
Ashraf Ghani
@ashrafghani • 1,273,883 subscribers
President of the Islamic Republic of Afghanistan. Personal tweets from Dr. Ashraf Ghani are signed - AG.
Videos

ګرانو وطنوالو، د پودکاستونو په دې لړۍ کې چې دادی پیل شوه، د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکې له پاره د لید د جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د ګران هېواد، ارزښتونه، شتمنۍ او وړتیاوې په کې سپړل شوې او څېړل شوې دي. این سلسله برنامه ها، به استقبال از سه صدمین سالگرد تاسیس دولت معاصر افغانستان که با سال ۲۰۴۷ مصادف است، تهیه و عرضه می شود و هر شماره آن به بخش هایی از حیات ملی و اجتماعی ما اختصاص خواهد داشت.
Ashraf Ghani480,355 Aufrufe • vor 2 Jahren

هموطنان عزیز، وقایع مرتبط به اخراج های اجباری هموطنان مهاجر خود از کشور های همسایه را، با نگرانی و احساس عمیق همدردی با این خواهران و برادران زجر کشیده، د نبال می کنم. صحنه های دلخراش این اخراجها، مخصوصاً در مرزهای غربی ما در این روز ها، قلب همه ما را جریحه دار ساخته است. د خپلو راستنېدونکو کوچنیانو اوښلنې سترګې، د خپلو همزولو کږې شوې ملاوې، د خپلو لوڼو، خویندو او میندو ترهېدلي کاته، له مبهمې راتلونکې د خپلو ځوانانو نهیلې بڼې مې په څړیکوڅړیکو د زړه تر تله لارې کوي. در چنین شرایطی، ناگزیر باید در مورد حساسیت اوضاع با صراحت و وضاحت تمام صحبت کرد. اگر خاموش میمانیم، بحران فزاینده راه به فاجعه تمام عیار بشری خواهد برد. اوس تر هر بل وخت اړتیا ده چې د کلک ملي هوډ له مخې، د ثبات، سوکالۍ، نښلون او پیوستون نوی بنسټ، لازمي اجماع ته د رسېدو پرمټ کېږدو چې له دې تاریخي ازمېښته بریالي ووتلی شو او دادي هغه څه چې زه یې په دې برخه کې اړین بولم:
Ashraf Ghani210,460 Aufrufe • vor 1 Jahr

