Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د شر او فساد تښتېدلي غړي، د مختلفو جنایتونو له امله له بهرنيو هېوادونو هم رټل او شړل کېږي! هندوکش‌غږ د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د بغلان او تخار امنیه قوماندان او د شر او فساد ډلې فعاله غړي جنرال اکرام الدین سریع چې په ایران کې مېشت دی، غږیز...

10,325 views • 1 year ago •via X (Twitter)

5 Comments

مقاومت آزادی's profile picture
مقاومت آزادی1 year ago

هیچ این تبلیغات تان جای را نمیگیرد ، طالب باید برود خدمت شما تروریست ها را هم دیدیم

Elise Oyin's profile picture
Elise Oyin1 year ago

Let all in creation call Yahweh the author of confusion before ALL DEATH n impediment IN ELISE OYINKROMEINEIFA'S tongue n mouth r NOT 100% OVERTURNED, DESTROYED n 100% OF YAHWEH'S ZOE LIFE INFUSED INTO THEM NOW PERMANENTLY in the name of Jesus Christ of Nazareth u900gtefsfbaiCnYH

Abdul Wahedy's profile picture
Abdul Wahedy1 year ago

لندغر لندغر است، در هر جاه که باشد لندغر است. کسانيکه ميگفتند که من افغان نیستم حالا در آمریکا و اروپاه دستگیر میشوند که افغان نیستی کی استی، دیپورت میشوند.

احمد محمدی's profile picture
احمد محمدی1 year ago

این مردم بعد این که با سفارت‌ها مراجع میکند یک کوتک حسابی میخوره

Rahmtullh Hidri's profile picture
Rahmtullh Hidri1 year ago

@EngOmar41415214 لندغرلندغراست اینهاهیچ وقت راه درست نمیره درسفارت کارشان انجام نشود

Related Videos

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,911 views • 1 month ago

هغه افغانان باید افغانستان ته ډیپورټ نه شي چې هېڅ جرم یې نه وي کړی المان د بشري حقونو، عدالت او قانون د حاکمیت له مخې په نړۍ کې یو له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، هغه افغانان چې په المان کې په قانوني ډول ژوند کوي، هېڅ جرم یې نه وي کړی او د ټولنې د قوانینو درناوی کوي، باید په زور افغانستان ته ډیپورټ نه شي. نن ورځ افغانستان لا هم له ګڼو امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. ډېری افغانان د جګړو، ناامنۍ او بې‌وزلۍ له امله خپل هېواد پرېښی دی. که داسې کسان بېرته واستول شي چې جرم یې نه وي کړی، دا کار نه یوازې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د بشري حقونو له اصولو سره هم په ټکر کې دی. موږ غوښتنه کوو چې د هر افغان دوسیه په عادلانه او انفرادي ډول وڅېړل شي. هغه کسان چې په المان کې د قانون پابند دي، کار کوي، زده‌کړې کوي او د ټولنې مثبت غړي دي، باید د ډیپورټ له پرېکړې څخه خوندي وساتل شي. انسانیت، عدالت او د بشري حقونو درناوی ایجابوي چې بې‌ګناه افغانان د ناامنۍ پر لور ونه لېږل شي. د ډیپورټ پرېکړه باید یوازې د قانون، عدالت او بشري ارزښتونو پر بنسټ وشي، نه د عمومي سیاستونو پر اساس. #hosaizarifander #frankfurt #grüne #vielfalt #Afghanistan

Hosai Zarif Ander

10,163 views • 23 days ago

د مقاومت ډلې دوه مشران له څلور کلنې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستانه شول د پرځېدلي جمهوریت دوه نظامیان چې پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د مقاومت په نوم وسلې پورته کړې وې؛ له څلور کلنې کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شول. د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د دغه ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم له دوی سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوي ترڅو تېر ته وګرځي او یا د تېرو کړنو له امله څوک وځوروي. ښاغلي حکیم ویلي، چې هېواد پر ټولو حق لري، چې بايد ټول یې په یووالي او جوړونه کې ونډه واخلي. بل لور ته هغه ځوانان چې تازه له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي وایي، سره له دې چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې په لومړیو ورځو کې د مقاومت لار غوره کړې وه او په بهر کې هم د پردیو له لورې د خپل هېواد ورانولو ته هڅېدل خو په راتګ يې فکر بدل شوی او پر حقایقو پوه شوي دي. د دوی له ډلې محمد صدیق چې د پرځېدلي جمهوریت نظامي او د مقاومت په نوم د ډلې مشر پاتې شوی وایي، چې له هراته تر پنجشېره د هیڅ چا له لوری نه‌دی پوښتل شوی او په خبره یې د ولایت له رهبرۍ سره په لیدنه کې يې نور ډاډ هم ترلاسه کړی. نوموړي پر هغو ځوانانو چې د پردیو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندي دي غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي. د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د دغو دوو تنو سربېره دې ولايت ته په تېرو درې میاشتو کې په فردي ډول د بېرته راستنو شویو کسانو شمېر چې ډېری يې تېر نظامیان او د پرځېدلي جمهوریت کارکوونکي دي، نږدې ۲۵۰ تنه لوړ شوی.

