正在加载视频...

视频加载失败

یو افغان حاجي، چې د زرګونو نورو هېوادوالو سره یو ځای د حج فریضې د ادا کولو لپاره تللی، د طالبانو له لوري د ټاکل شویو معلمینو له کړنو شکایت کړی دی. نوموړي ادعا کړې چې ورسره مل استادان د حج د اصولو، فرایضو او ارکانو په اړه کافي...

10,608 次观看 • 4 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,933 次观看 • 1 个月前

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 次观看 • 1 个月前

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,282 次观看 • 11 个月前

د طالبانو هغه شعار چې “جنګ مو ختم کړ” نور اعبتار له لاسه ورکړی. د هغوی پالیسۍ، له پاکستان سره شخړې، بمبارۍ او روان وضعیت نه یوازې د افغانستان دننه خلک، بلکې افغان کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. تر ټولو مهمه دا چې د طالب نظام پر وړاندې پاکستان هېڅ ډول جدي فشار نه احساسوي او نه یی د انزوا ښکار ملایانو طالبی نظام نه سترګه سوزي اوس پاکستان ان د افغانستان پر خاوره بمباریو ، مداخلې او اشغال جرأت کوي. که څه هم دا ویډیو د AI په مرسته جوړه شوې، خو پیغام یې واضح دی: د افغانستان ۳۲ کیلومتره مربع خاوره رسمأ “ قبضه” شوې بلل کېږي. د راپورونو له مخې، پاکستاني ځواکونه د بلوچستان د قمر دین کاریز په امتداد کې د افغانستان شاوخوا ۳۲ کیلومتره مربع خاورې ته ننوتلي او سیمه یې کټاره کړې ده. همدارنګه، د ډیورنډ کرښې په ګڼو سیمو کې تر یو لک زیات افغانان د بمباریو له امله اړ شوي چې خپل کلي پرېږدي. دا سیمې تقریباً د عامو خلکو له حضوره خالي شوې دي او پاکستان غواړې دغه سیمې د “ بفر زون ‘ په بڼه له خلکو خالې وساتې . په نورستان کې هم مهم سړکونه د پاکستاني پوستو له لوري تر ډزو لاندې دي، چې له امله یې څو ولسوالۍ له مرکز څخه پرې شوې او په یو ډول محاصره کې دي. د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ شخړې هم د سرحدي سیمو افغانان له خپلې خاورې او د اوسېدو له حق څخه محروم کړي دي. یوه قوي، ملي او مسووله اداره کولی شي د هېواد له خاورې دفاع وکړي او د خلکو امنیت تأمین کړي. متاسفانه طالبانو حکومت له نړیوال او هیواد دننه د هر ډول مشروعیت نه یی برخې دې . د پاکستان سره تر ټولو ښه حل یو باعزته او سیاسي مفاهمه ده. جګړه نه د افغانستان په ګټه ده او نه د سیمی . منوً، د پاکستان سره جوړ جاړې مشکل دې خو د طالبانو مشر د نجونو په تعلیم د بندیز لری کولو سره یو حکم صادره ولو سره نړیوال رسمیت ته لاره پرانستلی شې ، یو منل شوي ملې او ټول شموله افغان حکومت د پاکستان د مداخلو مخه ډب کولې شي .