بسم الله الرحمن الرحیم زه هغه څه چې زموږ له مهاجرینو سره د اجباري ستنولو برخه کې روان دي، په ډېرې اندېښنې له نژدې تعقیبوم. دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی. دې خبرې به یوځل بیا هغو کسانو ته هم چې ځانونه یې له ملي مشارکت نه ایستلي، ثابته کړې وي چې نور، دوی هم تر همدغه تعریف لاندې راولي. له بلې خوا، د طالبانو حرکت هم باید پوه سي چې اعمال یې پر ټولو افغانانو، د نړۍ هره برخه کې چې وي، تاثیر کوي او مسوولیت یې په دوی راځي. در عین حال، باید به این حقیقت تلخ اعتراف نمود که کشورها، زمانی که دُچار بحرانهای اجتماعی و اقتصادی می گردند، لبه تیز انتقاد خود را متوجه مهاجرین می سازند و تلاش می کنند بار ملامت را به گردن آنها بیاندازند. این پدیده، تنها به منطقهٔ ما اختصاص نه داشته و عمومیت جهانی دارد. به امریکا بنگرید، و یا آنچه را در اروپا اتفاق می افتد، پیش خود مجسم سازید. بحران جاری، پدیده یک روزه نه بوده و منحصر به پاکستان هم نه می ماند. تحلیل های اخیر از ایران تاکید بر آن دارد که جمعیت مهاجرین افغان در آن کشور در ظرف دونیم سال گذشته، دو برابر شده و از دو نیم ملیون به پنج ملیون رسیده است. برخورد با آنها نیز به حال سابق نه مانده است. افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه، د خپلو مهاجرینو له باعزته ستنولو پرته بله لار نه لري. زموږ دوو ګاونډیو هېوادو کې په خاص ډول، او په نوره نړۍ کې په عمومي توګه، د افغان مهاجرینو کثرت او د هغوی له پاره د عاجلو اقداماتو ضرورت، هم زموږ ملت او هم د طالبانو حرکت له یوې دوراهي سره مخامخ کړی دی. له هغې نه د وتلو یواځینۍ ښه لار، مشترکاً یو سم انتخاب ته رسېدل دي. دلته یوه لار، نورې انزوا او لا ډېر انحصار ته ځي او بله ملي وحدت او ملي، منطقوي او بین المللي مشروعیت ته ځان رسوي. راهی که به انحصار و انزوا منتج می گردد، حد اقل در این پنج بُعد خلاصه می شود: ۱ – انکار از وخامت اوضاع. تمام نشانه ها حکایت از آن دارند که حالت وخیم و دیرپا است و بدون یک راه حلِ درست، به سوی وخامت بیشتر خواهد رفت. ۲ – اتکا به جبر و استبداد. در جامعه ای که پنج اصل اساسی حقوق اسلامی (مصوونیت زندگی، مصوونیت دین، مصوونیت دارایی، مصوونیت اجتماعی و مصوونیت عقل) عملاً وجود نه داشته باشد، اوضاع بحرانی تر شده و منجر به صدور فیصله های تَحَکُم آمیز و تَعمیل استبدادی آن می گردد. عواقب این روش و طرز فکر آنی، جدی و دیرپا خواهد بود. ۳ – د اجتماعي افراط او تفریط لا ژورتیا. د اسلام د مبین دین د تعلیماتو او د خلفای راشدینو د کړنلارو په خلاف، همدا اوس په ټولنه کې د افراط او تفریط میزان په چټکۍ سره ډېرېږي. دې ډول افراط او تفریط ته زموږ په دیني تعالیمو کې هیڅ ډول اساس نه شته او نه یې ولس په حقه او مشروع بولي. ۴ – په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدل. د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي. خو دا باید هېره نه شي چې افغانستان، نور نه د جهانیانو د پام په مرکز کې دی او نه د نړۍ ولسونه یا حتی هغه هېوادونه چې پخوا یې د طالب حرکت ملاتړ کاوه، د افغانانو له پاره د کومې اساسي چارې یا د ستونزې د حل په فکر کې دي. له طالبانو سره د هېوادونو مخکني روابط د هماغو شرایطو او خاصو معاملو له پاره وو چې هغه مرحله نوره پای ته رسېدلې ده. ۵ – بروز همزمان بحرانهای متعدد. تراکم و بروز بحرانهای اقتصادی و اجتماعی بطور همزمان، بحران سیاسی را عمیق تر و پیچیده تر خواهد ساخت و خدا ناخواسته، وضعیت امنیت منفی را به یک بحران تمام عیار امنیتی مبدل خواهد ساخت. خو په دې دوراهي کې د دویمې لارې انتخاب هم روښانه او واضح دی او دا پنځه بُعدونه یې اساسي برخې جوړوي: ۱- د اوضاع د جدیت منل او درک کول. په دې ډول منلو او درک کولو کې باید د ملت لویه برخه، د طالبانو حرکت او د هېواد لوی او عمده قشرونه ټول په ګډه سهم ولري. ۲- د ملي او بین المللي مشروعیت له پاره لازمي اجماع. د لازمي اجماع مقصد د ملت ډېره برخه، خاصتاً هغوی دي چې «خاموش اکثریت» بلل کېږي. دا ډول اجماع، خودگذري او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو له خوا د یوې ښې آینده په هیله په شخصي او فرقه یي ګټو د ملي ګټو د برترۍ منل غواړي. هدف «د آزمایلو بیا آزمایل» یا پر اشخاصو ټینګار نه دی. اصلي ټکی، د داسې یوه شفاف بهیر چمتو کول او جوړول دي چې د افغانستان ټول خلک په کې د خپل سرنوشت د ټاکلو له پاره د خدای ورکړو حقونو د استعمال واک او امکان پیدا کړي. در پهلوی آن، ضرورت به تأمین بی طرفی دوامدار افغانستان به حیث یک کشور مستقل در قلب آسیا، در تعامل با کشورهای همسایه، با آسیای متحرک، با جهان اسلام و با جامعه بین المللی می باشد. ۳- ایجاد دیدگاه و نقشهٔ راه برای مدیریت بحران های فعلی و جلوگیری از بحران های آینده. از تجارب بین المللی، بخصوص از مشکلاتی که کشورِ توانمندی مثل جرمنی پس از جذب بیش از یک ملیون مهاجر خارجی در چند سال قبل با آن مواجه شد، باید درس گرفت. با توجه به این، افغانستان حد اقل به ۹ درصد رشد سالانه اقتصادی، برای حد اقل بیست سال آینده نیاز دارد تا قادر به ایجاد فرصت هایی شود که جذب و ادغامِ با عزت مهاجرین در جامعه را، تسهیل و تضمین می نماید. ۴- نیاز به انسجام ظرفیت ها، منابع و سرمایه های داخلی با هدف ممکن سازیِ تطبیق این نقشه. خوشبختانه، ما دارای سرمایه های قابل ملاحظهٔ پنهان هستیم که با تامین مشروعیت ملی و ایجاد همکاری های منطقوی و جهانی میتوان به رشدِ موردِ نیاز اقتصادی، و فراهم سازیِ زندگی آبرومندانه برای تمام زنان، مردان، کودکان و جوانان کشور دست یافت. اما چنین روندی نیازمند تشخیصِ روشنِ ظرفیت های لازم و به کار انداختن آنها، بدون هرگونه خود پسندی، تبعیض و یا تاکید بر منافع یک اقلیت کوچک می باشد. ۵- خشونت مسلحانه بمثابه مانع اصلی در راه ایجاد یک دولت خدمتگذار. جنگ های پیهم چهل سال گذشته، سدِ بزرگی در راه اصلاحاتی قرار داد که در نتیجه آن ممکن بود یک دولت فعال و خدمتگذار، اقتصاد پویا، وحدت اجتماعی و ثبات سیاسی ایجاد و استحکام یابد. اگر می خواهیم که با گذشته تلخ خود وداع کنیم، لازم است تا همان اصلاحات را با خونسردی، تأمل دقیق، اقدامات عملی و استفاده از طرحهایی که در محیط و ماحول ما امکان تطبیقِ عملی داشته باشند، نه با نسخه برداری های کورکورانه، مجدداً آغاز و به سرانجام برسانیم. د نړۍ ډېر لرې او نژدې هېوادونه اوس، له هم زمانو او مسلسلو بحرانونو سره مخامخ دي. نړۍ د تېرو پنځو لسیزو له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي روابطو نه د وتلو او یوه داسې نوي نظم او نظام ته د ننوتلو په حال کې ده چې شکل او څرنګوالی یې لا پوره ترسیم شوی نه دی او د لوبې قواعد یې روښانه شوي نه دي. د نړۍ د تاریخ په دې حساس پړاو کې د هېوادونو او ولسونو بری یا ماته د هغوی په درک او ملي عواطفو پورې اړه پیدا کوي. هغوی چې ځانونه پخپله ویشي او جلا کوي او خپل ستروالی او ارزښت قصداً ټیټوي، له نورو عمیقو بحرانو سره مخامخېږي او حتماً به د خپلې لارې په موندلو او انتخاب کې اشتباه کوي. خو هغوی چې واقعیتونه درک کولی، د اوضاع وخامت لیدلی او پېژندلی او لاسونه سره ورکولی او زړونه سره نژدې کولی شي، ددې توان او امکان مومي چې بحرانونه په فرصتونو تبدیل کړي. افغان مهاجرینو د کورني بحران په ټول بهیر کې، په پاکستان کې د پناه او ژوندانه امکانات موندلي او خاصتاً د کرښې د هغې خوا پښتنو او بلوڅو ولسونو او سیاسي مشرانو له ملاتړ او ننګې برخَمَن پاتې شوي دي. دغه مرسته او ملاتړ نن هم په هماغه حال پاتې دی. دا حقیقت له اوسني اجباري اخراج سره په مخالفت کې، چې د پاکستان د واکمنو له خوا ترسره کېږي، یو ځل بیا روښانه وځلېد. افغانان د خپلو پښتنو او بلوڅو خویندو او وروڼو ددغه ملاتړ او خواخوږۍ قدرداني کوي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغانان، که په مجازي صفحو کې وي یا ولسي غونډو کې، یو ملي بحث او ګفتمان باندې موافقې ته ورسېږي چې د خپلو مهاجرو خویندو او وروڼو مشکلاتو ته مشترکاً یوه لاره پیدا کړي. ددغو بحثونو اساس به دا وي چې عمومي ګټې تل پر شخصي او فردي ګټو لوړوالی لري. له دې لارې د مهاجرینو د اوسني بحران سره د برخورد په ارتباط یوه ضروري اجماع جوړېدلی شي. د ملت په مقابل کې زموږ مسوولیتونه او د قیامت په ورځ د پاک خدای (ج) په حضور کې زموږ د حساب ورکولو څرنګوالی له همدې سره رابطه لري. یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان
Ashraf Ghani406,498 Aufrufe • vor 2 Jahren

