شده است، خلای ایجاد شده، زمینه دامن زدن به نفاق ملی توسط بعضی ها را نیز مساعد ساخته است. اما افغانهای مقیم خارج نه باید حق نمایندگی خود را به یک حلقه کوچک نفاق افگن بسپارد. شما باید وسیلهٔ یک اندیشه سازنده شوید تا ازین حالت بیرون بیایید. خوشبختانه فرصت ها و چاره های زیادی برایتان میسر است که از آن به نفع جامعه خود در خارج و داخل استفاده نمایید. یکی از این راه ها، دیجیتل سازی و کار روی ایجاد یک افغانستان دیگر در فضای مجازی است که محور تجمع هموطنان ما در خارج شود. زندگی در غربت، هیچګاه برای هیچ کسی یک انتخاب طبیعی نه بوده است و به همین دلیل است که به قول مولانای بزرګ، «باز جویند روزگار وصل خویش». عودت منسجم و با عزت مهاجرین افغان از ایران و پاکستان در چهارچوب یک صلح پایدار، در صدر برنامه های کاری ما قرار داشت. اکنون تنها ثبات سیاسی، صلح پایدار و امنیت دوامدار امکان برگشت پنج ملیون مهاجر افغان، از جمله سیل مهاجرین ماه های پسین را فراهم کرده می تواند. خویندو او وروڼو، اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو. د نظام شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي. همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده. ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل. دلته زه له دې فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سو‌ٔ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي. د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسالې حل د دوی تر وس پورته دی. موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او زه، بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو ددغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم. ژوندی دې وي افغانستان زنده باد افغانستان یشه سین افغانستان

Ashraf Ghani

428,002 次观看 • 3 年前

د نورستان د محاصرې تر شا توطیه په کابل او نورو ولایتونو باندې د پاکستان د هوایي بمباریو نه وروسته، هغوي داسې ښودله چې د چمن له لارې په کندهار ځمکنې حمله وکړي خو د پاکستان اصلي هدف د چترال د لارې نه د کونړ د ناړې او نورستان د سیمو کنترول دی چې ځینو پخواني قوماندانانو ته چې د شمالي ټلوالې سره اړیکې لري، لاره خلاصه تر څو د اوړي د رارسیدو سره د بدخشان له لارې د طالبانو په ضد عملیات پيل او ځیني سیمې ونیسي. پاکستان د دغه پلان لپاره تقریبا دوه کاله د مخه یو شمیر پخواني مهم قوماندانان اسلام اباد ته غوښتي و او د ځینو سره په دوبۍ او استانبول کې هم غونډې درلودې. هغه وخت ورته شرایط برابر نه و خو اوس ورته شرایط برابر دي ځکه پاکستان ولیدل چې د دوی د ناروا بمباریو په خاطر دنیا او د سیمې هیوادونو منفي عکس العمل ونه ښوده او هم طالبانو هسې هوایي شور ماشور جوړ کړ او عملي اقدام د پاکستان په ضد نشي کولې او که اقدام هم وکړي، موثره به نه وي ځکه د طالبانو حاکمیت د جدي انزوا سره مخامخ دی او ولسي مشروعیت نه لري، نو دا ښه وخت دی چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو ته زمینه مساعده او خپل ماهیان ونیسي. که څه هم پاکستان ته به دا عملیات ډیر درانده او قیمته تمام شي ځکه زه فکر نه کوم چې د پاکستان داسې پروژوي عملیاتو لپاره، امریکا، چین، روسیه یا عربي هیوادونه مصارف ورکړي. البته دا چې میدان شغالې دی، پاکستان ګډوډي جوړولې شي. خو دا چې د طالبانو مشر ملا او یا خلیفه دین محمد د ښځو او احوال شخصیه په مسایلو بوخت دي او ویاند صیب هم همداسې کورني مصروفیات لري، لکه خلیفه دین محمد چې هم یادونه وکړله چې اکثره طالبانو دوه او درې ښځې کړیدي او مصروفه دي، کوښښ کوي چې هر څه د ولس نه پټ وساتي. لکه مخکې مې چې په کراتو یادونه کړې، تر څو چې ولسي مشروعیت او د یو قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره د یوې واقعې لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان د پاکستان د حملو او تخریبي عملیاتو مخه نشي نیولې. که افغانستان د انزوا حالت نه ووته، ببا ممکنه ده چې د پاکستان د دسیسو مخه په داخل او نړیوال ستیج کې ونیول شي. دا چې طالبان اسانه سیاسي ځواب چې د پاکستان سفیر اخراج او واقعي لویه جرګه راوغواړي، نشي تر سره کولې، نو نظامي ځواب هم هیڅکله ممکن نه دی. د جنګ په دوام سره به د افغانستان نه سوریه یا سوډان جوړیږي او د دې حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو بیا چې هیواد وران، په زرهاو افغانان ووژل شي، خیر به یې افغانستان ته څه وي. په داسې حالت کې به طالبان خامخا له منځه ځي او نورې افراطي ډلې به رامنځته کیږي خو د طالبانو تور مخ به د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل لپاره بیا ثبت شي. بس افغانستان او افغانان د خبیثه مثلثونو په منځ کې راګیر دي. خدای دې خیر پېښ کړي. د یو باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

