Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

خویندو او وروڼو، له ګاونډیو هېوادو څخه د افغان مهاجرینو جبري ستنېدنه هماغسې روانه ده او نښې نښانې دادي چې د نوي میلادي کال له پیله ښایي نوره چټکه شي. له دې امله دا موضوع اوس هم زموږ په ملي لومړیتوبونو کې راځي او له ټولو نورو هېوادوالو د...

123,506 views • 2 years ago •via X (Twitter)

8 Comments

KHAN_AFGHAN's profile picture
KHAN_AFGHAN2 years ago

جناب ولسمشر🇦🇫🙏.!! د روان بحرانې حالت او بې ثباتې چې د سولې په نوم رامنځته شوې د تالب تر حاکمیت لاندي هېله لرم په دي اړه هم خپل نظر څرګند کړي: د وطن دننه د افغان نجونو او ځوانانو پر مخ مطلق د تعلم دروازې بندېږې مکاتب په مدارسو بدلیږي، افغان امنیتي ځواکونو تهدید او شکنجه کیږي، پاکستان او د سمیې نور هیوادونه په ښکاره ډول د افغانستان په معدنیاتو ایستلو بوخت دی.

Ramziiii 🇦🇫🇩🇪's profile picture
Ramziiii 🇦🇫🇩🇪2 years ago

افتخار ما استید جناب آغای غنی.

Sanaullah Stuman 🇦🇫's profile picture
Sanaullah Stuman 🇦🇫2 years ago

جلالتماب او د قدر وړ آفغان ولسمشره! هغه تا چی ویل، قدر مي وکړی کنه ارمان به کوی، بدبختانه موږ تاته په څومره ناپوهۍ سره وکتل، موږ ډیر جاهیل خلګ یو، موږ مه بخښه جناب ولسمشره هغه څوک چي تاته یي په سپک نظر کتلي دي، ستا ارمان به موږ او راتلونکی نسل وکړي، موږ ستا پوروړي نامرد ملت یو.

Dawood Ahmadzai's profile picture
Dawood Ahmadzai2 years ago

ولسمشر ۱۰۰۰ کلن سی ❤️❤️

(King👑)'s profile picture
(King👑)2 years ago

Love and respect you respected president ❤️🇦🇫

Maryam Azizi's profile picture
Maryam Azizi2 years ago

تو چقدر بی وجدان تشریف داری نه شرم نه حیا در وجود تو کل مرغ وجود دارد

Paktian 🇦🇫's profile picture
Paktian 🇦🇫2 years ago

مننه قدرمن ولسمشره زمونږ ویاړ یې.

Kamran Siddiqi 🇦🇫's profile picture
Kamran Siddiqi 🇦🇫2 years ago

ولسمشره مونږ اوس هم ستاسو مبارزه پر مخ وړو، خو ستا دا ناسته د پخواني عقدمند او متصبو بریتوانو سره مونږ ته د منلو وړ نده! ډیر ځوانان شته چې ستا هر رنګ خوب په تعبیر بدلولي شي. یو ځوان پیدا کړه چې همدا پودکاستونه درته پر مخ یوسي!

Related Videos

زما ګرانو هېوادوالو، خویندو او وروڼو، زه په یوه ودان وطن کې د یوه هوسا ژوندانه له پاره د هر افغان د زړه هیله لیدلی او په نه تحقق یې د هغوی د پېړیو مایوسي درک کولی شم. همدغو ګډو هیلو ته مسیر ورکول او د بېوزلۍ د ساندو پرځای، د وزلۍ او شتمنۍ تلقین جوړول تل زما د ژوندانه هدف و او دی، ځکه زما باور دادی چې زموږ بېوزلي نه ابدي وه او نه ازلي کېدلی شي، یوازې "د الماسو په خزانه پروت وګړي" له خوبه راویښول او په خپلو امکاناتو باوري کول غواړي. "د ژوند لارې" لړۍ په دوام دا خپرونه د همدغو هڅو یوه برخه ده. در این پودکاست نوبتی که شکل یک پیشگفتار را دارد، به مساله اقتصاد افغانستان در شرایط موجود پرداخته شده و راه ها و چاره های ایجاد تغییر مثبت، به اجمال مرور شده است. بخش های مختلف مربوط به اقتصاد افغانستان بالنوبه در برنامه های متعدد مورد بحث قرار خواهند گرفت. په خپرونه کې د یادو شویو مسالو نور جزییات او د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له دې لېنک نه تر لاسه کولی شئ:

Ashraf Ghani

111,788 views • 2 years ago

السلام علیکم هېوادوالو، دادی د هغو پراخو مالي تعهداتو وروستی کال رارسېږي چې نړیوالو د افغانستان د بیا ودانولو له پاره کړي وو. که زموږ له طرحې سره سم باعزته سوله راغلې وای، ددغو ژمنو له مخې تر ۲۰۲۴ کاله شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالره افغانستان ته ورکول کېدل او د هغو پروژو پر تمویل لګېدل چې هېواد یې د نورو له احتیاجه ژغورلی شو. خو له بده مرغه دواړه طرحې پلي کېدو ته پرېنښودل شوې چې له امله یې اوس هېواد له یوه ابهامه بل ته لوېږي او له مثبتې نړیوالې آجندا وځي. ددغې ناڅرګندتیا تر ټولو دروند پیټی زموږ پر میلیونو شړل شویو کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو، په تېره مېرمنو راځي چې د کار او ګټې محدود کورنی چاپېریال یې هم پرمخ تړل شوی دی. در پودکاست سوم به این مساله پرداخته شده است که سرنوشت آواره گان داخلی ما در کنار صدها هزار مهاجر اخراج شده افغان، در نبود یک برنامه منسجم ملی به کجا می انجامد و برای جلوگیری از عمیق تر شدن فاجعه به چه اقدامات عاجل نیاز است. د خپرونې بشپړ متن او په هغې کې د راغلو ارقامو او حقایقو تفصیل له دې لېنک نه تر لاسه کړئ:

Ashraf Ghani

143,521 views • 2 years ago

عزتمندو خویندو او وروڼو، له تېرو څو پودکاستونو به تاسې ته زما ددې ژور باور څرک لګېدلی وي چې بحرانونه، لکه زموږ د کډوالو اوسنۍ ستونزه په پاک نیت، ټینګو مټو او خالصې وطنپالنې په فرصت اوښتلی شي. موږ دغه راز کولی شو له همدې لارې او په همدې بنسټ د ګډ روایت د جوړېدو هڅه راپیل او بریالۍ کړو چې د خپل معاصر دولت د جوړېدو تر درې سومې کالیزې ځان د اوسني مهال له ارزښتونو سره سم په یوه هوسا او ښېراز ملت او دولت بدل کړو. ما د پودکاستونو په دې لړۍ کې تر اوسه د کډوالي بحران بېلابېلې خواوې تاسې ته وړاندې کړې او نن ددې لړۍ په څلورم او وروستي پروګرام کې له بحران نه د درسونو په زده کړه او امکاناتو تمرکز شوی دی. در برنامه های بعدی به مسایل و مباحث دیگر مربوط به زندگی ملی ما پرداخته خواهد شد. سعی ما این خواهد بود که از یک زاویه واقعبیانه به مسایل نگاه شود تا ملت به ارزش ها و توانمندی های خود باورمند شده و با اتکا به آن راه بیرون رفت از نابسامانی های نیم قرنه را دریابد. متن کامل پرسشها و پاسخهای این برنامه را از لینک ذیل دریافت کنید:

Ashraf Ghani

119,818 views • 2 years ago

بسم الله الرحمن الرحیم زه هغه څه چې زموږ له مهاجرینو سره د اجباري ستنولو برخه کې روان دي، په ډېرې اندېښنې له نژدې تعقیبوم. دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی. دې خبرې به یوځل بیا هغو کسانو ته هم چې ځانونه یې له ملي مشارکت نه ایستلي، ثابته کړې وي چې نور، دوی هم تر همدغه تعریف لاندې راولي. له بلې خوا، د طالبانو حرکت هم باید پوه سي چې اعمال یې پر ټولو افغانانو، د نړۍ هره برخه کې چې وي، تاثیر کوي او مسوولیت یې په دوی راځي. در عین حال، باید به این حقیقت تلخ اعتراف نمود که کشورها، زمانی که دُچار بحرانهای اجتماعی و اقتصادی می گردند، لبه تیز انتقاد خود را متوجه مهاجرین می سازند و تلاش می کنند بار ملامت را به گردن آنها بیاندازند. این پدیده، تنها به منطقهٔ ما اختصاص نه داشته و عمومیت جهانی دارد. به امریکا بنگرید، و یا آنچه را در اروپا اتفاق می افتد، پیش خود مجسم سازید. بحران جاری، پدیده یک روزه نه بوده و منحصر به پاکستان هم نه می ماند. تحلیل های اخیر از ایران تاکید بر آن دارد که جمعیت مهاجرین افغان در آن کشور در ظرف دونیم سال گذشته، دو برابر شده و از دو نیم ملیون به پنج ملیون رسیده است. برخورد با آنها نیز به حال سابق نه مانده است. افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه، د خپلو مهاجرینو له باعزته ستنولو پرته بله لار نه لري. زموږ دوو ګاونډیو هېوادو کې په خاص ډول، او په نوره نړۍ کې په عمومي توګه، د افغان مهاجرینو کثرت او د هغوی له پاره د عاجلو اقداماتو ضرورت، هم زموږ ملت او هم د طالبانو حرکت له یوې دوراهي سره مخامخ کړی دی. له هغې نه د وتلو یواځینۍ ښه لار، مشترکاً یو سم انتخاب ته رسېدل دي. دلته یوه لار، نورې انزوا او لا ډېر انحصار ته ځي او بله ملي وحدت او ملي، منطقوي او بین المللي مشروعیت ته ځان رسوي. راهی که به انحصار و انزوا منتج می گردد، حد اقل در این پنج بُعد خلاصه می شود: ۱ – انکار از وخامت اوضاع. تمام نشانه ها حکایت از آن دارند که حالت وخیم و دیرپا است و بدون یک راه حلِ درست، به سوی وخامت بیشتر خواهد رفت. ۲ – اتکا به جبر و استبداد. در جامعه ای که پنج اصل اساسی حقوق اسلامی (مصوونیت زندگی، مصوونیت دین، مصوونیت دارایی، مصوونیت اجتماعی و مصوونیت عقل) عملاً وجود نه داشته باشد، اوضاع بحرانی تر شده و منجر به صدور فیصله های تَحَکُم آمیز و تَعمیل استبدادی آن می گردد. عواقب این روش و طرز فکر آنی، جدی و دیرپا خواهد بود. ۳ – د اجتماعي افراط او تفریط لا ژورتیا. د اسلام د مبین دین د تعلیماتو او د خلفای راشدینو د کړنلارو په خلاف، همدا اوس په ټولنه کې د افراط او تفریط میزان په چټکۍ سره ډېرېږي. دې ډول افراط او تفریط ته زموږ په دیني تعالیمو کې هیڅ ډول اساس نه شته او نه یې ولس په حقه او مشروع بولي. ۴ – په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدل. د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي. خو دا باید هېره نه شي چې افغانستان، نور نه د جهانیانو د پام په مرکز کې دی او نه د نړۍ ولسونه یا حتی هغه هېوادونه چې پخوا یې د طالب حرکت ملاتړ کاوه، د افغانانو له پاره د کومې اساسي چارې یا د ستونزې د حل په فکر کې دي. له طالبانو سره د هېوادونو مخکني روابط د هماغو شرایطو او خاصو معاملو له پاره وو چې هغه مرحله نوره پای ته رسېدلې ده. ۵ – بروز همزمان بحرانهای متعدد. تراکم و بروز بحرانهای اقتصادی و اجتماعی بطور همزمان، بحران سیاسی را عمیق تر و پیچیده تر خواهد ساخت و خدا ناخواسته، وضعیت امنیت منفی را به یک بحران تمام عیار امنیتی مبدل خواهد ساخت. خو په دې دوراهي کې د دویمې لارې انتخاب هم روښانه او واضح دی او دا پنځه بُعدونه یې اساسي برخې جوړوي: ۱- د اوضاع د جدیت منل او درک کول. په دې ډول منلو او درک کولو کې باید د ملت لویه برخه، د طالبانو حرکت او د هېواد لوی او عمده قشرونه ټول په ګډه سهم ولري. ۲- د ملي او بین المللي مشروعیت له پاره لازمي اجماع. د لازمي اجماع مقصد د ملت ډېره برخه، خاصتاً هغوی دي چې «خاموش اکثریت» بلل کېږي. دا ډول اجماع، خودگذري او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو له خوا د یوې ښې آینده په هیله په شخصي او فرقه یي ګټو د ملي ګټو د برترۍ منل غواړي. هدف «د آزمایلو بیا آزمایل» یا پر اشخاصو ټینګار نه دی. اصلي ټکی، د داسې یوه شفاف بهیر چمتو کول او جوړول دي چې د افغانستان ټول خلک په کې د خپل سرنوشت د ټاکلو له پاره د خدای ورکړو حقونو د استعمال واک او امکان پیدا کړي. در پهلوی آن، ضرورت به تأمین بی طرفی دوامدار افغانستان به حیث یک کشور مستقل در قلب آسیا، در تعامل با کشورهای همسایه، با آسیای متحرک، با جهان اسلام و با جامعه بین المللی می باشد. ۳- ایجاد دیدگاه و نقشهٔ راه برای مدیریت بحران های فعلی و جلوگیری از بحران های آینده. از تجارب بین المللی، بخصوص از مشکلاتی که کشورِ توانمندی مثل جرمنی پس از جذب بیش از یک ملیون مهاجر خارجی در چند سال قبل با آن مواجه شد، باید درس گرفت. با توجه به این، افغانستان حد اقل به ۹ درصد رشد سالانه اقتصادی، برای حد اقل بیست سال آینده نیاز دارد تا قادر به ایجاد فرصت هایی شود که جذب و ادغامِ با عزت مهاجرین در جامعه را، تسهیل و تضمین می نماید. ۴- نیاز به انسجام ظرفیت ها، منابع و سرمایه های داخلی با هدف ممکن سازیِ تطبیق این نقشه. خوشبختانه، ما دارای سرمایه های قابل ملاحظهٔ پنهان هستیم که با تامین مشروعیت ملی و ایجاد همکاری های منطقوی و جهانی میتوان به رشدِ موردِ نیاز اقتصادی، و فراهم سازیِ زندگی آبرومندانه برای تمام زنان، مردان، کودکان و جوانان کشور دست یافت. اما چنین روندی نیازمند تشخیصِ روشنِ ظرفیت های لازم و به کار انداختن آنها، بدون هرگونه خود پسندی، تبعیض و یا تاکید بر منافع یک اقلیت کوچک می باشد. ۵- خشونت مسلحانه بمثابه مانع اصلی در راه ایجاد یک دولت خدمتگذار. جنگ های پیهم چهل سال گذشته، سدِ بزرگی در راه اصلاحاتی قرار داد که در نتیجه آن ممکن بود یک دولت فعال و خدمتگذار، اقتصاد پویا، وحدت اجتماعی و ثبات سیاسی ایجاد و استحکام یابد. اگر می خواهیم که با گذشته تلخ خود وداع کنیم، لازم است تا همان اصلاحات را با خونسردی، تأمل دقیق، اقدامات عملی و استفاده از طرحهایی که در محیط و ماحول ما امکان تطبیقِ عملی داشته باشند، نه با نسخه برداری های کورکورانه، مجدداً آغاز و به سرانجام برسانیم. د نړۍ ډېر لرې او نژدې هېوادونه اوس، له هم زمانو او مسلسلو بحرانونو سره مخامخ دي. نړۍ د تېرو پنځو لسیزو له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي روابطو نه د وتلو او یوه داسې نوي نظم او نظام ته د ننوتلو په حال کې ده چې شکل او څرنګوالی یې لا پوره ترسیم شوی نه دی او د لوبې قواعد یې روښانه شوي نه دي. د نړۍ د تاریخ په دې حساس پړاو کې د هېوادونو او ولسونو بری یا ماته د هغوی په درک او ملي عواطفو پورې اړه پیدا کوي. هغوی چې ځانونه پخپله ویشي او جلا کوي او خپل ستروالی او ارزښت قصداً ټیټوي، له نورو عمیقو بحرانو سره مخامخېږي او حتماً به د خپلې لارې په موندلو او انتخاب کې اشتباه کوي. خو هغوی چې واقعیتونه درک کولی، د اوضاع وخامت لیدلی او پېژندلی او لاسونه سره ورکولی او زړونه سره نژدې کولی شي، ددې توان او امکان مومي چې بحرانونه په فرصتونو تبدیل کړي. افغان مهاجرینو د کورني بحران په ټول بهیر کې، په پاکستان کې د پناه او ژوندانه امکانات موندلي او خاصتاً د کرښې د هغې خوا پښتنو او بلوڅو ولسونو او سیاسي مشرانو له ملاتړ او ننګې برخَمَن پاتې شوي دي. دغه مرسته او ملاتړ نن هم په هماغه حال پاتې دی. دا حقیقت له اوسني اجباري اخراج سره په مخالفت کې، چې د پاکستان د واکمنو له خوا ترسره کېږي، یو ځل بیا روښانه وځلېد. افغانان د خپلو پښتنو او بلوڅو خویندو او وروڼو ددغه ملاتړ او خواخوږۍ قدرداني کوي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغانان، که په مجازي صفحو کې وي یا ولسي غونډو کې، یو ملي بحث او ګفتمان باندې موافقې ته ورسېږي چې د خپلو مهاجرو خویندو او وروڼو مشکلاتو ته مشترکاً یوه لاره پیدا کړي. ددغو بحثونو اساس به دا وي چې عمومي ګټې تل پر شخصي او فردي ګټو لوړوالی لري. له دې لارې د مهاجرینو د اوسني بحران سره د برخورد په ارتباط یوه ضروري اجماع جوړېدلی شي. د ملت په مقابل کې زموږ مسوولیتونه او د قیامت په ورځ د پاک خدای (ج) په حضور کې زموږ د حساب ورکولو څرنګوالی له همدې سره رابطه لري. یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