بسم الله الرحمن الرحیم د کوچني اختر په رارسېدو، د نړۍ ټولو مسلمانانو، خپل ګران ولس او د وطن د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم. عزیز وطنداش لر! هاییت بیرمنگیز مبارک. عید سعید فطر بر کافه هموطنان خجسته باد. اِنشاءالله که عبادات همه ما، در ماه مبارک رمضان، به درگاه خداوند متعال مقبول افتاده باشد. در حالیکه، در تجلیل ازین آیام خجسته به برادران و خواهران مسلمان خود در سرتاسر جهان می پیوندیم، همچنان از آنها می طلبیم تا با ملت ما در برابر گروهی که به نام دین مقدس اسلام افغانان را گِروگان گرفته اند، اظهار همدردی و همبستگی نمایند. ګرانو خویندو او وروڼو، دادی زموږ یوه بله روژه بیا په یوه مبهمه واکمنۍ کې په ملي اندېښنو تېره شوه. دا پټه واکمني، د یوه خفیه سازمان له خوا، تر پټ مخي مشرتابه لاندې چلېږي. دوی زموږ ګران وطن په شدت سره منطقوي سپکاوي، بین المللي اِنزوا او ملي تشتت خواته روان کړی دی. هموطنان عزیز! امروز، با جهانی از یأس می بینیم که به جای مقابله با اختناق ِ گروه خفیه حاکم، کشور ما از سوی بعضی ها، خواسته یا نا خواسته، به سوی بحران هویتی کشانده می شود. آسیب های این بیماری، در صورت عدم جلوگیری، دراز مدت و خطر ناک خواهد بود. این بحران، اساساً ریشه در زشتی های فكری نیم قرن اخیر دارد. مهاجرت های اجباری در این دوران، حس تعلق به میهن مشترک را تضعیف کرد و به سود جویان موقع داد تا به نام قوم از آن استفاده های شخصي نمایند. در حالیکه، پیوند مردم کشور، با هویت تاریخی و سرزمین واحد، افتخار مشترک همه ماست که تنها در افغان بودن تجسم یافته می تواند. اکنون بر جوانان و زنان آگاه کشور است که مالکیت در مساله بحران هویت را بدست خود گرفته و چون نماد وحدت ملی و یک دلی تبارز نمایند. هېوادوالو، افغانستان په تاریخي لحاظ خپل قوت د خپلو قومونو او ژبو له رنګارنګۍ تر لاسه کړی دی. په تېرو زرو کلو کې، جلا جلا قومونو په دې خاوره حاکمیت کړی او نور ولس ورسره د ګډ افغان وطن په لمن کې یو ځای شوی دی. اوس دغه لرغوني تاریخ ته له پام پرته له بېلابېلو خواوو، زموږ مشترک ملي هویت تر حملې لاندې دی. په دې برخه کې، حاکمه ډله تر نورو ډېر زیان پېښوي. دوی هر هغه څه چې زموږ ګډ ملي افتخارات دي، له منځه وړي. د دوی هڅې چې په اشتباه پښتنو ته منسوبېږي، په دغه قوم هیڅ اړه نه لري. دوی یوازې پښتو وایي، خو پښتو نه کوي. پښتو کول یې زده نه دي. دوی حتی د نجونو د زده کړو او کار مساله کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وایي چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښت له مخې لګېدلی دی. خفیه سازمان په حقیقت کې له ټولو ملي ارزښتونو سره د ضدیت تګلاره غوره کړې او "نه منم" یې په خپل رسمي سیاست اړولی دی. خواهران و برادران، وضعیت بشری در کشور به شدت رو به وخامت میرود و تا کنون تنها کمک های بشری جلو یک بحران تمام عیار را گرفته است. اما تاریخ شاهد است که هیچ ملتی، به گدایی بقا نه یافته است. حال باید ثابت شده باشد که سازمان خفیه طالب از مدیریت اقتصاد کشور عاجز است. از سویی هم با وضع محدودیت اخیر بر کار زنان در موسسات، طالبان روند کنار زدن کامل آنها را از زندگی اجتماعی و اقتصادی عملاً تکمیل نمود. بدون شک این اقدامات، از روی محاسبه های خاص صورت می گیرد تا کشور به انزوای مطلق برود و مردم زندگی در کشور را ناممکن بیابند. اوضاع جاری از ما می طلبد تا تلاش برای یافتن راه های بدیل در اولویت کار ها قرار گیرد. فقر عمومی در کشور در حالی بیداد می کند که رهبران طالب، به ثروتمندترین افراد در تاریخ حرکت های یاغی مبدل شده اند. ثروت آنها بر علاوه ربودن غیر قانونی عواید ملی، از قاچاق اسلحه و مواد مخدر فراهم می شود. راه بیرون رفت از غربت زده گی فعلی در خود کفایی اقتصادی کشور است که با تبدیل شدن آن به حلقه وصلِ قاره ها، قابل دستیابی است. وطنوالو، زه یو ځل بیا دا حقیقت تکراروم چې هیڅ جابر اقلیت په افغانستان کې په زور نه ده ګټلې او ولس یې د غرور جام آخر ورمات کړی دی. ظالمان ټول په یوه قومي اقلیت پورې اړه لري چې هغه ته استبداد وایي. هماغسې چې جنگسالاران زموږ د سترو قومونو – تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅانو، نورستانیانو، پشه یانو او نورو نمایندګی نه شي کولی، طالبان هم هیڅکله د پښتنو استازي نه وو او نه دي. د دوی دواړو عملونو، افغانان له عدالته محروم کړي دي. طالبان په هیڅ ډول د خپل واک ظالمانه ماهیت نه شي پټولی او ځکه یې د مشر له نامه نصیحتونو کې خطرناکو عواقبو ته اشارې لیدل کېږي. خو داسې هېڅ نښه نه شته چې وښیي دغې ډلې دې د خپل مخکني حاکمیت له بدکاریو او د جنګسالارانو له سرنوشت نه عبرت اخیستی او په عدالت باوري شوې وي. خویندو او وروڼو، زه د اختر په مناسبت یو ځل بیا حاکمې ډلې ته وریادوم چې د انحصار لار تباهي ده. وطن یوازې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېدلی شي. موږ څلور کاله وړاندې، د با عزته سولې لور ته اول ګام د اختر په اوربند پورته کړ. دا د افغانستان د بحران تاریخ کې بې سابقه کار و چې متخاصمې خواوې د توپکو خولې یوځای بندې کړي. هلته دا امکان جوړ شوی و چې ملت طالبانو ته غېږه ورکړي او د دواړو خواوو دردونه ټکور شي. خو منفعت غوښتونکو سوله وتښتوله او پر ځای یې هغه څه راوړل چې اوس هیڅوک نه شي قانع کولی. هغه وخت موږ د باعزته سولې چوکاټ وړاندې کړ او که په هغه اساس، له شرطونو پرته ملي خبرې شوې او په ګډه د حکومت شکل ټاکل شوی وای، اوس به دا مشکلات نه وو. زموږ طرحه له ملت سره د طالب سوله وه، خو پر ځای یې طالب له جنګسالارانو سره سولې ته کېنول شو او ځکه نه سوله راغله او نه وطن آرام شو. نو تر هغو چې فرصت کاملاً له لاسه نه دی وتلی، باید بېرته هماغه چوکاټ ته ستانه شو او د ملت د ګټو له مخې حقیقي ملي سوله راولو چې پر عدالت او مساوات ولاړه وي. اوس یې وخت دی چې په دې بیا فکر وکړو چې: "یا به یو کېږو، که نه ورکېږو!" یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان
Ashraf Ghani455,717 Aufrufe • vor 3 Jahren

