正在加载视频...

视频加载失败

هغه افغانان چې ځانونه د ا.ا.ا مخالفین بولي، په امریکا او نورو هېوادو کې یې ژوند سخت او له مشکلاتو ډک وي، پر هغوی د هېواد د محترم رئیس الوزراء حفظه الله شفقت او ترحم.

15,999 次观看 • 7 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

هغه افغانان باید افغانستان ته ډیپورټ نه شي چې هېڅ جرم یې نه وي کړی المان د بشري حقونو، عدالت او قانون د حاکمیت له مخې په نړۍ کې یو له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، هغه افغانان چې په المان کې په قانوني ډول ژوند کوي، هېڅ جرم یې نه وي کړی او د ټولنې د قوانینو درناوی کوي، باید په زور افغانستان ته ډیپورټ نه شي. نن ورځ افغانستان لا هم له ګڼو امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. ډېری افغانان د جګړو، ناامنۍ او بې‌وزلۍ له امله خپل هېواد پرېښی دی. که داسې کسان بېرته واستول شي چې جرم یې نه وي کړی، دا کار نه یوازې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د بشري حقونو له اصولو سره هم په ټکر کې دی. موږ غوښتنه کوو چې د هر افغان دوسیه په عادلانه او انفرادي ډول وڅېړل شي. هغه کسان چې په المان کې د قانون پابند دي، کار کوي، زده‌کړې کوي او د ټولنې مثبت غړي دي، باید د ډیپورټ له پرېکړې څخه خوندي وساتل شي. انسانیت، عدالت او د بشري حقونو درناوی ایجابوي چې بې‌ګناه افغانان د ناامنۍ پر لور ونه لېږل شي. د ډیپورټ پرېکړه باید یوازې د قانون، عدالت او بشري ارزښتونو پر بنسټ وشي، نه د عمومي سیاستونو پر اساس. #hosaizarifander #frankfurt #grüne #vielfalt #Afghanistan

Hosai Zarif Ander

10,448 次观看 • 1 个月前

د تورو زندانونو له تیارو د ابادۍ تر ارمانونو د مزل یو مجاهد لاروی: ځینې ځینو ته الله تعالی فطرتا داسې اوصاف او خویونه ورکړې وي چې نور یې د هر ډول وړتیا او هڅو سربېره نه شي موندی. د اشخاصو د شخصي توصیف بیان ډېر خوند نه راکوي خو ځینې وخت وجداناً مجبور شې چې د یو چا په باب د زړه خبرې په الفاظو او جملو بدلې کړې. د حاجي وزير حقاني د ژوند پر ټول مزل خبر یم له کړاونو راوتلی دا شخص د هیواد ابادۍ او چوپړ دومره تږی دی چې زه یې په الفاظو کې له بشپړ بیان څخه عاجز یم. د پانګوالو او سوداګرو سره یې لومړۍ خبره هیواد کې پانګونې ته د هغوی هڅول وي، پر منظرو او سفر کې یې هم د وطن ښایسته سیمه په دې نیت ننداره کوي چې که ممکنه وي همغه ښایسته سیمه په یو جامع جومات، ګڼ بازار او سیاحتي پارک لا مزءینه کړي او داسې لسګونه نورې د ابادۍ لپاره دده د تندې بېلګې دده د خویونو عادتونو برخه ده د حاجي وزیر صیب ددې هڅو او هڅونو یوه ښکاره بېلګه د تېرا په سیمه کې د جامع جومات، ښکلي بازار او رسټورانټ هغه ښکلې ابادي ده چې دا مهال د هغې لارې سلګونه مسافر یې په شوق لیدو ته ورځي، په دې شاړه دښته او د غرونو سینه کې د ابادۍ دا ستره نمونه د نوموړي د هڅوونو او تشویق برکت دی دا به یوازنۍ بېلګه نه وي همداسې په خوست، هلمند، هرات او لوګر په لویو لارو کې دغسې ښکلي او جامع جوماتونه دده په هڅوونې او د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي. او لا هم د ابادۍ او ښکلا لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې( د نادرخان پر غونډۍ د سرسبزۍ، سړکونو او جامع جومات پروژه، د کابل- جلال اباد پر لویه لار جامع جومات او بازار او …)په سرعت سره روانې دي دا ټول هغه څه دي چې د خلیفه صیب په هدایت یې حاجي وزیر صیب د اړونده اداراتو په مرستې سره پر مخ وړي ددې سړي دا د ابادۍ تنده د هغه له کړاوه ډک تېر شوي ژوند سره عجیب پیوند لري، حاجي وزیر د شل کلنې مبارزې پر مهال د چریکي بریدونو مسئولیت لاره چې له کبله یې د ژوند او ځوانۍ ډېر پسرلي، د کیوبا، پاکستان او افغانستان په زندانونو کې تېر کړي ډېرې له شکنجو او کړاونو ډکې ورځې یې پر ځان تېرې کړي خو عجیبه دا ده چې ددې کړاونو او زندانونو درد یې د عقدې او کینې پر ځای د هیواد او ولس سره د خدمت او ابادۍ پر مینې او تندې بدل شوی. قدرمن حاجي وزیر مخکې د کورنیو چارو وزارت مالي ریس و او اوسمهال د خلیفه صاحب د چارو اداره او تنظیم ور په غاړه دی. دا د اسلام او وطن اخلاصمند سپاهي دې تل سرلوړی وي