406,559 views • 2 years ago

اوس د نړیوالې پوهې او تجربو په رڼا کې دا بېخي شونې شوې چې په پنځو کلو کې یو نوی ځنګل راجوړ او د صحرا کېدو مخه ونیول شي. د جاپاني پوهانو په عقیده، که نوې ونې تر پنځه کلنۍ سمې وپالل شي، تر هغه وروسته خپله دومره رطوبت تولیدولی شي چې د وچېدو مخه یې ونیسي. آسانترین و ارزانترین راه سبز نگهداشتن درختهای تازه غرس شده در اقلیم های خشک، استفاده از سیلاب هاست که آب آن با مدیریت سیل بُرها،نخست ذخیره و بعد به ساحات جدید جنگلزار انتقال داده شود. این تجربه در نقاط مختلف جهان با موفقیت عملی شده است. دغه راز د مرحوم ډاکتر ناکامورا میراث چې د کونړ سیند ځینې برخې یې مهار او سواحل او دښتې یې د سیمه ییزو ونو او کم مصرفه موادو په کارولو زرغونې کړې، زموږ له پاره یو ارزښتناک لوست دی. د پخوانیو ځنګلونو د ساتنې او د نویو د زرغونولو له پاره په کار ده چې مسلکي پوهه له ولسي پوهې سره داسې ترکیب شي چې ولس د ځنګلونو ایجاد او د زرغونو سیمو پراختیا د تهدید پر ځای په خپله ګټه وبولي او په کې ښکېل شي. و این دقیق همان کاری بود که ما بعد از بازاریابی برای محصول جلغوزه، در قسمت تکثیر درختان آن با ایجاد قوریه ها و محافظت آنها از صدمهحیوانات محلی، مخصوصاً بزها با همکاری مردم ولایات جنوب شرقی کشور انجام دادیم. د ځنګلونو په برخه کې د نړیوالو تخنیکي او مالي امکاناتو جلب هم شونی دی، خو دا کار تر هغو چې په هېواد کې یو مشروع او ټولمنلی حکومت نه وي، نه شي کېدای. د ځنګلونو په اړه په دې دویم او وروستي پودکاست کې پر همدې موضوعاتو خبرې شوې دي. متن کامل این گفتگو و سایر معلومات مربوط به برنامه را به زبانهای پشتو، دری و انگلیسی از لینکهای ذیل دریافت کنید:

Ashraf Ghani

72,272 views • 2 years ago

موضوع بحث ما امروز فراز و نشیب های کابل در طول تاریخ و درس هایی است که مخصوصاً جوانان کشور باید از آن بیاموزند. کابل تاریخی، به استناد تحقیقات استاد کهزاد از خوردکابل توسعه یافته و برای سده های طولانی در اطراف کوه شېردروازه و بالاحصار تمرکز داشته که همواره یکی از شهرهای عمده منطقه به شمار می رفته است. کابل د امیر عبدالرحمان خان تر مهاله یو ګڼ ملتي ښار و چې د لویو قومونو ترڅنګ په کې زرګونو ارمنیانو، یهودانو، کوردانو، هندوانو، سکهانو او نورو اقلیتونو ژوند کاوه. لږ تر لږه اووه لوی چمنونه او ګڼې لمدې سیمې (جبه زارونه) یې درلودل چې د ښار د هوا په پاکۍ او د سېلابونو کنترول کې یې مهمه ونډه درلوده. اما دغه طبیعي نعمتونه د ناسمو ښاري پلانونو او غصبونو په نتیجه کې له منځه ولاړل او دا ښار یې له نا اټکلېدونکو عواقبو سره مخامخ کړ. پایتخت ما همچنان بار ها از قهر طبیعت (زلزله ها، وباها و قحطی ها) و قهر انسان (حملات خارجی و جنگ های داخلی) رنج برده و دار و نه دار آن پایمال شده و دوباره از خاکستر قد راست کرده است. د تاریخ په پاڼو کې د حقایقو لټول زموږ د تاریخي حافظې د ژوندي ساتلو له پاره مهم دي چې ولس وپوهېږي، په تېره بیا د وروستۍ نیمې پېړۍ په پېښو چې د کابل منځ کې چا گولۍ وچلولې؟ او څوک وو چې عوامل د دې بربادۍ شول؟ دا حقایق باید د خلکو په ذهن کې ځای شي. په دې خپرونه کې یاد شوي کتابونه او د مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: این برنامه ها اکنون بعلاوه رسانه های اجتماعی از طریق این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community /