بسم الله الرحمن الرحیم د لوی اختر په راتګ خپل ملت او اسلامي اُمت ته صمیمانه مبارکي وړاندې کوم. فرارسیدن عید سعید قربان به مردم کشور و مسلمانان جهان مبارک باد. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. وطنوالو، د ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته په خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي. نژدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو. سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو، زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی. د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده. سره له دې چې د وروستیو شلو کلو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو یو څه کراري راوسته، خو خشونت یې ونه دراوه. دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې موږ غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا، لاسته راوړنه نه ده؛ دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي «په زور کلي نه کېږي»! منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي: «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي. طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای: واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا، دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي. د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي. اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نهیوازې اوسنيو، بلکې خپلو راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړو. هموطنان، خون و خشونت دومدار، روان جمعی ما را پیهم صدمه زده و شاید دیگر زمان آن فرا رسیده باشد که همه با هم، استفاده از آن به عنوان وسیله حصول به اهداف سیاسی را رد کنیم. استفاده معقول از فرصت موجود میتواند داستان نیم قرنه خون و آتش در کشور را به تاریخ تحویل دهد، مشروط بر اینکه بعنوان حربه ای برای حصول اهداف گروهی توسط طالبان مورد استفاده قرار نه گیرد. اکثریت آنها نیز شاید اکنون درک کرده باشند که گذار به یک امنیت پایدار، خواست ملی است و اگر با وجود واقعیت های عینی کنونی تحقق یافته نه تواند، مسوولیت عواقب آن بر دوش رهبران این گروه خواهد بود. اما برای رسیدن به این هدف، طالبان باید نخست با خود، در گام دوم با دین مقدس ما - اسلام که مخالف خشونت است، و بعد با ملت افغان صلح کنند. له اسلام سره د طالبانو سوله به د دین په پلمه د وطن، افغانانو او نړۍ په ارتباط د هغوی تنګ نظري له منځه یوسي او سترګې به یې هغو لارښوونو ته پرانستل شي چې پاک خدای (ج) خپل منلي رسول (ص) ته په قرآن شریف کې اورولې دي. د دوی اعمال او سیاستونه له ډېرو قرآني احکامو سره په ټکر کې راځي. د مثال په ډول، د الغاشیه سورت په ۲۱ آیت کې صریح الهي حکم دی چې تفسیر یې داسې راځي: «په یاد ولره چې ته نورو ته د یادونې او نصحیت له پاره استول شوی یې، نه ددې له پاره چې پر هغوی مسلط شې یا قضاوت وکړې. مجازات او مکافات هر چاته، په آخرت کې د الله (ج) له خوا ورکول کېږي». خو طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دونیایی حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي. خویندو او وروڼو، موږ غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو. تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟ همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي. آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ آیا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی، ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی. نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي. هموطنان، در اینجا میخواهم از افغانان متواری در کشور های دیگر به خاطر خدمات صادقانه شان به مردم اظهار سپاس کنم که با زحمات خود عزت و آبروی افغانها را تامین کردند. اکنون هم با وجود دوری فزیکی، آنها هر لحظه در کنار وطن و مردم خود قرار دارند و دردی را که مردم در داخل متحمل می شوند، اینها در غربت به دوش می کشند. تجربه جهانی دیاسپورا همواره شاخص های مثبت و منفی داشته که افغانها نیز از آن مستثنی بوده نمی توانند. در حالیکه آشنایی با جهان باعث رشد فکری و مسلکی شده است، خلای ایجاد شده، زمینه دامن زدن به نفاق ملی توسط بعضی ها را نیز مساعد ساخته است. اما افغانهای مقیم خارج نه باید حق نمایندگی خود را به یک حلقه کوچک نفاق افگن بسپارد. شما باید وسیلهٔ یک اندیشه سازنده شوید تا ازین حالت بیرون بیایید. خوشبختانه فرصت ها و چاره های زیادی برایتان میسر است که از آن به نفع جامعه خود در خارج و داخل استفاده نمایید. یکی از این راه ها، دیجیتل سازی و کار روی ایجاد یک افغانستان دیگر در فضای مجازی است که محور تجمع هموطنان ما در خارج شود. زندگی در غربت، هیچګاه برای هیچ کسی یک انتخاب طبیعی نه بوده است و به همین دلیل است که به قول مولانای بزرګ، «باز جویند روزگار وصل خویش». عودت منسجم و با عزت مهاجرین افغان از ایران و پاکستان در چهارچوب یک صلح پایدار، در صدر برنامه های کاری ما قرار داشت. اکنون تنها ثبات سیاسی، صلح پایدار و امنیت دوامدار امکان برگشت پنج ملیون مهاجر افغان، از جمله سیل مهاجرین ماه های پسین را فراهم کرده می تواند. خویندو او وروڼو، اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو. د نظام شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي. همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده. ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل. دلته زه له دې فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سؤ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي. د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسالې حل د دوی تر وس پورته دی. موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او زه، بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو ددغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم. ژوندی دې وي افغانستان زنده باد افغانستان یشه سین افغانستان
Ashraf Ghani428,002 Aufrufe • vor 3 Jahren