Shahmahmood Miakhel

48,755 次观看 • 4 个月前

د پاکستان له لوري د «رژیم» د بدلولو خبره یې اورېدلې ده ډېرو تښتېدلو بیا پاکستان ته لکۍ ښورول پیل کړي دي. ما ویلي وو چې پېغور به نه ورکوو؛ نه نه زه وایم هغوی ته به د تېښتي پېغور هم ورکوو چې د پاکستان ډول ته نڅېږي. د پاکستان پرلاس که له دې هیواده دبۍ جوړېږي موږ یې نه غواړو. اوس چې طالبانو له پاکستان نه د ځان د خلاصون هڅه وکړه؛ ځیني د قدرت عاشقان لګیا دي بیا یې کوښښ کوي چې د افغانستان واګې پاکستان ته ور وسپاري. هر هغه افغان یا د افغانستان هویت استعمالونکی خاین او جاسوس دی چې د پاکستان پر لاس د افغانستان د تغیر هڅه کوي. د هرچا چې طالبان نه دي خوښ په افغاني دودیزو لارو دې مخالفت وکړي؛ په افغاني دودیزو لارو دې واک ترې واخلي نوش جان دي شي. دا یاد ساتئ پاکستان په هیڅ ډول په هغه حالت کې نه دی چې د افغانستان نظام بدل کړای شي. پاکستان په پورونو کې غرق؛ په کورنۍ جګړه او سیاسي بې ثباتي کې ښکېل یو غیري جمهوري هیواد دی چې د افغانستان د نظام د بدلولو توان نه لري. د پاکستان له لاسه د مذهب د کنټرول تناب وتلی؛ ژر به په چیغو او فریاد د طالبانو پښو ته ور ولوېږي. پاکستان چې له طالبانو او پخوانیو مجاهدینو سره هم وفا ونه کړه دا له هیڅ افغان سره وفا نه کوي؛ دوی دربدره؛ وږی او مجبور افغانستان غواړي او دم ګړی ددې کار مخنیوي ته طالبان ولاړ دي او همدا د پاکستان لپاره لوی سر خوږی دی. هغه ټول کسان و غندۍ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي؛ د هغه ټولو پخوانیو چارواکو د پخوانیو ظلمونو؛ فساد؛ خپلوي پاللو داستانونه رسوا او را وباسئ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي.