هندوکش غږ

13,474 views • 1 year ago

له مولانا فضل‌الرحمن څخه پوښتنه شوي چې د هغه د حکومت پر مهال په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو لوی پنځه کارونه کوم دي چې پرې ویاړي؟ په ځواب کې وایې: د نجونو د پوهنتون جوړول، نور پوهنتونونه جوړول ،د عصري زده‌کړو وړیا کول، او د عصري کتابونو وړیا وېش… خو شاګردان یې/طالبان په افغانستان کې عصري زده کړي مباح ګڼي، پوهنتونونه د فحشاء مرکزونه بولي او د نجونو تعلیم حرام ګڼي. اساسي پوښتنه دا ده: مولانا فضل رحمن او ګوند یې چې د پاکستان مشهور علماء او مفتیان یې غړي دي، ځان دیوبند ته منسوب ګڼي او دا اعتراف کوي چې هغوی یې اسلاف او دوی یې لاره تعقیبوي. طالبان هم د دیوبندي د فکري مکتب ځان پلویان ګڼي او د دیوبند مشهوره مدرسه خپله (مادر علمي) بولي؛ نو بیا ولي په پاکستان کې د پوهنتونونه او د نجونو تعلیم نه یواځې جواز لري، بلکي لومړیتوب او ویاړ دی او په افغانستان کې فحشاء او حرام دی؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنه له کلتوري او دیني پلوه له پاکستانۍ ټولنې ډېره متدینه ده. ملګرو! دا پوښتنه در سره ریپوسټ کړئ چې د ملا هبة الله اخوند تر غوږه ور ورسېږي

Rahmatullah Andar🇦🇫

10,916 views • 9 months ago

المرصاد په بدخشان کې د داعشي خوارجو د نیول شوې شبکې د اعترافاتو ویډیو ترلاسه کړې ده. د داعشي خوارجو د دې ګروپ مشري د بدخشان ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرازق کوله. نوموړی اعتراف کوي چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې ټول ترسره شوي بریدونه د نوموړي اړوندو کسانو ترسره کړي دي. د ګروپ مسؤل کس اعتراف کوي چې د فیض آباد پر امنیه قومندان، د والي پر معاون او په جومات کې پر فاتحه او د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه بریدونه دوی ترسره کړي دي. نوموړی همداراز وايي چې په مرکز فیض آباد کې پر لواء یې هم د برید لپاره موټربم چمتو کړی و، خو شنډ شو. د عبدالرازق په خبره، په جومات کې پر فاتحه تر چاودنې وروسته دوی پلان درلود چې د بدخشان پر امنیه قومندان برید ترسره کړي، خو تر عملي کولو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول. په ویډیو کې هغه وسلې او مهمات هم ښکاري چې داعشي خوارجو ترلاسه کړې وې او په دې هڅه کې وو چې د بدخشان شهداء ولسوالۍ ته یې ورسوي او د خپل فعالیت ساحه پراخه کړي. هېره دې نه وي چې د شهداء ولسوالۍ په غرونو کې د باغیانو یوې ډلې هم حضور درلود خو د امنیتي ځواکونو په بریالیو عملیاتو کې له منځه ولاړه. د یادونې وړ ده د بدخشان د والي پر شهید معاون او د کابل بانک دفتر ته څېرمه ترسره شوي بریدونه انتحاري وو او د معمول مطابق ترسره کوونکي یې تاجکستاني وګړي وو. داعشي خوارج تاجکستاني وګړي د دیني فهم د کموالي له امله ژر په خپله لومه کې رانیسي او انتحاري بریدونو ته یې چمتو کوي. معلومات ښيي چې د امریکايي اشغال پر ضد د افغان ولس د برحق جهاد تر کامیابي وروسته، په افغانستان کې نږدې ۹۰٪ انتحاري بریدونه تاجکستاني وګړو ترسره کړي دي.