در این ایام خجسته عید رمضان المبارک و جشن تجدید طبیعت و سال نو هجری خورشیدی، با پیام اتحاد و همدلی به نام مادر وطن، تبریکات صمیمانه خود را به فرد فرد شما تقدیم می کنم. د مبارکې روژې عبادتونه مو قبول او د بختور اختر ښادۍ مو د طبیعت د بیا ژوندون او نوي کال له ښادیو سره غبرګې، مبارکې او څو ځله ډېرې. هَییت مبارک ایامې و ینگي اییل اینگیز قوتلوغ بولسین، عزیز وطنداشلرېمېز!
Ashraf Ghani172,022 Aufrufe • vor 1 Jahr

بسم الله الرحمن الرحیم. تبریکات صمیمانه خود را به مناسبت فرارسیدن عید سعید اضحی به هموطنان گرامی و مسلمانان جهان تقدیم میدارم. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. د خپلو نورو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو ترڅنګ، هغو خویندو او وروڼو ته د لوی اختر ځانګړې مبارکۍ رسوم چې د بیت الله شریف د زیارت الهی نعمت یې نصیب شوی دی. هیله لرم چې د یوه باثباته، مشروع نظام لرونکي، مرفه او متحد افغانستان له پاره د هغوی دوعاګانې په الهي دربار منظور شوې وي. مطمئن یم چې د غزې کړېدلی ولس به یې هم په خپلو دوعاګانو کې نه وي هېر کړی. پاک الله (ج) دې د دوی او زموږ ټولو عبادتونه او زارۍ قبولې کړي. همه ما در حالیکه با مسرت تمام، ایام خجسته عید را تجلیل می کنیم، در عین حال درد و رنج هموطنان عزیز خود را که در زلزله های ویرانگر و سیلاب های مدهش اخیر جانهای خود را از دست داده یا متضرر و بی جا شده اند، نیز فراموش نه می کنیم. من شخصاً از تمام آنهاییکه در لحظات دشوار به امداد این هموطنان مصیبت زده ما رسیدند، اظهار امتنان می کنم. زموږ د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی. لکه پخوا چې مې ویلي دي طبیعت په تلاطم کې دی، طبیعي حوادث ډېرېږي او د وچکالیو او سېلابو دا خبیثه حلقه به بیا بیا تکرارېږي. ددې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي. د افغانستان د ولس لوی ترینه پانګهجمعي عقل او ملي وحدت دی؛ جمعي عقل په مشورو او جرګو کې راښکاره کېږي او د ژوند لارې د جمعي عقل په ټولېدو او استعمال کې روښانېږي. عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بښلی. تُوره او توپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي. دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. همه میدانند که افغانها به طور واضح و آشکار مشروعیت نظام و حکومت قابل قبول برای همه می خواهند، اما ترجیح می دهند این کار از راه صلح آمیز صورت گیرد، طرفدار جنگ و خونریزی نیستند، زیرا ضرب المثلی دارند که می گوید: «گِرهی که با انگشت باز می شود نیاز به دندان و مشت ندارد.» اما این صبر و شکیبایی مردم نامحدود نیست و نه شود که این گِره را کور بیابند و برای باز کردن آن خدای نخواسته به دندان و مُشت متوسل شوند که این، راه ویرانی و تباهی کشور است که در نیم قرن گذشته با درد و رنج بارها تجربه شده است. حکم دیگر عقل جمعی ما اینست که «آزموده را آزمودن خطاست». ازین جهت ایجاد و تحکیم مشروعیت هرگز نباید به معنی رویکار کردن مجدد افراد آزموده شده و منفور قبلی تلقی شود. آینده کشور را باید اکثریت قاطع مردم افغانستان که عبارت از جوانان، زنان و افراد بی بضاعت اند، تعیین و مسیر آینده کشور را مشخص سازند. د اسلام د مبین دین اساس په فردي مسوولیت درېدلی او الله (ج) بیا بیا په مجید قرآن کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ د هر چا حساب جدا دی. اُخروي مجازات او مکافات یوازې د لوی خدای (ج) په لاس کې دي. د اسلام ستر پیغمبر اکرم (ص) ته زموږ د خالق صریح هدایت دادی چې ته لارښوونې ته استول شوی یې نه د خشونت له پاره. له عشره مبشره پرته نور هیچا ته دا معلومه نه ده چې په قیامت کې یې مکافات یا مجازات څه دي او څومره دي. نو ځکه هیڅوک حق نه لري چې په دې دونیا له انسانانو سره د هغوی د اعمالو محاسبې ته لاس واچوي. دلته حساب واضح دی او زموږ اعمال زموږ په عقل او ارادې پورې تړلي دي او هر یو به خپل حساب ورکوي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ ددې متل روح چې «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي» تر پخوا ډېر واضح معلومېږي او هغه دا چې خلک په پټه خوله، په پټه حکومتدارۍ او پټو معلوماتو نه غولېږي. خلک هرڅه ویني او د هغو له مخې قضاوت کوي. بناءً ضرور ده چې په دې بختورو شپو ورځو کې موږ ټول د آزادۍ له پاره د اسلام د مبارک دین د پنځو اصولو، مشروع حکومتدارۍ او د بیت المال د شفاف استعمال هدایاتو ته په پام سره د آخرت تر څنګ په دې دونیا کې هم ځانونه د خپلو اعمالو مسوول وبولو، په تېره بیا هغوی چې په انفجار او انتحار کې یې لاس درلود، ځکه صریح قرآني حکم دی چې «د یوه بیګناه انسان قتل د ټول بشریت قتل دی». دلته غواړم یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو ته روښانه کړم چې زما فکر د جوړولو او ودانولو فکر دی. په داسې حال کې چې خپلو خلکو ته د هر څه او هرې نېکمرغۍ غوښتونکی یم، ځان ته هیڅ نه غواړم. هڅه مې داده چېد وطن د ودانۍ او د ولس د سوکالۍ له پاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړم او له دې لارې خپله ونډه ادا کړم تر څو چې د مشروعیت امانت چې ماسره دی، یو مشروع نظام ته وسپارم. زنده باد افغانستان یشه سن افغانستان ژوندې دې وي افغانستان
Ashraf Ghani197,869 Aufrufe • vor 2 Jahren

