Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

الله پاک دي مجاهدینو برﺉ په نصیب کي او الله ج دي زموږ او تاسو خیرانوته قبول اومقبول کړي، الله دي شريف الله خليلي AfghanBhai او محترم مفتي م✍️ هدايت الله حکمت صاحب اونور ملګرو ته هم اجرونه ورکړي. او تاسو باور وکړﺉ پسونه مو هغه مجاهدینو ته ور...

54,357 views • 6 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

په کندهار کي د جنرال عبدالرازق د ځناورتوب او زرګونو وحشتونو یوه کوچنۍ بېلګه د هغه د یوه زنداني له قوله واورﺉ! زه شخصأ د جنرال رازق د وحشتونو، د بیت المال او ملي عوایدو د غلاو او اړوندو خیانتونو ذمه واري او مسؤلیت و هغو خاینانو ته راجع کوم، لکه کرزیان چي دغه بېسواده، د الله او د رسول د قانون څخه ناخبره او وحشي ځناور يې د خپلو شخصي ګټو، دښمنیو او عقدو د پاللو په موخه پر کندهار واکمن کړی ؤ. تاسي ټول ددې خبري شاهدان یاست چي ما شاوخوا یوه نیمه لسیزه پر چاپي رسنیو او ټولنیزو شبکو همدا نعرې وهلې چي د خرکار زامن او د وېش وحشي لغړی په لسګونو شخصي زندانونه لري، په زرګونو بېګناه وګړي د مرګ تر وروستي سلګیو پکښي شکنجه کوي او بیایې جسدونه د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په رېګو، د بولدګ په رېګو، د میوند ولسوالۍ په دښتونو، د دامان او تخته پل په صحراو، د هلمند او د زابل ولایت په مربوطاطو کي غورځوي، لېکن همدغو ځناورو، ددوی افرادو، ددوی کاسه لېسو خبریالانو او تالۍ څټو ماته سپکي سپوري ویلې او زه یې په تعصب تورنولم، لېکن الحمدالله زما د مطبوعاتو فعالیت او راپورونو اخیر د حقیقت جامه واغوستل او ټول حقایق د لمر د رڼا پشان میدان ته راووتل، خو هماغه ځناور او د هغوی چاپلوسان نن اکثریت تښتېدلي دي او پاته کسان یې د شرمه چاته مخ نسي ورښکاره کولای او د ټولني له شرمه د مخ پټېدو ځای هم نلري. لېکن زه په اخیر کي د خرکار د زامنو (کرزیانو)څخه یوڅو سوالونه لرم، هغه دا چي: ایا په کندهار کي ددغو ځناورو د تقرر عاملین تاسو نه واست او ددوی د وحشتونو حامیان او ملاتړي نه واست او خپلي ګټي مو په دغو وحشیانو نه خوندي کولې او دښمنۍ مو نه پرې پاللې؟ ایا د لوی کندهار د شل کلن ناورین د بشري حقوقو د لومړنیو ضرورتونو د محرومیت عاملین تاسو نه واست؟ ایا تاسو د اشغال په موجودیت کي د فرعونۍ واکمنۍ دعوه داران نه واست؟ ایا تاسو په افغانستان کي د بدبختۍ او په خاص ډول د لوی کندهار د لسګونو زرو انسانانو د وژلو، د بمباریو، د کلیو او ولسوالیو د هموارولو او په زندانونو کي د ٩٩ فیصده پښتنو د بندي کولو عاملین نه واست؟ ایا تاسو په ټول هیواد کي د اداري او اخلاقي فساد د مروجولو او په ټوله نړۍ کي افغانستان د فاسد ترین هیواد د معرفي کولو عاملین نه واست؟ زه دا منم چي ا ا تاسو ته بخښه وکړه، لېکن که چیري تاسو ته د قضاوت او انصاف تله پلاس درکړو، نو خپلو شل کلنو سوابقو ته په کتو سره به تاسو خپل ځانونه وبخښی او تاسو به الله تعالی ته د خپلو ظلمونو د توجیه لپاره څه دلیل وړاندي کوﺉ؟

Mohammad Sharifi

18,989 views • 2 years ago

په کندهار کي د جمهوري نظام د مافیایې کړیو د وحشتونو یوه بېلګه! کله چي رازق او تادین لغړي په جمهوریت کي ځانته شخصي زندانونه جوړ کړي وه، عام خلګ او د نظام د وسلوال پوځ منسوبین به یې د خپلو شخصي غوښتنو او منفعتونو په پار هغه ډاروونکو زندانونو ته اچول چي انسان خو څه کوې آن حیوانانو به هم هلته شپه نسوای تېرولای، خو همدغو وحشیانو به ژوندي انسانان بېله دې چي قومنداني، څارنوالي او قضايي ارګانونه په جریان کي واچوي، همدغو زندانونو ته د نظام په بې خبري کي اچول او کلونه کلونه به یې پرې تېرول. البته تاسي ټول ددې شاهدان یاست چي ما په کلونو کلونو مرکزي حکومت ته پر ټولنیزو مطبوعاتو چغي ووهلې چي کرزیان د خرکار زامن، رازق او تادین لغړي بې ګناه او بې دفاع خلګ او حکومتي منسوبین شخصي زندانونو ته اچولي، هلته یې په میاشتو او کلونو روحأ او جسمأ شکنجه کوي، لېکن د خرکار زامنو او د وېش لغړیانو به زما ادعاوي ردولې او زه به یې په تعصب تورنولم. خو بلاخره زه د انجنېر رحمت الله معروفي ددغه ویډیو کلیپ په نشرولو سره پدې وتوانېدلم چي خپله دغه ادعا جمهوري ریاست، امنیت شوراء، د افغانستان پارلمان، د ملي امنیت لوی ریاست او د هیواد په ګوټ ګوټ کي ولسونو ته په اثباط ورسوم چي په کندهار کي د خونخوره مافیا زندانونه صرف ادعا نه بلکه یو حقیقت دی او د زمان د وحشیانو یو واقعي جبر دی. البته زه هماغه وخت ددغه ویډیو کلیپ په نشرېدو سره پدې هم وتوانېدم چي حکومت خبر کړم او پر لغړیانو باندي د حکومت د فشارو په وجه رحمت الله معرفي د لغړیانو د زاندان څخه راخوشي کړم، خو همدغو نامردانو معروفي صاحب تر خوشي کېدو وروسته د زلمي سالار سره یو ځای لومړی اختطاف کړ، بیا یې دواړه تر سختو وهلو، ټکولو او شکنجو وروسته په شهادت ورسول او د دامان په دښتو کي يې وغورځول. انا الله و انا الیه راجعون د زلمي سالار او رحمت الله معروفي شهادت دي الله پاک پخپل دربار کي قبول کړي، الله دي د دواړو مقبرې د جنت الفردوس باغچي وګرځوي، لېکن د خرکار زامنو او د وېش وحشي لغړیانو ته د دنیا او اخیرت ذلت، سرټیټی، شرمندګي او عذابونه غواړم. آمین

Mohammad Sharifi

18,177 views • 2 years ago

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.

Mohammad Sharifi

60,789 views • 7 months ago