Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د امریکا په ګډون #غربي نړۍ د هغو کسانو لخوا اداره کیږي چې د نړیوال صهیونیستي ترهګر او د موساد جاسوس جیفري اپسټین په مرسته یې په ټیټ عمره نجونو باندې جنسي تیري کړې او اوس یې ویډیوګانې له موساد سره دي او پرې بلک میل کیږي. جالبه خبره...

22,817 просмотров • 7 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

شکریه بارکزۍ: “نړۍ باید اوس عملي‌گامونه پورته کړي” په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د نړۍ هیوادونه، افراد او سازمانونو د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. مېرمن بارکزۍ اروپايي پارلمان ته وینا کې وایي چې، د بشري حقونو نړیوال کنوانسیونونه یوازې د نمایش لپاره نه دي، بلکې د دې لپاره جوړ شوي چې نړۍ کې پرې د انسانانو ژوند ښه شي او مساوات تأمین شي. هغه همدارنګه وایي چې له تېرو درېیو کالو راهیسې افغانې نجونې د ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو او د خپل ژوند بېرته عادي کېدو په تمه دي او په وینا یې، بشري حقونه باید نور سیاسي نه شي. مېرمن بارکزۍ دا څرګندونې پرون د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د اروپايي پارلمان په هغه غونډه کې کړي چې د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره جوړه شوې وه. د یادونې وړ ده چې پرون په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د لېسو بندېدو درېیم کال هم پوره شو. Shukria Barakzai European Parliament #ABN #AfghanWomen #HumanRights

ABN Pashto

47,093 просмотров • 2 лет назад

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,983 просмотров • 2 месяцев назад

نازیه اقبال: کاناډا کې زما د کنسرتونو پیسې نه دي راکړل شوې د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال ادعا کړې چې په کاناډا کې د هغې د وروستیو کنسرتونو پیسې نه دي ورکړل شوې او د ډاکټر صافي په نوم یوه کس ورسره په مالي حسابونو کې دوکه کړې ده. د نازیه اقبال په وینا، یاد کس د افغانیت او پښتونولۍ په نوم له هغې سره اړیکه نیولې وه او هغه یې هڅولې وه چې د افغانانو لپاره کنسرتونه ترسره کړي؛ خو وروسته یې، د هغې په خبره، له خپلو ژمنو سرغړونه کړې او د کنسرتونو عواید یې نه دي ورکړي. نوموړې زیاتوي چې دا موضوع د اعتماد، هنري اخلاقو او د هنرمندانو د حقونو د ساتنې له پلوه ډېره جدي ده او غواړي چې قضیه د قانوني لارې حل شي. وصال ټلوېزیون د یادې موضوع په اړه څو ځلې له ډاکټر صافي سره د اړیکې هڅه کړې، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. #نازیه_اقبال #کاناډا #کنسرت #پښتو_موسیقي #افغان_هنرمندان #هنرمندان #مالي_شخړه #هنري_حقونه

Wesal TV - وصال ټلوېزیون

28,837 просмотров • 3 месяцев назад