正在加载视频...

视频加载失败

د آیوبي آس د آیوبي په طمعه🥹

10,214 次观看 • 3 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

د عدلیې پخوانی وزیر په کابل کې د لارې پر سر سبزي خرڅوي د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر او په پاکستان کې افغان سفیر اوس په کابل کي د اقتصادي ستونزو په خاطر په لاسي کراچۍ کي سبزي خرڅوي. عبدالرشید آرین په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور نشراتي معین، د خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۵۷ کال کي په پاکستان کې د افغانستان سفیر او له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۰ کال پوري د افغانستان د عدلیې وزیر پاتې شویدی. نوموړی د خلق ډیموکراتیک ګوند د رهبري شورا غړی هم پاتې شویدی. ښاغلی آرین دامهال د کابل په زړو مکرویانو سیمه کې د خپل لمسي سره د لارې پر سر په لاسي کراچۍ کي سبزي خرڅوي، لمسی یې ښوونځي ته هم ځي. نو تاسو د آرین صاحب ژوند د افغانستان د تېرو چارواکو او په ځانګړي توګه د نیمې پېړۍ د حکومتونو له چارواکو،تنظیمي مشرانو،پارلیمان/ولایتي شورا وکیلانو،رییسانو،عادي قوماندانانو،د ګمرکونو عادي مامورینو،د چارواکو د سکرترانو/محافظینو…….،اوسنیو چارواکو،……….نږدې خپلوانو سره مقایسه کړئ.

Mohamad

26,347 次观看 • 1 年前

روسیې او طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵کال (د غبرګولي ۶مه) د پوځي-تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دغه تړون په مسکو کې د نړۍوال امنیتي فورم په لړ کې لاسلیک شو. د یاد تړون د منځپانګې کره جزییات نه‌دي خپاره شوي؛ خو ښایي په تړون کې د وسلو، پوځي ټېکنالوژیو، روزنې، یا د تجهیزاتو ترمیم او لوړولو په برخه کې همکاري شامله وي. روسیې تېرکال طالبان د «ترهګرو» ډلو له نوملړه واېستل او لومړنی هېواد شو، چې په رسمي ډول یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده. له هغه وخت راهیسې هیڅ بل هېواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي. د دغه تړون د لاسلیکولو پرمهال په پروتوکول ډله ​​کې د دوو ښځو حضور چې د دواړو خواوو ترمنځ قراردادونه تبادله کوي، د خواله رسنیو کاروونکو پام ځانته راړولی دی. د خوشحال خان افغان په نوم یو کاروونکي پر اېکس پاڼه لیکلي، له طالبانو سره د روسیې اړیکې اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې د یادې ډلې ملایان «د ښکلو روسي مېرمنو ترڅنګ درېږي او تړونونه لاسلیکوي». #افغانستان_انټرنشنل_پښتو

افغانستان انټرنشنل - پښتو

13,169 次观看 • 1 个月前