Mirwais Afghan

24,161 次观看 • 8 个月前

اوس د نړیوالې پوهې او تجربو په رڼا کې دا بېخي شونې شوې چې په پنځو کلو کې یو نوی ځنګل راجوړ او د صحرا کېدو مخه ونیول شي. د جاپاني پوهانو په عقیده، که نوې ونې تر پنځه کلنۍ سمې وپالل شي، تر هغه وروسته خپله دومره رطوبت تولیدولی شي چې د وچېدو مخه یې ونیسي. آسانترین و ارزانترین راه سبز نگهداشتن درختهای تازه غرس شده در اقلیم های خشک، استفاده از سیلاب هاست که آب آن با مدیریت سیل بُرها،نخست ذخیره و بعد به ساحات جدید جنگلزار انتقال داده شود. این تجربه در نقاط مختلف جهان با موفقیت عملی شده است. دغه راز د مرحوم ډاکتر ناکامورا میراث چې د کونړ سیند ځینې برخې یې مهار او سواحل او دښتې یې د سیمه ییزو ونو او کم مصرفه موادو په کارولو زرغونې کړې، زموږ له پاره یو ارزښتناک لوست دی. د پخوانیو ځنګلونو د ساتنې او د نویو د زرغونولو له پاره په کار ده چې مسلکي پوهه له ولسي پوهې سره داسې ترکیب شي چې ولس د ځنګلونو ایجاد او د زرغونو سیمو پراختیا د تهدید پر ځای په خپله ګټه وبولي او په کې ښکېل شي. و این دقیق همان کاری بود که ما بعد از بازاریابی برای محصول جلغوزه، در قسمت تکثیر درختان آن با ایجاد قوریه ها و محافظت آنها از صدمهحیوانات محلی، مخصوصاً بزها با همکاری مردم ولایات جنوب شرقی کشور انجام دادیم. د ځنګلونو په برخه کې د نړیوالو تخنیکي او مالي امکاناتو جلب هم شونی دی، خو دا کار تر هغو چې په هېواد کې یو مشروع او ټولمنلی حکومت نه وي، نه شي کېدای. د ځنګلونو په اړه په دې دویم او وروستي پودکاست کې پر همدې موضوعاتو خبرې شوې دي. متن کامل این گفتگو و سایر معلومات مربوط به برنامه را به زبانهای پشتو، دری و انگلیسی از لینکهای ذیل دریافت کنید:

Ashraf Ghani

72,235 次观看 • 2 年前

هغوی چې طالبان نه پېژني او په تګلاره یې نه دي خبر د ملا یعقوب اخوند دې څرګندونو ته ډېر خوښ دي او د خوښې ځای هم دی که طالب ۱۸۰ درجې تغیروکړي، خو شونې نه ده، ځکه په څلور کلونو کې یې هیڅ تغیر نه دی کړی او دا تغیر د طالبانو د ویلې کېدلو او د اسلامي امارت د مفهوم د له منځه تللو په مانا دی. ملا یعقوب اخوند د ملي منافعو خبره کوي او ملي منافع د دولتونو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ګټو استازیتوب کوي چې تر ډېره بریده د معاصر ملت-دولت (Nation-State) په چوکاټ کې تعریفېږي. د طالبانو نظام اسلامي امارت دی، که څوک د اسلامي امارت په مفهوم پوهېږي؛ نو بیا د ملت، ملي منافعو، ملي حاکمیت او محدودي جغرافیې خبره نه کوي، د اسلامي امت او اسلامي خلافت اجنډا به لري. طالبان چې د جمهوریت په اساسي قانون نقد کوي، لومړی ګوته د اساسي قانون په څلورمه ماده کې (ملي حاکمیت) ته نیسي، ځکه اسلامي امارت وایې چې (ان الحکم الا لله) او داسې یې تعبیروي چې حکم او حاکمیت د الله تعالی دی او انسان په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه یا نائب دی او د اساسي قانون څلومه ماده داسې صراحت لري: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يايې د خپلو استازيو له لارې عملي كوي». څوک چې په ملي منافعو باور لري، په ملت، محدوده جغرافیه، ملي حاکمیت، د ملت په رایه، ټاکنو/انتخاباتو به هم باور لري، ځکه دا ټول تړلي مصطلحات دي چې د معاصر ملت-دولت په چوکاټ کې تعرفېږي، خو طالب د ملت رایه او ټاکنې جمهوري ارزښتونه ګڼي او له اسلام او اسلامي نظام له جوړښت سره یې په ټکر کې بولي. ډېری طالبان د اسلامي امارت په مفهوم نه پوهېږي، په تېره بیا کشران چې هم یې زده کړې او هم د زده کړو دائره محدوده ده. ملا یعقوب اخوند هم کشر دی او د زده کړو کچه او دائره دواړه یې محدوده دي، زه په دې پوخ باور لرم چې د ملي منافعو خبره یې هسې تر خولې وتلي او د دې اصطلاح په واقعي مفهوم نه دی پوه شوی. حزب التحریر او اسلامي دولت/داعش په طالبانو همدغه انتقاد لري او ورته وایې چې که تاسې تر یوې جغرافیې پورې محدود پاتې شئ؛ نو تاسې خپله تګلاره پرېیښي ده، خپل نظام ته به اسلامي نظام نه وایاست، ځکه اسلامي نظام تر کومې ځانګړې جغرافیې پورې محدود نه پاتې کېږي او نه حدود لري، مسلمانان تر خپل منځ پولې نه لري، یواځې له کفري نړۍ سره یې پوله مالومه وي، خو طالبان د دوحي د قرارداد له امله له محدودي جغرافیې نه شي وتلای او نه چا ته ګواښ جوړېدلای شي. له همدې امله اسلامي دولت/داعش د طالبانو په خلاف د جهاد فتوا ورکړي او وایې چې طالبان له خپل اسلامي مسیره ګرځیدلي دي، دوی د اسلامي امارت او اسلامي خلافت د بېرته را ژوندي کولو لپاره جهاد نه دی کړی، بلکې د خپل واک او قدرت د ترلاسه کولو لپاره یې جګړه کړي ده.