Abdullah Raihan

26,726 次观看 • 1 年前

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

32,525 次观看 • 3 天前

له مولانا فضل‌الرحمن څخه پوښتنه شوي چې د هغه د حکومت پر مهال په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو لوی پنځه کارونه کوم دي چې پرې ویاړي؟ په ځواب کې وایې: د نجونو د پوهنتون جوړول، نور پوهنتونونه جوړول ،د عصري زده‌کړو وړیا کول، او د عصري کتابونو وړیا وېش… خو شاګردان یې/طالبان په افغانستان کې عصري زده کړي مباح ګڼي، پوهنتونونه د فحشاء مرکزونه بولي او د نجونو تعلیم حرام ګڼي. اساسي پوښتنه دا ده: مولانا فضل رحمن او ګوند یې چې د پاکستان مشهور علماء او مفتیان یې غړي دي، ځان دیوبند ته منسوب ګڼي او دا اعتراف کوي چې هغوی یې اسلاف او دوی یې لاره تعقیبوي. طالبان هم د دیوبندي د فکري مکتب ځان پلویان ګڼي او د دیوبند مشهوره مدرسه خپله (مادر علمي) بولي؛ نو بیا ولي په پاکستان کې د پوهنتونونه او د نجونو تعلیم نه یواځې جواز لري، بلکي لومړیتوب او ویاړ دی او په افغانستان کې فحشاء او حرام دی؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنه له کلتوري او دیني پلوه له پاکستانۍ ټولنې ډېره متدینه ده. ملګرو! دا پوښتنه در سره ریپوسټ کړئ چې د ملا هبة الله اخوند تر غوږه ور ورسېږي

Rahmatullah Andar🇦🇫

10,916 次观看 • 9 个月前

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,933 次观看 • 1 个月前

پخوانی پاکستانی پوځي افسر او اوسنی سیاستوال، محمد سجاد بارکوال: ما تر خواجه اصف پورته بې شرمه او بې‌عزته انسان په ټول ژوند نه‌دی لیدلی پخواني پاکستاني پوځي افسر او د پښتونخوا په ایالتي کابینه کې د کرنې وزیر، محمد سجاد د پاکستان د فاع وزیر، خواجه اصف ورستیو څرکندونو ته چې ویلي وو:«افغانستان د پاکستان دښمن دی» توند غبرګون ښودلی. نوموړی تازه د پښتونخوا پارلمان ته په وینا کې ویلي، چې ده په ټول ژوند تر خواجه اصف پورته بې‌شرمه، بې‌عزته، بې‌احساسه او بې‌حیا انسان نه‌دی لیدلی. هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر خبرې عجیبې بللي او د پوښتنې په ډول یې زیاته کړې: «آیا موږ کولای شو او دا جرئت لرو، داسې یو هېواد ته د دښمن خطاب وکړو، چې هغه زمونږ ګاونډی وي او دود، کلتور، دین، عقاید او ټول هر څه یې له مونږ سره ورته وي؟» محمد سجاد بارکوال وړاندې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ چې پخوا یې دی هم برخه و، جګړې ته پر لمن وهلو او د پښتنو پر نسل وژنې تورن کړی او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان له حاکم ګوند سره د سولې په اړه خبرې او له هغوی سره ناسته د ده په ټکو له پښتون قوم سره لوی خیانت دی. نوموړي زیاته کړې چې د مسلم لیګ (ن) ګوند له چارواکو سره ناسته او خبرې اترې چې پښتني کلتور، وسلې، مدرسې، دین او عقیده یې له منځه وړې؛ خیانت دی او زیاتوي چې تر دې پورته بل خیانت به پیدا نه‌شي.

هندوکش غږ

11,072 次观看 • 11 个月前

شهید ډاکټر نجیب‌الله د افغانستان یو باعزته رهبر او خاورې ته ژمن زوی و. هغه د هېواد خاوره خپل ناموس ګڼله او د حراست لپاره یې خپل سر قربان کړ. شهید ډاکټر نجیب‌الله یو فکري مکتب و، او درې لسیزې وروسته د هغه له شهادت څخه لا هم په میلیونونو ځوانان د هغه د ملی فکر او تعهد څخه متاثره دي. دا د شهید نجیب‌الله حقانیت او د سپېڅلې وینې نښه ده چې ټول حریفان یې یا د حقارت او بدبختۍ په حال کې ژوند کوي، او یا هم په خپلی داعیه سره شرمېدلي مړه شول. د شهید نجیب‌الله محبین به د هېواد د بربادۍ په اړه له ټولو هغه تش په نوم سیاسونو او مسؤولینو سره محاسبه وکړی د شهید داکتر صاحب ژمنتیا تر ټولو غوره مثال یې دا دی : چې تر شهادت وروسته هم هېڅوک نشي کولای پر هغه د خیانت، اداري فساد یا د لوړپوړو ماڼیو تور ولګوي. خو مخالفین یې، چې ځانونه یې د اسلام سپین کوتري بللی، څومره شرمېدلي شول. ﴿وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ﴾ #TranstionalJusticeAfghanistan #Afghanistan Hamasa Media Hamid Karzai Tawab Abdullah habiburrahman hekmatyar حبیب الرحمن حکمتیار Ashraf Ghani Tamim Asey Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )

S S Rahamanzai

13,113 次观看 • 1 年前