Ashraf Ghani

59,576 views • 1 year ago

له ټولو نښو داسې برېښي چې د اسلامي تفکر پنځمه دوره چې مسلمانان په خپله علمي او مسلکي وړتیا بیا باوري کړي، په ټوکېدو ده. دا باورمندي باید موږ افغانانو ته، له هغو عقده یي عکس العملو څخه د لرې کېدو الهام شي چې د هند د نیمې وچې او وروسته بیا د پاکستان مذهبي کړۍ پرې د استعمار له مهاله اخته وې او زموږ ځوانانو ته یې د مهاجرت پر وخت ولېږدولې. نفی برخورد عقده مندانه در برابر دیگران در صدر اسلام، راه برای همگانی شدن این آیین الهی فراهم کرد و نشان داد که دانش و دین متمم همدیگرند. تاکید پیهم من بر داشتن کادر های مسلکی افغان و در عین حال مسلمان برای این بود که جوانان کشور ما با یک سرمایه بزرگ تمدنی که ملت های زیادی را با هم پیوند داده است، وصل باشند. د تمدني پانګې دویمه او وروستۍ برخه کې د اسلامي تفکر په جوړېدو کې د افغان پوهانو پر ونډه او ورسره نورو تړلو مسایلو بحث شوی دی. د مرکې بشپړ متن او سرچینې یې له دې لېنکوتر لاسه کړئ: این برنامه ها را اکنون بر علاوه شبکه های اجتماعی ازین پلاتفورم ها هم دریافت کرده می توانید: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community

Ashraf Ghani

80,778 views • 2 years ago

بسم‌الله الرحمن الرحیم له هېواده بهر د افغان کارګرانو د رسمي اعزام د بهیر د پیل د څرنګوالي په اړه خبرتیا! د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوامداره هڅو په پایله کې، په لومړي ځل د قطر شاهي هېواد له مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه وشوه، چې له مخې یې د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي دي. دا پرمختګ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د قطر شاهي هېواد د دولتي مسؤلینو ترمنځ د تخنیکي همغږیو، ناستو او هوکړو له مخې ترسره شوی دی، چې عمده موخه یې په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو اعزام او په راتلونکي کې د هغو له حقوقو څخه لازم ملاتړ دی. په همدې اساس په شرایطو برابرو هېوادوالو ته څرګندوو، چې د نوم لیکنې او ثبت بهیر به د دې وزارت اړوند له هېواده بهر د کارګرو د اعزام ریاست تر نظارت لاندې او د کارموندنې خصوصي شرکتونو له لوري په قانوني او باوري ډول پیل شي، چې د نوم لیکنې څرنګوالی، شرایط او ځانګړي مرکزونه به وروسته اعلان او په ډاګه شي. هېوادوالو ته سپارښتنه کېږي، چې د پروسې له پیل وروسته خپلې ځانګړتیاوې یوازې له رسمي، باوري او منظور شوو مرکزونو سره ثبت او له غیر مسؤلو اشخاصو، جعلي شرکتونو یا نامعلومو مراجعو سره د نوم‌لیکنې څخه ډډه وکړي، تر څو د هر ډول ناوړې ګټې اخیستنې مخنیوی وشي. ###### اطلاعیۀ وزارت کار و امور اجتماعی در مورد چگونگی آغاز روند ثبت‌نام اعزام قانونی کارگران افغان به بیرون از کشور! در اثر سعی و تلاش‌های پی‌گیر وزارت کار و امور اجتماعی، برای اولین بار توافقی میان شرکت‌ مختلط دولتی کشور شاهی قطر و شرکت‌های خصوصی کاریابی افغانستان در خصوص اعزام کارگران افغان صورت گرفته است که بر بنیاد آن، در مرحله نخست، ۷۰۰ فرصت شغلی برای کارگران افغان در نظر گرفته شده است. این پیشرفت حاصل هم‌آهنگی‌های تخنیکی، نشست‌ها و توافقات میان وزارت کار و امور اجتماعی و مقامات دولتی کشور شاهی قطر بوده و هدف اساسی آن، اعزام کارگران افغان به گونه‌ای قانونی، مصئون و با عزت به خارج از کشور و حمایت لازم از حقوق آنان در آینده می‌باشد. بر همین اساس، به اطلاع هم‌وطنان عزیز رسانیده می‌شود که روند ثبت‌نام و پذیرش کارگران، تحت نظارت ریاست اعزام کارگران این وزارت به خارج از کشور توسط شرکت‌های خصوصی کاریابی به ‌گونه‌ی قانونی و معتبر آغاز خواهد شد. جزئیات در مورد چگونگی ثبت‌نام، شرایط و مراکز مشخص بعداً از طریق اعلان رسمی منتشر خواهد شد. از تمامی هم‌وطنان تقاضا می‌شود که پس از آغاز رسمی این روند، مشخصات خود را تنها در مراکز رسمی، معتبر و مورد تأیید ثبت نمایند و از مراجعه به افراد غیرمسؤول، شرکت‌های جعلی یا مراجع نامشخص خودداری کنند، تا از هرگونه سوء‌ استفاده احتمالی جلوگیری به عمل آید.

Ministry of Labor and Social Affairs - Afghanistan

28,967 views • 1 year ago

زموږ ګران هېواد د خلقت لاس په ډېرو نعمتونو او ارزښتونو نازولی چې تر ټولو مهم یې جغرافیایي موقعیت دی، چې ریښتیا لیدونکو سترګو په حقه «په خټینه آسیا کې غوښین زړه» بللی دی. اوس چې له اقتصادي اړخه آسیا بیا راخوځېدلې، زما باور دادی چې موږ باید د وخت له ضیاع پرته، بېرته ددې لویې وچې د بېلابېلو برخو نښلوونکی رول راخپل کړو او د ګډو ګټو په تعریف له تقابل نه تعامل ته ووځو. دا عملي بهیر موږ عملاً له لرې ختیځ، منځنۍ، لوېدیځې او جنوبي آسیا سره د ګڼ اړخیزو روابطو په ټینګولو راپیل کړی او که سیاسي څپ څپاندیو ګډوډ کړی نه وای، اوس به زموږ واقعیتونه بېخي نور وو. با توجه به این حقیقت، پودکاست نوبتی ما این بار به ارزیابی و کاوش در مورد اهمیت واقعی موقعیت جغرافیایی افغانستان عزیز اختصاص یافته است. بر اساس شواهد بسیار مستند، ما در ادوار قدیم و باستانی چون یک شریک متساوی الحقوق با بقیه آسیا و جهان مراوداتی داشتیم و در حقیقت شاهرگ اقتصادی آسیا از کشور ما میگذشت. تمرکز این برنامه بر اینست که افغانها در آسیای تپنده و بالنده امرزوی چگونه آن موقف تاریخی خود را دوباره بدست آرند. ددې بحث د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن او نور مطالب له دې لېنک نه تر لاسه کړئ:

Ashraf Ghani

105,428 views • 2 years ago

د احمدشاهي امپراتورۍ د ړنګېدو د عواملو په څېړنه کې چې د رامنځ ته کېدو سابقه مو یې په تېرو دوو خپرونو کې څېړلې، تر ټولو لومړی باید هغه پرېکړې، اقدامات او کړنلارې تحلیل کړو چې تر ډېره د کورني حالت حساسیت او د سیمې او نړۍ بدلېدونکو واقعیتونو ته له پام پرته طرحه او عملي شوي دي. در نتیجه همین آگاهی ناقص و تصامیم ناسازگار با اوضاع، شهنشهاهی بزرگ افغان بعد از تقریباً نیم قرن اقتدار، آهسته آهسته به سطح هرج و مرج ملوک الطوایفی سقوط کرد و کودتا پشت کودتا به روال روزمره زندگی مبدل شد. این اوضاع نابسامان داخلی همسایگان منتظر به فرصت را تشجیع کرد که از هر سو بر قلمرو دولت افغان بتازند. لومړنۍ لویه سیمه چې په دې لړ کې له لاسه ووته کشمیر و چې د سیکهانو نوي راهسک شوي دولت لاندې کړه. وروسته زموږ ژمنۍ پلازمېنه – پېښور هم همدغه نوي ځواک ته وبایلل شوه چې ورسره هېواد، له نوي او پیاوړي سیال سره چې له لاهور نه یې د افغان خاورې د لاندې کولو او پرې کولو اقدامات یو په بل پسې عملي کول، مخامخ شو. از سوی دیگر قاجاریان فارس، برای جبران عقب نشینی در برابر روسها که نیز در حال پیشروی به سوی شرق بودند، سعی کردند بخشهایی از افغانستان خسته از نفاق داخلی را به چنگ آورند. دولت سیکهـای لاهور اما زیاد دوام نیاورد و انگلیس با تجزیه و ادغام مستملکات آن، از جمله آنچه از افغانها بریده بودند، در قلمرو هند برتانوي، به عنوان یک بازیگر قویتر در همسایگی افغانستان در شرق قرار گرفت. د نولسمې پېړۍ په ټوله لومړۍ نیمایي کې زموږ روانو کورنیو تربګنیو او سیالیو، چې له بده مرغه د پېړۍ په دویمه نیمایي کې هم په وقفو روانې پاتې شوې، انګرېزان زموږ پر هېواد پوځي یرغل ته وهڅول چې دواړه لوري په کې خوږ شول، خو افغانستان ته یې مادي او معنوي زیانونه نه جبرانېدونکي وو. ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت اند: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community