Rahmatullah Andar🇦🇫

38,713 次观看 • 1 年前

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

15,755 次观看 • 1 年前

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ

قاري منصور اسرار

41,553 次观看 • 2 年前

زما ګرانو هېوادوالو، خویندو او وروڼو، زه په یوه ودان وطن کې د یوه هوسا ژوندانه له پاره د هر افغان د زړه هیله لیدلی او په نه تحقق یې د هغوی د پېړیو مایوسي درک کولی شم. همدغو ګډو هیلو ته مسیر ورکول او د بېوزلۍ د ساندو پرځای، د وزلۍ او شتمنۍ تلقین جوړول تل زما د ژوندانه هدف و او دی، ځکه زما باور دادی چې زموږ بېوزلي نه ابدي وه او نه ازلي کېدلی شي، یوازې "د الماسو په خزانه پروت وګړي" له خوبه راویښول او په خپلو امکاناتو باوري کول غواړي. "د ژوند لارې" لړۍ په دوام دا خپرونه د همدغو هڅو یوه برخه ده. در این پودکاست نوبتی که شکل یک پیشگفتار را دارد، به مساله اقتصاد افغانستان در شرایط موجود پرداخته شده و راه ها و چاره های ایجاد تغییر مثبت، به اجمال مرور شده است. بخش های مختلف مربوط به اقتصاد افغانستان بالنوبه در برنامه های متعدد مورد بحث قرار خواهند گرفت. په خپرونه کې د یادو شویو مسالو نور جزییات او د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له دې لېنک نه تر لاسه کولی شئ:

Ashraf Ghani

111,778 次观看 • 2 年前

د ولسمشر غني وروستې دریځ ته د طالبانو رسمي غبرګون واورئ او بیا قضاوت وکړئ چې ایا له طالب سره ګډ کار کیدای شي؟ ایا هغوی د چا کار، رایې او نظر ته درنښت او اړتیا لري؟ او… زه خپله په دې باور وم او یم چې طالبان له ځانه پوره دي، د هیچا مشورې او کار ته اړتیا نه لري، بلکې یواځې ځان اهل کار ورته ښکارېږي. د ولسمشر وروستی دریځ د اتمام حجت لپاره، مناسب ګام و، خو له دي وروسته هم چې څوک طالب ته مشورې ورکوي او یا په دي تمه ناست یې چې طالبان به ملت او ولس ته مراجعه وکړي، په ځان ، ولس او ملت ملنډې وهي. هغوی چې د افغانستان په سیاست کې مطرحي څېرې وي او یا ځان ګڼي، دوه لارې لري، یا به د عفوي کارت اخلي، له مسولیته به ځان خلاصوي، د کرزي صیب، ډاکتر صیب عبدالله او امثالهم په څېر به ارام ژوند کوي اولادونو ته به یې په بهرنیو مکاتبو او پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره وي، د زکام د درملنې لپاره به هم بهرنیو هېوادونو ته د سفر امکانات لري او یا به مسؤلیت مني او روان بحران ته به د حل لار پیدا کوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