Almirsaad Pashto

109,845 views • 2 years ago

*د پرمختګ پر وړاندې د دښمن د تبلیغاتي جګړې ناکامه هڅې* _رحمت الله فیضان_ د تېرو اتو میاشتو په موده کې په هرات ولایت کې د ۱ میلیارد او ۶۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه سترې ښاري پروژې پرانیستل شوې او د ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د هرات حوزوي روغتون مخې ته د ځمکې لاندې لارې (ځمکتل) د جوړولو پیل، د ۱۲ پوړیز سوداګریز مرکز او تیاتر ودانیو جوړول، د شیدایي سړک بشپړېدل او د ګلانو چوک ځمکتل افتتاح شامل دي. همداراز، د ښاریانو د هوساینې او د ترافیکي پېښو له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه د سیمنا چوک څخه تر شهرنو چوک پورې دوه هوایي پلونه د هېوادپالو سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دا ټولې چارې له ولس سره د حکومت د ژمنو یوه کوچنۍ برخه بلل کېدای شي. تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به هرات ته د ټاپي پروژې د رسېدو او د سوداګریز ښارګوټي تر ساحې پورې د ریل پټلۍ د بشپړېدو خبرونه هم واورېدل شي. دغه ډول پرمختګونه نه یوازې د خلکو په زړونو کې د راتلونکي په اړه هیلې راژوندۍ کوي، بلکې افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز اتصال پر لور یو بل ګام ته هم نږدې کوي. خو له بده مرغه، هر پرمختګ خپل مخالفین هم لري. هغه کسان چې د افغانستان له ثبات، سولې او آبادۍ سره دښمني لري، هڅه کوي د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي. په وروستیو کې د هرات د ګلانو چوک ځمکتل د دوی د تبلیغاتي کمپاین هدف ګرځېدلی دی. ځینو پاڼو او حسابونو، چې په ایکس (پخواني ټویټر) او نورو ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي، ادعا کړې چې ګواکې د هرات نوی ځمکتل له پرانیستنې څو ورځې وروسته تر اوبو لاندې شوی او د سېلابونو له امله بند شوی دی. د دغو ادعاوو د پیاوړتیا لپاره جعلي او یا له واقعیت څخه لرې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي دي. پوښتنه دا ده چې ولې د افغانستان د پرمختګ هره پروژه د دغو کسانو د منفي تبلیغاتو هدف ګرځي؟ ځواب څرګند دی. د افغانستان هره رغنیزه لاسته راوړنه د هغو حلقو تبلیغاتي روایتونه کمزوري کوي چې کلونه یې د هېواد د ناکامۍ، بې‌ثباتۍ او وروسته پاتې والي په برخه کې د افغانستان له بهرنیو دښمنانو سره لاسونه یو کړی و. کله چې سړکونه، پلونه، سوداګریز مرکزونه او نورې پراختیايي پروژې عملي بڼه خپلوي، د دوی اصلی څیره بر بنډیږ . د دې ډول تبلیغاتو موخه د خلکو د باور کمزوري کول، د پرمختیايي پروژو ارزښت تر پوښتنې لاندې راوستل او د ناهیلۍ فضا رامنځته کول دي. خو حقیقت دا دی چې پرمختګ په عملي کارونو ثابتیږي، نه په تبلیغاتو. ولس په خپلو سترګو ویني چې پروژې جوړېږي، خدمات پراخېږي او د ژوند اسانتیاوې ډېرېږي. د خوښۍ ځای دا دی چې د افغانستان دښمنان د خپلو ناسمو تبلیغاتو له لارې خپله اصلي څېره لا روښانه کوي. هغه کسان چې څو سوه مترو یوه ځمکتل هم نشي زغملای، په حقیقت کې د یوه آباد، با ثباته او پرمختللي افغانستان له تصور سره ستونزه لري. خو د تاریخ تجربه ښيي چې رغونه او پرمختګ د منفي تبلیغاتو په مټ نه درېږي، بلکې د ولسونو اراده او عملي کارونه یې پر مخ بیايي.