انالله و انا الیه راجعون تاثرات عمیق خود را به مناسبت وفات شاهدخت هندیه در دیار غربت، به اعضای خانواده محترم ایشان و تمام هموطنان در داخل و خارج کشور تقدیم میداریم. شاهدخت خانم یک نمونه بارز استحکام فکری، وسعت اندیشه و عشق گسست ناپذیر و دوامدار به میهن گرامی و مردم خود بود. او نه تنها اثرات فکری شاه امان الله خان و ملکه ثریا را به ارث برده، بلکه همزمان شخصیت ایشان از قدرت ایستادگی و عمق علایق وطنی ملکه سراج الخواتین مادر کلان خود نیز تاثیر پذیر شده بود و کلیه تاروپود وجودش از عشق به میهن و افتخار به افغانستان عزیز موج می زد، چنانچه در اولین فرصت مساعد شده بعد از دهه های طولانی بلا فاصله به کشور بازگشت. بی بی گل و من همواره افتخار هم صحبت شدن با ایشان را داشتیم، از خاطرات شان می آموختیم و از نظریات شان استفاده عملی می بردیم. هر افغان چې غواړي د شهزادګۍ هندیې فکري ژورتیا او هېوادنۍ مینه په ټوله معنی درک کړي، د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټنې د سلمې کالیزې غونډه کې دې چې په بیا احیا شوې دارالامان ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د هغوی وینا واوري. یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو او د شهزادګۍ کورنۍ ته خپلې ژورې خواشینۍ وړاندې کوو. بي بي ګل او محمد اشرف غني
Ashraf Ghani184,172 Aufrufe • vor 2 Jahren

نوی کال او لرغونی نوروز سږکال له مبارکې روژې میاشتې سره پَل په پَل رارسېدلی او زه ددغه غبرګ بخت په ویاړ د زړه له کومي مبارکۍ، د خپلو افغان خویندو او ورونو تر څنګ، د نړۍ مسلمینو او مسلماتو ته هم وړاندې کوم. آرزومندم که عبادات ما به دربار خداوند لایزال مقبول افتد. نوروز آیامې و رمضان اُویي مبارک! در تجلیل از تجدید زندگی طبیعت نه میتوان زیان های وارد شده به آن از سوی انسان را نادیده گرفت که اثرات آن بر کشور ما از همه بارزتر و زیانبارتر است. دغه راز د خپلو لوڼو له زده کړو هم په څنګ نه شو تېرېدای چې دادی له زرو ډېرې ورځې ترې دغه امکان سلب شوی دی. اما مساله عمده برای همه ما به عنوان ملت، انزوای بین المللی و فقدان مشروعیت نظام در داخل کشور است. راځئ په دې مبارکه روژه کې ټول د خدای (ج) د بې ریا عبادت او د هغه مخلوق د خدمت او په دې نوي کال په یووالي له بحران نه د خپل هېواد د ایستلو ژمنې وکړو او لاسونه ورکړو.
Ashraf Ghani161,147 Aufrufe • vor 2 Jahren

د بختور لوی اختر د نېکمرغۍ په رارسېدو خپلې مبارکۍ او پېرزوینې ټولو وطنوالو او د نړۍ مسلمانانو ته وړاندې کوم. امیدوارم که در این ایام خجسته، دعا های خالصانه زائرین بیت الله شریف در حق مردم مظلوم غزه مقبول درگاه الهی شده باشد. در عین تقدیم مبارکی های قلبی به حجاج محترم افغان، از آنها می طلبم که برای سرفرازی و آسایش مأمن مشترک ما، همه با یکدلی تمام دستان نیایش بلند کنند. قربان هاییتنگیز مبارک، عزیز وطنداشلر و کافه مسلمانلر.
Ashraf Ghani88,829 Aufrufe • vor 1 Jahr

د احمدشاهي امپراتورۍ د ړنګېدو د عواملو په څېړنه کې چې د رامنځ ته کېدو سابقه مو یې په تېرو دوو خپرونو کې څېړلې، تر ټولو لومړی باید هغه پرېکړې، اقدامات او کړنلارې تحلیل کړو چې تر ډېره د کورني حالت حساسیت او د سیمې او نړۍ بدلېدونکو واقعیتونو ته له پام پرته طرحه او عملي شوي دي. در نتیجه همین آگاهی ناقص و تصامیم ناسازگار با اوضاع، شهنشهاهی بزرگ افغان بعد از تقریباً نیم قرن اقتدار، آهسته آهسته به سطح هرج و مرج ملوک الطوایفی سقوط کرد و کودتا پشت کودتا به روال روزمره زندگی مبدل شد. این اوضاع نابسامان داخلی همسایگان منتظر به فرصت را تشجیع کرد که از هر سو بر قلمرو دولت افغان بتازند. لومړنۍ لویه سیمه چې په دې لړ کې له لاسه ووته کشمیر و چې د سیکهانو نوي راهسک شوي دولت لاندې کړه. وروسته زموږ ژمنۍ پلازمېنه – پېښور هم همدغه نوي ځواک ته وبایلل شوه چې ورسره هېواد، له نوي او پیاوړي سیال سره چې له لاهور نه یې د افغان خاورې د لاندې کولو او پرې کولو اقدامات یو په بل پسې عملي کول، مخامخ شو. از سوی دیگر قاجاریان فارس، برای جبران عقب نشینی در برابر روسها که نیز در حال پیشروی به سوی شرق بودند، سعی کردند بخشهایی از افغانستان خسته از نفاق داخلی را به چنگ آورند. دولت سیکهـای لاهور اما زیاد دوام نیاورد و انگلیس با تجزیه و ادغام مستملکات آن، از جمله آنچه از افغانها بریده بودند، در قلمرو هند برتانوي، به عنوان یک بازیگر قویتر در همسایگی افغانستان در شرق قرار گرفت. د نولسمې پېړۍ په ټوله لومړۍ نیمایي کې زموږ روانو کورنیو تربګنیو او سیالیو، چې له بده مرغه د پېړۍ په دویمه نیمایي کې هم په وقفو روانې پاتې شوې، انګرېزان زموږ پر هېواد پوځي یرغل ته وهڅول چې دواړه لوري په کې خوږ شول، خو افغانستان ته یې مادي او معنوي زیانونه نه جبرانېدونکي وو. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت اند: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community
Ashraf Ghani58,478 Aufrufe • vor 9 Monaten