41,436 次观看 • 8 个月前

وآؤرئ او ویښ شئ شبر زیدي د پاکستان د FBR مشر و د افغانستان په اړه چې کوم فکر لري دغه فکر مکمل پنجابیان لري. کله چې یو پخوانی لوړپوړی پاکستانی چارواکی د کابل او کندهار د بېلتون، د پښتون او غیرپښتون په نوم د افغانستان د وېش، او د افغانانو د «کنټرول» خبره کوي، پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان تل د قوم، ژبې، سمت او جغرافیې په کرښو د ټوټه کولو له تصور سره مخ کېږي؟ افغانستان کابل او کندهار نه دی؛ افغانستان یو هېواد دی. کندهار د کابل دی او کابل د کندهار. هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، بامیان، هلمند او ټول ولایتونه د یوه وطن برخې دي. پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستانی، پشه‌یي او د دې خاورې نور ټول خلک د افغانستان ګډ مالکین دي. هېڅ بهرنی سیاستوال حق نه لري چې زموږ د وطن نقشه د قومونو په نوم ووېشي. د تېرو څو لسیزو تر ټولو دردناک درس دا دی چې هر ځل افغانان د قوم، ژبې، سمت، مذهب او سیاسي نومونو پر اساس یو د بل پر وړاندې ودرول شول،تاوان او تباهي یې افغانستان ته ورسېد ګټه یې دشمن ته. کورونه د افغانانو وران شول، اولادونه یې ووژل شول، کډوال افغانان شول او نسلونه یې له تعلیم او پرمختګه پاتې شول؛ خو د سیمې د نفوذ سیاستونه دوام پیدا کړ. نن هم خطر همدا دی. که څوک د پښتون په نوم تاجک ته د دښمن په سترګه ګوري، یا د تاجک په نوم پښتون ته؛ که څوک شمال د جنوب پر وړاندې او کابل د کندهار پر وړاندې دروي، په عمل کې د افغانستان د تجزیې لپاره فکري زمینه برابروي. د افغانستان د سیاست تر ټولو خطرناک شعار هغه دی چې افغان ته وایي: ستا اصلي دښمن ستا بل افغان ورور دی. هغه افغانان چې د بهرنیو قدرتونو د سیالیو لپاره خپل وطنوال د قوم، ژبې او سیمې په نوم پاروي، باید پوه شي چې د دې لوبې پای د هېڅ افغان په ګټه نه دی. که جګړه بیا بلېږي، اور به یوازې د یوه قوم کور نه سوځوي؛ ټول افغانستان به سوځوي. افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې دومره وینه ورکړې چې نور باید د پردیو د ستراتیژیکو حسابونو د تصفیې میدان نه شي. که نن بیا څوک وسله‌وال، جنګسالاران، افراطي ډلې یا د واک تږي کسان د یوې نوې نیابتي جګړې لپاره راټولوي، افغانان باید د هغوی د شعارونو تر شا هدف وویني. هر څوک چې د بهرني ملاتړ په تمه د افغان پر وړاندې ټوپک پورته کوي، باید وپوښتل شي: د دې جګړې ګټه به چا ته رسېږي او جنازې به د چا کورونو ته ځي؟ د شبر زیدي خبرې ځکه د بحث وړ دي چې موږ ته یو خطرناک تصور راښيي: افغانستان باید کمزوری، متفرق او د نورو تر نفوذ لاندې وي. د دې تصور پر وړاندې ځواب باید بله قومي جګړه نه وي؛ ځواب یې باید ملي یووالی، سیاسي شعور او د افغانستان پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار وي. نه کابل د چا تر کنټرول لاندې دی، نه کندهار د چا د ملکیت برخه ده او نه پنجاب حق لري د افغانستان لپاره د واک حدود وټاکي. افغانان د چا غلامان نه دي چې څوک پرې بحث وکړي څومره آزادي باید ورکړل شي!؟ زموږ اختلافات شته، زموږ سیاسي ستونزې شته او زموږ د تېرو حکومتونو او اوسنیو واکمنانو په اړه سختې نیوکې هم شته؛ خو دا ټول د افغانانو خپل بحث دی. هېڅ بهرني لوري ته دا حق نه ورکوي چې زموږ د قومي اختلافاتو په ژورولو سره زموږ د وطن د برخلیک نقشه جوړه کړي. افغان باید بالاخره دا یوه جمله په عمل کې ثابته کړي: له بدخشانه تر کندهاره، له هراته تر ننګرهاره، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ نه یې قومونه د وېش کرښې دي، نه یې ولایتونه جلا هېوادونه، او نه یې راتلونکی د بل هېواد د نفوذ ملکیت دی. پنځوس کاله جګړه بس ده. پنځوس کاله پردۍ اجنډاوې بس دي. پنځوس کاله د افغان په لاس د افغان وژل بس دي. که افغانستان ژغورل کېږي، د پښتون په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د تاجک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د هزاره او ازبک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي؛ افغانستان یوازې د خپلو ټولو خلکو په یووالي ژغورل کېږي. کوم خلک چې د پاکستان لمنې ته ځانونه غورزولي هغوی باید د همدې ویډیو څخه درس او عبرت واخلي