Ashraf Ghani

58,714 views • 10 months ago

با ترویج تکنالوژی هوشمند در قرن ۲۱ انقلابی که با قایم شدن ارتباطات بیسیم در قرن ۱۹ شکل گرفته بود، اینک به افق های غیر قابل پیش بینی در حال گسترش است. د نوې ارتباطي ټکنالوژۍ د څرنګوالي د پوهېدو له پاره به همدا بس وي چې د ټېلېګراف، ټېلېفون، راډیو او ټلوېزیون له ایجاد وروسته رامنځ ته شوې چټکتیا په ۱۰ زرو، ۲۰ زرو او آن ۴۰ زرو کې ضرب شي. دا د ارتباطاتو له پلوه د ننن‍ۍ نړۍ انځور دیچې د انساني ټولنې ټولې خواوې ورسره له یوه بېساري بدلون سره مخامخ شوې دي. جهان در ۱۰ سال آینده از نگاه مناسبات اقتصادی، اجتماعی، سیاسی و جوانب دیگر یک تغییر بسیار سریع را تجربه خواهد کرد، که بالاثر آن فاصله بین کشورهای عیار شده با این تحولات و آنهایی که ازین کاروان عقب می افتند، به شکل وحشت زایی فزونی خواهد یافت. په ټکنالوژۍ کې دا بدلون په داسې یوه چاپېریال کې پېښېږي چې په نړۍ کې د قدرت مراکز په ډېرېدو او له بده مرغه ددې نوې لوبې د تنظیم قوانین په ماتېدو دي. یوه پایله یې داده چې ټول ولسونه اوس په لوی لاس د اړول شویو خبرونو له سېلاب سره مخامخ شوي او ځکه افغانانو ته چې تر هرچا ډېر زیان منوونکي دي، په کار ده چې هوښیار و اوسي او د اطلاعاتو د سموالي او ناسموالي د سنجولو وړتیا پیاوړې کړي. متن کامل گفتگو در باره چگونگی ارتباطات امروزی را از لینک های ذیل دریافت کرده می توانید: دا خپرونې اوس پر خواله رسنۍ سربېره له دې پلاتفورمو څخه هم اورېدل کېدلی شي: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community /

Ashraf Ghani

40,121 views • 1 year ago

بسم الله الرحمن الرحیم. تبریکات صمیمانه خود را به مناسبت فرارسیدن عید سعید اضحی به هموطنان گرامی و مسلمانان جهان تقدیم میدارم. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. د خپلو نورو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو ترڅنګ، هغو خویندو او وروڼو ته د لوی اختر ځانګړې مبارکۍ رسوم چې د بیت الله شریف د زیارت الهی نعمت یې نصیب شوی دی. هیله لرم چې د یوه باثباته، مشروع نظام لرونکي، مرفه او متحد افغانستان له پاره د هغوی دوعاګانې په الهي دربار منظور شوې وي. مطمئن یم چې د غزې کړېدلی ولس به یې هم په خپلو دوعاګانو کې نه وي هېر کړی. پاک الله (ج) دې د دوی او زموږ ټولو عبادتونه او زارۍ قبولې کړي. همه ما در حالیکه با مسرت تمام، ایام خجسته عید را تجلیل می کنیم، در عین حال درد و رنج هموطنان عزیز خود را که در زلزله های ویرانگر و سیلاب های مدهش اخیر جانهای خود را از دست داده یا متضرر و بی جا شده اند، نیز فراموش نه می کنیم. من شخصاً از تمام آنهاییکه در لحظات دشوار به امداد این هموطنان مصیبت زده ما رسیدند، اظهار امتنان می کنم. زموږ د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی. لکه پخوا چې مې ویلي دي طبیعت په تلاطم کې دی، طبیعي حوادث ډېرېږي او د وچکالیو او سېلابو دا خبیثه حلقه به بیا بیا تکرارېږي. ددې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي. د افغانستان د ولس لوی ترینه پانګهجمعي عقل او ملي وحدت دی؛ جمعي عقل په مشورو او جرګو کې راښکاره کېږي او د ژوند لارې د جمعي عقل په ټولېدو او استعمال کې روښانېږي. عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بښلی. تُوره او توپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي. دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. همه میدانند که افغانها به طور واضح و آشکار مشروعیت نظام و حکومت قابل قبول برای همه می خواهند، اما ترجیح می دهند این کار از راه صلح آمیز صورت گیرد، طرفدار جنگ و خونریزی نیستند، زیرا ضرب المثلی دارند که می گوید: «گِرهی که با انگشت باز می شود نیاز به دندان و مشت ندارد.» اما این صبر و شکیبایی مردم نامحدود نیست و نه شود که این گِره را کور بیابند و برای باز کردن آن خدای نخواسته به دندان و مُشت متوسل شوند که این، راه ویرانی و تباهی کشور است که در نیم قرن گذشته با درد و رنج بارها تجربه شده است. حکم دیگر عقل جمعی ما اینست که «آزموده را آزمودن خطاست». ازین جهت ایجاد و تحکیم مشروعیت هرگز نباید به معنی رویکار کردن مجدد افراد آزموده شده و منفور قبلی تلقی شود. آینده کشور را باید اکثریت قاطع مردم افغانستان که عبارت از جوانان، زنان و افراد بی بضاعت اند، تعیین و مسیر آینده کشور را مشخص سازند. د اسلام د مبین دین اساس په فردي مسوولیت درېدلی او الله (ج) بیا بیا په مجید قرآن کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ د هر چا حساب جدا دی. اُخروي مجازات او مکافات یوازې د لوی خدای (ج) په لاس کې دي. د اسلام ستر پیغمبر اکرم (ص) ته زموږ د خالق صریح هدایت دادی چې ته لارښوونې ته استول شوی یې نه د خشونت له پاره. له عشره مبشره پرته نور هیچا ته دا معلومه نه ده چې په قیامت کې یې مکافات یا مجازات څه دي او څومره دي. نو ځکه هیڅوک حق نه لري چې په دې دونیا له انسانانو سره د هغوی د اعمالو محاسبې ته لاس واچوي. دلته حساب واضح دی او زموږ اعمال زموږ په عقل او ارادې پورې تړلي دي او هر یو به خپل حساب ورکوي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ ددې متل روح چې «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي» تر پخوا ډېر واضح معلومېږي او هغه دا چې خلک په پټه خوله، په پټه حکومتدارۍ او پټو معلوماتو نه غولېږي. خلک هرڅه ویني او د هغو له مخې قضاوت کوي. بناءً ضرور ده چې په دې بختورو شپو ورځو کې موږ ټول د آزادۍ له پاره د اسلام د مبارک دین د پنځو اصولو، مشروع حکومتدارۍ او د بیت المال د شفاف استعمال هدایاتو ته په پام سره د آخرت تر څنګ په دې دونیا کې هم ځانونه د خپلو اعمالو مسوول وبولو، په تېره بیا هغوی چې په انفجار او انتحار کې یې لاس درلود، ځکه صریح قرآني حکم دی چې «د یوه بیګناه انسان قتل د ټول بشریت قتل دی». دلته غواړم یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو ته روښانه کړم چې زما فکر د جوړولو او ودانولو فکر دی. په داسې حال کې چې خپلو خلکو ته د هر څه او هرې نېکمرغۍ غوښتونکی یم، ځان ته هیڅ نه غواړم. هڅه مې داده چېد وطن د ودانۍ او د ولس د سوکالۍ له پاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړم او له دې لارې خپله ونډه ادا کړم تر څو چې د مشروعیت امانت چې ماسره دی، یو مشروع نظام ته وسپارم. زنده باد افغانستان یشه سن افغانستان ژوندې دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