موږ په نمونه یي ډول د کابل په ګډون د افغانستان شپږو ښارو له پاره داسې طرحې جوړې کړې وې چې د شلمې او نولسمې پېړیو مثبتو تجربو پام کې نیولو سره، هغوی د ۲۱ پېړۍ ژوندانه ته چمتو کړي. دغه طرحې چې لا هم هماغسې د پلي کېدا وړ دي، په نړیواله پانګه تمویل او پخپله د افغان کارپوهانو او ولس په ګډون پلې کېدې. قرار بود با تطبیق این برنامه ها مزارشریف بعنوان خواستگاهمولانا، هرات به حیث شهر عبدالله انصاری و اثر شکوهمند تمدن تیموری، قندهار در مقام نخستین پایتخت افغانستان معاصر، خوست بعنوان پیوند دهنده عملی مردمان دو سوی خط دیورند، جلال آباد به حیث دومین پایتخت زمستانی زمامداران افغان بعد از باختن پشاور، و کابل به عنوان قلب تپنده کشور، برجستگی و جاذبه تاریخی خود را دوباره به دست آورند. په دې طرحو کې تاپي پروژې ته د «دویم هلمند سیند» په حیثیت کتل کېدل چې له تورې غونډۍ تر سپین بولدکه دا ټوله ساحه په یوه اساسي انکشافي کوریدور واړوی؛ هرات د افغانستان لومړنی ښار کېده چې د اوسپنۍ پټلۍ درې مسیرونه په کې –ترکمنستان ته، ایران ته او ازبکستان ته وصل شي او داسې نور. تاکید بر این بود که خود افغانها با راه اندازی سفر ها به این شهر ها همدیگر را خوب بشناسند و ازین طریق شیرازه وحدت ملی را محکمتر سازند. در عین حال جلب جهانگردان خارجی نیز در مرکز توجه بود که بر اساس تخمین های مقدماتی، حد اقل سالانه یک میلیون شهروند چین میتوانست از شهرهای مختلف ما دیدن کنند. این امر در کنار سرازیر کردن ارز خارجی به کشور، در تغییر چهره کشور در سطح منطقه و جهان میتوانست موثر باشد. دا کارونه اوس هم عملي کېدلی او نړۍ ته د افغانستان دروازې پرانستل کېدلی شي، خو دا هرڅه د امنیت او ثبات له ټینګښت او د کورني او نړیوال مشروعیت له تامین سره مخامخ او نه شلېدونکی تړاو لري او بې له هغو نه شي کېدای. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینک څخه تر لاسه کولی شئ: این برنامه ها اکنون بعلاوه رسانه های اجتماعی از طریق این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community /
Ashraf Ghani101,566 Aufrufe • vor 1 Jahr

السلام علیکم هېوادوالو، دادی د هغو پراخو مالي تعهداتو وروستی کال رارسېږي چې نړیوالو د افغانستان د بیا ودانولو له پاره کړي وو. که زموږ له طرحې سره سم باعزته سوله راغلې وای، ددغو ژمنو له مخې تر ۲۰۲۴ کاله شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالره افغانستان ته ورکول کېدل او د هغو پروژو پر تمویل لګېدل چې هېواد یې د نورو له احتیاجه ژغورلی شو. خو له بده مرغه دواړه طرحې پلي کېدو ته پرېنښودل شوې چې له امله یې اوس هېواد له یوه ابهامه بل ته لوېږي او له مثبتې نړیوالې آجندا وځي. ددغې ناڅرګندتیا تر ټولو دروند پیټی زموږ پر میلیونو شړل شویو کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو، په تېره مېرمنو راځي چې د کار او ګټې محدود کورنی چاپېریال یې هم پرمخ تړل شوی دی. در پودکاست سوم به این مساله پرداخته شده است که سرنوشت آواره گان داخلی ما در کنار صدها هزار مهاجر اخراج شده افغان، در نبود یک برنامه منسجم ملی به کجا می انجامد و برای جلوگیری از عمیق تر شدن فاجعه به چه اقدامات عاجل نیاز است. د خپرونې بشپړ متن او په هغې کې د راغلو ارقامو او حقایقو تفصیل له دې لېنک نه تر لاسه کړئ:
Ashraf Ghani143,493 Aufrufe • vor 2 Jahren

خویندو او وروڼو، له ګاونډیو هېوادو څخه د افغان مهاجرینو جبري ستنېدنه هماغسې روانه ده او نښې نښانې دادي چې د نوي میلادي کال له پیله ښایي نوره چټکه شي. له دې امله دا موضوع اوس هم زموږ په ملي لومړیتوبونو کې راځي او له ټولو نورو هېوادوالو د یوموټی، سنجېدلو، او په ملي اخلاص ولاړو اقداماتو غوښتنه کوي چې د ژمي دې سختو میاشتو کې هر راستون شوی وطنوال، ځان د خپلې مور وطن په غېږ کې خوندي او آرام وویني. در پودکاست دوم که در ذیل این یادداشت می آید، به موضوعات چگونگی ادغام مجدد عودت کننده ها در جامعه، چالش های احتمالی اجتماعی، اقتصادی و منطقه یی مربوط به این برگشت ها، و نیاز به یک همآهنگی ملی در استقبال محبت آمیز از مهاجران برگشته، پرداخته شده است. د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له دې ځایه تر لاسه کړئ: [معلومات اضافی، ارقام، احصاییه ها و نقشه هایی را که در جریان برنامه به آن اشاره شده، ازینجا دریافت کنید:
Ashraf Ghani123,487 Aufrufe • vor 2 Jahren

آسیا په ډېرې چټکۍ د نړۍ د پانګې او شتمنۍ په مرکز بدلېږي او هېوادونه په خورا تلوسه په دغو نویو اقتصادي معادلاتو کې ځان ته مناسب ځایونه لټوي. موږ د خپل بېساري طبیعي موقعیت په برکت تر هر چا په ښه دریځ کې یو چې هم آسیا په خپل منځ کې او هم دا لویه وچه له نورې نړۍ سره ونښلوو او په دې تعامل کې پخپله ځان د پېړیو له وروسته پاتېوالي راوباسو. اما راه اندازی چنین تعاملی با براعظم آسیا و بقیه جهان، نیازمند موجودیت یک نظام مشروع، قانونمند و متکی بر اراده قاطبه مردم کشور می باشد. تاخیر مزید در ایجاد مشروعیت لازمی ملی و بین المللی، انزوای ما را عمیقتر و فاصله ما با جهان را طولانی تر می سازد. کاروان پویایی عصر، مخالف ایستایی است و ما اگر کماکان در این گرداب بی سرنوشتی غوطه ور بمانیم، باید به وضوح بدانیم که دیگران منتظر نه نشسته و مانند دفعات قبلی، باز به سرعت از کنار ما رد خواهند شد. د تېرې خپرونې په تعقیب، د افغانستان د موقعیت د ارزښت په اړه دا دویم او وروستی پودکاست دې ته ځانګړی شوی چې له خوځندې او راویښېدونکې آسیا سره څنګه همګام شو او د فرصت د بیا بایلنې په صورت کې په څه سرنوشت اخته کېدلی شو. متن کامل این گفتگو و سایر معلومات مربوط به آن را از لینک زیر به دست آورده می توانید:
Ashraf Ghani114,253 Aufrufe • vor 2 Jahren

