Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د موټرونو د کمېسیون د کرایو او د نوبت د ځنډ زور ټول تر ولس خیږي، دلته د خوراکي توکو کموالی او لوړوالی د همدې کمېسیون له لاسه دی، هیله ده چي په دې برخه کي عاجل اقدام وسي!

34,804 views • 6 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

راسی بدبخته ولسه دا ظلم ته غوږ سی، په جمهوریت کي د بیت المال د پیسو څخه ٢٥٠ میلیونه افغانۍ حکمتیار خپل د دفتر مصارف وړلې او ٤٠٠ میلیونه افغانۍ کرزي وړلې. البته دا هغه حکمتیار دی، چي په جمهوریت کي یې د محمد ص په شفاعت ژمنه وکړه ترڅو یو امریکايي په افغانستان کي موجود وي او تسلیم سو، محمد دي يې شفاعت نکوي. لېکن موږ او تاسود سر په سترګو ولیده. چي وروسته یې د څو ډالرو او دومره زیاتو افغانیو باندي د هماغه شفاعت سودا وکړه د خرکار زوی حامد کرزی سره له دې چي د ټولو وزیرانو، والیانو او کلیدي چارواکو سره په غلاو او فساد کي شریک ؤ، جنرال عبدارازق یې کشر ورور شاولي کرزي ته د میاشتي ١٥ میلیونه ډالر د هغو پیسو باج ورکاوه چي د لوی کندهار د ملي عوایدو یې غلا کولې، پر امنیتي پوستو يې د لویو لارو د موټروانانو په زور اخیستلې او یایې د بعضو ریسانو او سوداګرو څخه ونډي او باج اخیسته. د افسوس ځای خودادی چي پدې غریب او نېستمند هیواد کي چي ٨٠ سلنه ولس یې د فقر تر کښي لاندي ژوند کوي یوازي د دغو دوو ښاغلو د دفتر او د دسترخوان لپاره دومره په افراطي توګه پیسې وړل کېدلې، نو د نورو ناویلو او پټو غلاو او فساد به څه حال ؤ، چي تر اوسه ولس ترې ناخبره دی. لېکن دغه دوه ښاغلي چي اوس کښېني دواړه ځانونه ولس ته ځانونه مخلص او خواخوږي معرفي کوي او لا هم د احزابو د سیاسي فعالیت (تجارت) اجازه غواړي، ترڅو د ولس د وجود هغه وروستی څاڅکي وینې هم وزبېښي او خپل روان رزالت ته دوام ورکړي.

Mohammad Sharifi

20,339 views • 1 year ago

ډېر اعلی ترنم! اوازونه الحاج ملافقیرمحمددروېش صاحب عبدالجلیل جنید له نشيي توکو څخه د ځان ساتنې په اړه د‌ شعر په ژبه عامه پوهاوی نشه او د نشه‌يي توکو استعمال هغه وژونکې بلا ده چې د انسان عقل، پوهه، دينداري او راتلونکی له منځه وړي، دا ناوړه پديده د عمر او قشر توپير نه پېژني؛ ځوانان، زاړۀ او واړه ټول اغېزمنوي او د ژوند روښانه لارې په تيارو بدلوي. اسلام چې د انسان د کرامت او عقل ساتونکی دين دی، نشه‌يي توکي يې په کلکه حرام ګرځولي دي، نبي کريم ﷺ فرمايي: كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ خَمْرٍ حَرَامٌ . (رواه مسلم) موږ هڅه کړې چې د همدې وژونکې وبا زيانونه د شعر او ترنم په ژبه بيان کړو. راځئ دا پيغام واورو او د خپرولو له لارې يې تر خپلو وطنوالو، په ځانګړي ډول ځوان نسل پورې ورسوو، تر څو د ټولنې د ټولو اقشارو د اصلاح او بيدارۍ سبب وګرځي. نشه ده د انسان د ژوند د بد انجام ټاکونکې نشه ده د باور حیا تقوا له منځه وړونکې

مُحَمَّدقاسم ایوبي

12,821 views • 6 months ago

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,933 views • 1 month ago