197,912 views • 2 years ago

آسیا په ډېرې چټکۍ د نړۍ د پانګې او شتمنۍ په مرکز بدلېږي او هېوادونه په خورا تلوسه په دغو نویو اقتصادي معادلاتو کې ځان ته مناسب ځایونه لټوي. موږ د خپل بېساري طبیعي موقعیت په برکت تر هر چا په ښه دریځ کې یو چې هم آسیا په خپل منځ کې او هم دا لویه وچه له نورې نړۍ سره ونښلوو او په دې تعامل کې پخپله ځان د پېړیو له وروسته پاتېوالي راوباسو. اما راه اندازی چنین تعاملی با براعظم آسیا و بقیه جهان، نیازمند موجودیت یک نظام مشروع، قانونمند و متکی بر اراده قاطبه مردم کشور می باشد. تاخیر مزید در ایجاد مشروعیت لازمی ملی و بین المللی، انزوای ما را عمیقتر و فاصله ما با جهان را طولانی تر می سازد. کاروان پویایی عصر، مخالف ایستایی است و ما اگر کماکان در این گرداب بی سرنوشتی غوطه ور بمانیم، باید به وضوح بدانیم که دیگران منتظر نه نشسته و مانند دفعات قبلی، باز به سرعت از کنار ما رد خواهند شد. د تېرې خپرونې په تعقیب، د افغانستان د موقعیت د ارزښت په اړه دا دویم او وروستی پودکاست دې ته ځانګړی شوی چې له خوځندې او راویښېدونکې آسیا سره څنګه همګام شو او د فرصت د بیا بایلنې په صورت کې په څه سرنوشت اخته کېدلی شو. متن کامل این گفتگو و سایر معلومات مربوط به آن را از لینک زیر به دست آورده می توانید:

Ashraf Ghani

114,253 views • 2 years ago

موږ په نمونه یي ډول د کابل په ګډون د افغانستان شپږو ښارو له پاره داسې طرحې جوړې کړې وې چې د شلمې او نولسمې پېړیو مثبتو تجربو پام کې نیولو سره، هغوی د ۲۱ پېړۍ ژوندانه ته چمتو کړي. دغه طرحې چې لا هم هماغسې د پلي کېدا وړ دي، په نړیواله پانګه تمویل او پخپله د افغان کارپوهانو او ولس په ګډون پلې کېدې. قرار بود با تطبیق این برنامه ها مزارشریف بعنوان خواستگاهمولانا، هرات به حیث شهر عبدالله انصاری و اثر شکوهمند تمدن تیموری، قندهار در مقام نخستین پایتخت افغانستان معاصر، خوست بعنوان پیوند دهنده عملی مردمان دو سوی خط دیورند، جلال آباد به حیث دومین پایتخت زمستانی زمامداران افغان بعد از باختن پشاور، و کابل به عنوان قلب تپنده کشور، برجستگی و جاذبه تاریخی خود را دوباره به دست آورند. په دې طرحو کې تاپي پروژې ته د «دویم هلمند سیند» په حیثیت کتل کېدل چې له تورې غونډۍ تر سپین بولدکه دا ټوله ساحه په یوه اساسي انکشافي کوریدور واړوی؛ هرات د افغانستان لومړنی ښار کېده چې د اوسپنۍ پټلۍ درې مسیرونه په کې –ترکمنستان ته، ایران ته او ازبکستان ته وصل شي او داسې نور. تاکید بر این بود که خود افغانها با راه اندازی سفر ها به این شهر ها همدیگر را خوب بشناسند و ازین طریق شیرازه وحدت ملی را محکمتر سازند. در عین حال جلب جهانگردان خارجی نیز در مرکز توجه بود که بر اساس تخمین های مقدماتی، حد اقل سالانه یک میلیون شهروند چین میتوانست از شهرهای مختلف ما دیدن کنند. این امر در کنار سرازیر کردن ارز خارجی به کشور، در تغییر چهره کشور در سطح منطقه و جهان میتوانست موثر باشد. دا کارونه اوس هم عملي کېدلی او نړۍ ته د افغانستان دروازې پرانستل کېدلی شي، خو دا هرڅه د امنیت او ثبات له ټینګښت او د کورني او نړیوال مشروعیت له تامین سره مخامخ او نه شلېدونکی تړاو لري او بې له هغو نه شي کېدای. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینک څخه تر لاسه کولی شئ: این برنامه ها اکنون بعلاوه رسانه های اجتماعی از طریق این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community /