Qari Eisa Mohammadi

14,144 次观看 • 4 天前

د ملي بیرغ د ورځې په ویاړ کله چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د کابل په اسمان کې رپېږي، داسې احساس کېږي لکه د دې خاورې پنځه زره کلن تاریخ، د شهیدانو سپېڅلې وینې او د آزادۍ نه مړېدونکي ارمانونه چې یو ځل بیا ژوندی شوي وي. دا بیرغ یوازې درې رنګه ټوکر نه دی، بلکې د یوه ملت د عزت، خپلواکۍ، هویت او تلپاتې ویاړ ژوندی سمبول دی. د پخواني ولسمشر محترم کرزي صاحب د واکمنۍ پر مهال، په کابل کې د ملي بیرغ لپاره هغه لوړ بیرغ‌ستون، چې د هند هېواد په مرسته جوړ شو، د خپل وخت له سترو ملي پروژو څخه ګڼل کېده. د دغه ستر بیرغ رپېدل د دې پیغام ورکاوه چې افغانستان، له ټولو ستونزو سره سره، خپل ملي هویت او خپلواک عزت ژوندی ساتلی دی. هر ځل چې هغه درې رنګه بیرغ د کابل په اسمان کې رپېده، د وطنپالو زړونه یې له ویاړه ډکول او نړۍ ته یې د افغان ملت د یووالي، سرلوړۍ او ملي وقار پیغام لېږه. محترم کرزي صاحب تل ټینګار کاوه چې ملي بیرغ د ټولو افغانانو ګډ عزت دی. هغه محترم باور درلود چې افغانستان د خپل ملي هویت، ملي ارزښتونو او ملي یووالي په ساتلو سره خپل راتلونکی خوندي کولای شي. د ملي بیرغ درناوی یوازې د یوه دولت یا یوه نسل دنده نه ده، بلکې د هر هغه افغان ملي مسئولیت دی چې د دې خاورې مینه په زړه کې لري. د کابل په زړه کې د دغه ستر ملي بیرغ پورته کېدل، که څه هم د یوه دوست هېواد، هند، په همکارۍ عملي شول، خو د هغه رپېدل د افغان ملت د ویاړ، خپلواکۍ او ملي هویت استازیتوب کاوه. همدا ځکه به د کابل هر اوسېدونکی او هر مېلمه، چې سترګې به یې هغه بیرغ ته پورته کړې، د افغانستان د عظمت او ملي یووالي احساس به یې په زړه کې راژوندی کېده. راځئ چې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت یو ځل بیا ژمنه وکړو چې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي، سولې او ورورولۍ ساتونکي به پاتې کېږو. تر هغه چې د افغان په سینه کې د وطن مینه ژوندۍ وي، زموږ درې رنګه ملي بیرغ به هم د هندوکش له څوکو تر امو، له سپین غرونو تر هریرود پورې د عزت، یووالي او سرلوړۍ نښه رپېږي. تل دې وي افغانستان، تل دې رپېږي زموږ درې رنګه ملي بیرغ، او تل دې سرلوړی وي هغه ملت چې خپل تاریخ، خپل هویت او ملي ارزښتونه په مینه او وفادارۍ ساتي. #peace #kabul #afghanistan