Ahmadullah.Muttaqi

10,425 views • 2 months ago

زه د یو افغان په توګه د خلیفه صیب بې وسې وځورولم چې هغه د پاکستان د تجاوز او یرغل په مقابل کې حتی په تنده لهجه خبرې نه شي کولی، یو روښانه دریځ هم نه شي لرلی، بلکې دومره مجبور دی چې د پاکستان څلویښت کلنه افغان ضد تګلاره او سیاست، ښېګڼه او خدمت بولي، ستاینه یې کوي او څو ځله یې یادوي. هغه سیاسیون چې له بهرنیو استخباراتو سره بلک میل دي او یا نه یو ډول یې څادر د هغوی تر پښو لاندې دی، په افغانستان کې هیڅکله او هیڅ ډول مستقل او ازاد سیاست نه شي کولی. په حقیقت کې نیابتي ډلې د ازاد سیاست او خودمختارۍ جوګه نه دي، که څه هم د موقت وخت لپاره د قدرت څښتنان شي او د واک پر ګدۍ کېنول شي. ملي احزاب او ملي ګوندونه چې د ولس له متنه جوړ شوي وي، سیاسي تګلاره یې د ولس په اراده، رایه او جمهوري ارزښتونو ولاړه وي، د افغانستان د معضلي حل کیدی شي چې له بده بخته موږ هیڅ داسې ملي ګوند نه لرو. شل کلن جمهوریت د ملي ګوندونو د جوړښت لپاره یو ښه فرصت و، خو د جمهوریت بانیانو هیڅ دې مسلې ته پام ونه کړ، دوی هم یواځې د جمهوریت تمثیل کاو، جمهوري تګلارې او په ټولنه کې د جمهوریت بنسټیز کیدلو ته ژمن نه و، ځکه له ملي ګوندونو پرته څنګه کیدی شي چې جمهوریت په ټولنه کې بنسټیز شي. څلور کاله تېرېږي، جمهوریت غوښتونکي یا په بله اصطلاح روڼ اندي په یوه ملي روایت متفق شوي نه دي، ملي روایت یې ایجاد کړی نه دی، بلکې په تېر جمهوري روایت هم نه شي سره را یوځای کیدی. زما خبرې به نهیلې کونکي وي، خو دا یو سپین حقیقت چې موږ یې وینو او یوه روښانه ستونزه ده چې موږ یې تجربه کوو. چورت مه خرابوئ! د ستونزې پېژندل هم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، ځکه حلا لارې د ستونزې تر تشخیص ورسته مطرح کېږي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

46,937 views • 1 year ago

پاکستان بېرته خپل پخواني نقش ته ستون شو، د داعش او القاعده غړي به نیسي او امریکا ته به یې سپاري، لري نه ده چې یو ځل بیا د طالبانو په سر سودا وکړي، په خپل او پردي نوم یې امریکایانو ته وسپاري. موږ تل ویلي چې دا ډالري جګړې دي او د پاکستان اقتصاد هم جنګي اقتصاد دی، په سیمه کې د جهاد په نامه افراطي ډلې هم جوړوي او بېرته یې د تروریست په نامه پلوري هم. ویاند صیب وایې چې په بلوچستان، مستونګ سیمه کې د داعش لپاره د پاکستان پوځ په ملاتړ یو مرکز او روزنځای جوړ شوی او داسې مالومېږي چې دوی داعش د خپلې وسیلې په توګه استفاده کوي. ویاند صیب! تېره ورځ یې مجاهدین او پرون یې تاسې د وسیلې په توګه استفاده کړئ، نن داعش، سبا به بله ډله استفاده کوي او افغانستان به تخریبوي، تاسې ولي پرون له دې خبرې انکار کاوو چې د پاکستان وسیله او لاسپوڅې نه یاست؟ هغوی چې د جګړې علم او لګښت نه لري، له مادي او معنوي پلوه په ځان بسیا نه وي، تل د نورو د اهدافو لپاره د وسیلې په توګه کارېدلي او کارېږي. حقیقتونه ترخه دي، خو د افغانستان د جګړې په نیابتي اړخ باید اعتراف وشي، چې د ستونزې بین الافغاني حل ته په اسانۍ ورسېږو.

Rahmatullah Andar🇦🇫

55,934 views • 1 year ago