Ashraf Ghani

101,599 views • 1 year ago

بسم الله الرحمن الرحیم د لوی اختر په راتګ خپل ملت او اسلامي اُمت ته صمیمانه مبارکي وړاندې کوم. فرارسیدن عید سعید قربان به مردم کشور و مسلمانان جهان مبارک باد. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. وطنوالو، د ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته په خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي. نژدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو. سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو، زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی. د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده. سره له دې چې د وروستیو شلو کلو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو یو څه کراري راوسته، خو خشونت یې ونه دراوه. دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې موږ غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا، لاسته راوړنه نه ده؛ دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي «په زور کلي نه کېږي»! منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي: «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي. طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای: واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا، دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي. د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي. اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نهیوازې اوسنيو، بلکې خپلو راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړو. هموطنان، خون و خشونت دومدار، روان جمعی ما را پیهم صدمه زده و شاید دیگر زمان آن فرا رسیده باشد که همه با هم، استفاده از آن به عنوان وسیله حصول به اهداف سیاسی را رد کنیم. استفاده معقول از فرصت موجود میتواند داستان نیم قرنه خون و آتش در کشور را به تاریخ تحویل دهد، مشروط بر اینکه بعنوان حربه ای برای حصول اهداف گروهی توسط طالبان مورد استفاده قرار نه گیرد. اکثریت آنها نیز شاید اکنون درک کرده باشند که گذار به یک امنیت پایدار، خواست ملی است و اگر با وجود واقعیت های عینی کنونی تحقق یافته نه تواند، مسوولیت عواقب آن بر دوش رهبران این گروه خواهد بود. اما برای رسیدن به این هدف، طالبان باید نخست با خود، در گام دوم با دین مقدس ما - اسلام که مخالف خشونت است، و بعد با ملت افغان صلح کنند. له اسلام سره د طالبانو سوله به د دین په پلمه د وطن، افغانانو او نړۍ په ارتباط د هغوی تنګ نظري له منځه یوسي او سترګې به یې هغو لارښوونو ته پرانستل شي چې پاک خدای (ج) خپل منلي رسول (ص) ته په قرآن شریف کې اورولې دي. د دوی اعمال او سیاستونه له ډېرو قرآني احکامو سره په ټکر کې راځي. د مثال په ډول، د الغاشیه سورت په ۲۱ آیت کې صریح الهي حکم دی چې تفسیر یې داسې راځي: «په یاد ولره چې ته نورو ته د یادونې او نصحیت له پاره استول شوی یې، نه ددې له پاره چې پر هغوی مسلط شې یا قضاوت وکړې. مجازات او مکافات هر چاته، په آخرت کې د الله (ج) له خوا ورکول کېږي». خو طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دونیایی حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي. خویندو او وروڼو، موږ غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو. تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟ همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي. آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ آیا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی، ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی. نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي. هموطنان، در اینجا میخواهم از افغانان متواری در کشور های دیگر به خاطر خدمات صادقانه شان به مردم اظهار سپاس کنم که با زحمات خود عزت و آبروی افغانها را تامین کردند. اکنون هم با وجود دوری فزیکی، آنها هر لحظه در کنار وطن و مردم خود قرار دارند و دردی را که مردم در داخل متحمل می شوند، اینها در غربت به دوش می کشند. تجربه جهانی دیاسپورا همواره شاخص های مثبت و منفی داشته که افغانها نیز از آن مستثنی بوده نمی توانند. در حالیکه آشنایی با جهان باعث رشد فکری و مسلکی شده است، خلای ایجاد شده، زمینه دامن زدن به نفاق ملی توسط بعضی ها را نیز مساعد ساخته است. اما افغانهای مقیم خارج نه باید حق نمایندگی خود را به یک حلقه کوچک نفاق افگن بسپارد. شما باید وسیلهٔ یک اندیشه سازنده شوید تا ازین حالت بیرون بیایید. خوشبختانه فرصت ها و چاره های زیادی برایتان میسر است که از آن به نفع جامعه خود در خارج و داخل استفاده نمایید. یکی از این راه ها، دیجیتل سازی و کار روی ایجاد یک افغانستان دیگر در فضای مجازی است که محور تجمع هموطنان ما در خارج شود. زندگی در غربت، هیچګاه برای هیچ کسی یک انتخاب طبیعی نه بوده است و به همین دلیل است که به قول مولانای بزرګ، «باز جویند روزگار وصل خویش». عودت منسجم و با عزت مهاجرین افغان از ایران و پاکستان در چهارچوب یک صلح پایدار، در صدر برنامه های کاری ما قرار داشت. اکنون تنها ثبات سیاسی، صلح پایدار و امنیت دوامدار امکان برگشت پنج ملیون مهاجر افغان، از جمله سیل مهاجرین ماه های پسین را فراهم کرده می تواند. خویندو او وروڼو، اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو. د نظام شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي. همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده. ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل. دلته زه له دې فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سو‌ٔ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي. د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسالې حل د دوی تر وس پورته دی. موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او زه، بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو ددغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم. ژوندی دې وي افغانستان زنده باد افغانستان یشه سین افغانستان

Ashraf Ghani

428,055 views • 3 years ago

بسم الله الرحمن الرحیم د کوچني اختر په رارسېدو، د نړۍ ټولو مسلمانانو، خپل ګران ولس او د وطن د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم. عزیز وطنداش لر! هاییت بیرمنگیز مبارک. عید سعید فطر بر کافه هموطنان خجسته باد. اِنشا‌ءالله که عبادات همه ما، در ماه مبارک رمضان، به درگاه خداوند متعال مقبول افتاده باشد. در حالیکه، در تجلیل ازین آیام خجسته به برادران و خواهران مسلمان خود در سرتاسر جهان می پیوندیم، همچنان از آنها می طلبیم تا با ملت ما در برابر گروهی که به نام دین مقدس اسلام افغانان را گِروگان گرفته اند، اظهار همدردی و همبستگی نمایند. ګرانو خویندو او وروڼو، دادی زموږ یوه بله روژه بیا په یوه مبهمه واکمنۍ کې په ملي اندېښنو تېره شوه. دا پټه واکمني، د یوه خفیه سازمان له خوا، تر پټ مخي مشرتابه لاندې چلېږي. دوی زموږ ګران وطن په شدت سره منطقوي سپکاوي، بین المللي اِنزوا او ملي تشتت خواته روان کړی دی. هموطنان عزیز! امروز، با جهانی از یأس می بینیم که به جای مقابله با اختناق ِ گروه خفیه حاکم، کشور ما از سوی بعضی ها، خواسته یا نا خواسته، به سوی بحران هویتی کشانده می شود. آسیب های این بیماری، در صورت عدم جلوگیری، دراز مدت و خطر ناک خواهد بود. این بحران، اساساً ریشه در زشتی های فكری نیم قرن اخیر دارد. مهاجرت های اجباری در این دوران، حس تعلق به میهن مشترک را تضعیف کرد و به سود جویان موقع داد تا به نام قوم از آن استفاده های شخصي نمایند. در حالیکه، پیوند مردم کشور، با هویت تاریخی و سرزمین واحد، افتخار مشترک همه ماست که تنها در افغان بودن تجسم یافته می تواند. اکنون بر جوانان و زنان آگاه کشور است که مالکیت در مساله بحران هویت را بدست خود گرفته و چون نماد وحدت ملی و یک دلی تبارز نمایند. هېوادوالو، افغانستان په تاریخي لحاظ خپل قوت د خپلو قومونو او ژبو له رنګارنګۍ تر لاسه کړی دی. په تېرو زرو کلو کې، جلا جلا قومونو په دې خاوره حاکمیت کړی او نور ولس ورسره د ګډ افغان وطن په لمن کې یو ځای شوی دی. اوس دغه لرغوني تاریخ ته له پام پرته له بېلابېلو خواوو، زموږ مشترک ملي هویت تر حملې لاندې دی. په دې برخه کې، حاکمه ډله تر نورو ډېر زیان پېښوي. دوی هر هغه څه چې زموږ ګډ ملي افتخارات دي، له منځه وړي. د دوی هڅې چې په اشتباه پښتنو ته منسوبېږي، په دغه قوم هیڅ اړه نه لري. دوی یوازې پښتو وایي، خو پښتو نه کوي. پښتو کول یې زده نه دي. دوی حتی د نجونو د زده کړو او کار مساله کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وایي چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښت له مخې لګېدلی دی. خفیه سازمان په حقیقت کې له ټولو ملي ارزښتونو سره د ضدیت تګلاره غوره کړې او "نه منم" یې په خپل رسمي سیاست اړولی دی. خواهران و برادران، وضعیت بشری در کشور به شدت رو به وخامت میرود و تا کنون تنها کمک های بشری جلو یک بحران تمام عیار را گرفته است. اما تاریخ شاهد است که هیچ ملتی، به گدایی بقا نه یافته است. حال باید ثابت شده باشد که سازمان خفیه طالب از مدیریت اقتصاد کشور عاجز است. از سویی هم با وضع محدودیت اخیر بر کار زنان در موسسات، طالبان روند کنار زدن کامل آنها را از زندگی اجتماعی و اقتصادی عملاً تکمیل نمود. بدون شک این اقدامات، از روی محاسبه های خاص صورت می گیرد تا کشور به انزوای مطلق برود و مردم زندگی در کشور را ناممکن بیابند. اوضاع جاری از ما می طلبد تا تلاش برای یافتن راه های بدیل در اولویت کار ها قرار گیرد. فقر عمومی در کشور در حالی بیداد می کند که رهبران طالب، به ثروتمندترین افراد در تاریخ حرکت های یاغی مبدل شده اند. ثروت آنها بر علاوه ربودن غیر قانونی عواید ملی، از قاچاق اسلحه و مواد مخدر فراهم می شود. راه بیرون رفت از غربت زده گی فعلی در خود کفایی اقتصادی کشور است که با تبدیل شدن آن به حلقه وصلِ قاره ها، قابل دستیابی است. وطنوالو، زه یو ځل بیا دا حقیقت تکراروم چې هیڅ جابر اقلیت په افغانستان کې په زور نه ده ګټلې او ولس یې د غرور جام آخر ورمات کړی دی. ظالمان ټول په یوه قومي اقلیت پورې اړه لري چې هغه ته استبداد وایي. هماغسې چې جنگسالاران زموږ د سترو قومونو – تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅانو، نورستانیانو، پشه یانو او نورو نمایندګی نه شي کولی، طالبان هم هیڅکله د پښتنو استازي نه وو او نه دي. د دوی دواړو عملونو، افغانان له عدالته محروم کړي دي. طالبان په هیڅ ډول د خپل واک ظالمانه ماهیت نه شي پټولی او ځکه یې د مشر له نامه نصیحتونو کې خطرناکو عواقبو ته اشارې لیدل کېږي. خو داسې هېڅ نښه نه شته چې وښیي دغې ډلې دې د خپل مخکني حاکمیت له بدکاریو او د جنګسالارانو له سرنوشت نه عبرت اخیستی او په عدالت باوري شوې وي. خویندو او وروڼو، زه د اختر په مناسبت یو ځل بیا حاکمې ډلې ته وریادوم چې د انحصار لار تباهي ده. وطن یوازې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېدلی شي. موږ څلور کاله وړاندې، د با عزته سولې لور ته اول ګام د اختر په اوربند پورته کړ. دا د افغانستان د بحران تاریخ کې بې سابقه کار و چې متخاصمې خواوې د توپکو خولې یوځای بندې کړي. هلته دا امکان جوړ شوی و چې ملت طالبانو ته غېږه ورکړي او د دواړو خواوو دردونه ټکور شي. خو منفعت غوښتونکو سوله وتښتوله او پر ځای یې هغه څه راوړل چې اوس هیڅوک نه شي قانع کولی. هغه وخت موږ د باعزته سولې چوکاټ وړاندې کړ او که په هغه اساس، له شرطونو پرته ملي خبرې شوې او په ګډه د حکومت شکل ټاکل شوی وای، اوس به دا مشکلات نه وو. زموږ طرحه له ملت سره د طالب سوله وه، خو پر ځای یې طالب له جنګسالارانو سره سولې ته کېنول شو او ځکه نه سوله راغله او نه وطن آرام شو. نو تر هغو چې فرصت کاملاً له لاسه نه دی وتلی، باید بېرته هماغه چوکاټ ته ستانه شو او د ملت د ګټو له مخې حقیقي ملي سوله راولو چې پر عدالت او مساوات ولاړه وي. اوس یې وخت دی چې په دې بیا فکر وکړو چې: "یا به یو کېږو، که نه ورکېږو!" یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