Wali Karzai

20,630 次观看 • 16 天前

حقانیانو له کندهاري طالبانو سره د نصیب خان د واک غځولو په سر د ټانټو ژوول پیل کړي! باخبره سرچینې وایي، چې د کریکټ بورډ له اوسنۍ رهبرۍ کندهاري طالبان په ځانګړې ډول د ملا هبت الله حلقه ناخوښه ده او د عمومي رییس میرویس اشرف او اجرایوي رییس نصیب خان څخه ګڼ شکایتونه ور رسیدلي دي. حقاني شبکه چې دا مهال کندهار له واک ډېره څنډې ته کړې، کوشش کوي چې کریکټ بورډ له ځان سره وساتي. کریکټ بورډ کې د بدلون لپاره د کندهاري طالبانو علاقه تر بل هر وخت زیاته شوې او د بدلون په دغه چاره کې له کندهاریانو سره د کریکټ بورډ ځینې پخواني چارواکي او په کریکټ کې داخل کسان ملګري دي. خوست ته د شپږیزې انتقال د حقاني شبکې هغه تکتیک بلل کیږي چې له مخې یې غواړي د نصیب خان د واک موده وغځوي او په خوست کې د ښې شپږیزې ترسروای د نصیب خان لاس ته راوړنه وبلل شي او یاد کرېډېټ د نصیب خان په اکاونټ کې جمع شي. انس حقاني په حقاني شبکه کې یوازېنی کس بلل کیږي چې نغواړي کریکټ بورډ یې له ګوتو ووځي. وروسته له هغې چې د ملي ستوري راشد خان یوې نهایي شخصي موضوع د کندهاري طالبانو غوسه را وپاروله، نصیب خان په دوبۍ کې له راشد خان سره ناسته کړې او ورته ویلي یې دي چې کندهار نه غواړي چې نور په لوبډلمشرۍ کې پاتې شې او حتې د ځینو نورو بندیزونو خبر یې هم ورکړی. خو راشد خان له کپټانۍ څخه د تیریدو په بدل کې ځینې شرطونه په کریکټ بورډ منلي او تر ټولو مهم شرط یې کپتانۍ ته د ابراهیم ځدراڼ را تګ و. که څه هم افغانستان ته د راشدخان سفر د امربالمعروف وزارت د وزیر له خوا له ستونزو سره مخ دی، خو له تېرو څو ورځو رهیسې نا تایید شوي خبرونه خپریږي او ویل کیږي چي راشد خان د شپږیزې لپاره افغانستان ته ځي. څه چې ډېر روښانه دی هغه دا دي چې راشد خان لا تراوسه په دوبۍ کې دی او په رسمي ډول یې شپږیزې ته د ورتګ اعلان نه دی کړی. ملي اتل راشد خان که د شپږیزې څو لوبو ته افغانستان ته درومي د حقانیانو په خاص ملاتړ به ځي او له دغه کار د حقانیانو هدف دا دی چې په بورډ کې د ادلون، بدلون په وخت د راشد خان مهم کارت له ځان سره ولري او د ځان په ګټه یې وکاروي. د میدان په اړه: سمه ده چي د طبیعي افتونو مخه نیول د انسانانو کار نه دی، خو دا هم منطقي نه ده چې له لوبو څو ورځې وړاندې خېمې او زړې ډنډې راټولې کړه او ویې دروه. واضح خبره دا ده چې د پنځو روپیو همدومره ګوړه کیږي. 😁

Abdulhaq Omeri

15,205 次观看 • 1 个月前