Sami Yousafzai سمیع یوسفزي

92,087 次观看 • 5 个月前

وضاحت د بي سي سي خبریال د زاويه نيوز خبر ريټويټ کړی او ادعا يې کړې، چې خبرې يې تحريف شوي. موږ د نوموړي د خبرو همدغه ويډيو بيا خپروو چې له جرمني د اخراج شويو کډوالو د لاسونو ولچک کولو او د پوښتنو ګروېږنو لپاره نامعلوم ځای ته د انتقال په اړه دقيق معلومات پکې شريکېږي. د بي بي سي خبریال وايي: «... موږ ته که څه هم له نږدې اجازه را نه کړل شوه چې دوی وګورو او له دوی سره خبرې وکړو، ځکه چاته اجازه نه ورکول کېده چې د دوی تصويرونه واخلي يا دوی سره مرکه وکړي يا د دوی ويډيوګانې واخلي، خو موږ له لرې ولیدل چې دوی راښکته شول، له هوایی ډګر څخه په يو ځانګړي بس کې راوړل شول او په يو خاص ځای کې (يو خاص ځای ته) دوی طالب چارواکو يوړل او له هغوی سره يې خبرې کولې. موږ له ځينو سرچینو سره چې په هوايي ډګر کې خبرې وکړې هغوی ويل، اوس له دې خلکو پوښتنې او اښتنې کېږي او معلومه نه ده، چې تر سبا پورې به خپلو کورنيو ته وسپارل شي او که له هغه وروسته به څه ورسره کېږي، خو موږ ځينې تصويرونه وليدل چې لا هم د دوی ولچکونه يې په لاس کې وو او له الوتکو راښکته شوي وو او بيا ځانګړي ځای ته د پوښتنو لپاره يوړل شول، نو رارسېدلي دي، خو د خبرو لپاره هيچاته اجازه نه وه...» زاويه نیوز د خبر امانت په بشپړ ډول ساتلی او ټولو مسلکي اصولو او ارونو ته يو ځل بيا ژمنيا تازه کوي او تکراروي، چې د تېرې ورځې خپور شوي خبر کې يې هېڅ راز تحريف نه دی کړی.

ZAWIA NEWS

33,102 次观看 • 2 年前

بېړنی خبر❤️💚💙 د بلوچستان جمهوریت له پاکستان څخه د خپلې خپلواکۍ اعلان وکړ؛ دا د ټولې سیمې لپاره یو زېری او خوشخبره ده. بلوچستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په یوولسمه نېټه د خپلې خپلواکۍ اعلان کړی و، او د دغه تاریخي اعلان بیا تازه کول تېر کال د مې په نهمه د میر یار بلوچ له خوا ترسره شول. د همدې دریځ له مخې، د ریپبلک آف بلوچستان پلویان باور لري چې بلوچستان اوس یو خپلواک هېواد دی. له همدې امله، د بلوچستان د خلکو په اند، د افغانستان حکومت، چې یو باوري او نږدې ګاونډی هېواد ګڼل کېږي، کولای شي د بلوچستان د خپلواک هېواد په توګه د رسمیت پېژندنې بهیر پیل کړي او په دې توګه د لومړي اسلامي هېواد په توګه دا ګام پورته کړي. د دې لیدلوري له مخې، که افغانستان بلوچستان په رسمیت وپېژني، نو د نړۍ نور هېوادونه به هم د بلوچستان د سفارتونو د پرانیستلو اجازه ورکړي، او د دوی په باور به دا بهیر د پاکستان د ترهګرۍ د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي. افغانستان او بلوچستان د سلګونو کلونو راهیسې د تاریخ، کلتور، ژبې، سوداګرۍ او ولسي اړیکو له لارې یو له بل سره ژورې اړیکې لري. د دواړو سیمو خلک د مېلمه پالنې، متقابل درناوي، ګډو دودونو او سیمه‌ییزو ارزښتونو له امله یو بل ته نږدې پاتې شوي دي. د دواړو ولسونو ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو، علمي او فرهنګي اړیکو او ټولنیزو تګ راتګونو اوږد تاریخ د دې دوستۍ څرګندونه کوي. همدا تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو ولسونو ترمنځ د متقابل تفاهم، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بنسټ ګڼل کېږي، او هیله کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه اړیکې د سولې، سوکالۍ او متقابل درناوي پر بنسټ لا پراخې او ټینګې شي. Youtube video by NDTV

Mir Yar Baloch

35,341 次观看 • 1 个月前