455,865 views • 3 years ago

زموږ ګران هېواد دا شپې ورځې له ګاونډیو هېوادو نه د خپلو سلګونو زرو راشړل شويو وګړو د با عزته منلو او خوندي کولو له کلک ازمېښت سره مخامخ شوی دی. تصاویر دلخراش تعقیب، تحقیر و توقیف افغانهای مهاجر و چپاول یا غصب دارایی های ایشان در کشور های میزبان تکان دهنده است. این اخراج های اجباری در شرایطی اتفاق می افتد که روحیه عمومی در کشورهای عمدتاً مهاجر پذیر غرب نیز به شدت در حال تغییر بوده و کمک های معنادار بشر دوستانه برای عودت کننده های ما از سوی آنها غیر عملی به نظر می رسد. ما بیا بیا ویلي و چې افغان کډوال باید راستانه شي ځکه د هغوی نوره پاتېدنه د افغانستان د ملي واکمنۍ د نیمګړتیا په مانا ده، خو نه په دا ډول ناسنجېدلې او له نړیوالو قوانینو نه په مخالفه بڼه. این اخراجهای دسته جمعی در شرایطی صورت می گیرد که افغانستان خود دچار بحران مشروعیت نظام و رکود شدید اقتصادی و فاقد امکانات مالی برای پذیرایی از این افراد می باشد. د مهاجرینو د شړنې بېلابېل اړخونه او له دغه بحران سره د چلند ډولونه ما د «ژوند لارې» لړۍ په پیل کې یو نیم کال وړاندې په تفصیل څېړلي وو. د حالاتو جدیت ته په پام سره هغه ارزونې، اټکلونه او حل لارې دادی یوځل بیا په لنډه بڼه تاسې ته وړاندې کېږي. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکو څخه تر لاسه کولی شئ: این برنامه ها، بعلاوه رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت می باشند: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community /

Ashraf Ghani

50,509 views • 1 year ago

د ملي بیرغ د ورځې په ویاړ کله چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د کابل په اسمان کې رپېږي، داسې احساس کېږي لکه د دې خاورې پنځه زره کلن تاریخ، د شهیدانو سپېڅلې وینې او د آزادۍ نه مړېدونکي ارمانونه چې یو ځل بیا ژوندی شوي وي. دا بیرغ یوازې درې رنګه ټوکر نه دی، بلکې د یوه ملت د عزت، خپلواکۍ، هویت او تلپاتې ویاړ ژوندی سمبول دی. د پخواني ولسمشر محترم کرزي صاحب د واکمنۍ پر مهال، په کابل کې د ملي بیرغ لپاره هغه لوړ بیرغ‌ستون، چې د هند هېواد په مرسته جوړ شو، د خپل وخت له سترو ملي پروژو څخه ګڼل کېده. د دغه ستر بیرغ رپېدل د دې پیغام ورکاوه چې افغانستان، له ټولو ستونزو سره سره، خپل ملي هویت او خپلواک عزت ژوندی ساتلی دی. هر ځل چې هغه درې رنګه بیرغ د کابل په اسمان کې رپېده، د وطنپالو زړونه یې له ویاړه ډکول او نړۍ ته یې د افغان ملت د یووالي، سرلوړۍ او ملي وقار پیغام لېږه. محترم کرزي صاحب تل ټینګار کاوه چې ملي بیرغ د ټولو افغانانو ګډ عزت دی. هغه محترم باور درلود چې افغانستان د خپل ملي هویت، ملي ارزښتونو او ملي یووالي په ساتلو سره خپل راتلونکی خوندي کولای شي. د ملي بیرغ درناوی یوازې د یوه دولت یا یوه نسل دنده نه ده، بلکې د هر هغه افغان ملي مسئولیت دی چې د دې خاورې مینه په زړه کې لري. د کابل په زړه کې د دغه ستر ملي بیرغ پورته کېدل، که څه هم د یوه دوست هېواد، هند، په همکارۍ عملي شول، خو د هغه رپېدل د افغان ملت د ویاړ، خپلواکۍ او ملي هویت استازیتوب کاوه. همدا ځکه به د کابل هر اوسېدونکی او هر مېلمه، چې سترګې به یې هغه بیرغ ته پورته کړې، د افغانستان د عظمت او ملي یووالي احساس به یې په زړه کې راژوندی کېده. راځئ چې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت یو ځل بیا ژمنه وکړو چې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي، سولې او ورورولۍ ساتونکي به پاتې کېږو. تر هغه چې د افغان په سینه کې د وطن مینه ژوندۍ وي، زموږ درې رنګه ملي بیرغ به هم د هندوکش له څوکو تر امو، له سپین غرونو تر هریرود پورې د عزت، یووالي او سرلوړۍ نښه رپېږي. تل دې وي افغانستان، تل دې رپېږي زموږ درې رنګه ملي بیرغ، او تل دې سرلوړی وي هغه ملت چې خپل تاریخ، خپل هویت او ملي ارزښتونه په مینه او وفادارۍ ساتي. #peace #kabul #afghanistan

Wali Karzai

20,630 views • 1 month ago