عزتمندو خویندو او وروڼو، له تېرو څو پودکاستونو به تاسې ته زما ددې ژور باور څرک لګېدلی وي چې بحرانونه، لکه زموږ د کډوالو اوسنۍ ستونزه په پاک نیت، ټینګو مټو او خالصې وطنپالنې په فرصت اوښتلی شي. موږ دغه راز کولی شو له همدې لارې او په همدې بنسټ د ګډ روایت د جوړېدو هڅه راپیل او بریالۍ کړو چې د خپل معاصر دولت د جوړېدو تر درې سومې کالیزې ځان د اوسني مهال له ارزښتونو سره سم په یوه هوسا او ښېراز ملت او دولت بدل کړو. ما د پودکاستونو په دې لړۍ کې تر اوسه د کډوالي بحران بېلابېلې خواوې تاسې ته وړاندې کړې او نن ددې لړۍ په څلورم او وروستي پروګرام کې له بحران نه د درسونو په زده کړه او امکاناتو تمرکز شوی دی. در برنامه های بعدی به مسایل و مباحث دیگر مربوط به زندگی ملی ما پرداخته خواهد شد. سعی ما این خواهد بود که از یک زاویه واقعبیانه به مسایل نگاه شود تا ملت به ارزش ها و توانمندی های خود باورمند شده و با اتکا به آن راه بیرون رفت از نابسامانی های نیم قرنه را دریابد. متن کامل پرسشها و پاسخهای این برنامه را از لینک ذیل دریافت کنید:
Ashraf Ghani119,811 Aufrufe • vor 2 Jahren

زما ګرانو هېوادوالو، خویندو او وروڼو، زه په یوه ودان وطن کې د یوه هوسا ژوندانه له پاره د هر افغان د زړه هیله لیدلی او په نه تحقق یې د هغوی د پېړیو مایوسي درک کولی شم. همدغو ګډو هیلو ته مسیر ورکول او د بېوزلۍ د ساندو پرځای، د وزلۍ او شتمنۍ تلقین جوړول تل زما د ژوندانه هدف و او دی، ځکه زما باور دادی چې زموږ بېوزلي نه ابدي وه او نه ازلي کېدلی شي، یوازې "د الماسو په خزانه پروت وګړي" له خوبه راویښول او په خپلو امکاناتو باوري کول غواړي. "د ژوند لارې" لړۍ په دوام دا خپرونه د همدغو هڅو یوه برخه ده. در این پودکاست نوبتی که شکل یک پیشگفتار را دارد، به مساله اقتصاد افغانستان در شرایط موجود پرداخته شده و راه ها و چاره های ایجاد تغییر مثبت، به اجمال مرور شده است. بخش های مختلف مربوط به اقتصاد افغانستان بالنوبه در برنامه های متعدد مورد بحث قرار خواهند گرفت. په خپرونه کې د یادو شویو مسالو نور جزییات او د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له دې لېنک نه تر لاسه کولی شئ:
Ashraf Ghani111,778 Aufrufe • vor 2 Jahren

زموږ ګران هېواد د خلقت لاس په ډېرو نعمتونو او ارزښتونو نازولی چې تر ټولو مهم یې جغرافیایي موقعیت دی، چې ریښتیا لیدونکو سترګو په حقه «په خټینه آسیا کې غوښین زړه» بللی دی. اوس چې له اقتصادي اړخه آسیا بیا راخوځېدلې، زما باور دادی چې موږ باید د وخت له ضیاع پرته، بېرته ددې لویې وچې د بېلابېلو برخو نښلوونکی رول راخپل کړو او د ګډو ګټو په تعریف له تقابل نه تعامل ته ووځو. دا عملي بهیر موږ عملاً له لرې ختیځ، منځنۍ، لوېدیځې او جنوبي آسیا سره د ګڼ اړخیزو روابطو په ټینګولو راپیل کړی او که سیاسي څپ څپاندیو ګډوډ کړی نه وای، اوس به زموږ واقعیتونه بېخي نور وو. با توجه به این حقیقت، پودکاست نوبتی ما این بار به ارزیابی و کاوش در مورد اهمیت واقعی موقعیت جغرافیایی افغانستان عزیز اختصاص یافته است. بر اساس شواهد بسیار مستند، ما در ادوار قدیم و باستانی چون یک شریک متساوی الحقوق با بقیه آسیا و جهان مراوداتی داشتیم و در حقیقت شاهرگ اقتصادی آسیا از کشور ما میگذشت. تمرکز این برنامه بر اینست که افغانها در آسیای تپنده و بالنده امرزوی چگونه آن موقف تاریخی خود را دوباره بدست آرند. ددې بحث د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن او نور مطالب له دې لېنک نه تر لاسه کړئ:
Ashraf Ghani105,399 Aufrufe • vor 2 Jahren

د افغانانو د ولسي حماسي ادب د بریالي لاروي او د وروستیو لسیزو منلي شاعر مطیع الله تراب په ناڅاپي او بې وخته مړینه خورا غمجن شوم. کورنۍ، ملګرو او د ادب مینه والو ته یې تسلیت وړاندې کوم او هغه فقید ته چې په فقیرۍ کې ستر شو، وپایید او ومنل شو، د پاک الله (ج) له درشلې د بخښنې او مغفرت غوښتنه کوم.
Ashraf Ghani55,302 Aufrufe • vor 1 Jahr

له ټولو نښو داسې برېښي چې د اسلامي تفکر پنځمه دوره چې مسلمانان په خپله علمي او مسلکي وړتیا بیا باوري کړي، په ټوکېدو ده. دا باورمندي باید موږ افغانانو ته، له هغو عقده یي عکس العملو څخه د لرې کېدو الهام شي چې د هند د نیمې وچې او وروسته بیا د پاکستان مذهبي کړۍ پرې د استعمار له مهاله اخته وې او زموږ ځوانانو ته یې د مهاجرت پر وخت ولېږدولې. نفی برخورد عقده مندانه در برابر دیگران در صدر اسلام، راه برای همگانی شدن این آیین الهی فراهم کرد و نشان داد که دانش و دین متمم همدیگرند. تاکید پیهم من بر داشتن کادر های مسلکی افغان و در عین حال مسلمان برای این بود که جوانان کشور ما با یک سرمایه بزرگ تمدنی که ملت های زیادی را با هم پیوند داده است، وصل باشند. د تمدني پانګې دویمه او وروستۍ برخه کې د اسلامي تفکر په جوړېدو کې د افغان پوهانو پر ونډه او ورسره نورو تړلو مسایلو بحث شوی دی. د مرکې بشپړ متن او سرچینې یې له دې لېنکوتر لاسه کړئ: این برنامه ها را اکنون بر علاوه شبکه های اجتماعی ازین پلاتفورم ها هم دریافت کرده می توانید: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community
Ashraf Ghani80,650 Aufrufe • vor 2 Jahren